د اسلام په سپېڅلي دین کې نه ژېړ رنګ د نېکمرغی او سعادت نښه ده او نه تور رنګ؛ بلکې د انسان رښتینې نېکمرغي او سعادت د الله تعالی په سپېڅلي کتاب قرآن کریم او د رسول الله ص په مبارکو سنتو کې نغښتی دی، نه په بېاساسه کیسو، داستانونو او خیالي روایتونو کې.
نو د نېکمرغی معیار باید قرآن کریم او سنت نبوي ص وي، نه رنګونه او افسانې.
د افغانستان درنو علماوو او دیني عالمانو ته یو پیغام
درنو علماوو، امامانو او د منبر خاوندانو!
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته .
تاسو د پیغمبرانو د میراث د ساتنې دروند مسؤلیت پر اوږو لری. ستاسو غږ یوازې د جومات تر دېوالونو محدود نه دی؛ ستاسو خبرې د یوه ملت پر فکر، اخلاقو او راتلونکي اغېز لري.
له تاسو یوه هیله لرو:
لطفا له تکراري مجلسونو، بېسنده حکایتونو، اوږدو قصو او داستانونو څخه لږ راووځی او د قرآن کریم او د رسول الله ص د صحیح سنتو رڼا ولس ته وړاندې کړی.
ولس مو د دین اصلي پیغام ته اړتیا لري؛ د قرآن مجید د آیتونو معنا، د احادیثو صحیح مفهوم، د عدالت ارزښت، د امانت ساتنه، د علم فضیلت، د ظلم حرمت، د انسان د حقونو رعایت، د یتیم او مسکین لاسنیوی او د مسلمانانو ترمنځ ورورولي ور وښیاست.
خلکو ته یوازې د ثواب او عذاب کیسې مه کوی؛ بلکې دا هم ور زده کړی چې څنګه ښه مسلمان، عادل انسان، مهربان پلار، رښتینی سوداګر، امانتدار چارواکی او د ټولنې ګټور غړی جوړ شي.
د قرآن کریم پیغام یوازې د تلاوت لپاره نه دی؛ د پوهېدو، فکر کولو او عمل کولو لپاره هم دی.

الله تعالی فرمایي:
أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ .
ایا دوی په قرآن کې تدبر او فکر نه کوي؟
درنو علماوو!
لکه هغه څاڅکی چې تر حرکت مخکې په مرداب کې بند پاتې وي، خو کله چې د سیند په لاره روان شي، خپل حقیقت او ارزښت پیدا کړي؛ همداسې علم هم هغه وخت خپل اصلي ارزښت څرګندوي چې د خلکو ژوند روښانه کړي.
منبر باید د علم، حکمت، اصلاح، عدالت او یووالي ځای وي؛ نه د ناپوهی،بېځایه اختلافونو او بېسنده روایتونو د خپرولو وسیله.
زموږ غوښتنه دا نه ده چې کیسې او حکایتونه ټول پرېږدی، بلکې غوښتنه مو دا ده چې د قرآن مجید او صحیح سنتو ځای هېڅکله په بېسنده کیسو مه ډکوی.
راځی ولس ته د دین اصلي سرچینې ور وپېژنو، د قرآن له معنا سره یې بلد کړو، د سنتو عملي ښکلا ور وښیو او داسې نسل وروزو چې دین په پوهه، اخلاقو، عدالت او عمل وپېژني.
ځکه ملتونه په ناپوهی نه روښانه کېږي؛ د علم په رڼا، د حق په بیان او د عمل په برکت روښانه کېږي.
جناب محترم خلیفه صاحب دین محمد او شیخ صاحب حماسی !
رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دی :
دوهمه برخه :
باید په یاد ولری چې د فتنو په وخت کې د علماوو مسؤولیت تر بل هر چا دروند وي.
په ځانګړي ډول هغه مهال چې ټولنه له سیاسي، فکري او عقیدوي اختلافونو سره مخ وي.
افغانستان هغه هېواد دی چې په تېرو پنځوسو کلونو کې یې د تاوتریخوالي ډکو ایډیالوژیو، ناسمو سیاسي فکرونو او ناسمې واکمنی د لارو چارو له امله درانه زیانونه او قربانی ورکړې دي.
محترم مولانا صاحب!
تاسو د اسلام او مسلمانانو لپاره کوم داسې خدمت کړی دی چې ولس یې یادونه وکړي؟
زه نه پوهېږم چې ستاسو د دیني او ټولنیزو خدمتونو بېلګې کومې دي.
له هغو کیسو پرته چې کله د خپلې مور د مړینې پر مهال د جنازې لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تشریف راوړلو ادعا کوی، کله د خپل پلار د مړینې پر مهال د لمر د څو نېزو ټیټېدو او هغه ته د سجده کولو کیسې کوی، کله د پاکستان او د هغه د اټومي بم لپاره دعاوې کوی، کله د خلیفه صاحب کستم کیسې کوی او اوس مو د ژېړو څپلیو اغوستلو ته مخه کړې، داسې څپلی چې ستاسو په وینا اغوستل یې د حاجتونو د پوره کېدو لامل ګڼل کېږي.
محترم شیخ صاحب دین محمد !
د ژېړو جامو او د هغوی د اغوستلو په اړه د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم احادیثو ته لږ پام وکړی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
نَهَانِي رَسولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وسلَّمَ عَنِ التَّخَتُّمِ بالذَّهَبِ، وَعَنْ لِبَاسِ القَسِّيِّ، وَعَنْ لِبَاسِ المُعَصْفَرِ.
سیدنا علي رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ د سرو زرو د ګوتې له اغوستلو، د ورېښمو له جامو او د زعفراني یا ژېړ رنګ له ځانګړو جامو اغوستلو څخه منع کړي یو.
دا حدیث امام مسلم په خپل صحیح کې روایت کړی دی.
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی:
إنَّ هذِه مِن لباس الكُفَّارِ فلا تَلْبَسْهَا.
رسول الله صلی الله علیه وسلم زه ولیدم چې دوه ژېړې جامې مې اغوستې وې.
راته یې وفرمایل: دا د کافرانو له جامو څخه دي، نو ته یې مه اغونده.
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
مَن لَبِسَ ثوبَ شُهرةٍ في الدُّنيا، ألْبَسَهُ اللهُ ثوبَ مَذلَّةٍ يومَ القيامةِ.
څوک چې په دنیا کې د شهرت او ځان ښودنې لپاره ځانګړې جامې واغوندي، الله تعالی به د قیامت په ورځ د ذلت او خواری جامې ور واغوندي.
محترم شیخ صاحب دین محمد او محترم حماسی صاحب !
لاندې حدیث هم په غور او دقت مطالعه کړی:
د علماوو د مسوولیت او د ناپوهو خلکو د فتوا ورکولو په اړه نبوي حدیث
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل، فرمایل یې:
«إنَّ اللهَ لاَ يَقْبِضُ العِلْمَ انْتِزَاعاً يَنْتَزعهُ مِنَ النَّاسِ، وَلكِنْ يَقْبِضُ العِلْمَ بِقَبْضِ العُلَمَاءِ، حَتَّى إِذَا لَمْ يُبْقِ عَالِماً، اتَّخَذَ النَّاسُ رُؤُوساً جُهَّالاً، فَسُئِلُوا فَأفْتوا بِغَيْرِ عِلْمٍ، فَضَلُّوا وَأضَلُّوا».
الله تعالی علم په دې ډول نه اخلي چې له خلکو څخه یې یو ځل ټول واخیستل شي، بلکې د علم د ختمېدو لاره دا ده چې علما او پوهان له منځه یوسي.
تر دې چې هېڅ عالم پاتې نه شي.
بیا به خلک ناپوه کسان د خپلو مشرانو او لارښوونکو په توګه وټاکي.
له هغوی څخه پوښتنې کېږي، خو هغوی له علم او پوهې پرته فتواوې ورکوي؛ په پایله کې خپله هم ګمراه کېږي او نور خلک هم ګمراه کوي.
له بده مرغه، زموږ په هېواد کې د همدې حدیث مفهوم ته په پام سره، ستاسو وروستی فتوا هم د بحث وړ ده.
په دې اړه ستاسو ویناوې، څرګندونې او شواهد په یوټیوب چینلونو او نورو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېدای شي.
د اختلاف، ځانغوښتنې او د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې په اړه
دروند شیخ صاحب دین محمد:
تاسو تر اوسه د افغانستان مسلمان ولس ته له مناظرې، شخړو، مخالفتونو او اختلافونو پرته بل څه نه دي وړاندې کړي.
ستاسو د پاکستان لپاره دعاوې، ژړاوې او څرګندونې هم خلکو ته معلومې او موجودې دي.
داسې ښکاري چې تاسو یوازې ځان پر حق بولی او نور ټول خلک ناسم، باطل او له سمې لارې منحرف ګڼی.
متاسفانه زموږ د هېواد د ډېرو ستونزو او ناخوالو له مهمو لاملونو څخه ځانښودنه، ځانغوښتنه، ریا، سختدریځي، کینه، دښمني او د افغانستان د جهادي او فعلی مشرانو ناپوهي ده.
حال دا چې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم دا ډول ناوړه اخلاق، کړنې او چلندونه غندلي دي.
له ام المؤمنین عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
إنَّ أَبْغَضَ الرِّجَالِ إلى اللَّهِ الأَلَدُّ الخَصِمُ.
د الله تعالی په نزد تر ټولو بد خلک هغه کسان دي چې په دښمنی او شخړو کې ډېر سختزړي، لجوج او بېحده ضد کوونکي وي.
ستاسو او ستاسو د ملګرو ادعا دا ده چې:
موږ د مسلمانانو ترمنځ یووالی رامنځته کوو، تفرقه نه اچوو.
خو له بده مرغه، ستاسو کړنې د دې ادعا خلاف دي.
ستاسو چلند د یووالي پر ځای د اختلاف او تفرقې لامل شوی او د مسلمانانو ترمنځ یې واټنونه زیات کړي دي.
اوس چې افغانستان له نویو فتواوو او سیاسي او فکري اختلافونو سره مخ دی، تمه دا ده چې د علماوو دریځ باید د یووالي، علم، زغم، عدالت او د ولس د خیر غوښتنې پر بنسټ وي، نه د تعصب، دښمنی او تفرقې پر بنسټ.
په پای کې، درنو علماوو او دیني مشرانو!
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ.
اې مومنانو!
ولې هغه څه وایی چې خپله یې نه کوی؟
د الله تعالی په نزد دا ډېره د کرکې وړ خبره ده چې تاسو هغه څه وایی چې خپله یې نه عملي کوی.
الله تعالی په بل ځای کې فرمایلي دي:
وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ.
حق له باطل سره مه ګډوی او په داسې حال کې چې تاسو په حق پوهېږی، هغه مه پټوی.
او همدارنګه فرمایي:
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا.
تاسو ټول د الله تعالی پر رسی د هغه پر دین منګولې ولګوی او خپلمنځي اختلاف او تفرقه مه کوی.
محترم حماسی صاحب !
د علم مقام لوړ دی، خو د علم ترڅنګ مسؤولیت هم دروند دی. عالم باید د حق ویلو جرئت ولري، د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نه شي، د واکمنانو د خوښی لپاره د دین احکام بدل نه کړي یعنی داچه کله مالیه روا وی او کله ناروا ، او دا کافر او هغه مسلمان ، او د شخصي ګټو، سیاسي اړیکو او قومي یا سمتي تعصبونو قرباني نه شي.
محترم حماسی صاحب !
د علماوو دنده د خلکو ترمنځ د دښمنی، نفرت او تفرقې رامنځته کول نه دي، بلکې د اصلاح، عدالت، ورورولی، علم او یووالي لپاره هڅې کول دي.
راځی چې ټول د ځانغوښتنې، ځانښودنې، ریا، تعصب، کینې او دښمنی پر ځای د قرآن مجید او سنتو لار خپله کړو.
د خپلو تېروتنو اعتراف وکړو، د حق منلو ته غاړه کېږدو او د افغانستان د مظلوم ولس، په ځانګړي ډول د ځوان نسل او نجونو د علمي او روښانه راتلونکي لپاره مسؤولانه دریځ غوره کړو.
الله تعالی دې زموږ علماوو ته د حق د پېژندلو، د حق د ویلو او د حق د عملي کولو توفیق ورکړي.
الله تعالی دې زموږ هېواد له فتنو، ظلمونو، تعصبونو، نفاق او خپلمنځي دښمنیو څخه وساتي او په هېواد کې دې د علم، عدالت، سولې او اسلامي ورورولی فضا رامنځته کړي.
محترمو هیواد والو خویندو او ورنو ستاسو له مینې، باور او نېکو څرګندونو څخه مننه کوم
الله تعالی دې موږ ټولو ته د حق د ویلو، حق منلو او د هغه د عملي کولو توفیق راکړي.
زموږ علما دې د امت د یووالي، اصلاح او روښانتیا رښتیني لارښوونکي وي.
افغانستان ، او افغانان دی تل سرلوړی او بریالی اوسی.
آمین یا رب العالمین.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
قاضی لودین .
قاهره – مصر .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320