د افغانستان کلنۍ انفلاسیون کچه د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر په میاشت کې ۷.۸٪ ته لوړه شوې، چې دا د ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوړه کچه ده. د دې راپور له مخې، د خوراکي توکو بیې په تیر کال کې ۸.۹٪ زیاتې شوې.
د نړیوالې خوړو پروګرام (WFP) د راپور له مخې، د خوراک، هستوګنې، روغتیا او ترانسپورت لګښتونه د افغان کورنیو پر ژوند باندې فشار زیاتوي، چې د بېکارۍ، ټیټو معاشونو او د پېرلو ځواک کمښت سره مخ دي.
د راپور له مخې، د نان او غلو بیې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په پرتله ۱۴.۶٪ زیاتې شوې، پداسې حال کې چې د غوړو او چربیانو بیې ۱۳.۲٪ او د تازه او وچو میوو بیې ۱۷.۲٪ زیاتې شوې.
د روغتیا لګښتونه ۱۵.۱٪، هستوګنه ۱۰.۴٪ او ترانسپورت ۹.۶٪ زیات شوي. WFP خبرداری ورکړی چې د سوداګرۍ خنډونه، لوړ ترانسپورت لګښتونه او محدود کاري فرصتونه د کورنیو لپاره د ضروري توکو پېرلو کې ستونزې رامنځته کوي.
د راپور له مخې، د بې مهارت کارګرانو اوسط ورځنی معاش د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په پرتله ۵٪ کم شوی، او د کار موندنې کچه ۱۳٪ راټیټه شوې. د دې شرایطو له امله، د کارګرانو د پېرلو ځواک هم کم شوی دی.
د WFP راپور وايي چې د افغانستان د اقتصادي ودې سره سره، د کورنیو د ژوند معیارونه لا هم د پام وړ نه دي ښه شوي. د راپور له مخې، د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې ۳٪ وده وکړي، خو د نفوس چټک زیاتوالی د اقتصادي ګټو څخه مخکې دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320