د انسان په تاریخ کې هر نوي علمي او تخنیکي پرمختګ د ژوند بڼه بدله کړې ده. انسان د اوسپنې له کشف څخه نیولې، د ماشینونو تر جوړولو، د برېښنا تر کارولو او د انټرنېټ تر رامنځته کېدو پورې، تل هڅه کړې چې طبیعت تر خپل کنټرول لاندې راولي، ژوند اسانه کړي او د پرمختګ نوې لارې پرانیزي. خو اوس د مصنوعي ځیرکتیا په پراخېدو او ودې سره انسان پهرحقیقت کې داسې پړاو ته داخل شوی چې ښايي د خپل لاس جوړې شوې ټکنالوژۍ تر اغېز او واک لاندې راشي.
تر دې وړاندې به انسان له ماشینونو دا پوښتنه کوله چې څه کار باید ترسره کړي؟ خو نن ورځ پوښتنه دا ده چې:ایا ماشینونه به یوه ورځ زموږ پر ځای فکر کوي، زموږ پرېکړې به راته نیسي او ان زموږ د ژوند مسیر به ټاکي؟
دا یوازې یوه علمي یا تخیلي پوښتنه او شننه نه ده، بلکې د راتلونکي انسان، ټولنه، سیاست، اقتصاد او ازادۍ په اړه یوه جدي اندېښنه ده.
مصنوعي ځیرکتیا په ظاهره د انسان د اسانتیا لپاره رامنځته شوې ده. کولای شي په څو ثانیو کې هغه معلومات راټول او تحلیل کړي چې انسان به یې د ترلاسه کولو لپاره ساعتونه او ورځې مصرفولې. د زدهکړې، طب، صنعت، څېړنې او اړیکو په برخو کې یې د پام وړ بدلونونه راوستي دي. خو د دې پرمختګ تر شا یوه بله پوښتنه هم شته: کله چې انسان د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر ماشینونو دومره تکیه وکړي چې له خپل فکر او تحلیل څخه کار اخیستل ورته ستونزمن شي، نو د هغه فکري خپلواکي به څه حالت ولري؟
کله چې انسان د معلوماتو پر ځای د معلوماتو د تولیدوونکو تر اغېز لاندې راشي
په تېرو وختونو کې د خلکو د افکارو په جوړولو او سوقولو کې کتابونو، ورځپاڼو، راډیو او تلویزیون مهم رول درلود. د دغو رسنیو تر څنګ انسان کولای شول بېلابېل نظرونه واوري، پرتله یې کړي او د خپل عقل او پوهې له مخې پرېکړه وکړي.
خو اوس د معلوماتو نړۍ بدله شوې ده. ټولنیزې شبکې او ډیجیټلي پلاتفورمونه د میلیونونو انسانانو د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده. موږ ته هره ورځ په زرګونو خبرونه، انځورونه، ویډیوګانې او نظرونه وړاندې کېږي؛ خو دا پوښتنه ډېری وخت له پامه غورځوو چې څوک او په کوم معیار تصمیم نیسي چې موږ باید کوم معلومات ووینو او کوم له موږ پټ پاتې شي؟
دلته د مصنوعي ځیرکتیا رول څرګندېږي. AI د انسان د خوښې، علاقې، چلند او انلاین فعالیتونو له مخې معلومات تنظیموي او انسان ته یې وړاندې کوي. په دې توګه، هر انسان ته د هغه د علاقې او تمایل مطابق یوه ځانګړې معلوماتي نړۍ جوړېږي.
د دې کار پایله دا کېدای شي چې انسان ورو ورو یوازې هغه نظرونه واوري چې له خپلو پخوانیو باورونو سره یې سمون لري. د مخالف نظر د اورېدو حوصله یې کمه شي او د نورو د افکارو د درک کولو وړتیا یې کمزورې شي.
په داسې حالت کې انسان ښايي فکر وکړي چې په خپله خوښه معلومات ترلاسه کوي، خو په حقیقت کې د هغه د معلوماتو یوه لویه برخه د هغو نظامونو له خوا ټاکل کېږي چې دی یې په څرنګوالي نه پوهېږي.
د حقیقت او دروغو ترمنځ د توپیر له منځه تلل
د مصنوعي ځیرکتیا یو له مهمو امکاناتو څخه د انځورونو، غږونو او ویډیوګانو تولید دی. اوس داسې انځورونه او ویډیوګانې جوړېدای شي چې له اصلي واقعیت سره یې توپیر کول د عادي انسان لپاره ستونزمن وي.
یو څوک کولای شي د یوه سیاسي مشر په نوم داسې وینا خپره کړي چې هغه هېڅکله نه وي کړې، د یوه مشهور شخصیت په غږ جعلي پیغام جوړ کړي او یا داسې پېښه په انځور او ویډیو کې وړاندې کړي چې په حقیقت کې هېڅکله رامنځته شوې نه وي.
تر ټولو خطرناکه بیا دا ده چې دروغ اوس د پخوا په پرتله په ډېرې چټکۍ خپرېږي. د یوه ناسم خبر د خپرېدو لپاره نور لویې رسنۍ او پراخ امکاناتو ته اړتیا نشته؛ یو موبایل، انټرنېټ او یوه ټولنیزه شبکه کافي ده.
کله چې یو دروغجن خبر میلیونونو کسانو ته ورسېږي، د هغه د حقیقت موندلو لپاره ښايي څو ورځې اوونۍ وخت ولګول شي، خو دروغ خپل اغېز په څو دقیقو کې پرېږدي.
په دې توګه، حقیقت د خپل ذاتي ارزښت پر ځای د خپرېدو له سرعت سره تړل کېږي. هغه څه چې ډېر لیدونکي او لوستونکي پیدا کوي، د خلکو په ذهنونو کې د حقیقت بڼه خپلوي، که څه هم له واقعیت سره هېڅ اړیکه ونه لري.
ایا راتلونکی سیاست به د خلکو پر ځای مصنوعي ځیرکتیا اداره کوي؟
ډیموکراسي او ولسواکي پر دې اصل ولاړې دي چې خلک باید د پوهې، ازاد فکر او خپلواک تصمیم له مخې خپل سیاسي استازي وټاکي. د خلکو رایه هغه وخت ارزښت لري چې د هغوی د واقعي ارادې څرګندونه وکړي.
خو که د خلکو ذهنونه د تبلیغاتو، جعلي معلوماتو او هدفمندو کمپاینونو له لارې تر اغېز لاندې راوستل شي، نو د هغوی انتخاب به تر کومه بریده خپلواک وي؟
فرض کړئ، یو نوماند د هېواد د اقتصاد، ښوونې او روزنې، امنیت او ټولنیز پرمختګ لپاره علمي او عملي پروګرامونه لري، خو بل نوماند د خلکو د احساساتو په راپارولو، د وېرې په خپرولو او د مخالفینو په بدنامولو کې مهارت لري. که ډیجیټلي شبکې د دویم نوماند پیغامونه میلیونونو خلکو ته ورسوي او د لومړي نوماند پروګرامونه د خلکو له سترګو پټ وساتي، نو په داسې سیالۍ کې به د چا بریا د خلکو د واقعي ارادې څرګندونه کوي؟
البته، دا په دې معنا نه ده چې مصنوعي ځیرکتیا په خپله هر ټاکنیز بهیر جعل کولای شي؛ خو د خلکو پر افکارو او انتخابونو د اغېز کولو لپاره داسې امکانات رامنځته کوي چې د پخوا په پرتله ډېر پراخ او پېچلي دي.
د انسان په ژوند کې د پټو واکمنو زیاتېدل
د انسانانو په تاریخ کې واکمني عموماً د پاچاهانو، دولتونو، سیاسي مشرانو او اقتصادي ځواکمنو کسانو په لاس کې وه. خلک پوهېدل چې څوک پرې حکومت کوي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره یې د هماغو واکمنانو پر وړاندې مبارزه کوله.
خو اوس د واک یوه نوې بڼه رامنځته شوې ده. داسې شرکتونه او بنسټونه شته چې د نړۍ د میلیونونو انسانانو معلومات، د هغوی انلاین فعالیتونه، خوښې، علاقې او د ژوند ګڼې برخې تر خپل کنټرول لاندې لري.
دوی کولای شي د معلوماتو د تنظیم، د اعلاناتو د خپرولو او د خلکو د چلند د تحلیل له لارې پر اقتصادي، ټولنیزو او ان تر یوه بریده پر سیاسي پرېکړو اغېز وکړي.
دا واکمني له دودیزې واکمنۍ سره توپیر لري. دلته نه د پوځ اړتیا شته، نه د زندان او نه هم د ښکاره زور کارولو ته. انسان په خپله خوښه موبایل اخلي، اپلېکېشنونه نصبوي، خپل معلومات شریکوي او هره ورځ ساعتونه په هغو ډیجیټلي چاپېریالونو کې تېروي چې د نورو له خوا طرحه او اداره شوي دي.
ښايي تر ټولو لویه اندېښنه همدا وي چې انسان د خپلې ازادۍ ځینې برخې د اسانتیاوو په بدل کې په خپله بل چا ته سپاري، خو په دې معامله کې د خپل راتلونکي احتمالي زیان ته پام نه کوي.
ایا ټکنالوژي د انسان د پرمختګ وسیله ده که د هغه د کمزورۍ لامل؟
دلته باید یوه مهمه خبره له پامه ونه غورځوو: مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژي په خپله د انسان دښمنان نه دي. برعکس، دا د بشري پوهې او علمي پرمختګ مهمې لاسته راوړنې دي.
که په سمه توګه وکارول شي، په طبابت کې د ناروغیو په تشخیص، د ښوونې او روزنې په پرمختګ، د علمي څېړنو په پراختیا، د اداري فساد په کشف او د عامه خدمتونو په ښه کولو کې ستر رول لوبولای شي.
ستونزه په ټکنالوژۍ کې نه ده، بلکې په دې کې ده چې څوک یې کنټرولوي، د څه لپاره یې کاروي او د هغې د ګټو او زیانونو مسؤلیت څوک پر غاړه لري؟
که د مصنوعي ځیرکتیا امکانات یوازې د محدودو شرکتونو او اقتصادي ځواکمنو بنسټونو په لاس کې متمرکز شي، نو د علم او ټکنالوژۍ دغه ستر پرمختګ ښايي د ټول بشریت پر ځای د یوې محدودې ډلې د ګټو لپاره وکارول شي.
همدارنګه، که انسان هره ورځ د فکر کولو، لیکلو، لوستلو، څېړلو او پرېکړې کولو لپاره یوازې پر مصنوعي ځیرکتیا تکیه وکړي، نو د خپل عقل او فکري وړتیا د پیاوړتیا فرصت به له لاسه ورکړي.
د انسان د راتلونکي د ژغورلو لار څه ده؟
د دې ستونزې حل له ټکنالوژۍ سره په دښمنۍ او د علمي پرمختګ په درولو کې نه دی شوني،هېڅوک نه شي کولای د زمانې د پرمختګ مخه ونیسي او نه هم دا معقوله ده چې انسان له هغو امکاناتو څخه محروم شي چې د ژوند د ښه کېدو لپاره یې رامنځته کړي دي.
خو اړینه ده چې د ټکنالوژۍ پرمختګ د انساني ارزښتونو، اخلاقي اصولو او قانوني چوکاټونو تر څنګ او په انګړ کې پر مخ ولاړ شي.
لومړی، انسان باید د انتقادي فکر وړتیا پیاوړې کړي؛ هر خبر ومني نه، هره ویډیو حقیقت ونه ګڼي او هر هغه څه چې په ټولنیزو شبکو کې خپرېږي، د باور وړ ونه ګڼي.
دویم، ښوونیز نظامونه باید یوازې د معلوماتو د انتقال پر ځای زدهکوونکو ته د تحلیل، پوښتنې، څېړنې او خپلواک فکر کولو وړتیا وروزي.
درېیم، دولتونه باید د هغو شرکتونو او بنسټونو فعالیتونه تر قانوني څارنې لاندې راولي چې د خلکو معلومات او د ژوند مهمې برخې کنټرولوي.
څلورم، خپلواکې رسنۍ باید پیاوړې شي، څو د ناسمو معلوماتو او تبلیغاتي کمپاینونو پر وړاندې د حقیقت او کره معلوماتو د خپرولو مسؤلیت ادا کړي.
او تر ټولو مهمه دا چې انسان باید هېڅکله د اسانتیا، چټکتیا او چمتو ځوابونو په بدل کې د خپل فکر، ارادې او پرېکړې کولو واک له لاسه ور نه کړي.
وروستۍ خبره
د بشریت تاریخ د انسان او طبیعت، انسان او واک، انسان او جهل او انسان او استبداد ترمنځ د مبارزې او هلو ځلو تاریخ دی. انسان تل هڅه کړې چې له محدودیتونو څخه ځان خلاص کړي او د خپلې ارادې او عقل په مټ خپل راتلونکی جوړه کړي.
خو نن موږ د تاریخ په یوه داسې پړاو کې ولاړ یو چې د انسان خپل علم او اختراعات د هغه د خپلواکۍ لپاره نوې پوښتنې راپورته کوي.
مصنوعي ځیرکتیا ښايي تر انسان ډېر معلومات ولري، په څو ثانیو کې پېچلې مسئلې حل کړي او په ځینو برخو کې تر انسان چټکې او دقیقې پایلې وړاندې کړي؛ خو دا ټول د دې معنا نه لري چې انسان باید خپل عقل، وجدان او د انتخاب حق ورته وسپاري.
ماشین کولای شي معلومات ژر تحلیل کړي، خو د انسان د ژوند ارزښتونه باید انسان پخپله وټاکي. ټکنالوژي کولای شي د پرېکړې لپاره لارې چارې وړاندې کړي، خو د ژوند د برخلیک مسؤلیت باید د انسان په لاس کې پاتې شي.
اصلي پرمختګ دا نه دی چې ماشینونه بې برېده ځیرک شي، بلکې دا دی چې انسان د خپلو اختراعاتو په مرسته څومره هوښیار، خپلواک، باخبره او مسؤل شي.
موږ باید له ځانه دا پوښتنه وکړو:
ایا موږ ټکنالوژي د خپل ژوند د ښه کولو لپاره کاروو، که ورو ورو خپل ژوند د ټکنالوژۍ د غوښتنو او موخو تابع ګرځوو؟
ځکه د انسان تر ټولو ستره ماتې به دا نه وي چې ماشینونه تر هغه ډېر معلومات ولري، بلکې دا به وي چې انسان د فکر کولو وړتیا ولري، خو فکر کول ماشین ته پرېږدي؛ د انتخاب حق ولري، خو انتخاب نور ورته په واک کې ورکړي؛ او د خپل برخلیک د ټاکلو واک ولري، خو په خپله خوښه یې بل چا ته وسپاري.
د انسان د پرمختګ اصلي معیار باید د ماشینونو ځیرکتیا نه، بلکې د انسان د عقل، ازادۍ او کرامت ساتنه وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320