ډیوې مړې دي؛ چې دا ولې؟

محمدصادق طارق

0 41

ډیوې مړې دي؛ چې دا ولې؟

Related Posts
1 of 63,766

پر خپل ځان مې سترګې سرې دي؛ چې دا ولې؟
له ما پرې خپل رابطې دي؛ چې دا ولې؟

چې ناروغ وم په ژوندون چا نه پوښتلم
اوس چې مړ يم غلبلې دي؛ چې دا ولې؟

هو رښتيا زه يې په بدو کې واده کړم
خو د ورور ډکې چانټې دي؛ چې دا ولې؟

د ټول ښار د خلکو ګوتې مې حساب کړې
ستا وعدې بیخې اوږدې دي؛ چې دا ولې؟

ته چې ولاړې د لحد غېږ کې دمه شوې
غبرګ شونډان مې دواړه پرې دي؛ چې دا ولې؟

محتسب بيخې شراب او کفر یو کړه
خو الفاظ يې د نشې دي؛ چې دا ولې؟

توره شپه ده طارق لاره ورکه کړې
د دې کلي ډیوې مړې دي؛ چې دا ولې؟

۱۰ جمادي‌الآخرة | ١٤٤٨ ق.
٣٠ عقرب | ١٤٠٥ ش.

فراه، مرکز

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply