په ترکیه کې د مړو شویو څلورو افغان ځوانانو مړي په سمنګان کې خاورو ته وسپارل شول
څلور افغان ځوانان چې څو اوونۍ وړاندې د کډوالۍ پر لاره د ترکیې په سرحدي سیمو کې مړه شوي وو، د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۸مه، له کابله تر لېږد وروسته د سمنګان ولایت په یوه کلي کې خاورو ته وسپارل شول.
د دغو ځوانانو د جنازې او خاورو ته سپارلو مراسم د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند د کوکجر کلي کې د هغوی د کورنیو، خپلوانو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په ګډون ترسره شول.
د قربانیانو یوه خپلوان ویلي چې دغو څلورو ځوانانو د کار موندلو او د خپلو کورنیو د ژوند لګښتونو برابرولو په موخه د کډوالۍ لاره نیولې وه؛ خو د ترکیې د سرحدي ځواکونو له خوا تر نیول کېدو وروسته د وهلو ټکولو له امله مړه شوي دي.
د دغو ځوانانو کورنیو د پېښې د څرنګوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له ملګرو ملتونو او حکومت څخه غوښتي چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړي او د هغوی د مړینې د لامل په اړه پلټنې وکړي.
خو تر اوسه د دغو کسانو د نیول کېدو د څرنګوالي، د مړینې د کره لامل او د احتمالي څېړنو د پایلو په اړه خپلواک معلومات نه دي خپاره شوي.
د دغو څلورو ځوانانو مړینې یو ځل بیا د کډوالۍ د لارو خطرونه او په سرحدي سیمو کې د کډوالو ستونزمن وضعیت را برسېره کړی دی؛ هغه کسان چې د کار او ښه ژوند په لټه کې له خطرناکو سفرونو سره مخ کېږي او کله ناکله له مرګونو پېښو سره مخامخېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320