د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره، زموږ په ټولنه کې ډېرې بېوزلې او اړمنې کورنۍ د بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي. په داسې حال کې چې ځینې کورنۍ د ژمي له یخنۍ څخه د ځان ساتلو لپاره ټول امکانات لري، خو له بده مرغه ګڼې کورنۍ د تودو جامو، بوټانو، کمپلو او حتی د لومړنیو خوراکي توکو له نشتوالي سره مخ دي.
موږ ټول د یوې ټولنې غړي یو او د یو بل پر وړاندې مسؤلیت لرو. اړینه ده چې په داسې حالاتو کې یوازې د خپلو اړتیاوو په اړه فکر ونه کړو، بلکې د هغو خلکو لاسنیوی هم وکړو چې د ژوند له سختو شرایطو سره مبارزه کوي.
که زموږ په کورونو کې داسې جامې، بوټان، جمپرونه، کمپلې او نور د ژمي اړین توکي موجود وي چې نور یې نه کاروو، نو راځئ له اړمنو کورنیو سره یې شریک کړو. کېدای شي همدا یوه جوړه بوټان یا یو ګرم کالي د یوه ماشوم، سپینږیري یا بېوزلې کورنۍ لپاره د ژمي په سړو ورځو کې لویه مرسته وي.
مرسته کول ډېرې پیسې او شتمنۍ نه غواړي؛ مهمه دا ده چې هر څوک د خپل توان او وس مطابق د بل انسان د ستونزو د کمولو هڅه وکړي. کله ناکله یوه کوچنۍ مرسته د یوه انسان په ژوند کې لوی بدلون راولي اسلام هم موږ ته د یو بل د لاسنیوي، مهربانۍ او خواخوږۍ سپارښتنه کړې ده. د اړمنو خلکو مرسته یوازې یو انساني او ټولنیز مسؤلیت نه دی، بلکې یو نېک عمل دی چې د الله تعالی د رضا او اجر سبب ګرځي.
له ټولو درنو هېوادوالو څخه هیله کوو چې په دې ژمي کې د خپلو اړمنو هېوادوالو لاسنیوی وکړي، د خپلو کورونو اضافي خو د استفادې وړ توکي له هغوی سره شریک کړي او د خپلې وسې مطابق د بېوزلو کورنیو ترڅنګ ودرېږي راځئ، د یو بل درد احساس کړو، د مهربانۍ او ورورولۍ روحیه پیاوړې کړو او هېڅ اړمن انسان په دې سړه هوا کې یوازې پرېنږدو په یاد ولرئ، هغه څه چې زموږ لپاره یو عادي او بېاهمیته شی دی، کېدای شي د بل چا لپاره د ژمي د تېرولو تر ټولو لویه هیله وي الله تعالی دې زموږ په هېواد کې د بېوزلۍ او محتاجۍ لمن ټوله کړي او موږ ټولو ته دې د یو بل د خدمت کولو توفیق راکړي. آمین!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320