د مخدره توکو کر، تولید او استعمال (پنځمه اووروستۍ برخه)

شاه‌ولی ارین

0 54

د مخدره توکو کر، تولید او استعمال

(پنځمه اووروستۍ برخه)

کب کلیوال یې هم زیانمن کړيستندویان بايد له حکومت سره کار وکړي ترڅو بې و طالبانو په افغانستان کې پر مخدره توک و

د مخدره توکو پر وړاندې د طالبانو کمپاین چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د هغوي له رسېدو سره سم پیل شو، د کوکنارو په کښت کې د پام د وړ کمښت لامل شوی او د افغانستان د مخدره توکو اقتصاد یې اړولی دی. د مخدره توکو پر وړاندې د طالبانو هڅې چې ایډیالوژیکي انګېزه لري، د مخدره توکو د معتادینو راټولول، د کوکنارو د کروندو اړول او د مخدره توکو د بازارونو تړل په بر کې نیسي.

ټولو ته معلومه ده چې د امریکایې استعمار او د هغه وخت د افغان حکومت د ناوړه او غلطو سیاستونو له امله په ډله ایزه توګه افغانان د کوټه سنګي، کابل سیند شاوخوا په کابل او ولایاتو کې موجوده تفریحی پارکونه د زرګونو معتادینو په هستوګنځای بدل شوي وو، خو طالبانو په دغه برخه کې ستر ګام پورته کړ دغه معتادین یې ټول راټول کړل او د درملنې مرکزونو کې تنظیم کړل.

سره له دې چې د طالبانو دغه بندیز د میلیونونو خلکو په تېره بیا د بې وزلو کارګرو او کلیوالي مېرمنو ژوند اغېزمنوي. خو اړتیا لیدل کېږي چې طالبان د دغو بې وزله کرونګرو سره لازمې مرستې تر سره کړي. همدا اوس هم ګڼو کروندګرو نورو کښتونو لکه د غنمو کښت او زعفرانو ته مخه کړې؛ خو دغه کروندګر د لږ عاید له ستونزو کړېږي. بهرني مرسته کوونکي چې په افغانستان کې د مخدره توکو د تولید له کموالي څخه ډېره ګټه ترلاسه کولی شي، باید له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د هڅو ملاتړ وکړي او مشروع اقتصادي وده وهڅوي.

په ورته وخت کې، طالبان باید د بېوزلو کروندګرو ژوند ته پاملرنه وکړي او دغه بندیز په مرحلییز ډول عملي کړي.

د دغه بندیز په پایله کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی، خو په افغانستان کې تولید شوي مخدره توکي لا هم نړیوالو بازارونو ته عرضه کېږي؛ ځکه چې د دغو توکو کاروباریان د خپلو ذخیرو پلور ته دوام ورکوي او ځینې کروندګر د بندیز پر وړاندې مخالفت کوي. د طالبانو کمپاین د کروندګرو او کلیوالي کارګرو له‌پاره چې د کار ډېر محدود بدیلونه لري، د اقتصادي فرصت څرک له منځه وړی. په دې ډله کې په ځانګړې توګه مېرمنې ډېرې زیانمنې شوې دي.

د مخدره توکو پر وړاندې د طالبانو کمپاین په ډېر جدیت سره مخ ته روان دی، د دغه بندیز تمرکز تر ډېر حده په کوکنارو دی، چی د افغانستان د کرنې د سکتور مهمه برخه ده. بندیز په نرمۍ سره پیل شو، خو سخت شوی دی. طالب ځواکونو لومړی له اسانه اهدافو څخه پیل وکړ او د اپینو روږدي یې زندانونو یا هم د درملنې مرکزونو ته ولېږدول. ورپسې یې کروندګرو ته چې له پېړیو راهیسې کوکنار کري، د یاد بوټي د نه کرلو په اړه خبرداری ورکړ. کله چې خبرداريو کار ور نه کړ، د کلیوالو د مهار او د کښتونو د اړولو له‌پاره یې له خپلو ځواکونو څخه استفاده وکړه. په پایله کې، د ملګرو ملتونو اټکلونه ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت(۹۵) سلنه راکم شوی دی، چې دا په معاصر تاریخ کې د کوکنارو پر وړاندې د مبارزې د نورو کمپاینونو په پرتله لوړ رقم څرګندوي. پر دې حقیقت سربېره چې د مخدره توکو یو شمېر قاچاقبرانو له لسیزو راهیسې د طالبانو د تحریک ملاتړ کړی، طالبانو د هغوی پر وړاندې هم خپل فشار ته ادامه ورکړه. طالب چارواکو تازه د مخدره توکو یو شمېر بازارونه تخریب او سلګونه کاروباریان یې ونیول.

که له یوې خوا د بندیزونو په پایله کې د بیو د لوړېدو له کبله د مخدره توکو لوی کاروباریان او ځمکه‌وال ډېره ګټه پورته کوي، خو له بل پلوه ګڼ شمېر کروندګر ورسره زیانمنېږي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د کوکنارو پر کښت د بندیزونو له کبله کابو اووه میلیونه خلک زیانمن شوي دي. شونې نه ده چې دغه خلک دې په یوه داسې راکد اقتصاد کې چې نړیوال بندیزونه هم پرې بار دي، ځان ته بل کار پیدا کړای شي.

دغه بندیز ښځې ډېرې زیانمنوي، خصوصا دې ته په کتو چې د طالبانو د رژیم محدودیتونو د دوی د کاري فرصوتونو ساحه ډېره رالنډه کړې. دغه اقتصادي ټکان کروندګرو او کلیوالي کارګرو ته د بدیلونو د برابرولو په برخه کې د طالبانو د محدود ظرفیت له کبله څو برابره شوی دی. ګڼو کروندګرو د زعفرانو، غنمو یا پنبې کښت ته مخه کړې ده، خو د خپلو اړتیاوو پوره کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. د مشروع کرنې پراختیا لا زیاتې آبیارۍ، د سړو خونو تاسیساتو او مناسبو سړکونو ته اړتیا لري. سره له دې چې طالبان د دغو امکاناتو د برابرولو جدي هڅې کوی، خو د دغه ډول زېربناوو د جوړولو له‌پاره لازمه بودیجه نه لري. په ورته وخت کې د اپینو بیې خورا لوړې شوې دي چې دغه کار کروندګر له بندیز څخه سرغړه‌ونو ته هڅوي.

که څه هم افغان حکومت په دې برخه کې د لاسته راوړنو خبرې کوي؛ خو له نشه‌يي توکو سره مبارزې له زياتو نړيوالو مرستو سره سره، پام وړ پايلې نه دي لرلې. له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر ۱۳۹۴ کال کې ۳۱۱ ټنه نشه‌يي توکي او د نشه‌يي توکو ۲۹۰۶ تنه قاچاقوړونکي نيول شوي، چې ۱۰ تنه يې نړيوال قاچاقوړونکي دي او په دې ډله کې دوه داسې قاچاقوړونکي دي، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې يې افغان دولت، امريکا او نور هېوادونه په لټه کې وو او په نړيواله کچه د نشه‌يي توکو د مافيا مخکښان دي.

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت د چارواکو په وينا، د افغانستان له نشه‌يي توکو هر کال ۷۰ مليارده ډالره لاسته راځي، چې ډېره برخه يې د مافيا او وسله‌والو ډلو جيبونو ته ځي.

نشه‌يي توکي د افغانستان د نورو اساسي ننګونو ترڅنګ یوه لویه ننګونه ده، چې له یوې خوا یې هېواد له بدنامۍ سره مخ کړی او له بلې خوا د بېلابېلو راپورونو له مخې، له ۱ میلیون څخه تر ۳ میلیونو پورې د نشه‌يي توکو روږدي کسان لري او دا یوه ګواښونکې چاره ده.

زموږ په هېواد کې عصري علومو ته د حکومتونو د بې پروایې له امله او د فني او مسلکي کادرونو نه شتون د دې علت ګرزیدلی چې نه‌شو کولای د مخدره توکو له طبعی موادو نه په صحی برخه، تبابط او د درملو د جوړولو په برخه کې پراخه ګټه پورته شي، نو ځکه په منفی برخو کې ترې استفاده تر سره کېـږي.

لازمي ګڼل کې چې په هېواد کې د نارینه او ښځېنوو له پاره د تعلیم او لوړو مسلکي علومو زده‌کړو او تکنالوژیو د پراختیا دروازې پرانستل شي، دغه چاره د نظام د بقا، د هېواد د پرمختګ او نړیوالو سره د مثبت تعامل او ګاونديو هېوادو سره د یو سیال هېواد په توګه امکانات برابرولای شي.

پای

د مخدره توکو کر، تولید او استعمال – (څلورمه برخه)

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply