د طالبانو د واکمنۍ له ۲۰۲۱ کال وروسته پر نجونو باندې د مکتبونو او پوهنتونو د تړلو، د ښځینه ډاکترانو د روزنې د محدودیتونو تر څنګ لسګونه خبریالانې، مدني فعالانې او د ښځو د حقونو مدافعانې ونیول شوې، لنډمهاله بندیانې شوې او یا تر فشار لاندې راغلې. په همدې موده کې د افغان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې غړې، د نجونو روباټ جوړوونکې ډله، هنرمندانې، د پوهنتون استادانې او سلګونو نورو مسلکي ښځو هېواد پرېښودو ته مخه کړه.
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډبینټ ویلي چې:
«افغانستان د ښځو د حقونو، مدني فضا او د بیان د ازادۍ له پلوه له بې ساري شاتګ سره مخ شوی دی.»
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوو یونیسکو، یونیسف، د بشري حقونو نړیوال سازمان، د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار سازمان، نړیوال بانک، اروپایي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان او لسګونو نورو هېوادونو په تېرو پنځو کلونو کې په لسګونو راپورونه، اعلامیې او بیانونه په دې هکله خپاره کړل. دغو ټولو بنسټونو په پرله پسې ډول ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار حق د نړیوالو بشري حقونو او د افغانستان د نړیوالو ژمنو اساسي برخه ده.
دوي وار وار له طالبانو غوښتي چې، د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي. ښځو ته د کار حق بېرته ورکړي، مدني او ټولنیز محدودیتونه لرې کړي، د ښځو اساسي او انساني حقونو ته باید درناوی وکړي.
همدا ډول ملګرو ملتونو په وار وار ویلي چې د ښځو له ګډون پرته افغانستان نه اقتصادي پرمختګ کولای شي، نه بشري بحران مهارولای شي او نه هم نړیوال مشروعیت ترلاسه کولای شي.
اقتصادپوهان وایي:
« د هېواد نیمایي نفوس له کار او زدهکړو محرومول د افغانستان پر اقتصاد مستقیم اغېز لري.»
د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک خبرداری ورکړی، چې د ښځو له اقتصادي فعالیت پرته د فقر کمول، اقتصادي وده او پراختیايي پروګرامونه له جدي ستونزو سره مخ کېداي شي.
روان وضعیت ښیې چې د کورنیو عاید کم شوی، د بشري پانګې د ودې بهیر ټکنی شوی، چې دا په خپله د افغانستان د راتلونکو نسلونو پر ظرفیت اوږدمهاله اغېز کولاي شي.
د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ، که څه هم ښځې له امنیتي او ټولنیزو ګڼ شمېر ستونزو سره مخ وې، خو بیا هم میلیونونه نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې، زیات شمېر ښځو ته په دولتي ارګانونو، مؤسساتو، بهرنیوکمپنیو او نهادونو کې د کار شرایط برابر شوول، خو د طالبانو د راتګ سره همدا اوس په زرګونو ښخې د بیکارۍ او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
سره له دې چې طالبان لا هم وایي چې خپلې تګلارې د اسلامي اصولو پر بنسټ تنظیموي او د ښځو د حقونو په اړه یې دریځ د شریعت له تفسیر سره تړلی دی، خو د نړیوالو سازمانونو، د اسلامي نړۍ د ګڼو علماوو، د بشري حقونو بنسټونو او د افغانستان د پخوانیو سیاسي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو په باور، له زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند د ښځو او نجونو محرومول نه یوازې د اساسي بشري حقونو نقض دی، بلکې د افغانستان پر راتلونکې، اقتصاد او نړیوالو اړیکو هم ژور اغېز لري.
پایله کې دا ترلاسه کولای شوو، چې د طالبانو د واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو د زدهکړو، کار او ټولنیز حضور په اړه د طالبانو هغه لومړنۍ ژمنې عملي نه شوې، د امر ثاني په نامه لګول شوي محدودیتونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي او د لنډمهاله اقدام پر ځای په یوه دوامداره سیاست بدل شوي دي.
په دې موده کې، د طالبانو دننه هم د ښځو د زدهکړو په اړه بېلابېل نظرونه څرګند شوي، خو وروستۍ پرېکړه د طالبانو د مشر له حکم سره تړلې پاتې شوې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د ښځينه ډاکترانو او هغو نجونو چې زدهکړې يې نيمګړې پاتې دي، د وضعيت په تړاو تازه سروې ترسره کړې او ليدل کېږي، چې په روان ميلادي کال کې ښځې له ډېر بد روحي حالت سره مخ دي، د دې سروې پر اساس معلومه شوې؛ د نجونو پر زدهکړو د بنديز له وجې تر ۷۰ سلنه زياتې نجونې او مېرمنې له ذهني ګډوډۍ سره مخ دي، د سروې پر اساس، په طبي سکتور کې بوختې ۸۰ سلنه ډاکترانې او نرسانې د طالبانو د پرلهپسې محدوديتونو وضع کولو له امله ناراضه دي او له همدې امله ورځ تر بلې دغه سکتور له ښځينه ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکو نه خالي کېږي، هاخوا بيا د ښځينه پرسونل کموالي بېرته پر پاتې ښځينه سکتور کاري بوج زيات کړی دی. دې سروې کې ويل شوي چې، د همدې ګډوډ وضعيت او پرلهپسې محدوديتونو له امله تر ۹۰ سلنه زياتو په دندو بوختو ښځينه ډاکترانو عصري طبي مهارتونه له لاسه ورکړي دي او همدا ډول د ښځو پر کار د بنديز له وجې دوي د نويو مهارتونو زده کړه نه شي تر سره کولی.
همدا اوس په افغانستان کې د ښځینه ډاکترانو وضعیت د پرله پسې محدودیتونو، د مسلکي ودې د لارو د بندېدو او سختو کاري شرایطو له امله له جدي ننګونو سره مخ دی.
د نویو ډاکترانو نشتوالی پر نجونو د لوړوزده کړو او طبي پوهنتونونو د دروازو د بندېدو د نویو ښځینه مسلکي ډاکترانو روزنه درولې ده، چې په راتلونکي کې به د روغتیايي خدمتونو برخه له لوی تشې او خورا سختو ستونزو سره مخ شي.
یو نوی خپور شوی راپور ښيې چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو روغتیايي وضعیت له خورا سختو ګواښونو سره مخ شوی او ورځ تر بلې په خرابېدو دی.
د افغانستان د تحلیل شوی شبکې په یو خپور شوي راپور کې راغلي چې:
«په لرو پرتو او کلیوالي سیمو کې ښځو ته د روغتیايي اسانتیاوو رسول تر ټولو زیات له خطر سره مخ دي، ځکه ګڼ کلینیکونه تړل شوي، د ښځینه ډاکترانو سخت کمښت دی او کمزورې اقتصادي وضعیت کورنۍ د ترانسپورت د لګښت ورکولو څخه عاجزې کړې دي.»
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴م میلادي کال کې د نویو ښځینه روغتیايي متخصصینو د روزنې لاره په بشپړ ډول بنده کړه او تر هغه وړاندې یې د ښځینه ډاکترانو د زده کړو مخه نیولې وه. د یادې شبکې راپور زیاتوي چې یوازې په کاپیسا ولایت کې ۲۰ داسې سیمې شته چې لږ تر لږه ۱۰ زره کسان په کې له خپلو کورونو څخه تر ۱۰ کیلومترۍ پورې هیڅ ډول روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نهلري.
یادې شبکې د روغتیا نړیوال سازمان د استازې، موکټا شرما له قوله لیکلي:
«اوسمهال په افغانستان کې د اومیندوارو میندو د مړینې کچه لوړه شوې او په هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو زېږونونو کې، د مړینې کچه له ۵۲۱ څخه تر ۶۲۰ میندو ته پورته شوې ده.»
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لهپاره اړتیا ده، چې د ښځو د ملاتړ په نوم د نړیوالې ټولنې او افغان دولت له لوري میلیونونه ځانګړې شوې پیسې په رښتینې توګه د ښځو د وضعیت د ښهوالي لهپاره ولګول شي، نه دا چې یوازې په ښارونو کې د شعاري غونډو او ځینې بېګټو پروژو پر تطبیق ولګول شي. اړتیا ده چې د ښځو د ملاتړ لهپاره په خپله ټولنه کې د ښځو د بشري او اسلامي حقونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړل شي، ښځو سره د تاوتریخوالي لاملین محاکمه شي او د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ښځو ته د لومړنیو بشري آسانتیاوو د لاسرسي زمینه برابره شي.
په اوسنیو شرایطو کې چې پاکستان په بیلا بیلو پلمو پر افغانستان هوایې بریدونه کوي، طالبان باید هڅه وکړي چې له دیپلوماتیک انزوا څخه ځان وباسي د افغانانو مشروع غوښتنې ومني، پر ښځو او نجنو باندې د اسلامي حقونو محدودیتونه د اسلامی شریعیت د حمکونو په نظر کې نیولو سره پای ته ورسوي، د نجنو د تعلیم دروازې پرانېزي، د ښځو له پاره د کار شرایط د اسلامي حجاب په عملي کولو سره برابر کړي، د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې ومني چې دغه چارې هم د داخلي مشروعیت د ترلاسه کولو او هم د نړیوال مشروعیت او د نظام د بقا غوره لاملونه دي.
همدا ډول د پاکستان د هوایې بریدونو د مخنیوي له پاره، افغان دولت ځواکمن هوایې او مدافع هوایې سیستمونو ته اړتیا لري چې د وسلو پلورلو په موخه ښکېل هېوادونه یوازې له یوه مشروع حکومت سره معاملې ته داخلېږي، په خواشېنۍ سره چې افغانستان په داسې یوه وضعیت کې نه دی چې د رسمي قراردادونو له لارې خپل دفاعی او نظامی سیستم پیاوړي کړي، چې یوازې د خپل دفاعي ظرفیت په پیاوړي کولو سره کولای شي د بهرني تېري د تکرار مخه ونیسي ، نو ځکه یو ځل بیا په جدي توګه پورتنیو غوښتنو او اړتیاوو ته د طالب چارواکو پاملرنه را اړوم.
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
