د پنجشنبې په ورځ مي د تاند په ویبپاڼه کي د روسیې اوطالبانو د حکومت تر منځ د همکارۍ په اړه یو خبر ولوست. په خبر کي راغلي وه چي د افغانستان لپاره د روسیې د اولسمشر خاص استازي ضمیرکابلوف په خپله یوه تازه تبصره کي ویلي دي چي ماسکو او د طالبانو حکومت د منځنۍ اسیا د امنیت د ټینګښت اود داعش د ډلي پر ضد د مبارزې په برخه کي خپلو امنیتي همکاریو ته دوام ورکوي. هغه زیاته کړې وه چي طالبانو د دغو دندو په ترسره کولو کي خپله ونډه اخیستې او روسیه مننه ورڅخه کوي. کابلوف ویلي دي چي طالبان د داعش ځپلو ته دوام ورکوي او داعش داسي ډله ده چي زموږ او د منځنۍ اسیا لپاره یې ستونزي جوړولای سوای او افغانان په خپل لګښت د داعش پر ضد مبارزه کوي.
زه پخپله د داعش او طالب تر منځ په توپیر نه پوهېږم او فکر نه کوم چي چنداني توپیر به هم ولري. د تشدد هغه اعمال چي داعش یې کوي د طالبانو له اعمالو سره هیڅ توپیر نه لري. موږ د طالبانو د هغو ځانمرګو حملوشاهدان یو چي په زرهاوو مظلوم او بې ګناه انسانان یې قتلول او حتی پر جوماتونو یې هم صرفه نه کوله. طالب او داعش که په عقایدو کي څه توپیر لري هغه په مسلمانانو کي عام دی. ځکه چي نن ورځ، په اسلامي نړۍ کي، دعقایدو د اختلاف دومره پرېماني ده چي د ډلو شمېر یې تر چند اوښتی دی. خو دا یو حقیقت ټولو ته څرګند دی چي داعش او طالب دواړه ځانونه مسلمانان بولي. د داعش بیرغونه تور او په سپین رنګ کلمه طیبه ورباندي لیکله سوې او د طالبانو بیرغونه سپین او په تور رنګ کلمه طیبه ورباندي چاپ سوې ده. دا که دوی یوه بل ته کافران وايی هغه د دوی کار دی خو موږ ته له کفارو سره د دوستۍ نه کولو په برخه کي د قرآن شریف صریح حکم مخي ته پروت دی او هغه مبارک آیة بل ډول حکم کوي:
یا ایهاالذین آمنوا لا تتخذوا الیهود و النصاری اولیاءَ بعْضهم اولیآءُ بعضٍ و من یتولهم منکم فاءِنهُ منهم ان الله لا یهدی القوم الظالمین. الماءده آیة ۵۱
ترجمه: اې هغو کسانو چي ایمان مو راړی دی له یهودو او نصارا سره دوستي مه کوی. دوی یو د بل دوستان او ساتونکي دي. او هغه څوک چي له دوی سره دوستي کوي هغه د هغوی له ډلي دي او حق تعالی ظالمانو ته هدایت نه کوي.
آیا امیرالمونین شیخ القرآن والحدیث اود هغه چړیان په دغه حکم خبر نه دي؟ د دغه پورتني آیة د حکم په اساس، شیخ هبت الله او د هغه پیرو طالبان په کافرانو کي شمېرل کیږي. هغوی داسي ظالمان بلل سوي دي چي حق متعال له هدایت څخه هم محروم کړي دي.
د قرأن شریف د الحجرات د سورة لسم آیة موږ ته هدایت کوي چي ټول مسلمانان سره وروڼه دي او د وروڼو ترمنځ صلح وکړی.
خو زموږ طالبان، په داسي حال کي چي ځیني یې ځانونه شیوخ القرآن او ځیني یې ځانونه شیوخ القرآن والحدیث بولي، نه یوازي له خپلو مسلمانانو وروڼو سره د صلح کولو تلاښ نه کوي اوله هغوی سره د جګړې سنګرونو ته وتلي دي بلکه د هغوی د ځپلو لپاره له کفارو سره لاسونه یو کوي.
طالبانو د دوحې په موافقتامه کي له امریکایانو سره منلي وه چي دوی د افغانستان له حکومت سره اوربند نه کوي. له هغوی سره جنګ ته دوام ورکوي خو پر امریکایانو به حملې نه کوي!!! البته دا د جهاد عصري بڼه وه. څه باندي پنځه کلونه کیږي چي طالبان له امریکایانو څخه هره میاشت ۱۶۰ میلیونه ډالره نغد ترلاسه کوي. ښايی دا به د اسلام عصري بڼه وي. خو دا چي د خپلو مخالفو ملسمانانو د یوې ډلي د ځپلو لپاره له کفارو سره لاسونه یو کوي؛ چي له هغوی سره په عادي حالاتو کي دوستي کول ناروا عمل دی او که سړی که دوستي ورسره ورکړي په کفارو کي شمېرل کیږي او دوی نه یوازي دوستي ورسره کوي بلکه د خپلو مسلمانانو وروڼو په وژلو کي ورسره متحد کیږي دا نو په هیڅ کتاب روا کار نه دی او یوازي د شیخ هبت الله او د هغه د پیرو چړیانو مسلماني یې منلای سي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320