!غزل

عبدالباري جهاني

1
خدایه څه د رنګ دنیا ده، له جهانه یمه ستړی
دا د ژوند پور دي در واخله، له خپل ځانه یمه ستړی
کله غل، کله مُلا سي، کله شیخ، کله بلا سي
په هر رنګ کي څرګندېږي، له شیطانه یمه ستړی
کله زموږ، کله د بل سي، کله ساد سي، کله غل سي
د پردیو ملایانو له آذانه یمه ستړی
د بوډۍ له ټاله ښکاري چی له رنګه سره جوړ دی
سپین کالي مي چېرته یو سم، له آسمانه یمه ستړی
چاته ولیکم بیتونه، پر چا وکړمه عرضونه
له نظمونو یم بېزاره، له دېوانه یمه ستړی
ګل به وړي، اغزي به پرېږدي، پر ګلزار زخمونه کښېږدي
لاس دي مات د دې ملیار سي، له باغوانه یمه ستړی
اوس حیا پکښي خرڅېږي بازارونه دي چي زېږي
له ګودره یمه ستړی، له پېزوانه یمه ستړی
یو د بل په وینو پایو، یو د بل قتلونه ستایو
د پلرونو د نیکونو له داستانه یمه ستړی
جهاني د ړندو ښار دی، هم کاڼه دي هم ګونګي دي
نه مي ویني، نه مي اوري، له افغانه یمه ستړی.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.