شیطاني صبر

154
یوه ښځه یو مېړه له دوو ښارونو
اوسېده په یوه کورکي له کلونو
که سړی هر څه ناروغ وو په ځان خوار وو
له سهاره ترماښامه به پر کار وو
نه په ژمي نه په دوبي کي وزګار وو
چي هر ځای به کار پیدا سو دی تیار وو
هر ماښام به وو ستومان کورته راغلی
په هفتو کي یې آرام نه وو لیدلی
خو بدرنګه وو دا یو عیب یې په کور وو
هم ډنګر وو هم له رنګه لکه سکور وو
او مېر من یې وه له رنګه ډېره ښکلې
په همزولو په سیالانو کي منلې
جګه لوړه لکه سرو خرامانه
لکه زرکه چي پر لاره سي روانه
چي په منځ کي د همزولو وه ولاړه
تکه سپینه لکه بته جګه غاړه
خدای ورکړی په قدرت ښکلی جمال وو
خو په ژوند کي یې نصیب دا یو کمال وو
نه د عقل نه د کار وه نه د کور وه
په خبرو سره لمبه وه لکه اور وه
هره ورځ یې شکایت له غریبۍ وو
تل یې فکر د کالیو د سیالۍ وو
په خپل حسن وه مغروره خانتما وه
په هینداره کي د ځان په تماشا وه
د مېړه له بدرنګیه کړېدله
د قسمت په شکایت نه مړېدله
یوه ورځ یې وو مېړه ستړی راغلی
لا یې نه وو د آرام نفس ایستلی
چي یې ښځي ویل واوره دا خبره
چي پر شرع او قانون ده برابره
زه او ته به آخر دواړه جنتیان یو
زما یقین دی چي پر خپل خالق به ګران یو
زه په دې چي مي بدرنګ سړی منلی
او ستا پت مي په مالت کي دی ساتلی
ما منلی یې پر تا مي صبر کړی
ستا غیبت مي تر هیڅ غوږه نه دی وړی
ته به شکرباسې ځکه چي ښایسته یم
د همزولو په ټولۍ کي ګلدسته یم
جنت ځای وي د هغو چي کوي صبر
خپل قسمت په هیڅ صورت نه ګڼي جبر
او چي شکر کړي د خدای پر نعمتونو
په نصیب یې وي مېلې د جنتونو
سړي وویل جنت ته به زه ځمه
چي پر هرقدم د خدای شکر کومه
خو ستا صبر هرګز نه دی د ستایلو
زما یقین دی خدای ته نه دی د منلو
ستا په صبر کي بڅری د پېغور دی
ځکه تاته په قسمت لیکلی اور دی
ته چي صبر کړې غرور پکښي څرګند دی
او زما شکر له خپل زړه سره پیوند دی
پر هرګام چي شکر باسم له اخلاصه
دروازه به د جنت وي راته خلاصه
ته چي صبر کوې ټوله مجبوري ده
په نصیب دي د هغه جهان خواري ده.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۵ کال د نومبر د میاشتي دوولسمه، ویرجینیا
https://af.dawatmedia24.com/?p=178973

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.