بادغیس او نیمروز کې ترافیکي پېښو اووه کسان مړه او څلور نور ټپیان کړي

36

 بادغیس او نیمروز کې ترافیکي پېښو اووه کسان مړه او څلور نور ټپیان کړي

د بادغیس او نیمروز ولایتونو سرچینې وايي، په دغو دوو ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله اووه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

سرچینو تایید کړې چې لومړۍ پېښه د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۲۷مه، د قلعه‌نو–هرات پر لویه لاره، د سبزک په سیمه کې شوې ده. په دې پېښه کې د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.

د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې یو «اکو» ډوله تېزرفتاره موټر له سړک څخه وتلی او درې ته لوېدلی دی، چې له امله یې یو بل کس هم ټپي شوی دی.

د پېښې قربانیان د هرات اوسېدونکي وو چې د تفریح لپاره د سبزک سیمې ته تللي وو. د هغوی مړي د بادغیس ولایت مرکز قلعه‌نو ته لېږدول شوي دي.

په دویمه پېښه کې، چې د نیمروز پر زرنج– دلارام لویه لاره شوې، درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه پرون د یوه تېزرفتاره موټر د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده. موټر له سړک څخه وتلی او چپه شوی دی.

په هېواد کې هره ورځ ترافیکي پېښې د خلکو ژوند اخلي او یو شمېر نور ټپیانوي.

د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي نښو نشتوالی په هېواد کې د ترافیکي پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320