نیمګړې مینې په کيسه زما لنډه تبصره:
ليکنه: څېره ګل عابد
لیکوال او شاعر ښاغلی همدرد شینواری نيمګړې مينه لنډه کيسه ډېره خوږه، اغېزمنه او په عین حال کې ترخه پښتنو ټولنیزه تراژیدي ده.
دلته د یادې کیسه له څو اړخیز او ادبی تحلیلي نظر وړاندې کوم:
۱. د کیسې موضوع او محتوا
کیسه د پښتني ټولنې د یوې تلپاتې او دردونکې ټولنیزې ننګونې (د راوج او دودیزو قضاوتونو له امله د ځوانو مینو ترخې پایلې) په شاوخوا ګرځي. دلته یاسین او یاسمین د ماشومتوب د پاکو احساساتو او د ځوانۍ د صادقانه مئینې استازیتوب کوي، خو د ټولنې ناخوښه واقعیتونه، د قوم او ولایت تعصبات او د کورنیو سخت دریځي د دوی دغه معصومه مینه د ناکامۍ او بېلتون کندې ته غورځوي.
۲. پلات او جوړښت
• پیل : د یاسین او یاسمین د ماشومتوب د ملګرتیا، په یو بل کې د مینې غوړېدو او د ځوانۍ په درشل کې د ستونزو پیل په ډېر سلیس او طبعي ډول انځور شوی دی.
• پېچلتیا : د یاسین له خوا د جرئت په کارولو سره د جرګې استول، د یاسمین اندېښنه او د پلار له خوا د قومي/ولایتي توپیر په پلمه ردېدل د کیسې اوج ته لار هواروي.
•انډرلیږېدل او ترخه پای: د یاسین ناڅاپي تېښته، د کلونو ناخبري، او په پای کې هغه ځوروونکې تلیفوني مکالمه چې د مینې د پای پر ځای د تل لپاره د فراق او وصال د بې لارې کېدو اعلان کوي، کیسه په یوه ژوره تراژیدۍ بدلوي.
۳. د کرکټرونو هنري انځورونه
* یاسین: د یو صادق, زړه ور او احساساتي ځوان په توګه وښودله،چې د خپلې مینې لپاره د ټولنیزو خنډونو د ماتولو هڅه کوي، خو کله چې د مینې په ډګر کې ماتې وخوري، د ناامیدۍ او غوسې له امله کلي پرېږدي او په قاچاقي لارو مسافرۍ ته مخه کوي.
* یاسمین: د یوې پښتنې پيغلې د درد، مجبوریت او وفادارۍ سمبول دی. هغه د ټولنې له ویرې لومړی احتیاط کوي، خو کله چې یاسین ورته توند غږ کوي، د مينې په توګه خپل پښېمانه زړه ورته خلاصوي، خو ناوخته شوې وي.
۴. د ژبې او بیان ځانګړتیاوې
د ښاغلی همدرد شینواري ژبه روانه، ساده او د عامو خلکو په ژبه پوهېدونکې ده. د کیسې په جریان کې د سیمه ییزو اصطلاحاتو کارول او تر ټولو مهمه دا چې په خورا هنري او برخلیک ټاکونکو شېبو کې د پښتو لنډیو (تپو) راوړل کیسې ته ځانګړی ادبی او احساساتي رنګ ورکړی دی.
لکه د یاسین وروستۍ خبره او د تپې زمزمه:
«په اخرت به لالی غواړم
په دې دنیا یې ظالمان نه راکوینه!»
او د یاسمین په ځواب کې د کیسې وروستی غمجن انځور:
«مینه دي وکړه رانه لاړې
لکه مرغۍ چې ځاله جوړه کړي تري ځينه»
۵. پایله او پیغام
دا لنډه کیسه په ډېر ښکلي او اغېزمن ډول دا واقعیت بیانوي چې کله مینه د ټولنیزو سختو قضاوتونو، ناسموعرفونو او تعصباتو تر ترپو لاندې شي، نو پایله یې یا د ځوانانو تېښته، مسافري وي او یا هم د زړونو تلپاتې ماتېدل. لیکوال په ډېر مهارت سره د یوې تراژیدۍ تر څنګ د لوستونکي په زړه کې د مینې او درد احساس ژوندی ساتلی دی.
پای
1405/7/19 ھ ش
ـــــــــــــــــــ
اصلي کيسه
نیمګړې مینه
یاسمین او یاسین له ماشومتوبه سره ملګري ول
که څه هم دواړو کومه د خپلوۍ او قومیت ریشته نه سره درلودله خو نیږدې همسایه ګان وو،تل به یې یو ځای سره لوبې کولې او په هر غم او خوښۍ کې به سره لاس په لاس او جوړه ګرځېدل.
وختونه تېرېدل یاسمین پېغله او یاسین زلمی شو
خو دوئ له ماشومتوبه د یو بل په زړونو کې وو،کله چې د ځوانې دوران راغلی نو د محبت جذبو یې د وجود ټولې خواوې ونیولې،دومره د یو بل په مينه کې غرق شول چې نړۍ یې له یاده ووته شپه او ورځ به د یو بل د لیدو پسې لالهانده او سرګردانه ګرځېدل.
که څه هم ماشومتوب یو خوندور او نازولی ژوند وي که ماشوم هره غلطي وکړي نو لویان وایي چې خیر دی ماشوم دی،خو د ځوانۍ عمر بیا د پېغلې او زلمي لپاره له ستونزو ډک وي،همداسې وشول، د دوئ دواړو ژوند هم د ځوانۍ په درشل کې له ستونزو او کړاونو ډک شو،هغه داسې چې یوه ورځ یاسین،یاسمین ته وویل نور نشم کولی چې دا په پټه ستا د راتلو لارې وڅارم،نن مې مور تاسو کره په مرکه درلېږم.
په یاسمین دا خبره د ټوپک د ډز په څېر ولګېدله ځکه هغه پوهېدله چې په یو پښتنه ټولنه کې ژوند کوي او که خدای مکړه کورنۍ یې د یاسین دوئ غوښتنه ونه مني هسې نه چې په کلی او ولس کې یې مینه رسوا او د پېغور وړ وګرځي.
نو یاسین ته یې مخ راواړولو او ورته ویې ویئل پام کوه چې دا غلطي ونه کړې هسې نه د کور خلک به مې ووژني خو یاسین یې خبرو ته غوږ کېنښود او ورنه روان شو.
د شپې یې مور ته ټوله کیسه کړې وه او په سبا ماښام یې مور او پلار د یاسمین دوئ کور ته ورغلل له روغبړ او چای وروسته د یاسین مور د یاسمین مور او پلار ته دغه خبره راواچوله خو خبره نه وه سم قیامت جوړ شو.
د یاسمین پلار په لور شکونه شروع کړل کله چې هغه کیسه غلې شوه،بیا یې ویئل چې زه نه غواړم خپله لور د بل ولایت کس ته ورکړم،د یاسین کورنۍ خالي لاس را رخصت شول،کله چې یاسین دا حالات ولیدل نو سخت خفه شو، په په بېړه له کوره ووت،ناګهانه یې په یاسمین سترګې ولګېدلې غوښتل یې یو څه ورته ووایي خو یاسمین د خبرو کولو وار ورنه کړ،په تونده لهجه یې ورته وؤیئل له مخې مې ورک شه،په یاسین دغه خبرې سر وګرځولو او پړمخې په ځمکه راپریوت او بې هوشه شو،یاسمین کور ته لاړه او یاسین د کلي خلکو تر روغتونه ورسولو خو کله چې په هوش راغلی او حالات یې ښه شول له روغتونه وتښتېدلو او د یو ملګري په مرسته د ایران د لارې د شپې ناوخته په قاچاقي توګه ترکیه ته روان شو،کله چې ورسېدلو نو هیڅوک یې له حاله خبر نه وو د کورنۍ غړي،خپل خبلوان او حتی د یاسمین کورنۍ یې هم په لټولو ستړې شوه خو سړی پیدا نشو کلونه تېر شول.
یو ماښام مهال یاسمین د پلار کوټې ته ننوتله پلار یې جماعت ته تللی وو ګوري چې د پلار په تلېفون یې زنګونه راروان دي،یاسمین زړه نا زړه د پلار تلېفون راواخیست چې ویې کتل نمبر نااشنا وو اوکی یې کړ،له هاخوا غږ راغلی سلام ماما جانه زه یم فلانکی.
یاسمین چې د یاسین غږ واورید لکه مړی چې راژوندی شي،بدن یې په رېږدېدلو شو خو زړه یې وار نه کولو یو دم یې له خولې ووتل هغه نشته زه یم یاســــــــمییین
یاسین ته دغه نوم د نړۍ تر ټولو بهترین نوم وو خو اوس یې په غریو نیولي غږ ورته وؤیئل څنګه یې اوس هم له مانه کرکه کوې ستا د لاسه او ستا په وجه خو زه له کور کلي ورک شوم!
یاسمین ددغه خبرې زغم نه لرلو ورته ویې ویئل ما وبښه ته زما ژوند یې زما ځان یې هیله کووم بیرته راشه .
ما خو ټوکې کولې تا په ریښتیا ځان ورک کړ.
په ژړغونې غږ یې ورته دا ټپه زمزمه کړه
خدای خو دي دا ځلې پیدا کړه.
بیا مې توبه ده غصه نه درته کوومه!
خو یاسین یې خبره ور پرې کړه او ورته ویې ویئل
په اخرت به لالی غواړم
په دې دنیا یې ظالمان نه راکوینه!
نور یې تلیفون کې غږ خپ شو خو ،یاسمین هم ورته لکه د ژوند وروستی وصیت چې یې وي، دا ټپه زمزمه کړه
مینه دي وکړه رانه لاړې
لکه مرغۍ چې ځاله جوړه کړي تري ځينه
![😭]()
نور نو دغه تلیفوني اړیکه پرې شوه او دواړه د نفرت تروږمیؤ په خپله غېږه کې واخیستل.