د احساس او قلم لاروی: د ښاغلی صدیق الله بدر ژوند او هنر

ليکوال: څېره ګل عابد

58

د احساس او قلم لاروی: د ښاغلی صدیق الله بدر ژوند او هنر

په معاصره پښتو ادبیاتو او ژورنالیزم کې ځینې نومونه داسې وي چې د هغوی د قلم هر رنګ، د ټولنې د درد او احساس ترجماني کوي. په دغو ځلانده او نه هېرېدونکو څېرو کې یو هم د هېواد وتلی لیکوال، شاعر او ژورنالیست، صدیق الله بدر دی.
هغه څوک چې د معاصر پښتو ادب، ژورنالېزم او فرهنګي څېړنو له هغو فعالو او اغېزناکو څېرو څخه دی، چې د شعر، لنډې کيسې، ادبي نقد، څېړنې او ژورناليزم په ډګرونو کې یې د پام وړ او دوامدار خدمتونه ترسره کړي دي. ښاغلی صدیق اللّٰه بدر چې د ارواښاد بهادر شاه زوی دی او په ۱۳۴۸ لمريز کال د ننګرهار ولايت د سر رود ولسوالۍ د بر سلطانپور په کلي کې، په يوه دينداره او روحاني کورنۍ کې زېږېدلی دی. همدغه علمي او فرهنګي چاپېريال د ده د شخصيت په روزنه او د ادبي ذوق په غوړېدو کې بنسټيز رول لوبولی دی.

زده کړې:
ښاغلی صدیق الله بدر خپلې لومړنۍ زده کړې تر درېيم ټولګي پورې په خپل پلرني کلي کې ترسره کړې. وروسته يې د کابل په سيد جمال الدين لومړني ښوونځي، د پنځه سوه فاميليو ښوونځي، د خيرخانې لېسه او د عمر شهيد لېسه کې خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې تر لسم ټولګي پورې بشپړې کړې.
له دې وروسته يې د مخابراتو د روزنیز مرکز د راډيو او ټلوېزيون په څانګه کې مسلکي زده کړې پيل کړې، خو د اقتصادي ستونزو له امله يې په ۱۳۷۰ لمريز کال کې، د وروستۍ ازموينې له ترسره کېدو مخکې، خپلې زده کړې نيمګړې پرېښودې او رسمي دندې ته داخل شو. وروسته، په ۱۳۸۱ لمريز کال کې، د ازموينې له بريالي تېرېدو وروسته، د همدې مرکز د راډيو او ټلوېزيون له څانګې څخه د څوارلسم ټولګي د فراغت سند ترلاسه کړ.

ادبي او فرهنګي ژوند:
د ښاغلی بدر ادبي مينه د ماشومتوب له کلونو سره تړاو لري. که څه هم له وړکتوبه يې د شعر او شاعرۍ سره ځانګړې لېوالتيا لرله، خو لومړنی شعر  په اتلس کلنۍ، يعنې په ۱۳۶۶ لمريز کال کې وليکه. د هغه د لومړي شعر دا بيت د ده د شاعرانه احساساتو ښه استازيتوب کوي:
د زړه وينه مې د هغو ګلو رنګ دی
په وږمو يې چې ناارام زړګی قرار شي
له همدې پيله يې ادبي او مطبوعاتي فعاليتونه چټک شول او تر نن ورځې پورې يې ګڼ شمېر شعرونه، لنډې کيسې، ادبي، څېړنيزې، فرهنګي او سياسي ليکنې په پښتو او دري ژبو خپرې شوې دي.
ښاغلي بدر په ۱۳۸۱ لمريز کال کې له کليد ګروپ سره د فرهنګي مسؤول په توګه کار پيل کړ او تر ۱۳۸۴ لمريز کال پورې د کليد اوونيزې د مسؤول مدير دنده هم پر غاړه لرله. د هغه د ژورناليستيکو هڅو يوه مهمه ځانګړنه دا ده چې تل يې د خپلواک، مسلکي او مسؤل ژورناليزم د ودې لپاره کار کړی او د افغانستان د فرهنګي او رسنيز چاپېريال په پياوړتيا کې يې اغېزناک رول لوبولی دی.

فرهنګي او علمي ونډه:
ښاغلی صدیق الله بدر يوازې شاعر او کيسه ليکونکی نه دی، بلکې يو فعال فرهنګي شخصيت هم دی. نوموړی د افغانستان د نړيوال ژورناليزم د مرکز، د سارک هېوادونو د ژورنالستانو د ټولنې، د رشاد کره کتنې ټولنې د رئيسه هيئت، د خوشال فرهنګي ټولنې، افغان ادبي بهير او قلم فرهنګي او ژورناليستيکي ټولنو فعال غړی دی. د دغو ټولنو له لارې يې د ادبي نقد، فرهنګي ودې، علمي څېړنو او ژورناليزم په پياوړتيا کې د پام وړ ونډه اخيستې ده.

چاپ شوي آثار:
د ښاغلی صدیق الله بدر چاپ شوي آثار د شعر، کيسې، ادبي څېړنې، تذکرې، ژباړې او تاريخي څېړنو بېلابېلې برخې رانغاړي. د هغه مهم چاپ شوي آثار دا دي:
(۱) د غشو تنده – شعري ټولګه (۱۳۷۷).
(۲) ستا به خوښه شي که نه؟ – د ځوانو شاعرانو تذکره (۱۳۷۷).
(۳) آيينه – د دري ژبې د لنډو کيسو غورچاڼ (۱۳۸۱).
(۴) نامتو څېرې – لومړی ټوک (۱۳۸۲).
(۵) د سيمو تاريخي جغرافيه – له علامه رشاد سره مرکې (لومړی ټوک، ۱۳۸۲).
(۶) د سيمو تاريخي جغرافيه – بشپړه ټولګه (۱۳۸۴).
(۷) تته کړيکه – د لنډو کيسو ټولګه (۱۳۸۵).
(۸) د باران انځور – دويمه شعري ټولګه.
(۹) د لونګو دريڅې – د ادبي بحثونو لومړی او دويم ټوک.
(۱۰) سيد جمال الدين افغاني او د ختيځ او لوېديځ مخامختيا – ژباړه.
(۱۱) بدل شوی سړی – د لنډو کيسو دويمه ټولګه
(۱۲) علامه عبدالشکور رشاد ژوند او اثار، ۱۳۹۸، کابل، دانش مطبعه.
(۱۳) د لارې نښې؛ د کابل مجلې ځینې غوره کړې مقالې“له ١٣٢٠ نه تر ١٣٦٥“، خپروونکی د جمهوري ریاست فرهنګي مشاوریت۔١٣٩٨ د زمري ٢٨.

ناچاپ كتابونه:
– د لنډو كيسو دوې ټولګې.
– د لونگو دريڅې: د پښتو معاصر شعر ارزونه او پېژندنه.
–  د شعرونو دوې ټولگې
ــ گلونه، گلووييونه: د ادبي او څېړنيزو ليكنو ټولگه
ــ. نامتو څېرې، دويم ټوك.
ــ.څېرې او مركې: د پښتو د معاصرو پېژندل شويو ليكوالو او شاعرانو د مركو ټولگه
او يو لړ نورې څېړنيزې،ادبي او فرهنګي ليکنې شاملې دي.
نو په ټوله کې ويلی شو چې د ښاغلی صدیق الله بدر د هغو ليکوالو له ډلې څخه دی چې د هنر، فکر او ژمنتيا ترمنځ يې يو ښکلی توازن رامنځته کړی دی. د هغه په شعرونو کې عاطفه، ښکلا، وطنپالنه او انساني ارزښتونه انځور شوي، په کيسو کې يې د ټولنې دردونه او واقعيتونه راژوندي شوي او په څېړنيزو ليکنو کې يې علمي دقت، تحليلي ژورتيا او ادبي انصاف څرګند دی.
همدا ځانګړنې دي چې نوموړی د معاصر پښتو ادب او ژورناليزم له اغېزناکو، درنو او د باور وړ فرهنګي شخصيتونو څخه شمېري.
د يادونې وړ ده چې ښاغلی صدیق الله بدر د «لونګو دريڅې» په نوم خپل شخصي ادبي او فرهنګي وېبلاګ هم لري، چې د هغه د ادبي افکارو، څېړنو او فرهنګي فعاليتونو يوه مهمه هنداره ګڼل کېږي.
      پای
1405/4/26 ھ ش

چې دستار تړی هزار دی

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.