د پښتو داستاني ادب له مداره غورځېدلی ستوری ارواښاد نصیر احمد احمدي پنځم تلين
کله چې د کلمو جادوګر او د هیلو انځورګر له نړۍ سترګې پټوي، نو یوازې یو انسان نه مري، بلکې د زرګونو زړونو د هيلو او احساساتو یوه لویه برخه ورسره خاورو ته ځي. نن پوره پنځه کاله کېږي چې د پښتو معاصر داستاني ادب هغه پیاوړی، نوښتګر او بېبدیله کیسه لیکونکی، ارواښاد نصیر احمد احمدي د تل لپاره له موږ کوچ کړی؛ خو د هغه د قلم رڼا او د رنګونو دنیا لا هم د مینوالو په زړونو کې توده او ژوندۍ ده.
د قلم په ژبه د ژوند انځورګري:
احمدي صاحب یوازې د کلمو ردیف کوونکی نه وو، هغه د ژوند یو رښتینی جراحي کونکی او انځورګر وو. د هغه قلم دومره روان، عاطفي او سحرګر وو چې لوستونکی به یې له لومړۍ کرښې داسې په خپل جادو کې راګیر کړ، چې تر پایه به یې د کتاب له پاڼو سترګې نه شوې اړولی. په داسې یو چاپیریال کې چې جګړې او وحشت هر څه پیکه کړي وو، د احمدي داستانونو زړونو ته د مینې، درد، عاطفې او د وطن د رښتیني انځور رنګونه وپاشل.
د هغه په آثارو کې لکه:
بوډا او د لېوانو پلونه
اغزن سيم.
اخ وطنه.
يوه خبره درته وکم؟
ټال
پټان
د معجزې تيږه
د غڼې ځاله
رنګه غوږونه
او د هغه په نورو ګڼو ناولونو او لنډو کیسو کې، د افغاني ټولنې رښتینی درد، د کليوال ژوند ښکلا او د انسان د اروا پیچلتیاوې په داسې هنري انداز بیان شوې دي چې په پښتو ادب کې کم سارې دي.
د احمدي د سبک جادو:
د ارواښاد نصیر احمد احمدي تر ټولو لویه ځانګړنه د هغه په ساده، روان او په عین وخت کې ژور سسپنس (تشویش، هېجان او زړه راښکون کې ساتي. لوستونکی په شوق او وارخطایۍ سره پاڼې اړوي) يعنې
(تجسس) لرونکي سبک کې وو. هغه تاریخي پېښې له تخیل سره داسې ونښلولې چې د تاریخ وچې پاڼې یې په ژوندیو او متحرکو انځورونو بدلې کړې. هغه د پښتو ناول چوکاټ ته نوې ساه وبخښله او د ځوان نسل په منځ کې یې د کتاب لوستلو مړاوی شوی فرهنګ بېرته راژوندی کړ. د هغه کیسې د ټولنې هینداره وه؛ هغه هینداره چې هم یې زموږ اوښکې په کې ښودلې او هم زموږ موسکا وې.
پنځه کاله بې له احمدي؛ یو نه ډکېدونکی تشیال (خاليګاه):
نن چې د دغه ستر هستوګن له مړینې پنځه کاله تېرېږي، پښتو داستاني ادب لا هم د هغه د نشتون د تشې احساس کوي. احمدي په فزیکي توګه زموږ په منځ کې نشته، مګر هغه په خپلو شاهکارونو سره ځان ته ابدي ژوند وګاټه. تر څو چې پښتو ژبه وي او تر څو چې د داستان مینوال وي، د احمدي نوم به د ادب په اسمان کې د یو ځلانده ستوري په څېر ځلېږي.
یاد به یې تل پاتې او روح به یې ښاد وي.
۱۴۰۵/۴/۱۹ھ ش
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.