د سیمو، ولایتونو او قومونو د خپلسري استازیتوب سیاست او د ټولنیز نفاق ستونزه

لیکنه: ډاکتر محمد وليخېل

56

د سیمو، ولایتونو او قومونو د خپلسري استازیتوب سیاست او د ټولنیز نفاق ستونزه

په افغانستان کې، چې له څو لسیزو راهیسې د جګړو او سیاسي بې‌ثباتۍ له کړکېچ سره مخ دی، لا هم یو داسې توافقي او ټول‌منلی حکومت نه شته چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي. همدارنګه، مسؤل او ملي سیاسي ګوندونه هم په هغه کچه نه شته چې د ټولنې سیاسي ژوند منظم او سالم لوري ته رهبري کړي. د همدې تشې له امله، ځینې سیاسي اشخاص او متنفذ کسان، چې نه روښانه ملي اجنډا لري او نه هم د ولس رسمي استازیتوب، خو همدغه ډله په ښکاره او پټه توګه د سیمو، ولایتونو، قومونو او نورو کوچنیو ټولنیزو هویتونو څخه د سیاسي وسیلو په توګه ګټه اخلي.

دا ډول سیاست په تېرو څو لسیزو کې موجود و، خو د جمهوریت له سقوط وروسته، د تورونو، تهمتونو، بهتانونو، دسیسو او توطیې تیوریو بازار لا تود شوی دی. د همدې مبهم او بحراني وضعیت په پایله کې د افغانانو ترمنځ وېش، بې‌باوري او پاشلتیا نوره هم ژوره شوې ده.

په دې بهیر کې ځینو د ټولنیزو رسنیو (Social Media) ځېنو مشهورو شخصیتونو، ځینو سیاسي فعالانو او نورو پټو او ښکاره اشخاصو د خلکو د وېش او د کوچنیو هویتونو د سیاسي کولو په برخه کې مستقیم یا غیر مستقیم رول لوبولی دی.

د وېش او پاشلتیا مهم لاملونه

۱. په ولس کې د سیاسي پوهاوي، مدني زده‌کړو او سیاسي تعلیم کموالی.

۲. د مسؤلو او ملي سیاسي ګوندونو نشتوالی، چې د سیاسي کلتور او سیاسي زغم د کمزورۍ څرګندونه کوي.

۳. د ځینو مشهورو اشخاصو له خوا، په قصدي یا غیر قصدي ډول، داسې څرګندونې او ادبیات کارول چې د نفاق، تعصب او اختلاف زمینه برابروي.

۴. د ځینو سیاسي مفلسو او هغو کسانو فعالیت چې روښانه ملي اجنډا نه لري او د ملي مسایلو پر ځای کوچني هویتي اختلافات سیاسي کوي.

۵. دا احتمال هم شته چې د افغانانو ترمنځ د کوچنیو هویتونو پر بنسټ وېش د ځینو بهرنیو کړیو د ستراتیژۍ برخه وي، څو افغانان په خپلو منځونو کې سره مصروف او کمزوري وساتي.

۶. ټولنیزې رسنۍ لا هم د افغانستان لپاره نسبتاً نوې تجربه ده او هر څوک کولای شي په اسانۍ سره حسابونه جوړ کړي او د نفاق، کرکې او شخړو د خپرولو لپاره ترې ګټه واخلي.

۷. ځینې مشهور او ځان‌اعلان شوي د نظر خاوندان، چې ځانونه د تاریخ، سیاست او ټولنې متخصصین ګڼي، په قصدي ډول مهم ملي بحثونه کوچنیو هویتي موضوعاتو ته راټیټوي او په ټولنیزو رسنیو کې ځانونه د ځانګړو سیمو، ولایتونو یا قومونو «خودخوانده» یا «خپلسري» استازي معرفي کوي. همدغه اشخاص د ډېرو ټولنیزو جنجالونو له اصلي سرچینو څخه ګڼل کېږي.

۸. ځینې کسان، کله چې د خپلو ادعاوو لپاره منطقي او مستند دلیل ونه لري، ځان د مشهورو تاریخي شخصیتونو، قومونو، ولایتونو یا سیمو تر شا پټوي او خپل شخصي نظر د ټولې هغې ډلې نظر معرفي کوي، چې دا کار د لا ډېرو اختلافونو سبب ګرځي.

۹. په ټولنیزو رسنیو کې ډېرې داسې ټوکې او طنزونه، چې په ظاهره بې‌ضرره ښکاري، وروسته په لفظي شخړو، کرکې او جدي ناندریو بدلېږي.

حللارې، وړاندیزونه او سپارښتنې

۱. هر سیاستوال، مدني فعال او د نظر خاوند باید خپلې سیاسي موخې، اجنډا او دریځونه په روښانه، مسؤلانه او لیکلي ډول له خلکو سره شریک کړي.

۲. سیاستوال باید له فردمحورۍ، ابهام او پټو سیاسي چلندونو څخه لاس واخلي او د اصولو پر بنسټ سیاست وکړي.

۳. هر اهل نظر باید د خپلو خبرو او لیکنو مسؤلیت ومني او د ملي یووالي، سیاسي اخلاقو او ټولنیز مسؤولیت اصل په پام کې ونیسي.

۴. هغه حسابونه او اشخاص چې په قصدي ډول نفاق، کرکه او هویتي اختلافاتو ته لمن وهي، باید وپېژندل شي، ټولنیز اعتبار ترې واخیستل شي او د هغوی د ناسمو روایتونو مخه ونیول شي.

۵. له نفاق خپروونکو سره باید لومړی د اصلاح او نصیحت چلند وشي، خو که خپل زیانمن فعالیت ته دوام ورکوي، نو باید ټولنیز انزوا ورسره وشي او د هغوی تبلیغاتو ته مشروعیت ورنه کړل شي.

۶. د نفاق خپروونکو بحثونو او هغو روایتونو ته چې د ملي یووالي پر ضد وي، باید بې‌ځایه تبلیغ او پراخ انعکاس ورنه کړل شي.

۷. هېڅ فرد د هېڅ قوم، ولایت، سیمې یا ټولنیزې ډلې رسمي استازی نه دی، تر هغو چې د شفاف، قانوني او منل شوي میکانیزم له لارې د استازیتوب مشروعیت ترلاسه نه کړي. له همدې امله، د هر شخص خبرې باید یوازې د هغه شخص نظر وګڼل شي، نه د یوې ټولې ډلې دریځ.

۸. د تاریخ، ملي شخصیتونو، واکمنانو او سیاسي تجربو په اړه علمي او انتقادي بحث د هر افغان مشروع حق دی، خو دغه بحثونه باید له علمي اصولو او مستندو دلایلو سره سم ترسره شي، نه دا چې په کوچنیو هویتي اختلافاتو بدل شي.

۹. ملي او خیرغوښتونکي اشخاص او کادرونه باید دومره فعال شي او داسې مستند او ټولشموله نظریات وړاندې کړي، چې د کوچنیو اجنداوو لرونکي پخپله څنډې ته شي.

۱۰. دغسې خیرخواه کادرونه دې په پخپلو کې انسجام، همکاري او اړیکي ټینګې کړي، او ورو ورو دې د ټولنیزو رسنیو په شمول د عامه خبرتیاوو په وسایلو کې خپل رول متبارز کړي.

پایله

تر هغه چې د استازیتوب لپاره روښانه، قانوني، شفاف او د ولس له خوا منل شوی میکانیزم رامنځته شوی نه وي، هر فرد یوازې د خپل ځان استازی دی، نه د کوم قوم، ولایت، سیمې یا بل ټولنیز هویت.

له همدې امله، په افغانستان کې د اشخاصو شخصي څرګندونې، دریځونه او کړنې باید یوازې د هماغه اشخاصو مسؤلیت وګڼل شي، نه د هغو سیمو، قومونو یا ولایتونو چې هغوی ځانونه ورپورې منسوبوي.

د ټولنیز یووالي د پیاوړتیا لپاره اړینه ده چې د افرادو شخصي نظرونه له ډله‌ییزو هویتونو څخه جلا وساتل شي او د ملي هویت، ګډو ارزښتونو او قانون پر بنسټ سیاسي کلتور ته وده ورکړل شي.

پای

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.