د ژبې، قوم او نورو کوچنیو هویتونو اړوند د کوچنیو افراطي کړیو ښکاره چیغې او مرموز اهداف

لیکنه: ډاکتر محمد وليخېل

53

چې مو سیمه زرغونه کړي

هم هغه بوټي کرئ

د وروستي سپرلي نرګس دی

د خوشحال قدر لرئ

خوشال بابا

متأسفانه، د افغانستان د څو پېړیو واکمنیو په اوږدو کې، سره له دې چې ډېری واکمنان یې پښتانه وو، موږ ونه توانېدو چې د سیاسي واک د معضلې لپاره یو ملي، مشروع، بومي او د ټولو منلو وړ حل پیدا کړو. نه مو د هېواد د مروجو ژبو د ملي او رسمي حیثیت ستونزه په بنسټیز ډول حل کړه او نه مو د ژبو لپاره د یوه متفق او منل شوي لیکدود مسئله هواره کړه.

اوس ځینې د ګوتو په شمار، په اصطلاح لیکوالان او فعالان، د افغانستان د ځینو جنګسالارانو، مفلسو سیاستوالو او ړندو متعصبانو په څېر، د ملت مهم او حیاتي مسائل څنګ ته کړي او د ژبو او لیکدود موضوعاتو ته یې  د سیاسي  سوداګرۍ او د خپلو سلیقوي سیاستونو ترسره کولو بازار خورا تود کړیدی.

دغه کوچنۍ، مخربه او افراطي متعصبه کړۍ هڅه کوي چې د کوچنیو هویتونو په متبارز کولو سره د وړو او محدودو هویتي سیاستونو بازار تود وساتي.

دا کړۍ غواړي په سپین سترګۍ خپل افکار او سلیقوي نظریات د خلکو پر ذهنونو تحمیل کړي او ځانونه د قوم، سمت، ژبې، لیکدود او لهجې مدافعان معرفي کړي.

دغې کوچنۍ افراطي کړۍ په ډېر مهارت سره د افغانانو، په ځانګړي ډول د پښتنو او د لر او بر وطن د افغانانو ترمنځ د نفاق او عداوت د تخم شیندلو هڅې روانې ساتلې دي.

 د دغې افراطي مخربې کړۍ  تر ټولو ناځوانه او بې‌همته عمل  دا دی چې د خپلو سلیقوي او افراطي نظریاتو د تحمیلولو لپاره ځانونه د افغانانو د ملي مشاهیرو او تاریخي روایتونو تر نومونو لاندې پټوي خو په حقیقت کې دا کړۍ د میراثي استبدادي ذهنیت، سیاسي تعصب او فکري ناروغۍ ښکار ده.

زه د لوی خدای متعال له دربار څخه دغو کسانو ته د هدایت غوښتنه کوم.

له ټولو خواخوږو افغانانو څخه هیله او وړاندیز لرم چې د دغو سپین سترګو او افراطي اشخاصو په خبرو او تبلیغاتو ونه غولېږي.

افغانان باید د  داسې کوچنیو افراطي کړیو د تفرقې اچونې او افراطي سیاستونو پر وړاندې هوښیار واوسي، دا ډول کړۍ منزوي کړي او اجازه ورنه کړي چې زموږ د ملت له مهمو ملي، تاریخي او حیاتي مسایلو څخه د خپلو شخصي او محدودو موخو لپاره ناوړه استفاده وکړي.

خدای پاک دې زموږ د وطن او ملت مل شي!

پای

د آزادخان افغان (ازاد خان غیلجي/غرزي/خیلجی/غیلزي) لنډه پیژندنه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.