د افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه، تبصرې او غبرګونونه؛ ستونزې او ننګونې
لیکنه : ډاکتر محمد وليخېل
د افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه، تبصرې او غبرګونونه؛ ستونزې او ننګونې
زما له نظره، د افغانانو د مجازي نړۍ د بحثونو، تبصرو او غبرګونونو د ډلو ټپلو،سیاسي انفرادي افرادو،د تعلیمي مرکزونو د استادانو، سوشل ميډيايی نفوذ شیندونکو …… او نورو پټ او ښکاره نقش او د بحث د محتوا او جنجالي موضوعاتو تر څنګ، دوه نورې بنسټیزې ستونزې هم شته چې ځما له نظره د پام وړ دي.
لومړۍ ستونزه:
د سالمو بحثونو لپاره د مناسب چاپېریال، میکانیزم او ستراتیژۍ نشتوالی
بحث او د نظرونو تبادله باید په داسې یوه منظم او رغنده چوکاټ کې ترسره شي چې افغانان وکولای شي له مجازي فضا څخه د مخامخ خبرو، رښتینې مرکې او دودیزې جرګې تر کچې ورسېږي.
داسې فضا چې افغانان پکې د خپل دود او کلتور له مخې، پر لیمڅي، ټغر، ګیلم او قالینو سره کېني، د ورورولۍ، زغم او متقابل درناوي په فضا کې لکه د مني د مازیګر پیتاوي ته سره ناست خبرې وکړي، خپل نظرونه او تجربې شریکې کړي او د خپلو ټولنیزو، سیاسي او کلتوري ستونزو په اړه له یو بل سره رغنده بحثونه وکړي.
په داسې بحثونو کې باید موخه د یوه لوري ملامتول او د بل لوري سلامت ثابتول، پېغورونه ورکول، طعنې ورکول او د مقابل لوري د نظرونو سپکول نه وي؛ بلکې اساسي موخه باید د اختلافاتو درک، د ګډو ټکو موندل، متقابل تفاهم،د شته ستونزو د غوټو پرانیستل او د مشترکې جغرافیې مشترکو ستونزو او مسایلو ته حل لارې موندل وي.
له بده مرغه، زموږ په مجازي نړۍ کې تر اوسه د داسې یوه سالم او رغنده بحث لپاره لازم چاپېریال او اغېزمن میکانیزم ډېر کم په سترګو کېږي او یا لږ تر لږ د متنوع/مخالفو کسانو د نظرونو د تبادلې لپاره نه دی رامنځته شوی.
په دې برخه کې د بحثونو د مدیرانو او د ټولنیزو رسنیو د بحثونو د تنظیموونکو مسؤلیت د پام وړ دی. ځینې یې د بحث د مدیریت لازم مهارتونه او تګلارې نه لري او ځینې نور بیا په لوی لاس داسې موضوعات او سرلیکونه ټاکي چې د نظرونو د نږدې کولو پر ځای، د اختلافاتو د ژورولو، شخړو او د خلکو ترمنځ د فاصلې رامنځته کېدو لامل ګرځي.
دویمه ستونزه:
د بحثونو په بهیر کې د زهرجنو روایتونو او ناسمو تبلیغاتي ادبیاتو دودېدل/کارول
زموږ د ټولنې ډېری اختلافات سیاسي، ټولنیز، کلتوري ……او کله ناکله د ناسم پوهاوي او د معلوماتو د کمښت له امله رامنځته کېږي. دا ډول اختلافات په طبیعي ډول د بحث، استدلال او متقابل تفاهم له لارې د حل وړ دي؛ خو ستونزه هغه مهال پیلېږي چې بحثونه د اختلافاتو د حل پر ځای، د شخصي عقدو د سړولو، د غچ اخیستلو او د مقابل لوري د سپکاوي په وسیله بدلېږي.
په خواشینۍ سره، په ډېرو بحثونو کې د غلامۍ، ارتداد، تکفیر، لاسپوڅیتوب ……او نورو ورته تورونو او سپکوونکو اصطلاحاتو کارول په یوه ناوړه دود بدل شوي دي. سربېره پر دې، ځینې کسان د نورو له خوا د جوړو شویو ناسمو تبلیغاتي روایتونو او زهرجنو ادبیاتو تر اغېز لاندې راځي او هماغه روایتونه د خپلو سیاسي، فکري او ټولنیزو مخالفتونو د څرګندولو لپاره کاروي.
دا ډول ادبیات نه یوازې د بحث علمي او منطقي ارزښت له منځه وړي، بلکې د اختلافاتو د حل لارې هم بندوي. کله چې یو څوک د خپل مخالف پر ځای د هغه پر هویت، عقیده، سیاسي تېر یا ټولنیز تړاو برید کوي، نو د متقابل تفاهم ټولې لارې تړل کېږي او بحث په تدریجي ډول پر دښمنۍ، توهین، ډلهییزو ښکنځلو او ان د تاوتریخوالي پر هڅو بدلېږي.
په داسې فضا کې نه د استدلال لپاره ځای پاتې کېږي، نه د مقابل لوري د خبرو د اورېدو حوصله او نه هم د ګډو حللارو د موندلو امکان.
خلاصه او لنډیز
زما په اند، د افغانانو ترمنځ د مجازي بحثونو د ناسالم چاپېریال په رامنځته کېدو کې د هغو کسانو او بنسټونو مسؤلیت د پام وړ دی چې د بحثونو د مدیریت، د موضوعاتو د ټاکلو او د عامه افکارو د جهت ورکولو واک یا اغېز لري.
هر هغه څوک چې په لوی لاس د اختلافاتو د ژورولو، د زهرجنو روایتونو د خپرولو، د متقابل سپکاوي او د خلکو ترمنځ د بېلتون فضا رامنځته کولو ته لمن وهي، په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د ټولنیز بېباورۍ او نفاق په پراخېدو کې ونډه لري.
موږ باید دا درک کړو چې د نظر اختلاف د دښمنۍ معنا نه لري او د یوه بل له نظر سره نه موافق کېدل د سپکاوي او توهین جواز نه شي کېدای. زموږ اړتیا د داسې یوې مجازي فضا رامنځته کول دي چې د اختلافاتو د زیاتولو پر ځای، د تفاهم، زغم، متقابل درناوي او ګډو حللارو د موندلو لامل وګرځي.
که د بحثونو موخه د یو بل ماتول وي، اختلافات به مو د بېلتون پر لور بوځي؛ خو که موخه مو د یو بل پوهېدل وي، همدا اختلافات د تفاهم او ټولنیز پیوستون لپاره پر فرصتونو بدلېدای شي.
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
