غزل

محمدصادق طارق

0 26

ځینې خلک تظاهر کوي، یاران دي
خو لستوڼي ورنه ساته چې ماران دي

د سهار سترګي ته خپل مقام ثابت دی
کنه ستوري خو بلها په شنه آسمان دي

ژوند باغچه ده په ستړیاوو جوړه شوې
هم ازغي ورکې راشنه دي، هم ګلان دي

ځینې خلک بېخې لار نه لري زړه ته
ځینې خلک بیا بېخې راباندې ګران دي

Related Posts
1 of 63,690

زه یې زړه، لیمه، ګلاب او جانان بولم
آشنا یو دی، مرادف یې څو نومان دي

بس ارزښت یې په خپل کاڼي تلل کېږي
سپک اجناس خو په بازار کې هم ارزان دي

د بلال د آذان رنګ ور پکې نشته
د طارق غوندې بې‌شمېره ملایان دي

فراه، مرکز، کوره‌ګز کلی

 

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply