د سنګاپور د اقتصادي پرمختګ د راز

صلاح الدین حمید

27

کيشور مهبوبانی د سنګاپور د اقتصادي پرمختګ د رازونو په اړه په لنډو خبرو کې تشريح کوي چې سنګاپور څنګه له یوه وروسته پاتې هیواد څخه د نړی په اقتصادي هاب بدل شو.

نوموړی د سنګاپور اقتصادي پرمختيا د دري عواملو (MPH) پايله ګڼي، او MPH د سنګاپور راز ده چې نوموړی یې خپلو زده کوونکو ته په وړيا ډول تدریسوي.
له M څخه هدف meritocracy ده، يعنې د وړ او شایسته افرادو غوره کول او په سياسي سيستم کې ځای پر ځای کول څو هیواد پرمخ بوځي. هغه وايي هغه څه چې ډیری هیواد راپرځوي په ځانګړي ډول په وروسته پاتې هېوادونو کې دا ده کله چې د مهمه او تخصصي وزارتونو لپاره د افراد د انتخاب موضوع راځي، دا مقام او بست د وروڼو، تره زامنو او خپلو خپلوانو ترمنځ ویشل کیږي نه وړ اشخاصو ته. خو سنګاپور د دې برعکس کار وکړه او تر ټولو غوره کسان یې په لوړو منصبونو وګمارل.
مهبوبانی وايي مونږ خپل لومړی وزير لي کوان یو د همدې اصل له مخي غوره کړ.
د P حرف د Pragmatism په مانا ده، پراګماتيزم انګلیسي کلمه ده چې په لومړي ځل ویلیام جيمز امریکايي ارواپوهه دا اصطلاح دود کړه. پراګماتيزم یعنې عمل ګرايی، د کار ترسره کول د پلان تطبیق او د هدف ترلاسه کول. د عمل ګرايی لپاره تر ټولو غوره تعریف د چین هېواد رهبر دینګ شیاو پنګ ده، هغه وايي مهمه نه ده چې پشکه توره وي که سپینه مهمه دا ده چې موږک ونيسي.
له پورته جملې څخه مطلب دا چې مهمه نه ده د یوه شخص ایدیالوژي یا فکر څه ده، که کار کولای شي، ګټه تري واخله، د عمل ګرايی فلسفې په اساس تاسو د هیڅ ایدیالوژي په خاطر نه محدود کیږئ.
د همدې منطق په اساس د سنګاپور ځینې پاليسياني د آزاد بازار او ځینې د سوسیالیستي اقتصاد په اساس رامنځته شوې وي.
مونږ د خیالي ارقامو او احصایو پرځای په عمل لاس پورې کړ او د هېواد په تعليمي، تحصيلي او زده کړيزو برخو کې مو عملي کارونه ترسره کړل. مونږ یو تعليم يافته، ممتازه او مناسبه ټولنه رامنځته کړه چې همدا د سنګاپور د اقتصاد د ملا تیر وګرځېده.
او د H څخه هدف Honesty یا صداقت او رښتينولۍ ده. دې هدف ته رسېدل تر ټولو سخت وه، کيشور دا عامل تر ټولو ډير مهم او اساسي ګڼي او زياتوي چې د ډیری هیوادونه د وروسته پاتې‌والي دلیل دا دی چې هلته ریښتینولي او باور نشته او فساد په هره برخه کې په پراخه کچه شتون لري.
د کيشور په وینا د سنګاپور لومړي وزير ټیټ پوړې او د لاس لاندې چارواکي د فساد په تور مجازات نه کړل بلکې لوړپوړي چارواکي یې په نښه او بندي یې کړل. دې کار نتیجه ورکړه.
هغه د یوه وزير مرستيال بېلګه بیانوي، چې له خپل تجار ملګري سره په سفر تللی وه، کله چې بیرته هېواد ته راستون شو نو هغه ونیول شو نو کله چې یې وپوښتل ولي مو ونیولم ورته یې وویل چې ته له تجار سره په سفر تللی وي، هغه ستا ټول مصارف په غاړه اخيستې ول او دا فساد ده.
چیرته چې د باور او اعتماد فضا نه وي هلته مرغی هم پرواز نشي کولای. د همدې اصل په تطبيقولو سره سنګاپور ته د بهرنی پانګه اچونو نه دريدونکې لړی پیل شوه، همدا پانګونې وي چې سنګاپور په واقعي مانا سره ساه واخیسته او د اقتصاد ماشین یې په کار ولوېده.
Related Posts
1 of 62,959
د یو هیواد لپاره پانګونه په بدن کې د وینې حیثیت لري، که چېرې وینه جریان پیدا کړي بدن په کار لوېږي، همداسې د ټولو اقتصادي فعاليتونه لپاره پانګونه اساس ګرځي.
مهبوبانی د خپل ژوند په اړه هم وايي چې په يوه بېوزله کورنی کې زېږېدلی و، هغه وخت د کورنیو کلنی عاید ۵۰۰ ډالر وه. داسې ځای کې لوی شوی چې په کوڅو او سرکونه کې یې زورواکي او لوټماري په خپلو سترګو لیدل، جرمونه او مافیایی ډلي یې په خپل ګاونډیتوب کې لیدلې.
دقیقا د وروسته پاتې هېوادونو وضعيت وه.
دی ښوونځي ته له تګ مخکې سوی تغذيې تشخيص شو له همدې امله به د ښوونځی مدير هر ورځ یو ګیلاس شيدي ورکولي.
کيشور وايې ډیر خوشحاله ده چې په داسې دوره کې رالوی شو چې د خپل هېواد د اقتصادي ودې شاهد وه. له یو وروسته پاتې هیواد څخه تر پرمختللي اقتصاد پورې د سنګاپور د بدلون دوران ده باندې د ژوند ستره پېرزوينه وه.
آیا زمونږ لپاره هم د خپل هیواد اقتصادي پرمختګ او سوکالي د ژوند ستره پېرزوينه کیدای شي؟
آیا مونږ هم غواړو په دې وياړ وکړو او نيکمرغه شو چې د خپل هېواد د سوکالۍ شاهدان اوسو؟

 

انفلاسیون څه ده او ولې زموږ پر ژوند مستقیم اغېز کوي؟

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.