د ښوونکي دنده

لیکوال: محمدولي رښتین

51

ټولو ته معلومه ده، چې د ښوونکي دنده زده کوونکو ته تدریس کول، د هغوي شخصیت جوړول، نیک اخلاق او ښه سلوک ور زده کول، په ځان باوري کول په روا او ناروا پوه کول، که په مجموع کې ووایم د ښوونکي دنده ښوونه او رزنه ده، خو ددې تر څنګ د ښوونکي تر ټولو مهمه دنده او ځانګړنه د استعدادونو کشفول دي، دا ډیره اړینه ده چې هر ښوونکی دا توانایي ولري، ، چې د زده کوونکي مضموني پوهه او لیولتیا وموندي او دا پیدا کړي چې کوم مضامین تر نورو ډیر خوښوي، دا ځکه وایم چې د مضمون یا مسلک پوهه د زده کوونکي راتلونکي روښانه کوي. بله دا چې یو زده کوونکی ټول مضامین مکمل نه شي زده کولای، که یې زده هم کړې ، خو تر نورو به یې ځیني مضامین ښه زده وي.
د زده کوونکو د علاقي او مسلک کشف د هر ښوونکي لومړۍ مهمه دنده ده، ځکه چې دا د زده کوونکو برخلیک ټاکي او په یو مسلک کې د تخصص کولو وړتیا ورکوي. هر انسان ته الله ج په یومسلک کې پوهه ور کړي ده.
داسې نه شي کیدای چې د هر مضمون استاد دې له هر زده کوونکي څخه پوره د سلو نمرو او یا د هر مضمون په مکمل ډول زده کړه وغواړي، ځکه چې د هر مضمون بیل بیل استادان دی. که ټول مضامین په مکمل ډول زده کیدای، نو د ټولو مضامینو لپاره په یوازې یو ښوونکی ؤ.
ډیری استادان پیژنم، هغه زده کوونکي ورته لایقه ښکاري، چې ددوي په مضمون کې تکړه وي، له نورې پوهي یې نا خبره وي ، خو زما په فکره هر زده کوونکی له یو یا څو اړوندو مضامینو سره دلچسپي لري. ټول مضامین نه شي زده کولای. که یې زده هم کړي ، خو د خوښي به یې څو بیل مضامین وي، په همدې اساس
د زده کوونکو استعداد کشفول د ښوونکو دنده ده او باید ټول ښوونکي ځان ترې خبر کړي. زه چې په لمړيو کې ښوونځي ته د ښوونکي په صفت لاړم، په ډیر کم وخت کې د ډیرو زده کوونکو استعدادونه راته معلوم شول، ځینو په ساینسي مضامینو کې ځانګړی لیاقت لرل، ځینو بیا حرفوي مضامین خوښول، د ځینو به له ژبو سره جوړه وه . همداسې هر یوه له یو مسلک سره علاقه لرله.
ددي لپاره چې زموږ په هیواد کې متخصصین پیدا شي، هر استاد باید د خپل او بل مسلک زده کوونکي کشف کړي او بیا ورته سالمه لارښوونه وکړي.
که ووایم چې په هره لیسه کې هر زده کوونکي د یوې ځانګړي پوهې خاوند دی، خو له دې پوهې دی خبر نه دي او ډیر وروسته خبريږي، نو د ښوونکو لومړۍ دنده همدا زده کوونکي له خپلې پوهې خڅه خبرول دي، تر څو یو مسلکي شخصیت ترې جوړ شي.
په اوس وخت کې داسي استادان هم شته چې کتابونه ټکي په ټکي او یا میخانیک په زده کوونکو یادوي، او تر ډیره زموږ د تعلیمي نصاب غوښتنه هم د کتاب میخانیک یادول دي، په ډیرو کتابونو کې ځیني ښکاره غلطيوي شتون لري، خو د کانکور لپاره زده کوونکي مجبور دي، چې کتاب په هم هغه شان زده کړي لکه څنګه چې لیکل شوی دی. مفهومي درس خو په ښوونځیو کې له وخته سر خوړلی دی، څه چې په کتاب کې لیکل شوي دي، استاد هغه ټکي په ټکي وایي، او زده کوونکي یې همداسي د استاد له خولې زده کوي، نه استاد له همدې موضوع بهر خبرې کوی او نه زده کوونکي. زده کوونکي مو ګرم هم نه دي. ځکه چې یوه استاد مو هم په خپل مسلک کې اضافي کتابونه نه لولي نو زده کوونکي به څنګه ترې خبر شي. لومړی باید ښوونکي په خپل مسلک کې پوهه ولري او بیا زده کوونکي ترې خبر کړي.
نو د مسلکي ښوونکو په درلودو سره مسلکي اشخاص روزل کیږي، یوازې دا نه ده مهمه چې یو زده کوونکی دې مسلکي زده کړې په پوهنتون کې وکړي، مسلکي زده کړې باید په مکتب کې پیل شي او تر یو څه حده پکې معلومات پیدا شي. موږ چې د هر مسلک پوه او متخصص پیژنو هغوي د ژوند په لومړیو کې خپل مسلک پیژندلی او کار یې ورته کړی دی.
موږ له پخوا څخه اوریدلي وو، چې هر کار او زده کړه په خوښه او علاقه کیږي، اوس مو په عملي ډول تجربه کړل، موږ چې کله د کانکور امادګي لوستله زما یوه ملګري له ادبیاتو سره ډیره جوړه وه، خو ورته معلومه نه وه، چې کومه پوهنځۍ یا څانګه لرې او که نه، یو ورځ یو ورته وویل، چې ته باید ژورنالیزم ووایې، خو هغه انجینرې ته کامیاب شول. په انجینري کې یې تقریبا اته کاله ووتل، هغه ګرم نه ؤ، د هغو د خوښي پوهنځۍ نه وه.
زموږ د ټولنې په سلو کې پنځه زده کوونکي له خپل مسلکه خبر وي ، نور ټول توکل په خدای پوهنتون ته ځي. ددي سونزې د حل لپاره باید مسکلي ښوونکي په دنده وګمارل شي، د زده کوونکو استعدادونه او علاقي کشف شي او په خپل مسلک کې ورته د بریا ځانګړي لارې وښودل شي.
په مسلکي لحاظ د کار او زیار خلک پیدا کول اسانه دي، کع موږ په خپلو ښوونځو او پوهنتونو کې د زده کوونکو پوهه معلومه او ورته اسانه او معلومه لاره وښیوو، نو نیږدې ده چې په ګران هیواد کې به په مسلکي کسان ډیر او لا ډیر شي.
همدارنګه په خپل مسلک کې د ښوونکو زیاته پوهه لرل او زده کوونکو ته هم د خوښې په مسلک کې د پوهې امکانات په لاس ورکول د زده کوونکو په ښه راتلوونکي کې زیات اهمیت لري.
زده کوونکي هم باید د خپل مسلک ته د رسیدو لپاره دا نور مضامین هم په دقت زده او ولولي، تر څو په خپل ژوند کې د بریا جام نوش جان کړي.

!ټوپک که قلم

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320