شخصیت جوړول او په یوه څانګه کې متخصص کیدل د ژوند یوه ډیره مهمه برخه ده .
انتخاب د ژوند لار او د مزل لوری ټاکي.په ښه انتخاب سره د یوه شخص شخصت جوړیږي، په ټولنه کې متخصصین زیاتیږي او د یوې ټولنې د پرمختګ لامل کیږي.
انتخاب د ژوند په هره برخه کې مهم دی، خو زما هدف د کانکور په امتحان کې د خپلې خوښي او علاقې انتخاب کول دي.
زموږ په ټولنه کې ډیری زده کوونکي د کانکور تر ورځې پورې انتخاب نه لري .ځینې بیا د کورنۍ په خوښه انتخاب کوي نه د زړه په خوښه.
ډیری زده کوونکي د کانکور انتخاب د تربګيني او کلیوالي عادتونو ته په کتو کوي؛
زموږ د کلیوالو په نظر یوازي طب او انجینري پوهنځي د کار، زده کړې او شخصیت جوړنې پوهنځۍ دي، دا نور هسې ورته بابیزه ښکاري او تر ډیره پوري زموږ دوولسم پاسانو هم د کلیوالو دغه خوي اخیستی او تر ډیره یې زور په طب او انجینري پسي ده خو دا پوهنځیو کې بیا هغه کسان مخکې تلای شي، چې انتخاب یې د زړه په خوښه کړی وي نه له نورو تقلید، له چا اغیزمنیدل، او د کورنۍ په خوښه
دا چې موږ بې هدفه یو، د مکتب زده کوونکي مو په سلو کې مو پنځه کسان مشخص او د خپلې خوښې هدف نه لري، نو ځکه موږ کم او د ګوتو په شمار شخصیتونه او متخصصین لرو، دا بیا هغه کسان دي چې هغوي خپل د خوښې مسلک مخکې له مخکې پیژندلی ؤ، کار او زحمت یې په کې ګاللی ؤ.
موږ همیشه په زده کړه او انتخاب کې تقلید کوو، که نن یو تکړه ډاکتر ووینو سبا ته مو انتخاب طب وي، بله ورځ له انجینیره متاثره شي. ځان انجینر بولي . همداسې بله ورځ بل څه انتخابوي.
دا انتخاب یې د زړه په خوښه نه وي، بلکې تقلید کول وي، خو هیڅکله یې دا فکر نه دی کړي، چې په اصل کې له څه شي سره مینه لرم.کوم مضامین او کومه پوهنځۍ یې د زړه له کومې خوښه ده.
څه شی یې خوښیږي او څه شی یې نه خوښیږي.
له بل سره مشوره کول ښه کار دی، خو داسې هم نه چې هر کار د بل په خوښه کوو. هر انسان ځانته خپله علاقه لري ، کیدای شي د چا ډاکتري خوښیږي، خو کیدای شي د چا بیا بخي خوښه نه وي.
د یو چا به لیکوالي خوښه وي او ورباندې پوهیږي به، خو چا ته به بیخي خوند نه ورکوي. یو څوک به ریاضي په خوند او علاقه وایي،خو چاته به بیخي د خوند او اهمیت وړ نه وي. نو هر سړی خپله خوښه او علاقه لري ؛ ددي لپاره چې په کانکور کې د خپلې خوښې انتخاب وکړئ، نو له ځان سره خامخا مشوره وکړئ، چې کوم مضامین او کومې پوهنځي تر ټولو درته خوندوره او په زړه پورې ده او کومو سره د زړه مینه او علاقه لرئ.
یو شاعر وایي،
له بله اوري ځانه هیڅ نه پوښتئ
له ځان سره لیږ مشوره خو وکړه
له ځانه اوریدل دا مانا لري، چې هر کار کوي د زړه او فکر په خوښه یې وکړه، یعني د زړه پخوانی او اوسنی انتخاب دي سره یو ځای کړه او له ښه فکر کولو وروسته یو داسې انتخاب وکړه، چې په راتلوونکي ستا د پرمختګ سبب شي، له تا سره د شخصیت په لوړیدو کې مرسته وکړي. په خپل کار کې متخصص او کار پوه او همدارنګه د ټولنې د پرمختګ او بري سمبول شئ.
زموږ د پوهنتون زیات شمیر فارغانو په خپل بخش او مسلک کې د توقع وړ کار نه دی کړی او له ډیرو څخه یې هیله هم نه شو کولای، ځکه چې دوي په خپل بخش او مسلک کې کار نه دی کړي، کار یې ځکه نه دی کړی چې دوي د زړه په خوښه خپلې پوهنځۍ ته نه دي تللي. دوي انتخاب نه درلود او د بل په انتخاب او خوښه پوهنتون ته داخل شوي دي
پسرلی صاحب وایي،
نور پسې تګ سړی خړ مخی کړي
ګرد د لارې وګوره د شپون پرمخ
زموږ په ټولنه کې زیاتره خلک درس د نوم او شهرت لپاره وایي نه د کار او شخصیت لپاره.
بعضي کسان طب، انجینیري او کمپیوترساینس ددې لپاره انتخابوي، چې دوي د ډاکتر او انجینیر په نامه یاد شي، مطلب د ډاکتر او انجینیر نوم ورته شهرت والا ښکاري.
دا چې زموږ دولسم پاسان د کانکور تر وخته هدف نه لري او په سلو کې 95% کسان د کانکور د امتحان په ورځ انتخاب کوي. یو لویه ستونزه ده، ځکه چې په دوولسو کالو کې دوي خپل لوری او مزل نه دي ټاکلی او په پټو سترګو تر دي ځای راغلي ده، خو دا یوه عمومي ستونزه ده په وخت سره حلیږي، خو تر دي لویه او نه حلیدونکي ستونزه بیا داده، چې دا زده کوونکي انتخاب د زړه په خوښه نه کوي. د مسلک انتخاب د کورنۍ، والدینو او ملګرو په خوښه کوي، دا ستونزه ځکه نه حلیږي چې د ژوند مزل یې خپله نه دی ټاکلی د ژوند مزل ورته بل چا ټاکلی ، ستا او د بل خوښه زیات توپیر لري. دا ستونزه نه حلیدونکي او نه جبرانیدونکي ده.
بریالی اشخاص هغه دي، چې د خپل مسلک انتخاب یې د زړه په خوښه او علاقه کړی وي او د زده
کړو له پیله د مکتب د درسونو تر څنګ یې په خپل مسلک کې هم څه نا څه مطالعه کړې وي. همدا زده کوونکي بیا په پوهنتون کې متخصصین او کار پوهان کیږي او د ټولني او هیواد د ابادۍ او پر مختګ سبب کیږي.
د خپلې خوښې انتخاب که طب، انجینیري، کمپیوتر ساینس، اقتصاد، حقوق، ادبیات، شرعات، زراعت، وترنري، ښوونه او روزنه او بله هره پوهنځۍ وي، د زړه په خوښه او علاقه یې وټاکئ په پوره مینه او زیار یې ووایئ؛ تر څو په راتلوونکي کې د کار او زیار خلک شئ.
هغه کسان بریالي دي ، چې مشخص او معلوم هدف ولري.
زموږ ټولنه په هره برخه کې متخصصینو او کارپوهانو ته اړتیا لري، متخصصین او کار پوهان هغه وخت پیدا کیږي، چې هر زده کړیال خپل رشته او مسلک د زړه په خوښه وټاکي او همدارنګه په خپله مسلک کې په پوره مینه او لېولتیا زده کړې وکړي او ګران هیواد افغانستان له سیالانو سره سیال، ښاد، اباد او پر نویو وسایلو سمبال کړي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.