لنډه کیسه: صالح او صالحه

لیکوال: محمدولی رښتین

231

لس کلن صالح وړي سترګې په ټوپک کې خښي کړي. له ځان سره یې وویل، دا نو بیا د کوم مرض داو ده، چې پلار مې هره ورځ له ځان سره ګرځوي. فصل ته یې وړي، بازار ته ور سره وي او چې ویده کیږي له ځان سره یې ږدي.
هره ورځ به یې دغه سوچونه کول. بل ورځ یې پلار ته پام شو، چې، کوت کوت تندی خلاص ؤ، وړې سترګې له خوښۍ ورته  ځلیدي. له خندا سره به یې د مخ کوتان لا ډیر شول. خبرې یې د پخوا غوندې تیزي او غصناکي نه وي. له میرمنې او اوو لورانو سره یې په خندا خبرې کولي. صالح دده خبرو ته متوجي ؤ. پلار به یې د خبرو په منځ کې صالح ته کوته ونیوله، لورانو ته به یې وویل: صالح زوی ورځ تر بلي غټیږي، اوس یې وخت دی، چې د د ځان سره یې عادت کړم او په هر څه یې پوه کړم. خپل او پردی ور وښیم. د ټوپک چلونه ور زده کړم.
نن مې ورته یو شی هم راوړی. سترکې یې پلاستیکي کچوړې ته ونیولي، یوې لور یې ژر ورته را واخیسته، ټولو ورته حیران حیران کتل. زوی ته یې وویل: ته راشه څنګه ټوپک مې درته راوړی! زوی یې په خوښۍ ور منډه کړه. د پلار له لاسونو یې ټوپک واخیست، خو د صالح غبرګولې( صالحې) تندی تروي شو. پلار ته یې وویل: زموږ معلم صاب به ویل، چې ماشومانو ته  د پلاستکي ټانګ، ټوپک او لینجرې پر ځای قلم، کتاب او یا پنسل اخلئ، ځکه چې د ماشوم له قلم او درس سره مینه پیدا شي، خو که ټوپک یا بل شی ورته واخلئ  بیا یې له هغه سره مینه پیدا کیږي. ذهین یې هغې خواته کیږي، هغه ویل، چې که ماشومان ښه وروزه، هیواد مو جوړیږي.
پلار ته یې غوسه ور غله څو پر له پسي کنځاوې یې معلم ته وکړي او بیا یې انجلۍ ته په خوشکه وویل: هلکان پیدا شوي د جنګ لپاره دي. د خدای داد او جان میر  دښمني به په یوازې سر څنګه کوم. معلم خو مو نه جایداد لري، نه تربور او نه ځمکه په څه شي به دښمني کوي.
لور یې وویل، خو هغه به ویل، چې هیڅوک باید د پټي یا جایداد په سر څوک خفه نه کړي او د جایداد په سر خو دښمني کول بیخي ناروا کار دی.
پلار یې د انجلۍ خواته په خشکه وکتل، انجلۍ له ویرې تکه سره شوه، ځان یې ریږدي واخیست او غټې شنې سترګي یې بې حرکته شوي، د پلار غږ یې ویره لا زیات کړه، هغه وویل: ته له ما سره خوله وهي( ځواب وایي)؟
هغې وویل: ځواب نه وایم خاص مې د معلم صاب خبره کوله.
پلار یې غلی شو. زوی یې په ټوپک کې وړې چرې ویشتي. مور او نورې لورانې یې دوي ته کتل.
پلار یې وویل: صالح زوی که یو هم دی، خو سمه به یې اموخته کوم.
ګوره هلکه! مزدله به نه کرځي، په کلي کې به په لوړ سر ګرځئ، چې خدای داد ته پته ولګیږي. دی په مشري زوی (خدای میر) ډیر غره ده. بله دا معلمان خبرې مه اوره، هغوي په هیڅ منکه خبر یې. صالح له پلاره سره ګرځیده. پلار یې هم ناز ورکول، چې څه شی به یې وغوښتل، هغه به یې ورته راوړل، پلار به یې دده په سر له هر چا سر ګیر کړي وو، خو صالحې د پلار دا کړنې نه خوښیدي، هغې به ورور ته د سولې خبرې کولې. هغې به ورور ته د ټوپک پر ځای قلم ور کول او د دښمني پر ځای به یې د مینې او دوستي خبرې ورته کولي. لکه څنګه چې یې نوم صالحه وه، خبرې او کړوړه یې هم دغسې صالح وو، خو صالح به په لومړیو کې د پلاره خبرې ډیره اوریدې. صالحه به ډیره ورته ځوریده چې پلار به د جنګ او نفرت خبرې ورته کولې. صالحې به له ځانه سره ویل، چې زموږ خلک ولې اولاد ته د مینې پر ځای نفرت ور زده کوي؟
آیا دا خلک ژوند د جنګ او نفرت لپاره کوي؟
زموږ خلک به څه وخت له دښمنیو څخه لاس اخلئ؟
صالحې یې مور ته وویل: پلار مې ولې هر ورځ خدای داد کاکا یادوي؟
مور یې وویل: خدای داد باندې دې پلار انځکه(ځمکه) خرڅه کړي وه، خو بیرته دې پلار پیښمانه شول، خو هغه نه منله، خبره یې تر جنګ رسیدلي وه او خدای داد ورته ویلي ؤ، چې چاته یې ډیره وي ، کله د مراث څوک لري. بس په په دغو خبرو سره شاټ شول. هره ورځ یې جنګونه وهل او ټکول وي، پلار دې یو وار وویشتل، سخت زخمي شو. بیا دې پلار ته څو وارې لار ونیوله، خو پلار دې همیشه له ټوپک سره ګرځي.

صالحې به ورور له ځانه سره کیښینول، درس به یې ورته ویل او له کتابو څخه به یې د پوهانو خبرې ورته کولې، صالحې لیک او لوست د کلي له ښوونکي زده کړی ؤ. نور درسونه یې په خپل کور کې ویلي ؤ. د صالحې یوه ماما به په هفته کې حتماً دوه دری کتابون ورته راوړل. او صالحې په کم وخت کې پوره ویل. صالحې یې ورور ته لیک لوست شروع کړل.  په اولو ورځو کې درس نه ویل، خو په ورستیو کې له کتاب او قلم سره مینه پیدا شوه
دې به خپل ورور ته د معلم صاب خبرې کولې ، هغې به ورته ویل: چې ټوپک وژونکی شی دی، ټوپک مور بې زویه، خور بې وروره او میرمن بې خاونده کوي. له ټوپک څخه باید نفرت ولرو. د ټوپک پر ځای له قلم سره مینه وکړو.  هره ورځ به یې د وژنې کسه ورته کوله. د کلي د یوې کونډې کسه ورته وکړه،چې یوازې یو خاوند یې لرل هغه یې هم ترونه ور مړ کړل. اوس سوال کوي.
صالح د صالحې په شان نیک شو. خپل پلاستکي ټوپک یې ایسته کړل او د پلار له ټوپکه یې هم کرکه کیدله، خو پلار به  له ځان سره ښکار ته بیول، یوه ورځ یې پلار د اوبو په ډک ډنډ کې هیلۍ په نښه کړي، چې څنګه یې ماشې ته کوته ور وړه زوي یې ورته وویل: ته ولې هیلۍ ولې؟ د پلار یې ټنده تروه شوه، و یې ویل، زړه دې لوی کړه. هیلۍ به څه شی شي ویشتل به څه شی شي.
زوی وویل: خو په یو کتاب کې ؤ چې حیوانات هم زموږ غوندي کورونه لري، اولاد لری او لکه موږ خوښۍ او خفګان لري. که ته دغه هیلۍ وویلي، ګناه به نه لري؟
د پلار یې په مخ کوتونه پیدا شول، په قهر یې وویل: چپ شه؟
د الله اکبر له غږ سره ټک شو  دوه هیلیو وزرونه په هوا کې  ورپول، خو دوه په اوبو کې پاتې شوې، د صالح پلار ټوپک کیښود. ژر اوبو ته ښکته شو. هیلۍ یې را واخستي. صالح ته یې وویل: ټوپک راواخله. صالح په کرکه ټوپک ته لاس کړل. په پلار پسې روان شو. کارغه کاغ کاغ کړل پورته او بیا ښکته شو. صالح وویل: د کارغه کور هم لکه چې چا ور خراب کړی دی؟
پلار یې وویل: خپله مخه دې وهه، په هر شي دې خوا بدیږي. له ځانه دې جان غمی جوړ کړی دی. ته او صالحه دواړه بل رقم یاست. صالح له ځان سره وویل: صالحه ډیره ښه غږیږي، په ما خو یې هره خبره ښه لګیږي او هره خبره یې د منلو ده، ځکه چې د هغې خبرې رښتیا دې.
زوی یې وویل: ته ولې ټوپک ګرځوي؟
پلار یې وویل: ټوپک ساتونکی دی، که له چا سره نه وي، له کوره لا والاکه راووځي. کوم خلک چې په کلي کې سر لوړي کرځي هغه ټوپک او سړي لري. په دې وطن له سړو او ټوپکو پرته ژوند ناشونی دی، خو اغا جانه! که ته ښکار پریږدي او ټوپک لرې کړي، نو څه به وشي؟
ای لیونی! له خدای داد سره د انځکې دښمنې ده او له له جان میر  سره مې زړه دښمنې پاتې ده؛ خدای داد دری وارې کمین را کړل، خو هسې زما نه وه پوره. که دا نن هم بې ټوپکه شم نو سبا به نه یم. صالح ته یې دستي د مور خبره یاد شوه، چې پلار دې له خدای داد سره یو یو وار د انځکې په سر او بیا د اوبو په نوبت جنګ کړی ؤ او بیا یې لار ورته نیولي وه، هغه یې ویشتی ؤ. یو میاشت په کابل کې بستر ؤ، خو ښه ده بیرته جوړ شو.
صالح ته یې د پلار کړنې ښې نه ښکاریدي. پوهیده چې پلار یې په مازې خبرو دښمني کوي، خو د ویلو توان یې نه ورته لرل. پلار یې هم ورباندې پوه شوی ؤ. ډیری وخت به یې ور سره جنجال ؤ.
صالح د کتاب پاڼه واړوله، په لوی خط لیکل شوي ؤ “له ټوپک نفرت” لیږ ښکته په واړه خط لیک شوي ؤ” مور زوی ته وویل: زوی که ټوپک نه وای، نو نن به دې پلار له موږ سر ناست ؤ او تاته به یې کیسې کولې، خو د ټوپک له لاسه زه کوڼده او ته یتیم شوي”
صالح فکر یوړ صفحه یې واړول، په کوچني خط لیکل شوي ؤ، “کوم ملت چې د قلم ځای ټوپک ته ورکړی دی، تبا، هلاک او در بدره دې، خو هغه څوک چې په نړۍ پاچاهي کوي او ټولې نړۍ په هر څه کې پیژندلې دي، هغوي د ټوپک په ځای قلم او کتاب ته لاس کړی دی”

ژوند د پخوا په شان ؤ. د کور دوه کسه یو طرف ته او شپږ کسه بل طرف ته ؤ. یوازې د صالحې مور د دواړو صرفداری کول. صالح او صالحې غوښتل، چې کورنۍ یې له پخوانیو فکرونو او خرابو رواجونو را وباسي، خو پلار(پیرګل) یې غوښتل، چې زوی یې دده په شان شي، ترونه، دوستان، خپلوان او دښمنان وپیژني، خو صالح فکر بیا له دښمني سره وران ؤ. هغه اوس غوښتل، چې دښمانان هم دوستان او خپلوان شي. هغه پوهیده،چې دا ارزښتمن ژوند په دښمني او تربګني نه ارزي، هغه زده کړې ؤ، چې د ژوند هره لحظه له هر چا سره په خوښۍ تیره کړي. د زوی، لور او پلار ترمنځ فکري جګړه وه، داسې یوه جګړه، چې ګټل یې لوی فکر او وخت غوښتل.
د جومات تر مخ ډله خلک را ټول ؤ. پیرګل یو خواته خلک کشوي، خو دی د خدای داد په لورې زورنه وهي. له خوله یۍ پرلپسې ښکنځل را وتل، خو خدای داد هم دده په شان د ښکنځلو ځواب یو پر دوه ورکول. کلیوالو پیرګل کورته بوتلل.
زوی یې تر لاس ونیو څو پر لپسې څپړې یې پر مخه وواهه. په لړزانده غږ یې ورته وویل: د بی غرته زو زما له خدای داد سره جنګ ؤ، خو ته لکه ډارن سپی کونج ته غلی ولاړ وي. زه خو په تا ډیر نازیږم، خو یو توت ولاکه ارزي. د صالح مور صالح له پلاره خلاص کړل. صالح د باندي منډه کړه. په تیاره کې  دیوال ته کیښینوت. په لمن یې اوښکې پاکې کړې. په زړغوني غږ یې وویل: کاش زما پلار هم د اسد د پلار په شان وای. د اسد پلار اسد ته ویل، چې له هیچا سره جنګ مه کوه. جنګ د بدو خلکو کار دی. خپل کار دې کوه، درس دې وایه. خو زما پلار… صالح له ځان سره سوچونه وهل، چې د خور غږ یې واوریده. په زړغوني غږ یې وویل: دلته یم. صالحې وویل: راځه کور ته تیاره ده. صالح وویل: خبره واوره! پلار ته مې خدای داد ویل: چې ته که نر یې د خپل ورور غچ دې واخله. په پلار مې ډیره بده ولګیده. ویې ویل، چې اول به ستا سره حساب کوم، بیا به د ورور غچ اخلم. که مړ شوي قاتل دې زه یم.
صالحه هم سوچ یوړه. څیره یې مړاوي شوه. شونډې یې وغوځیدي: صالي! ددې دښمنې مخه باید ونیسو!
که نه خدای مه کړه کومه پیښه به وشي.
پیرګل یې میرمنې ته وویل: صالح او صالح به ځانونه راباندې سم کړي!؛ له ما سره باس(بحث) کوي. ما ته لارښوونې کوي. ددې زماني ځوانان خو نیکه ګان دې. در سره پوه یې کړه. اخیري وار درته وایم.

ماښام وختي پیرګل کور راغی. ټوپک یې را واخیست. میرمنې یې ته یې وویل: زه ځم، بیرته ژر را ځم. صالح له کوره بهر مه پریږدئ؟
صالحې وویل: پلار مې چرته ځي؟
مور یې وژړل. صالحه پوه شوه.
صالحې یې پلار ته غږ کړل، هغه ودریده. صالحې وویل: پلار جانه! موږ اووه خویندې او یو ورور یو. مه ځه د خدای روي ته وګوره. موږ چا ته پریږدې. مه کوه، له دې کاره اتي تیر شه. پلار یې په مات غږ وویل: وینه مې په جوش کې ده، هغه نه پریږدم. ته دې دا چټییات بند کړه. ماه تر اوسه له ځانه ما سې وای(له ځانه پرته) د بل  خبره نه ده اوریدلي. منلو خو یې پریږده،نور دې دا بې مانا خبرې پریږده؟
پیرګل روانیده، چې زوی وویل: پلاره! زه دښمني نه کوم. مه په ما نازیږه. زما یاري(یو ځل) له ټوپک نفرت شوی، قسم مې کړی چې لیوني سپي ته به یې هم را وانه خلم. ستا له امره پرته به یې په لاس کې هم وا نه خلم، خو که زه، خویندې او مور در باندې ګران یو او زموږ ژوند او خوشحالي غواړي، نو له دې دښمني تیره شه. که نه نو یو زوی د پلار مخه نه شي نیولای، خو یو خبره واوره زموږ ژوند او خوښي ته یې. پیرګل روان شو. لکه هیچ چې یې نه وې اوریدلي. د دروازې پله بیرته شوه. صالحه په وره کې پسې کتل. د سپوږمۍ په رڼا کې تر ډیره ښکاریدل. تر هغه یې پسې کتل تر څو چې په تیاره کې پټ شو.
مور یې وویل: چې پلار دې ویل، چې  دا ورځ بیا په لاس نه راځي. نن خدای داد د جانور میلمه ده.
صالحې یو دم چیغه کړه صالح و صالح! راځه چې پسې ورشو. صالح وویل: چیرته؟ صالحې وویل: په لاره درته وایم، خو..
صالحې تر لاس ونیو. دواړه روان شو. د بوټانو تیز ښکاله یې تر ډیرو  اوریدل کیدل. د چونګښو اوازونه یې تر غوږو کیدل. اسمان له ستورو پوره نه ډک، چې د دواړه د خدای داد  دروازې ته ودریدل.
صالح وویل: دا خو د خدای داد کور دی! دلته څه کوو؟
صالحې وویل: خدای داد ته به ووایو، چې د جانور کره مه ځه.
صالح وویل: که یې نه منله بیا: مني یې.
صالح دروازه وټکوله. له هغې خوا د چا غږ راغی، صالح خبره کوله چې، صالحې یې په خوله لاس ونیو. خپله یې ور غږ کړل، چې خدای داد کاکا سره لیږ کار لرو؟ له هغې خوا چا غږ کړل، چې هغه د جانور کاکا کره میلمه ؤ، هلته ولاړ. د دواړه رنګ تک ژیړ شو. هک حیران یې یو بل ته وکتل. شونډې یې ریږدیدي، خو یوه هم خبرې نه شوای کولای. صالح په لړزاند غږ وویل: زه پسې ځم. ته کورته لاړه شه. صالح منډه کړه. د سپوږمۍ په تیته رڼا کې سیده د کنډوالو خواته لاړ
پیر ګل یو دم په خدای داد غږ کړل. خدای داده! وخت دې خلاص شو. له ټوپک سره مخامخ ورته ودریده. خدای داد ریږدي واخیست. رنګ تک تور واوښت. په خوله کې لاړه وچه شوه.  له خولې یې ټم نه خوت. په څه خواریو یې له خولې غږ را ووت. پیرګله مه کوه! واړه ماشومان لرم. پیر ګل په فاتحانه انداز وویل: ما په اول ټک ویشتي، خو دا خبره مې درته کوله، چې تا ماته ویل، چې بې غیرته یې! اوس ووایه چې څه شی یم. ته بې غیرته یې، که زه. ووایه څوک بې غیرته دي؟
یو غږ واوریدل شو، داسې غږ چې د دواړو په غوږونو کې یې انګازې وکړي. ته! ته!  دواړو د غږ طرف ته وکتل. صالح او صالحه ولاړ وو. غیرت دې ته نه وایي، چې یو څوک دې تر چړې لاندې کړی وي. پلار نن دې زوی تاته یو لفظ په خوله راوړ. که ته د یو چا په وژلو غیرتمن کیږي، نو تر دې غیرت خو بې غیرتي زر ځلې بهتره ده. که دا غیرت ته بولي، چې میرمن بې خاونده او مور بې زویه کړي، تر دې غیرت، خو مرګ زر ځله بهتر دی. پلاره! موږ اوریدلي وو، چې ټوپک وژونکی دی، خو اوس یې د خپل پلار په لاس کې وینم، چې وژونکی دی، کاش چې پلار دا صحنه خو مې نه وای لیدلي. صالح ورغی. د خدای داد مخې ته ودرید، پلار ته یې وویل: پلار جانه! تر اوسه دې مخې ته نه یم دریدلی، او نه مې دې خبره په ځمکه غوځولي، خو نن دې مخې ته ولاړم او یوه خبره درته کوم: بیا ته خپله فیصله وکړه، هغه دا چې که خدای داد ستا پر ځای وای او ته دده، ستا په زړه کې به څه تیریدل؟ کیدای ذهن ته زه، لورانې او مور درتلو. نو خدا داد اکا هم ستا په شان زامون لورانې او میرمن لري. ستا په یوه ټک باندې د لس کسان ژوند اخستل کیږي. پلاره! که ستا لاس په وینو لړلی ووینم، نو موږ به بیا هیڅکله ونه وایو چې موږ هم پلار لرل او بس.
دپلار له لاسه یې ټوپک ولید. یو خوا ته کوږ شو. صالح او صالحې ژر ورمنډې کړې. په غیږ کې پلار ونیو. پلار یې په ژړغونې غږ وویل: ما وبښئ؟ که نه خدای به مې ونه بښي!
دواړه یې په غیږ ونیوله. ښه ډیر یې سره وژړل. خدای داد دوي ته کتل یو دم ړنګ شو. ټولو ور منډې کړي. پیرګل ژر ژر ښورا ؤ، ویل یې جګ شه خدای داده جګ شه! څومره لویه خوشحالي ده جګ شه!  لیږ وروسته خدای داد یوې او بلې خواته وکتل ژر جګ شو، ویې ویل، پیرګله تا زه ویشتم؟
پیرګل وویل: ما نن داسې درس زده کړل، چې له دې وروسته مرغۍ لا منکه وویلم.
د خدای داد ذهن ته تیرې شیبې راغلې. پیر ګله ته یې وویل: غاړه راکړه. دواړو په غیږو کې سره ونیولو. تر ډیره یې په لمر وهلو مخو  اوښکې تلې.
پیرګل وویل: نن پوه شوم، جې تر موږ مو اولادونه هوښیاران او پوه دي.  تر ما مې زوی او لور دواړه هوښیار وختل، هغوی به ما ته کله نا کله ویل، چې دا کار ښه نه ده، خو ما به په خوله کې وهل او رټل به مې، ورته ویل به مې چې تاسو یې ماته را ښه یاست، خو نن مې زوی او لور له ما سیالۍ وګټله. ما ته یې ماتې را کړه داسې ماتې چې تر ګټلو یې په بایللو خوښ شوم. دوی خو ماته مینه را وښوده. ژوند یې را وښود. د ژوند په مانا یې پوه کړم. پوهیږي خدای داد چې دا د څه له برکته؟
زه به درته ووایم، چې دا ټول د تعلیم برکت دی، چې ماشومان لویانو ته لار ښوونه کوي.
ای کاش چې موږ هم د دوي په شان زده کړي کړې وای کاش!او تیر ژوند مو په خوښیو کې تیر کړی وای!
صالحې او صالح دوي ته کتل. داسې ورته ایسدل لکه نړۍ، چې فتحه کړي وي.
د سپوږمې په تیته رڼا کې څلور کسه په یوه لار روان وو. عجیبه صحنه وه، هغه څوک، چې یو بل ته یې ټوپک راخیستی ؤ، هغه نن سره جوړه روان دي. یو بل ته یې لاسونه ورکړي ؤ. یوې دروازې ته ودریده. خدای داد وویل: پل والله که را سي( را څخه) واخلئ؟ ټول به په دا نیمه شپه له ما سره ځئ؟ ډوډۍ به له ما سره خورئ؟
صالحې وویل: مور به مې له اندیښنې مړه شوي وي. که خپه کیږي نه کورته به لاړ شو؟
خدای داد وویل: لورې! چې راته ووایي، چې ځان راته حلال کړه هم ولاکه څه په کې ووایم. پښتون، چې څومره ضد کوي. په میړانه کې هم وتلی ده، خو چې مور دې یاده کړه، نو اوس لاړ شئ؛ خو سبا غرمې ته مې له ټول کلي سره میلمانه یاست؟
ټول کلیوال به راځو، وسلې به ټولې ماتوه. په کلي کې به ښوونځی جوړوه. ښوونکي به یې صالح او صالحه وي. ټولې دښمنیو به په دوستیو بدلوه. د کرکې او نفرت ځای به مینې او محبت ته ور کوو.
پیر ګل وویل: بیخې زما د زړه خبرې دې وکړې، خو ګوره چې جان میر دې هیر نه شي.
هغه هم راوله.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.