افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د وروستیو پنځو لسیزو په اوږدو کې یې بدبختانه د نظامونو د نسکوريدو، يرغلونو، سیاسي بېثباتي، پرديو لاسوهنو او کورنيو جګړو له امله زخمونه او دردونه زغملی دی. نن هم په هېواد کې لکه د پرون په څير ستونځې، نیمګړتیاوې، محرومیتونه او نارضایتي شتون لري، خو اړخونه رنګونه، ډولونه او زموږ سليقې بدلې دي. افغانان حق لري چې د خپلو ستونځو، غوښتنو او اندېښنو په اړه داسې سوله ييز غبرګون وښيي چې د هرې ټولنې د ويښتابه نښه او د سمون غوښتنې مدني هڅه ګڼل کېږي.
مهمه دا ده چې د افغان ولس له مشروع غوښتنو او مدني غبرګونونو څخه د سیاسي نيرنګ په ډول د سياسي موخو او بهرنیو اجنډاوو لپاره ګټه پورته نکړاى شي او له ولسي نارضایتونو څخه باید د بهرنیو لاسوهنو او تبلیغاتي ماشینونو له لارې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار وانخیستل شي. د تاريخ په اوږدو کې د خلکو سوچه مبارزه ډېر ځله د خپلو او پرديو لخوا د ابزارو په توګه کارول شوې، نه خلکو خپلو حقونه ترلاسه کړي، نه هم هېواد د ثبات خواته تللى دی او اوس د همدغه کرغيړن تاريخ تکرار قطعاً نه غواړي. راځئ د خپلو تيرو سهوو ارزونه وکړو او د نسکوريدو څخه وړاندې فکر وکړو چې ايا په مقايسوي توګه بهتر بديل لرو؟ ځواب يقيناً “نه” دى.
له اوسني بن بست څخه راوتل، اصلاحات رامنځته کول، د عدالت لټون او غوره حکومتولي د هرافغان غوښتنه ده، خو بدبختانه دغه غوښتنې ډيرى وختونه د نورو لخوا د سیاسي رقابتونو، ایدیولوژیکو شخړو او بهرنیو لاسوهنو تر سیوري لاندې پاتې شوې او د سترو سیاسي لوبو برخه ګرزيدلې دي. همدا لامل دی چې د افغانانو مبارزه د تېرو پنځو لسیزو په اوږدو کې څو ځله د خپلو او پردیو له خوا د ابزارو په توګه کارول شوي دي او ډيرى وخت يې لا زیاتې ناخوالې او نوې کړکېچونه راپارولي دي.
د دغو ستونځو تر څنګ زموږ په ټولنیز او سیاسي چلن کې بله مهمه ځانګړنه هم شته چې د وضعیت د لا پیچلتیا لامل ګرزي، او هغه د افراط او تفریط اړخونو ته زموږ ټولنيز ذهني تمایل دی. افغانان په ډېرو برخو کې د اعتدال له پولو څخه اوړي، د افراط او تفريط لوري نيسي. که دوستي وي او که دښمني، که سیاست وي او که ټولنیزې چارې، که دین وي او که له دین سره مخالفت، موږ ډېر ځله د متوازن قضاوت پر ځای احساساتي دريزونه غوره کوو. له اشخاصو او مشرانو سره زموږ چلن تر ډېره د هغوى د وړتياو او کړنو د ارزونې پر ځای له هغوى څخه د ړوند تقليد له مخې مطلق ملاتړ یا مطلق مخالفت بڼه لري. واقعيت دادى چې نه پرون هرڅه سم وو او نه هم نن هر څه بد دي خو موږ د ارزونو دود نه لرو او مطلقاً سليقوي چلن خوښوو.
کله چې د کوم سياسي مشر ملاتړ کوو، نو حتى شرموونکې تېروتنې یې هم توجیه کوو، هره پرېکړه او هره کړنه یې د حکمت او تدبیر نښه ګڼو او منفي شاخصونه يې د دښمنانو تبلیغات کڼو؛ خو کله چې ورسره مخالف شو، نو بیا یې نه یوازې سیاسي دریزونه، بلکې ټول شخصیت تر پوښتنې لاندې راوړو، او کله ناکله يې شخصي حريم ته هم د ننوتلو هڅه کوو. شرعي حجاب له شک پرته ديني اصل دى او رعايت يې د هر مسلمان وجيبه ده، خو که حکومت د حجاب په رعایت کې افراط کوي نو مخالفين يې د لازمي شرعي حجاب مخالفت ته هم ملاتړي. که يو اړخ د ښځو حقه حقوق ترپښو لاندې کوي نو مخالفه ډله يې اخلاقي انحرافات هم د بشري ازادي په کتګوري کى حسابوي. زموږ په سیاسي او ټولنيز کلتور کې اعتدال نشته. مشران یا مطلق اتلان وي او یا مطلق خائنان، حال دا چې واقعیت تر دې ډېر پېچلی او بل ډول وي.
همدغه افراطي لیدلوری د دې لامل شوی چې موږ ډېر ځله د اصولو، ارزښتونو، کړنو او د محاسبې د اصولو له مخې نه بلکې د ړوند تقليد له مخې د سياستوالو ترشا دريږو. د اعمالو نه بلکې د اشخاصو ستاینه او غندنه زموږ د سیاسي قضاوت محور ګرزيدلې ، حال دا چې د سالمې ټولنې بنسټ باید پر اصولو، عدالت، حساب ورکونې او ملي ګټو پر بنسټ ولاړ وي. کله چې اشخاص معيار شي، نو لکه زموږ په شان ټولنه د شخصیت پرستي ژبپالنې او قوم پالنې په جال کې نښلي؛ خو کله چې اشخاص د حق او اصولو په تله کې و ارزول شي، نو د اصلاح او پرمختګ دروازې پرانیستل کېږي.
د دغو ستونځو د حل لپاره تر هر څه وړاندې د فکري اعتدال، زغم او د انتقادي فکر منلو او رواجولو دود ته اړتیا ده. موږ باید زده کړو چې د یوه شخص یا ډلې ملاتړ کول د هغوی د ټولو کړنو د تایید معنا نه لري، او مخالفت هم د هغوی د ټولو ښو کارونو څخه د انکار جواز نه برابروي. د احساساتو پر ځای باید واقعیتونو ته وګورو، د تعصب پر ځای استدلال ته ځای ورکړو، او د اشخاصو پر ځای اصول د قضاوت معیار وګرزوو. هره پرېکړه، هره کړنه او هر سیاسي دریز باید داسې وارزول شي چې د هېواد او ولس لپاره څه پایله لري، نه دا چې د چا له لوري وړاندې شوی دی.
د هرې سیاسي، ټولنیزې یا مدني مبارزې مشروعیت او کريډيټ تر ډېره په هغو خلکو پورې تړاو لري چې د ستونځو په ډګر کې ژوند کوي، د مبارزې سختي زغمي او د بدلون لپاره عملي ګامونه پورته کوي. له همدې امله، د مبارزې په ډګر کې ولاړ کسان يقيناً کولاى شي د خپل ابتکار، تجربې او واقعي درک پر بنسټ د خپلو حرکتونو او پرېکړو واک په خپل لاس کې ولري. هغه کسان چې له ډګر څخه لېرې او د لمړۍ کرښې مبارزين نه وي، خپل نظرونه، تجربې او مشورې شریکې کړي، خو دَ تړصيو او لارښوونو نوښت په معاصر سیاسي فکر کې د ستاینې وړ تګلاره نه ګڼل کېږي. تلپاتې او بریالی بدلون هغه وخت رامنځته کېږي چې د مبارزې رهبري د هماغو خلکو په لاس کې وي چې مستقیم لګښتونه او پایلې يې پر خپلو اوږو وړي، او له بهر څخه ملاتړ د لارښوونې او توصيو په ډول نه بلکې د مشورې او همکاري بڼه باید ولري.
په پایله کې، افغانستان پرون هم اصلاحاتو، عدالت او ښه حکومتولي ته اړتیا درلوده، نن يې هم لري او سبا ته به هم د نظامونو نسکوريدل نه، بلکې د سمون او بدلون لپاره مدني مبارزه د بريا يوازنۍ لاره وي. د سمون او بدلون سلسله پاي نه لري، او افغانان حق لري چې خپلې غوښتنې په مدني او سولهییز ډول مطرح کړي. خو د دې ترڅنګ باید د تاریخ له تکراري تېروتنو څخه هم زده کړه وشي. د خلکو له مشروع او مدني مبارزو له حق څخه د سیاسي او بهرنیو موخو لپاره ګټه پورته نه کړاى شي، او نه هم باید موږ خپله د افراط او تفریط په جال کې ايسار پاتې شو. د افغانستان راتلونکی به هغه وخت روښانه شي چې د اشخاصو پر ځای اصولو ته، د احساساتو پر ځای واقعیتونو ته، او د افراطیت پر ځای اعتدال او انصاف ته لومړیتوب ورکړل شي او حساب ورکول د ملاتړ معيار وګڼل شي . همدغه فکري بدلون کولای شي د یوې پرمختللي سیاسي ټولنې، ملي تفاهم او تلپاتې ثبات لپاره بنسټ کېږدي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.