لنډه کیسه= ته چیرته یې!؟

لیکواله: حسنا توخي

31

لنډه کیسه
       ته چیرته یې؟!

نن پوره څلور کاله وشول، چې ته لما جدا یې، د څراغونو په دې ښار کې مې شپه توره تیاره ده، ته چیرته یې؟ ولې دومره لما لیرې یې؟ اخر ته د کومې ګناه سزا وې زما لپاره؟!
ښځې خبرې بندې کړې، په کوټه کې توره تیاره خوره وه، د مبایل رڼا کې تر څنګ پرتې نجلۍ ته وکتل، هغه د خوب په نړۍ کې غرقه وه، دې وویل‎:
باڼه دې هغه ته شوي، تور، اوږده او قات لرونکي…سترګو کې یې خدای د رنګ پر ځای شات څڅولي وو، ژیړې او خوږې سترګې….
هوا سړه وه، بړستن یې په نجلۍ ورکش کړه، ښه یې پکې پټه کړه، په تورو ویښتو یې لاس ورتیر کړ.
-ته زموږ له واده یو کال وروسته پیدا شوې! ښايي همغه وروستی ځل وو، چې موږ د زړه له تلې وخندل…
یوه شیبه غلې شوه بیا یې سړه ساه واخیسته، ویې ویل:
-اې زما سړیه، زما به څنګه هیره شي، هغه ورځ کومه چې زه سپین کمیس کې ستا کور ته راغلم، او ستا ناوې شولم، ته سرحدي سرتیری وې، په میاشتو به یو ځل کور ته راتلې، که خوشحاله نه وم، ناراضه هم نه وم، یواځې ستا ژوندي اوسیدل راته مهم وو……
سوړ باد یې په زړه ننوت، کړکۍ ته یې وکتل، میاشت کیدله، چې قلف یې خراب شوی وو، په معمولي باد به هم خلاصیدله، پاڅيدله، بنده یې کړ، بهر یې وکتل، یوه لویشت واوره وریدلې وه، د یو چا سپین د واورې په شان مخ وریاد شو، بیرته راغله، په ځای کې پریوتله، بړستن یې په ځان کش کړه، ورو یې وویل:زما ماغزه هیڅ کار نکوي، هیڅ ځواب نشم موندلای، ستا خو تور رنګ خوښیده، ماته دې د واده په لومړۍ میاشت تور کمیس راوړی وو، خو اوس څنګه یو دم ژیړ رنګ درته مهم شو؟!
له تورو سترګو یې بې واره اوښکې روانې شوې، غږ کې یې ژړا ورګډه شوه:
د لورکۍ یوې کلنۍ ته لا وخت پاتې وو، چې وطن کې حالات ګډوډ شول، ته د دنیا بل سر ته لاړې او زه په دې خړو کوټو کې پاتې شولم.
چا ویل حکومت ړنګ شوی، چا ویل امریکایان خلک بیایي…!
خو ماته هیڅ څه مهم نه وو، یواځې ستا تشویش خوړلم، مبایل دې خاموشه وو، ما او مور دې ډیر وژړل، تر دې چې سترګې مو وپړسیدلې!
وروسته له یوې ورځې انتظار څخه په نیمه شپه دې د بل ملګري په مبایل زنګ را وکړ، ورخطا ورخطا غږیدلې:
حالات هیڅ سم ندي، امریکایان سرتیري خپل هیواد ته بیايي، زه هم ځم مورې، ګڼې دلته به مې مړی وویني!
مور دې په چیغو چیغو کې درته دعاوې کولې…….
وړې نجلۍ سلګۍ شروع کړې، ښځې ورخطا ور وکتل، نجلۍ خوب کې ځوریدله، د هغې کوچنی لاس یې خولې ته یوړ، ښکل یې کړ، یوه شیبه یې د هغې ننداره وکړه ، بیا یې خبرو دوام وموند:
په لومړیو ورځو کې چې له غرونو واوښتلې او لاړې!
هره ورځ به دې تلیفون را کوه، بیا له هرې ورځې، اونیو او له اونیو میاشتو ته واوښته، ډیر سوړ غږیدلې:
-کار لرم!
-سټری یم!
که به مې درته وویل، چې موږ څه وخت خپل څنګ ته درغواړې، نو خبره به دې بلې خواته وړله…….
یوه ورځ د ګیلې په اندازه مې درته وویل:
ولې ماسره سم نه غږیږې؟!
غږ دې لوړ شو، غوسه پکې له ورایه ښکاریدله:
عجبه خبرې کوې، زه خو دلته ټوله ورځ بیکاره ناست نه یم، چې تاسره وغږیږم، پردی ملک دی، مزدور یم، ټوله ورځ ټکسي کې خلک ګرځوم!
مبایل دې قطع کړ…..
پوره درې میاشتې راسره ونه غږیدلې، پوهیدلم د مور سره دې په پټه غږیږې، هغه عمر خوړلې وه، غوږونه یې درانده و، مبایل به یې تل په اسپیکر و، یوه ورځ صرف د غږ اوریدو لپاره دې د دروازې شاته پټه شولم.
ودې ویل:
ـ هر څه راته بې خونده شوي، زه نور دا درد او یواځیتوب نشم زغملی، نن خبره ورسره شریکوم، هغه هره ورځ مازیګر پارک ته راځي، له کله چې راغلی یم، زړه مې ورسره لږېدلی، ژیړ کمیس پرې ښه ښکاري……
سر مې وګرځيد، ولویدم، کړپ شو، مور دې ورخطا راوکتل، مبایل یې له لاسه ولوید، ما خپلې کوټې ته منډه کړه…
ښځه یوه شیبه غلې شوه، سړه ساه یې واخیسته، اوښکو یې په غنمرنګي مخ باندې کرښې جوړې کړې وې، خوله یې بیرته کړه:
ریښتیا وایي چې انسان د انسان ځای نیسي، ښايي اوس به هغې سره خوشحاله ناست یې، د خپل واده لومړۍ کلیزه به لمانځئ!
هغې به ژیړ کمیس اغوستی وي، ځکه چې ستا ډير خوښ وو، ویښته به یې تر ملا خوشي کړي وي، ستا خوله به له خوشحالیه نه در ټولیږي.
او زما زړه دلته….
په خپل ځای کې کښیناسته، پښې یې ټولې کړې، سر یې په زنګنو کیښود، د یخ غم ورسره نه وو، ژړا یې زور واخیست، د سلګیو غږ یې د کوټې چوپتیا ماتوله. بهر نرمه واوره وریدله، ښځې په ژړا کې وویل:ته چیرته یې؟!

پای

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.