د ټایرایډ غده کم کارکول یا

لیکنه :ډاکټر ش میره کی

33

تل هڅه وکړي څه په کال کې یو ځلې خپل ځان چک آپ کړي او د ډیرو ناروغیو څخه به مخ نیوی وکړي . نو لاندې په زړه پورې معلومات هم ولولي .

د ټایراید غده کم کارکول  یا Hypothyroidism څرنګه ناروغي ده ؟

دټایراید غده د انسان په ستونې کې شتون لري. او دنده یې د ټایراید هارمون جوړونه ده که چېرته د ټایراید هارمون کچه په بدن کې ټیټه شي نو لاندې بدلونونه په بدن کې رامنځ ته کیږي :

۱ـ د اشتها کمیدل خو وزن بیا ډېرېږي

۲ـ د سړې هوا نه زغمل

۳ـ وچ او ځیګه پوستکی کېدل

۴ـ په دوامداره قبضیت لرل

۵ـ ژر په قهرکېدل،غوسه او نورې رواني ستونزې

۶ـ په دومداره توګه ستړیا،خستګي او سُستیا

۷ـ د عضلاتو شخیدل او دردونه یې

۸ـ د ویښتانو تویېدل،او نري کیدل

۹ـ او په ځینو انسانانو کې د جاغور پیدا کیدل

۱۰ـ د زړه د درزا یا ضربانو کمیدل

د ټایراید هارمون تشخیص څنګه وکړو؟

په وینه کې د ټایراید هارمون اندازه باید وکتل شي. او له دې سره لاندې معاینې اړینې دي. Thyroid function test Thyroid scan چې باید وشي.

د ټایراید هارمون عوامل څه وي؟

هغه عوامل او سببونه چې د ټایراید هارمون ډېر والي سبب کېږي عبارت دي له:

۱ـ د ټایراید ضد درمل څخه ګټه اخیستل

۲ـ د ټایراید د غدې جراحي عملیات کول

۳ـ په ډېریو وختونو کې زموږ د بدن دفاعي ځواک د دغې ناروغۍ سبب ګرځي لکه Hushimato thyroiditis

۴ـ د لایزر او کیماوي شعاع ګانو استعمال هم کولی شي د نوموړې ناروغۍ سبب وګرځي.

۵ـ په بدن کې د ایو‌‌‌‌‌‌ډین کمښت

۶ـ د ټایراید غدې نشتون په بدن کې

۷ـ د نخامیه غدې سرطانونه هم د ټایراید د رامنځته کېدو سبب کېږي.

د ټایراید ناروغۍ درملنه څنګه کېږي؟

ټایراید سره له دې چې ځینو ته یوه عادي خبره ښکاري خو دا ناروغۍ انسان ته خپلې ډېرې ستونزې رامنځته کوي.

مونږ دلته په لاندې ډول د ټایراید هارمون د ډېرېدو او ورسره هغه درملنې بیان کړي چې باید په کوم ډول د دې ناروغۍ درملنه وشي:

د ټایراید ناروغۍ درملنه یې اسانه ده دا چې د نوموړې هارمون کچه ټیټه او یا هم مطلق صفر ده نو باید ناروغ ته د ټایراید هارمون ورکړل شي.

د دې ناروغۍ له امله زمونږ په بدن کې څه پېښېږي:

۱ـ په وینه کې د شحمیاتو ( غوړو یعنې وازده )  لوړیدل او په پایله کې د وینې غوړ هم پیدا کېږي.

۲ـ د زړه کم کاري او د زړه فعالیت کمېدل

۳ـ -د مکروبونو په وړاندې د بدن د دفاعي ځواک کمزوري کېدل

۴ـ-کوما ته تلل هم د ټایراید غدې له امله پېښېږي چې دا یې تر ټولو لویه ستونزه او خطر ده چې مونږ ورسره پېښوي.

۵-د لویو کولمو پړسیدل او التهابي کیدل یې چې دا په خپله د کولمو سرطان لپاره لاره هواره کوي.

۶-د حافظې کمزوري پیدا کېدل

۷-په غوږونو کې د غائب انسان اوازونه چې په ورځيني ډول مونږ له ډېرو ستونزو سره مخ کوي او د همدې امله رواني ناروغۍ هم پیدا کېږي.

۸ـ د لیونتوب او عصبي کمزوري پیدا کېدل

۹ـ په بدن کې د ستوني په قسمت کې د جاغور پیدا کیدل

د ټایراید هارمون کمښت په بدن کې مونږ له ګڼو ستونزو سره مخامخ کوي نو باید هر څه ژر ډاکټر ته ورشو او اړوندې معاینې او درملنې وکړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.