ډېرو قدرمنو هيوادوالو!
دا چې زه د ودانۍ جوړولو انجينېر يم او د کمپيوټر يا دې په شان ورته تخنيک کې کوم تخصص نه لرم، خو بيا هم کله نا کله داسې موضوع راته په مخه راځي چې ماته په زړه پورې وي. يوه ورځ په موټر کې د مصنوعي زيرک په برخه کې معلومات ورکول کېده چې ماته ډېر په زړه پورې وو، نو همدا وجه وه چې ومې غوښتل خپلو هيوادوالو سره هم شريک کړم.
د مصنوعي زیرکتيا زيانونه (خطر) کوم دي؟
د مصنوعي زيرکتيا زيانونه : د معلوماتو ضد عمل کونه، اسنادو ساتنو ته زيان رسونه، د اتوماتېدو او قدم په قدم د پرابلم له منځه وړلو په وجه د کاري ځای يا دندې د منځه تلنه .
د مصنوعي زيرکتيا مهم زيانونه (خطر)
د معلوماتو ضد عمل کوونه او جعلي شی جوړونه (تقلب) :
د سوچه (اصلي) انځورونو، ويډيو او ليکنو پر ځای ناوړه يا غلطه ګټه اخستنه، انټرنټ ته زيان رسوي .
په ټاکنو او ټولنې کې د خپل هدف د پاره، فکر يا نظر انحصارول .
د اسنادو ساتنه او څارنه (مراقبت) :
د مصنوعي زيرک سيستم زښت ډېر شحصي اسناد په خپل ذهن کې د استفادی وړ کرځوي .
دولتي يا تجارتي څارنه د يو شخص محدودوي .
ضديت اوتبعيض :
مصنوعي زيرک د لرغونې (تارخي) اسنادو څخه زده کړه کوي، کوم چې په دې کې مخکې د مخکې نه انساني پرېکړه يا قضاوت وجود لري .
دا په اعلانونو، کرېديت يا په عدالت کې بې انصافه پرېکړې (فېصلې) پر مخ وړي .
بې اجازې اقدام او ناوړه استفاده :
جنايتکاران په کمپيوټري سيستم، انټرنټ او په ډيجيټل شوي اسنادو باند د اتومات شوي مصنوعي زيرکتيا څخه ګټه اخلي .
ډېر مهم رهبري شوی ټيم د پرمختللي بيولوژيکي يا ډيجټال شوي وسلې خبر ورکوي .
د کار بازار او وټه (اقتصاد) :
په يو کار کې د ډېرې تجربې په وجه د کار مهارت له منځه تلل، کوم چې د اساسي تغيراتو او د دندو له لاسه ورکونې بېرته جوړښت د پاره پر مخ وړل کيږي .
د لږ څه غټو تخنيکي څو اقتصادي موسسو تړون د پاره د يو زور يا توان لرونکي تمرکز جوړوونه .
طبعي زېرمو او چاپېريال ساتنې لګښت :
د لويو مصنوعي زيرکتيا مودل تمرين او په کار اچوونه له حده ډېر برېښنا (برق) او اوبه په مصرف رسوي .
د ټولو نه ښه : لوی چانس يا موقع
طبابت او پوهنيزه څېړنه : مصنوعي زيرکتيا کولی شي چې رنځوري لکه سرطان ډېر ژر وپېژني، په نوي درملو کې څېړنه وکړي او د اقليم د بدلون په مقابل مجادله کوي .
بار سپکوونه يا مرسته کوونه : مصنوعي زيرکتيا يونواخته کارونه په غاړه اخلي، تعملونه يا پروسې ښه ممکنول يا مناسبول او توليدات زياتوي .
پوهه (علم) : مصنوعي زيرکتيا د هرې استفادې د پاره ازاد معلومات ورکوي او په ټوله نړۍ کې د زده کړې يا تعليم په برخه کې مرسته کوي .
د هر څه نه بدتر : لوی خطر
کنترول له لاسه ورکول : په راتلونکي کې دا مصنوعي زيرک به دومره قدرتمن شي، چې انسان به بيا د هغې مخنيوی ونه شي کړی .
ژوند په خطر کې اچوونه : پوهان يا څېړونکي د يو داسې نيمکړتيا چې مخکې د مخکې نه ليدل کيږي، خبر ورکوي، دې سره مصنوعي زيرک خپل هدف تعقيبوي او انسانانو ته د يو خنډ په حېث ګوري .
ناوړه استفاده : خودمختاره وسلې، زښت ډېر يا بېشمېره غلط معلومات، غولونه يا غلطکاري او په مليونونو کاري ځايونو له منځه تلل .
شيان، کوم چې حرام دي :
د ننوتلو اسناد : پاسورډ، پين يا لوګين .
ماليات يا بوديجه : د اکونټ نمرې، د کريډيټ د کارت معلومات يا د مالي اسناد .
شخصي هويت : د زيږېدو اصلي نېټه، مکمله پته يا د پېژندپاڼې اسناد .
د موسسو يا دکارخونو پټ راز : د شرکتونو په خپلو منځو کې برېښناليکونه
(E-Mail)، د منبع کود يا بااعتماده اخستونکي (مشتري) .
طبي يا حقوقي مشوره : مصنوعي زيرک هيڅکله يو ډاکټر يا د دعوې وکيل نه بدلوي، دلته کېدی شي چې غلط ځوابونه ورکړي او هم نه د راز ساتنې کوم مکلفيت لري.
انحصارونه او غلط خبرونه :
انحصار شوی خبر : مصنوعي زيرک يو بل ته ډېر ورته حقيقي انځورونه، ويډيو اوغږونه جوړوي .
غلط معلومات : ټګماران يا غلطکاران ناوړه خبرونه ډېر ژر په انټرنټ کې خپروي .
ټاکنې يا انتخابات انحصارونه : غلطي محتوي يا موضوع اغيزې پر سياسي ټاکنو يا انتخابات .
د خپل اصلي شکل په مقايسه بل شان ښکاره شوي پرېکړې (فېصلې) :
بې انصافه اسناد: مصنوعي زيرک د پخوانو اسنادو څخه زده کړه کوي . يا پخواني اسناد لولي .
تبعيض : سيستم په کانديداتو يا کريديت کې د انسانان سره بې انصافي کوي .
د ناپيلتوب يا بې طرفي نه موجوديت : په هره ورځينۍ کار کې د تخنيک په وجه غېر واقعت نظر ټينګوي .
بې اجازې اقدام او ناوړه استفاده :
د اونلاين (online) بشپړ غلطکاري : هيکران (Hacher) بې د کوم غلطي او قناعت بښونکی E-Mail تقلب د پاره د مصنوعي زيرک څخه استفاده کوي .
اتومات شوی تېری يا تعرض : ويروسونه د کمپيوټر په سيستم کې ډېر ژر محافظتي نيمګړتيا لټوي .
حفاظت له منځه تلنه : خپلسري پرګرامونه کولای شي چې د ټسټ ساحه پرېږدي او بې له تمې يا توقع عمل وکړي .
دندې يا کارونه او ټولنه يا اجتماع :
دنده يا وظيفه له لاسه ورکونه : ډېر ساده ادارې يا غېر پلان شوي کارونه اتوماتيږي.
احتياجي : انسانان د خپل انتقادي مفکورې يوه برخه له لاسه ورکوي .
اوچتې انرژي ته ضرورت : د غټو مصنوعي زيرک شرکتونه چاپېريال ته زيان رسوي .
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
