ډېرو قدرمنو دوستانو!
يو څه موده وړاندې په فيسبوک کې ځنې دوستانو د ټرمپ له خولې يوه وينا نقل کړې وه، چې پاکستان د ځمکې لاندې اټومي ازمايښت کړی دی . دې سره زمونږ ډېرو هيوادوالو دا فکر کولو چې ګينې دا کومې زلزلې چې په هيواد کې منځ ته راغلي، وجه به يې همدا وي .
دوستانو! دې کې شک نه شته چې د اتومي وسلو ازمايښتونه، که دا د ځمکې په سر دي، او يا که د ځمکې لاندی، خو دا هم لکه د زلزلې په شان ټکانونه لري او ددې ټکانونه نظر ددې قوت ته تر لرې فاصلې پورې څپې جوړوي . خو د طبعي زلزلو او مصنوعي زلزلو تر منځ فرق دا دی، چې په طبعي زلزلو کې د اصلي زلزلې نه وروسته کېدی شي چې نورې زلزلې هم منځ ته راشي . ددې په برخه کې ما په نورو ليکنو کې مکمل وضاحت ورکړی، خو دلته هم په لنډ دول دا ويلی شم چې په طبعي زلزله کې د اصلي زلزلې نه وروسته نورو زلزلو کېدلو وجه دا ده، چې د اصلي زلزلې نه وروسته د ځمکې قشر لا هم دزلزلې سره د تطابق په حالت کې وي او په کوم ځای کې چې زلزله شوېده، د هغه ځای په ليکو کې تشنج تقسيميږي او د اصلي زلزلې د انرژي اغيزه نور هم دوام کوي، په دغه وخت کې شا و خوا پراته ډبرې په تغير خوړونکي زور يا فشار سره عکس العمل ښکاره کوي او منځ ته راغلی تشنج يو ناڅاپه چارجيږي، تر هغه پورې چې د ځمکې قشر بېرته آرامه شي .
د اتومي وسلې د ازمايښت نه منځ ته راغلي ټکان نه وروسته زما په اند نور ټکانونه منځ ته نه راځي . بله دا چې داسې کوم امکان وجودنه لري چې پاکستان د ځمګې لاندې اتومي ازمايښت وکړي او مرکز يې زمونږ هيواد اوسي . او نه هم پاکستان دومره توان لري چې د ځمکې لاندې داسې يو اوږود تونل وکاږي، چې د افغانستان پورې ورسيږي .
نو قدرمنو هيوادوالو! دا د پاکستان يو ډول وېره اچول دي، چې دې سره زمونږ هيوادوال په تشويش کې کړي او بس . دا کومې زلزلې چې په افغانستان کې شوي، هغه ټولې طبعيي زلزلې وې، ځکه دا سيمه د دوو تيکتونيکي تختو تر منځ يوه پوله جوړوي . ددې په برخه کې ما يومعلومات هم په ليکه کړی وو .
دلته غواړم چې د ځمکې لاندې اټومي وسلو د ازمايښت په برخه کې لږ څه معلومات ستاسو سره شريکې کړم :
ځمکې لاندې د اتومي وسلو ازمايښتولو اغيزې او حسول
د زلزلې په ډول د ځمکې ټکانونه :
د ځمکې لاندې د اتومې وسلې چاودنه يا انفجار، د زلزلې څپې (موجونه) جوړوي . دا لکه د طبعيي زلزلې په شان وي او ډېر ليرې په خاصو تخنيکي آلو سره دا اندازه کيږي .

چاپېريال يا ماحول او د ډبرو تغير خوړنه :
د ځمکې لاندې چاودنې يا انفجار په وجه منځ ته راغلې ډېرې تودوخي او فشار سره د چاپېريال ډبرې بخاريږي او بيا ددې په منځ کې خلأ پېدا کيږي . په لرې فاصله کې د غټو اوځبېښل شوو ډبرو سيمه جوړوي .
تر ځمکې لاندې لکه د ورېځ په ډول د لوګي نه ښکاره کېدل يا نه جوړېدل :
د ځمکې په سر د ټسټ يا ازمايښت خلاف، د ځمکې لاندې چاودنه کې کوم د خريړي په ډول لوګی يا ورېځ نه ښکاري، کوم چې دا چاودنه د ډبرو په منځ کې شوی وي ، او هم هيڅ کوم د راډيواکتيف زرې په چاپېريال يا اتموسفېر کې منځ ته راځي .

د راډيواکتيف په وجه د موادو، پورتني سطحې، فضأ يا د انسانانو ناولتيا :
کېدی شي چې د ځمکې لاندې د اتوم امايښت يا ټسټ په وجه د راډيواکتيف وړانګې د ځمکې سر ته لاره وکړي، که چېرته دغه انفجارونکې ماده دننه په ډبروکې پوښل شوی يا بند شوی نه اوسي .
سياسي او قانوني نظر
نړيواله تړون يا قرارداد :
په چاپېريال يا فضأ، د اوبو لاندې او په کايناتو کې د اتومي وسلو ټسټ يا ازمايښت د بنديځ تړون يا قرارداد په 1960 کال کې پاس شوی دی .
د تړونونو نه مرعاتونه :
سره ددې چې په 1996کې د ځمکې لاندې د اتومي ټسټ نه کولو تړونونه جامع ډول نه دي تر لاسه شوی، خو په کلاسيک ډول تر ډېره حده ودرول شوي دي .
انتقادي ازمايښتونه :
يو نيم هيوادونه د انتقادونو سره سره بيا هم د وسلو ازمايښتونه کوي، کوم چې په هغې کې کوم د اتوم ځنځيري عکس العمل نه ليدل کيږي خو لږ څه د حده ډېر اغيزې لرلی شي .
د اتومي ازميښتونو څارنه
د زلزلې اندازه کوونې مرکزونه :
په ټوله نړۍ کې د زلزلې اندازه کوونې مرکزونه تقسيم شوي دي، کوم چې د ځمکې لاندې خوځښت وپېژني او ثبت يې کړي .
د نړيوالې (بين المللي) ټولنې له خوانه څارنه :
نړيواله ټولنه د دا ډول اندازه کوونکي مرکزونو څخه ګټه پورته کوي، ددې د پاره چې د اټومي وسلو د ازمايښتونو بنديځ وڅاري .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.