د زلزلې په برخه کې څېړنې

ديپلوم انجينېر اسدالله ملکزی

195

ډېرو قدرمنو لوستونکو!

زلزله هغه طبعيي ناورين دی، کوم چې تر اوسه د زلزلې پوهان په دې نه دې بريالي شوي چې ددې د منځ  ته راتلو قوت، وخت او ځای مخکې د مخکې نه معلوم کړې . خو بيا هم دا پوهان ارمه ناست نه دي او هره ورځ د دغې طبعيي ناورين په برخه کې څېړنې کوي .

د زلزلې په برخه کې څېړنې:

د يوې نوې تخنکي او نوي مفکورې سيستم په اساس د زلزلې په مقابل کې ډېر ژر د ځان ساتنې اقدامات

څنګه کولای شو چې د زلزلې اغيزي په ښه ډول له منځه يوسو او د زيان يا خطر نه مخکې د مخکې خبر شو؟ نو ځکه دلته اصلي ټکی د زلزې مخکې د مخکې نه پېژندل او د هغې اغيزې دي . په دغه څېړنو کې، په ټوله يا مجموعاً شپږ پروژو په لنډ ډول خپلې نتيجې وړاندې کړې .

دا يو لوی ناورين يا مصيبت وو، کوم چې 6.2.2023 په ترکيې او سوريې کې کمتر کمه 50 000 انسانانو ژوند واخست، همدارنګه بې شمېره ژوبل شول او د 160 000 زياتو ودانيو ته زيانونه ورسېدل .

د ټولې نړۍ څېړنيز مرکزونه او موسسې يا دستګاوي په لټه کې دي چې د دا ډول ناورين اغيزې په نظر کې نيولو سره د کلونو راهيسې تخنيکي حل لاره پېدا کړي، ترڅو زلزله په ډېرو کمو ثانيو کې درج کړي او ډېر ژر د زيانونو محدودولو د پاره محافظوي اقدامات ونيول شي . بيا هم لکه د مخکې په شان پوهنه يا علم په دې نه دي توانيدلي چې د زلزلې قوت، ځای او وخت مخکې د مخکې نه معلوم کړي . نو ځکه اوس څېړونکي خپل ډېر پام يا تمرکز د مخکې نه خبر ورکوونکې سيستم ته اړولی دی . دغه پوهان  دڅرګنده اقداماتو د پاره کمتر کمه يوه لنډه عملي ساحه وړاندې کوي . دلته هغه څه چې د زلزلې لومړني څپو د وړوکي امپليتود سره او ددې دوام د زيان رسونکې دوهمې څپې ترمنځ څو ثانيو کې تيريږي . خو بيا هم دا ډول سيستمونه، کوم چې د زلزلې د ورانۍ څخه ودانۍ او يا نور ساختمانونه ژغوري، بلې زلزلې ته د يوې نښې په شکل پاتې کيږي .

 مخکې د مخکې نه د زلزلې پېژندنې سيستم په مرسته کېدی شي چې خطرناک تخنيکي تاسيسات، لکه د برق او د ګاز نلونو څخه کار اخستنه قطع شي، پر پولونو باندی تېرېدل بند شي او يا صنعتې او د خطر لاندې بنيادي ضرورياتو ماشينونه مړې شي . دا ځکه چې خپله د زلزلې د لړزان په وجه دومره زيانونه نه اوړي، نظر دې ته چې د اور په وجه زيانونه منځ ته راځي .

د شپږو پروژو سره د څېړنې بنسټيځې نقطې

د المان د زده کړو او څېړنو وزارت د 2020 کال راپدېخوا د څېړنې بنسټيځې نقطو په لټه کې دي، کوم چې د زلزلې او د هغې اغيزو مخکې پېژندنې د پاره دي . دغه د شپږو پروژو د نوي تخنيک او نوي مفکورې په اساس منځ ته راغلی بدلون، د مخکې خبر ورکولو سيستم ته پرمختګ ورکونه او د زيانونو مخنيوی د پاره يو محراق دی .

د دغه زده کړو او څېړنو په وزارت کې د جيولوجي څېړونکي ښاغلي Frieder Kettemann په يو کانفرانس کې ټينګار کړی ،« که څه هم د دا ډول طبعي پېښو مخنيوی نه شي کېدی، خو بيا هم د ښه غمخوارۍ او د ښه تخنيک او نوي مفکورې په اساس منځ ته راغلي بدلون په مرسته يوه برخه د داسې ډار يا وېرې له منځه وړل ګېدی شي .» د ښاغلي Kettemann په وينا « ددې د پاره چې د ژغورنې ټيم خپل کارونه ښه تنظيم کړی شي،نو د زلزلې نه وروسته د زيانونو درجول ډېر مهم دي .

د زيانونو درجه بندي کولو د پاره د ډرونونو څخه کار اخستنه

د LOKI په پروژې کې يو د نوي تخنيک او نوي مفکوري په اساس منځ ته راغلي بدلون سيستم سره د يو ناورين حالت او موقعت  د هوا له لارې وڅېړله او  درجه بندي يې کړه . دغې سيستم په يو بې پيلوټه الوتکي يا ډرون باندې اتکادرلوده، کوم چې د يو خاص کمپيوټري پروګرام (Software) سره په ډېر نږدې وخت کې مجموعي زيانونه  او همدارنګه ودانۍ ته د زيان رسېدلو جزئيات انقالول ممکنوي . دغه د څېړنو له مخې لاس ته راغلي معلومات  کېدی شي چې بېرته په ډېر نږدې وخت کې مربوطه مرجع او کاري قوئ ته واستول شي .

د پروژې فوق العاده والی :

دا پروګرام، کوم چې دې سره د ښه ګټې اخستنې معلومات او نښې (Dashboard)، په يو خاص ټاکنې سره د تخنکي مرسندويانو له خوا وڅېړل شو . او هم د هغې نړيوالې محرمې نقشې (OpenStreetMap) چې ورڅخه  په ازاده ګټه پورته کېدی شي، د اسنادونو سره مل، کوم چې په خپله خوښه د Crowdsourcing (دا د انټرنټ له لاری يو نا تعريف شوی ګروپ دی) له خوانه کنتروليږي او اصلاح کيږي . دا د زلزلې څخه وروسته په ودانۍ کې زيانونه ډېر ژر  طبقه بندي کوي .

ډېر ژر په ټاکلي وخت د تل د پاره د ودانۍ څارنه

کېدی شي چې د زلزلې اغيزې د GIOTTO پروژې نتيجې له مخې په منظم ډول د موسسې دفتر سره شريکې کړي . په دې کې يوه تخنيکي آله ځای په ځای شوې، چې ډېر ژر په ټاکلي وخت او تل د پاره  د ودانۍ څارنه وکړی شي، کوم چې د ودانيو ټال خوړنه پکې درجيږي .

ګټه يې څه ده:

د دغه لاس ته راوړل شوي معلوماتو سره د ودانيو يا پولونو حالت بې د کوم ځنډه په نظر کې نيولای شي، کوم چې د نورو اقداماتو د پاره لکه د خطر ځای نه د انسانانو ويستو اساس ګرځي.

ددې خلاف په ROBUST  کې د زلزلې د مخکې نه خبر او د عکس العمل سيستم، کوم چې يو لين  د زلزله سنج Sensor او کنترول سيستم په ودانۍ کې  يوځای کيږي .

د زلزلې دپاره د ROBUST ودانۍڅه ډول ودانۍ ده؟ دا داسې يوه پلان  شوې او جوړه شوې ودانۍ ده، چې دا د زلزلې زور ساتلی شي ، بې له دې چې ودانۍ ړنګه شي او يا ډېره سخته زيانمنه شي . دا په ډول ډول اقداماتو تر لاسه کيږي، د مثال په توګه د زلزلې په مقابل کې د مناسبې ساختماني موادو استعمال او په پلان کې د زلزلې ساحه په نظر کې نيوونه .

په زلزله سنج کې  Sensor څه شی دی؟  دا يو تخنکي برخه ده، کوم چې فيزيکي يا کيمياوي خواص (لکه تودوخي، فشار، رڼا، خوځېدنه او داسې نور) پکې درجيږي او په يو ماشين يا په يو سيستم کې د يو کار کوونکي نښې (Signal) په حېث کار کوي .

په معدني موادو اخراجوونې فابريکو کې د سيلابونو منځ ته راتلو څخه څارنه

د بنيادي ضرورياتو – په مځکه کې نلونو د پاره د مهم سيستمونو ډاډمنېدنه له هر څه نه مخکې والی لري . د المان Albstadt امتحاني سيمه کې يوې آلې ته د بنيادي ضرورياتو د پاره پرمختګ ورکړل، ددې د پاره چې د زلزې په وجه منځ ته راغلې ښه نتيجه د معلومې قوئ سره ترلاسه کړي . په EWRICA (Enhanced Wideband Real-time Integrated Communcation Architectur) کې څېړونکو د نړيوال سټلايټ له لارې لټونکی سيستم (Globale Navigationssatellitensystem) څخه کار واخست، ددې د پاره چې په سانتې متر سره دقيق د ځمکې پورې وهنه اندازه او په معين وخت کې وساتي، کوم چې د زلزلې د خطر مخکې نه د خبر سيتسم په ښکاره ډول  ښه کولای شي .

په المان کې د سيلاب يو بله خاصه سيمه وڅېړل شوه . دلته څېړونکو په زياته پېمانه اسنادونه د سېلاب  په برخه کې د المان په پخوانۍ ډبرو سکر معدن کې، کوم چې دلته تر اوسه په زياته پېمانه اوبه د پمپ يه مرسته ويستل شوي دي . دغه سيلاب د المان په ارامه سيمه او په Saarland کې قدم په قدم په کاميابۍ سره څارل کيږي .

په کانفرانس کې د څېړونکو نتيجه اخستنه :

د زلزلې په وجه منځ ته راتلونکي زيانونه کميږي، کله چې د ډېرو انجينېرانو علم  د زلزلې په يوې سيمې کې د ودانيو جوړونې د پاره ډېر پکار واچول شي  او دولتي اداره ورته ډېره پاملرنه وکړي . د ټولو نه زيات تخنکي پرمختګ دا ممکنوي، چې د خطر  ځنځير ښه کړي .

زمونږ هيواد افغانستان د دا ډول طبعيي ناورينونو سره، که دا زلزله ده، که سيلابونه دي او که د غرونو ښوئېدنې دي، لاس او ګريوان دی . ددې دپاره چې هيوادوالو ته مالې او ځاني زيانونه ونه رسيږي، نو د طبعي ناورينونو په مقابل کې د مبارزې مربوطه ادارې دې د دا ډول ناورينونو څېړنه وکړي او بيا يې ددې په مقابل کې لازمي اقدامات وکړي .

 

 

Donate د دعوت رسنیز مرکز مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.