ښاييي د ژوند وروستۍ شيبې به همداسې وي‌

لیکوال: انیس وصال

118

دا چې‌ د انسان د‌ ژوند د پای شيبې به په کوم ډول تيريږي ۔ دا هغه‌ تجربه ده چې‌ انسان يې حتمي کوي خو بيرته يې د بيان وس او توان نه وي ۔ ځکه نو په نړۍ کې به دا لومړۍ تجربه وي چې ټول يې کوي خو له پايلې يو بل کس هم نه خبريږي ۔ ښاييي ستاسو په اند يې وړاندوينه بيله وي او په اړه يې بيلابيلې خبرې ولرئ خو ولې زه په اړه له داسې لوري پرده پورته کوم ښاييي زړه ته مو ولويږي ۔ زه فکر کوم چې د مرګ له راتګ مخ کې به لومړی انسان له داسې يو حالت سره مخامخ کيږي چې په ناڅاپي ډول به د هغو کسانو سره مخامخ کيږي چې ورسره يې ښيگڼه او يا بد گڼه کړې وي ۔ دا مرحله ځکه مهمه ده چې له خپه خلکو وبښنه وغواړې او هغو کسانو ته ځان ور ياد کړې چې ښگڼه دي ورسره کړې او د دعا له پاره اماده شي ۔ زما په اند يې بل پړاوو بيا دا دی ښايي د خپلو ملګرو او خپلوانو به زړه در څخه موړ شي او دا فاصله به يوازې ته احساس کولای شې ۔ کله ناکله به سړي داسې‌ فکر کوي چې ان زه دومره بيکاره يم چې د هيچا درد هم نه شم دوا کوی ۔ميرمن به دې ښایی په دې لټه کې وي چې يو دوه کمي در کې پيدا کړي او په څو ځله يې په خوله در وموښي او داسې خبرې به يې له خولې اورې چې ښایی له تا پرته يو بل څوک د ژوند چارې تر تا ښې سمبالولی شی ۔داسې هر خپل او خپلوان در واخله دوی ته به دومره پلمې په لاس ور شي چې ان يو کس به يې له ليست نيولو عاجز شي ۔بس که په لنډو يې درته ووايم هغې خبرې ته مو رسوي چې انسان له دنيا هغه وخت ځي چې نور اړتيا ورته ونه ليدل شي ۔ خو دا هغه حالت دی ښاييی په هر انسان تيريږي خو تر بله يې نه دی رسولی او نه يې ليکلی دی ۔ زه له دې احساس سره مل شپې او ورځې تيروم او مخکې روان يم او هر شيبه به يې د توان مطابق د ليکلو  هڅه کوم او ښايي له دې وړاندې‌هم داسې نښې وي چې زه پيدا او يا يې هيڅ درک نه کړم ۔ بل خوا ښايي‌همدا تجربه د تيرو خلکو په څير پټه پاته شي ۔
له وخت او زمانې هير شوی انیس

 

Donate د دعوت رسنیز مرکز مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.