کله په نامه سیاسي او جنګي جبهو، دوبۍ او استانبول کې د پاکستان د استخباراتو سره کتنې او اسلام اباد ته تګ اوراتګ پیل او هلته یې دفترونه ورته ورکړل، هغه وخت مې هم ویلې و چې اسلام اباد به دوی نه لکه مجاهدینو او طالبانو غوندې د تشناب کاغذ په ډول د خپلو اهدافو لپاره استفاده کوي. همداشان، د دوی اتکا په اسلام اباد باندې، طالبان تقویه کوي. خو دوی ویلې چې هر څوک او حتی داعش که د دوی سره مرسته وکړي او طالبان له منځه یوسي، دوی ورته خوشاله دي.
که څوک د جنګ او سیاست په الفبا پوهیږي، دا نه ملي دریځ و او نه د جنګ او سیاست ستراتیژي فقط د ماشومانو لوبه وه او همدا ډول ماشومانو جمهوریت هم د سقوط سره مخامخ کړ.
پاکستان اوس دا ګروپونه د طالبانو په عوض د بلوچانو او تحریک طالبان پاکستان په ضد د خپلو اهدافو لپاره استعمالوي. هغه هوایي جنرالې یې چې ورکولې، د وروستیو راپورونو له مخې د نوي هوایي جنرال صیب یو شمیر کسان په بلوچستان کې د وزیرانو د باډیګاردانو په توګه کار کوي.
پدیتوګه، پاکستان غواړي چې هم د طالبانو په منځ کې خپل نفوذ ولري او هم غواړي چې مخالفین په خپل کنترول کې وساتي تر څو دنیا ته وښایي چې د افغانستان پریکړې بې له اسلام اباده نشي کیدلې. د روسانو سره د جنګ په وخت کې او هم په افغانستان کې د امریکا د قواو د موجودیت په وخت کې د پاکستان ستراتیژي همدا وه چې د افغانستان او د سیمې جنګونه باید د اسلام باد له لارې تنظیم شي. له بده مرغه وروسته د افغانستان د مشرانو غلطو پالیسیو له امله د اسلام اباد رول یوځل بیا مهم شو.
په سیاست کې اول باید ملي منافع خوندي وي او بیا قدرت یا واک نیول، په دویمه درجه کې راځي. دریمه درجه کې باید د قدرت استفاده باید د ولس د ګټې لپاره وي تر څو ټولنیز عدالت، دایمي ثبات او پرمختګ په یو هیواد کې ټینګ شي.
له بده مرغه ټولو جنګي ډلو لکه مجاهدینو، طالبانو او حتی اوسني اکثره سیاسي او جنګي ډلې دغه دریو ارزښتونو ته تعهد نه لري. د طالبان مشران په خصوصي مجالسو کې وایي چې تر ځو دنیا دوی په رسمیت ونه پیژني، دوی د ښځو په وړاندې د تعلیم دروازې نه بیرته کوي او همداسې به ټولنه فقیره او افغانستان به د انزوا په حالت کې پاتې وي. د دوی د دغه پالیسې تاوان، خو دنیا ته نه رسیږي بلکې خپل افغانان ځپې نو ایا دا ملي دریځ دی؟ دوی دې خپل ګریوان کې سر ټتیټ کړي او وګوري چې په تیرو پنځو کلونو کې دوی ښه والي خواته روان دي او که د بدوالې خواته؟ د دنیا سره یې روابط ښه شوي که بدشویدي؟ د پاکستان په وړاندې د دوی حمایت چا وکړ او که نه؟ فقیر زیات شوې که کم شوې؟ ولس پریږدې، د دوی په خپلو منځو کې نارضایتي زیاته شوې که کمه شویده؟
له بده مرغه، دوی هم لکه د جبهو په شان، د ملي ګټو تعریف نه لري او شخصي ګټې او خود خواهي ورته مهمې دي. اکثرو همدغه لوبغاړو او د هغوي دویم نسل او بقایاو، د قدرت نه د ولس په ګټه نه پخوا استفاده کړې او نه اوس ترې استفاده کوي او نه راتلونکې کې د جنګي ډلو نه د خیر طمع پکار ده.
چون گذارد خشت اول بر زمین معمار کج
گر رساند بر فلک، باشد همان دیوار کج
که بحث راجمع کړو، د طالبانو مخالف اکثره سیاسي او جنګي جبهې چې مشورې د بهرنیانو نه اخلي، یا بهرنیان استخداموي چې دوی ته لابي وکړي، حتی یوې ډلې د امریکا د یو پخواني چارواکي سره عکس اخستل او یوه خبره چې د طالبانو مخالفینو سره تماس ونیول شي، ۱۵۰ زره ډالره یوې لابي کمپنې ته ورکړیدي چې نورو ته وښایي چې امریکا د دوی حمایت کوي. په دې هم بحث نه کوو چې دوی دا ۱۵۰ زره ډالره د کومه ځایه پیدا کړیدي؟
په دغه دروغو، عکسونو اخستلو او بې معنی ځانونه لوی ښودلو باندې مبارزه نه کیږي. د دوی د مبارزې اوله خښته کږه کېښودل شوې او په دغه پنځو کلونو کې د دوی ټول فعالیتونه د افغانانو د ملي ګټو په ضد و ځکه دوی د ملي تفاهم په عوض، ملي نفاق او شقاق، او همداشان ژبني، قومي او سمتي اختلافونو ته لمن ووهله.
اکثره سیاسیونو سره چې زه غږیږم اوله خبره همدا کوي چې امریکا څه غواړي؟ جمهوریت وخت کې هم همدوی به ویلې چې امریکا څه غواړي، هغه کیږي. همدا علت دی چې د دوی دریځونه وضاحت نه لري او همیشه په خبرو کې د بوسو لاندې اوبه تیروي. دوی د نورو په طمعه ناست دي چې کله به بابا غوښې او ډوډۍ دوی ته ورکوي.
دې کې شک نشته چې امریکا کولې شي افغانستان کې ثبات راولې که د امریکا ګټې هماغومره په افغانستان کې مهمې وي چې هغه اوس نه دي. نو ولې خپله سیاسي، اقتصادي او پوځي توجه د افغانستان خواته واړوي؟ که د دوی ګټې مطرح شولې بیا زما او ستا نه اجازه نه غواړي او پوهیږي چې خپل پروګرامونه څنګه عملي کړي.
ځیني داسې فکر کوي چې امریکا معلومات نه لري او کوښښ یې دا وي چې امریکایان پوه کړي. خدای مو انصاف روزي کړه، که امریکا دومره نا پوهه وې، په دنیا به یې راج نه چلیده. د طالبانو د مشرانو په شمول، دافغانانو د مشرانو د هر یوه د پښو نمبرې ورته هم معلومې دي. دوی چې په پښو هر چیرې مزل کوي، ګوګل او ستارلینک یې پلونه شماري چې کومې خواته ته روان دي او په تهران، اسلام اباد، دهلي، مسکو او بیجنګ کې څه وایي.
راځي، امریکا، پاکستان او نوره دنیا پریږدې، مونږ افغانان څه غواړو؟ که د افغانانو غوښتنې همغږه نه وي، د دنیا یا ګاونډیانو نه د خیر طمعه کول څه ګټه نه لري.
اکثره مدني حرکتونه هم د دغه سیاسي او جنګي جبهو د سورې لاندې حرکتونه دي چې فقط پروژې اخلي، جعلي قهرمانیانې یو بل ته ورکوي او د پخوا په څیر دوی د خیالي فعالیتونو له لارې فساد ته زمینه مساعده کړېده.
طالبان هم چې د دغه جنګي ډلو بل بدیل دی، هغوي هم د حکومتولۍ، ولسي او نړیوال مشروعیت او افغانستان د انزوا حالت نه د وتلو په عوض، هر یوټوبر او بهرني ورتګ او یا د بهرنیانو سره د لیدلو لپاره خوشاله وي او فکر کوي لکه دوی چې د کوم هیواد د بهرنیو چارو وزیر سره کتلې وي. د دوی د مشر په شاوخوا د ملایانو داسې یوه ډله راتاو ده چې د هغه مرتبه او منزلت، د پیغمبرانو نه هم اوچت ښایي او حتی نږدې دي چې د خدایي مقام ته یې اوچت کړي. ملي ګټې خو پریږده، د دین نه یې هم ریشخند جوړ کړېدی. یو ملا یو څه وایي او بل بل څه او د پاپانو غوندې د جنت او دوزخ نسخې ورکوي. اخر انجام د دوی به هم خسره دنیا والاخره وي خو افغانستان به په دایمي توګه د تباهې کندې ته واچوي.
اوس هم لا اوبه د ورخه تیرې نه دي. د طالبانو په شمول ټول افغانان کولې شي چې د یو څه بهتر حالت په لورې افغانان حرکت وکړي په دې شرط چې دا درې اصله په نظر کې ونیسي. د ملي منافعو نه ګډ تعریف، د قدرت او نفوذ د استعمال نه د ولس په ګټه په ښه توګه استفاده کول او د بهرنیانو په عوض په خپلو افغانانو اتکا کول دي.
د اتکا لپاره لویه جرګه راغوښتل اړین دی چې ټول افغانان پکې خپل ځان وګوري او د راتلونکې نظام او په ګډه ژوند کولو لپاره د قانونمند او مشروع نظام د جوړیدو زمینه برابره شي. که طالبان په بهرنیانو اتکا کوي، هم نتیجه نه ورکوي او که د طالبانو مخالفین په بهرنیانو اتکار کوي، هم نتیجه نه ورکوي.
د تاریخ نه باید ټولې خواوې عبرت واخلي. د اشتباو تکرار عقلاني تګلاره نه ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
