دا څه ریشخند روان دی؟

شاه محمود میاخیل

55
زما یو دوست دی چې د هرې خبرې سره وایي دا څه ریشخند روان دی. اوس حیران یو چې کوم ریشخند یاد کړو.
د ملا هیبت الله د حکومتولې ریشخند یاد کړو که د سمیع سادات د رتبو ورکولو ریشخند ته وخاندو او که د ابراهیم الکوزي جلاوطن حکومت ته حیران دریان شو. همداشان د کورني مقاومت جبهه یاده کړو او که د پاکستان لخوا د جبهو او ځینو خرڅ شوو مدني او سیاسي ډلو ملاتړ وغندو چې د پاکستان بمباریو ته هورا وایي. د ایران د سپاه مشر خبرو ته وژاړو چې افغانستان د خپل دفاعي کمربند حریم اعلانوي او که د طالبانو د استنجا کولو درسونو ته وخاندو. که د مظلوم ولس ویر ته وژاړو او که د جمعه خان فانح تمثیلي پارچې ته وخاندو. د ملا ضعیف، عامر یاسر او انس حقاني کنایې تحلیل او تفسیر کړو او که د جنرال مبین د بېوسې اوښکو ته وژاړو. د جمهورتیانو تاویلو ماویلو ته غوږ ونیسو او که د پخوانیو خلقیانو او مجاهدینو اتلانو باندې وخاندو.
د پاچا کاموال دوړو ته وخاندو چې په شین چای او ګوړه د پاکستان هوایي جیتونه رانسکوروي او اتومي سلاح له منځه وړي یا په بهر کې د نورو طالب لابیګرو دوه منخیتوب وغندو.
دا څه ریشخند په داخل او بهر کې روان دی. چا چا ته به نمرې ورکوو.
ښه دی چې تاریخ یوازې د فیسبوک په خبرو، دروغو او لاپو شاپو نه لیکل کیږي که نه دا به لا بل ریشخند وې.
له بده مرغه ببا د نادودو د ریشخند په دغه دور کې، مجاهد ملت لکه د خلیفه دین محمد او روش ملا د خوبونو اوریدلو ته چې په زرګونو چڼي ورته ناست وي، د تاید زنده باد وایي.
بس همدا دیګ او همدا ټېپر.
عاقبت بخیر

معامله ګري، ملت او ځان خرڅونه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320