ولې لویه جرګه؟

شاه محمود میاخیل

54
اوس وخت کې د افغانانو لپاره بهر او هیواد کې دننه، درې لارې دي.
یا به د طالبانو حاکمیت بې له چون او چرا منې. خولۍ ته به برغولۍ اچوې او هیڅ غوښتنه به نه لرې. انزوا حالت به دوام کوي. اخر د دغه حالت د افغانستان بربادي، فقر او نوو جنګونو ته زمینه برابرول دي.
یا به جنګ غواړې. هغه جنګ چې پردي به یې حمایه کوي او اخر انجام یې هم معلوم نه دی چې څه پېښیږي. د چا بچي او څومره کسان به پکې وژل کیږي او څومره به ملک ورانیږي؟
درېیمه لار د بین الافغاني خبرو له لارې د ملي مسایلو حل دی چې افغانستان د انزوا حالت نه ووځي او ټول افغانان په نظام کې خپل ځان وګوري.
زما په اند، د بین الافغاني خبرو لپاره یوازنې معقوله افغاني د حل لار، ملي لویه جرګه ده. ملي لویه جرګه به داخل د افغانستان کې وي او بې له طالبانو د حمایت نه هم امکان نه لري. البته مخکې له دې چې په اجندا او د استازو د تعین په میکانیزم او نظارت بحث وشي، لومړۍ د لوی جرګې په جوړیدو توافق مهم دی.
ملي لویه جرګه هم هغه وخت دایریدلې شي، چې د دغه دوه حالتونو سره مخالف افغانان خپل اواز اوچت کړي. د یو بل د تخریب په عوض د یوه هدف لپاره چې لویه جرګه ده، په دوامداره توګه په ټولو غونډو، مرکو او ټولنیزو رسنیو کې پراخه کمپین تر سره کړي. لویه جرګه د یو قوم، یو سمت، یوې ژبې، یو حزب او یو حرکت پورې تړاو نه لري او نه یې څوک د چا پورې باید وتړي بلکې ټولې خواوې لویه جرګه خپله ملي داعیه وګڼي.
که دا دریم اپشن تقویه نشي، بیا د هماغه درک او هماغه خرک قصه ټولو ته معلومه ده. افغانان په کراتو د پخوانیو درکونو له سوړو نه چیچل شوي او راتلونکي کې به هم قرباني کیږي.
هو!
وایي نیت صاف منزل اسان. هغه اشخاص چې شخصي اجندا نه لري، هغوي په ملي مسایلو کې ستړي او مایوسه کیږي نه او نه په هر سیزن کې خپله تګلاره او فکر بدلوي چې سهار یو څه او ماښام بل څه ووایي. مونږ به خپلې هلې ځلې کوو. د خپل خدای نه په غیر، نه د چانه پاداش غواړو او نه د نورو د ټاپو لګولو او منفي څرګندونو نه ویره لرو. د خپل ملي مسوولیت له امله هغه مینه چې د خپل ولس او خلکو سره لرو،  خپل وجدان اجازه نه راکوي چې کرارې کینو او خپلې برګرې د ډیرو غوندې وخورو او ووایو په مایې څه.
په شخصي توګه زما ژوند او زما د ژوند تبارز او حیثیت د افغانستان پورې تړلې دی. چې هر څومره هلې ځلې وکړم بیا هم کمه ده. افغانستان هیرولې نشو. په هر حالت کې به د افغانستان لپاره او د افغانانو لپاره د خپلې وسې نه که زیات نه و، کمې هلې ځلې به نه سپموم.
په دغه لار به درومو.
که وم وم او که نه وم نه وم.
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

 

لویه جرګه او تشویشونه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320