څو ورځې د مخه طالبانو د خپل قوماندان جمعه خان فاتح په هکله تمثیلي پارچه نندارې ته وړاندې کړله چې په حقیقت کې په خپلو ځانونو ریشخند وهل و.
اول، دا پارچه په داسې حال کې تمثیل ته وړاندې کیږي چې پاکستان په هوایي بمباریو کې ملکي کسان وژني او د افغانستان حاکمیت او بقا دواړه د سوال لاندي دي. په داسې تمثیلو پارچو د ولس توجه بلې خوا ته دوي نشي اړولې او خلک د پاکستان او هم د افغانستان د راتلونکي په هکله ځواب غواړي.
دویم، د جمعه خان فاتح نیول او یا د هغه د افرادو وژل او توهینول کومه توره نه ده. د خپل ورور لاسونه دې تړلي، خپل ورور دې شرمولې او خپل ورور دې وژلې دی. د خپل ځان پرتوګ ویستل توره نه ده بلکې په خپل ځان عریضه او خپل هیوادوال دې توهین کړېدي.
دریم مهم سوال دا دی چې ولې ستاسي د خپل صف قوماندان ستاسي په ضد ودریږي؟ که د هغه ظلمونه د قدرت نیولو نه مخکې غیر اسلامي و، مسوولیت یې هم ستاسي په غاړه دی چې ستاسي د بیرغ لاندې یې چور او چپاول کاوه او که هغه په تیرو پنځو کلونو کې ستاسي د حاکمیت لاندې چور او چپاول کړې وي، بیا هم مسوولیت یې ستاسي دی. تاسي خو لاپې کولې چې ستاسي منځ کې جنګسالار او فساد نشته دی. جنګسالار خو څه لکۍ نه لري، همدا جنګسالاري ده فقط اکټران بدل شویدي. که کوم پنجابې دی نیولې وای بیا سمه وه.
څلورم، د طالبانو مشر باید د پاکستان د بمباریو په وړاندې او هم د نظام د قانونیت، مشروعیت او ولس ته د روانو حالاتو په اړه ځواب ووایي، په عوض یې فرمانونه د احوال شخصیه په هکله صادروي چې صورت او سیرت دې باید څنګه وي. توریالی همت ګرم نه و چې د استنجا کولو د درس ویډیو یې ثبت کړې وه ځکه د هغه د استنجا درس په غیر مستقیم ډول طالبانو ته پیغام و چې دنیا په څه ده او ملا صیب په څه لګیا دی.
افغانان د پلار او نیکه نه مسلمانان دي او هر څوک د استنجا او د دین په نورو زیاتو مسایلو پوهیږي. ملا صیب! دا تصور دې د خپل فکر نه وکاږه چې افغانان نوي تا مسلمانان کړیدي.
دغه عکسونو کې وګوره چې د جرمني د بن په وړوکي هوایي ډګر کې هم د مسلمانانو (ښځو او نرو) لپاره د لمانځه ځایونه جدا جوړ شوي او مسلمانان پکې لمونځونه کوي. دلته مې هغه وینا چې د سید جمال الدین افغان پورې تړلې راپه یاد شوله چې کله یورپ ته تللې و، ویلې و چې په یورپ کې مسلماني شته خو مسلمانان نشته ځکه هغه وخت مسلمانان په یورپ کې ډیر کم و خو اوس د مسلمانانو هغه کمبود هم نشته دی. بیا یې ویلي و چې د مسلمانانو په هیوادونو کې مسلمانان شته خو مسلماني نشته دی.
ملا صیب! فقط د کچلاغ کمپ دې لیدلې او فکر کوي چې دنیا د کچلاغ غوندې ده او اسلام د ځان نه او په خپل فکر تفسیر او تعبیروي.
ملا صیب! فکر کوي چې نوره دنیا کې اسلامي علما په هیڅ نه پوهیږي او یوازې ته خپل د خلاصې علم ته خوشاله یې. که هماغه د کچلاغ ملا صیب وې، فکر کوم چې عربي خبرې به دې هم سمې زده نه وي پاتې شو د یو متبحر عالم اکټونه سم نه دي.حتی په اسلامي نړۍ پوهنتونونو کې لکه الازهر او نور، د دین په بیلابیلو برخو کې خلک دوکتوراوې اخلي ځکه یو کس نشي کولاې چې د دین په ټولو برخو پوه شي.
ملا صیب! دنیا د کچلاغ د کمپ نه ډیره لویه او دین یوازې خلاصه کیداني نه دی. د دین لویه برخه معاملات دي چې معاملات دې سم نه وي، عبادات به دې هیڅکله سم نشي. مه په دین ریشخند وهه او مه په افغانستان او افغانانو.
که نه خسره الدنیا و الاخره به شئ.
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول
دا څه ریشخند روان دی؟
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320