کله چې د کونړ ولایت نه روسانو قواوې ووتلې او د وخت حکومت کونړ تخلیه کړ، د کونړ مجاهدینو هلته یوه شورا جوړه کړله. هغه وخت زه د امریکا غږ خبریال وم نو کونړ ته لاړوم. د مجاهدینو قوماندانانو راته وویلې چې ته هم کونړې یې شورا ته راشه چې مونږ یوه لایحه تصیبوو چې څوک په دې شورا کې د ګډون حق ولري.
د شورا د ګډون د مسودې اوله ماده دا وه چې هغه څوک په دې شورا کې برخه اخستلې شي چې صغیره او کبیره ګناه یې نه وي کړي. ما ورته وویلې چې فکر کوم چې تاسي نه غواړې چې هیڅوک په دغه شورا کې شامل شي ځکه په دغه معیار خو په افغانستان کې یو کس هم نه پیدا کیږي.
طالبان، د طالبانو ځیني مخالفین او د ټولنیزو رسنیو غیرمسووله ملیشې چې نن سبا کوم بحثونه او خبرې کوي، هر یو ځانونو ته داسې معیارونه ټاکي چې دوی پخپله هم په هغه قالب کې جوړ نه راځي او نه نور د دوی په معیارونو برابریدلې شي.
ټول افغانان د افغانستان په مسایلو کې د نظر حق لري. د ملامت او سلامت فیصلې د یو مشروع، ولسواکه او قانونمند نظام با صلاحیته او با اعتباره عدلي او قضایي سیستم باید وکړي. ټاپې لګول، اتهام، دروغ او افواهاتو خپرولو باندې د افغانستان مشکل نه حل کیږي او نه د چا شخصیت ته صدمه رسیدلې شي.
له بده مرغه، تر اوسه د طالبانو د تصمیم نیونکو مشرانو، د طالبانو د ځینو مخالفینو او د ټولنیزو رسنیو غیر مسووله ملیشو او د هاها ډلو خبرې، ادبیات او فکرونه جنګي ادبیات دي. تر څو چې هغه کسان ځانونه مسوول ګڼي، د جنګي ادبیاتو په عوض، سوله ایز ادبیات په خپلو خبرو او لیکنو کې استعمال نکړي، سوله او ثبات په افغانستان کې نشي راتلاې او په عوض به یې نیابتي جنګونو ته زمینه مساعدیږي. مونږ به د جنګ په عوض د سولې خبرې، د جګړې په عوض د جرګې خبرې او د غچ اخستنې په عوض د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره په دوامدارته توګه خپل غږ پورته کوو. په دې لاره کې نه د چا نه پاداش غواړو او نه د چا مخالفت زمونږ د نظر او فکر مخه نیولې شي.
عاقبت بخیر
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسوامۍ ملي نهضت دوراني مشر او د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول
Our Pashto-Dari Website

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320