قطر او سوچ

شاه محمود میاخیل

53

زه د قهققه خندا استعداد او شوق نه لرم او همیشه زما خندا د تبسم په اندازه وي خو کله چې سوچ کې لاړ شم، بیا مې ظاهري وضعیت تغیر کوي او تبسم هم سر خوري.

د قطر په دوحه کې د بحر په غاړه ولاړ وم او هغه خوا مې Sheraton هوټل ته پام شو. په سوچ کې شوم چې د دوحې د شیریټن هوټل سره د افغانستان د تاریخ او تحولاتو یوه  مهمه برخه تړل شویده.

په ۲۰۰۴زکال کې د کورنیو چارو وزیر، علي احمد جلالي چې قطر ته رسمي سقر درلود، زه هم ورسره وم او په شیریټن هوتل کې اوسیدلو. اکثره کاري مجلسونه مو هلته درلودل او دا ساحه راته معلومه وه.

وروسته د طالبانو، امریکا او د جمهوریت د مذاکراتي ټیم خبرې اترې هم د دوحې په شیریټن هوټل کې وې. په همدغه هوټل کې د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه لیک امضا او د افغانستان د تاریخ یو نوې فصل پیل شو.

په دوحه کې د جمهوریت او هم د طالبانو د خبرو اترو د ټیمونو غړي ښه چاق او وپړسیدل. دوی ته په زرهاو زره ډالره معاشونه، کورونه او نور امتیازات قطر، امریکا او د افغانستان حکومت ورکول. مکلفه خواړه ورته په هوټل کې مهیا و. په دنیا دوی ته من او سلوا حواله وه، خو دوی د پیازو، پیتیو او شوړومبو غوښتنه کوله.

د قدرت د لاسته راوړلو لپاره طالبانو زیاتې وعدې ورکولې او داسې ښودله چې دوی بدل شویدي ځکه جهان دیده شویدي. د مذاکراتي ټیم غړو به هم ویل چې طالبان بدل شوي او تبلیغات دومره زیات شول که چا به د دایمې سولې لپاره معقوله خبره او نظر هم درلود، ورته به ویل کیدل چې تاسي د سولې د خبرو مخالف یاستي. د هاها ډلو او رسنیو ښه ساعت تیر و. د بندیانو په خوشې کیدو کې جعلي لستونه جوړیدل، د ټولو اړخونو لخوا تایدیدل او په لکونو ډالره ښکته پورته کیدل. ځیني د دغه معامله ګرو اوس هم ښه ساعت تیر دی. طالبانو هم د قدرت د لاسته راوړلو لپاره لکه جمهوریتیان غوندې غږیدل.

مذاکراتي ټیم اکثرو غړو د طالبانو سره اړیکې جوړې کړې وې چې په راتلونکې کې به د دوی او د دوی د پلرونو او مشرانو ځایونه او ګټې خوندي وي.

په مسکو کې د کرزي صیب په شمول سیاسیونو د مولوی شهاب الدین په قیادت یو ځای لمونځ وکړ. دوی د طالبانو قیادت ومانه. امریکا هم د طالبانو سره پټې معاملې درلودې چې د هغوي په عسکرو به ډز نه کیږي او افغانان که وژل کیږي،  څه فرق نه کوي.

یعنې د دوحې د سولې خبرې د افغانستان د ثبات او جنګ د ختمیدو لپاره نه وې فقط ټولو خواو د خپلو ګټو او قدرت لاسته راوړلو لپاره چنې وهلې.

د دوی په منځ کې د قطر کوربه هیت او مشران هم هک پک حیران و چې دوی خو غواړي چې د دوحې خبرې کامیابې او قطر یو ښه منځګړې اوسي خو خبره بل قسم روانه ده. د افغانستان په برخه کې د قطر د خبرو اترو مسوول، مطلق بن ماجد القحطاني، کابل ته ډیرې منډې ترړې وکړلې چې د دوحې خبرې کامیابې شي ځکه دا د قطریانو لپاره په سیمه کې حیثتي مسله وه خو څه ګټه یې ونکړله.

سوچ مې په دې کاوه چې ایا د دوحې د چنو وهلو لوبغاړي د کوربه هیواد په شمول خپل اهداف تر لاسه کړ که نه؟

افغانستان او افغانانو په کل کې د سولې په خاطر ډیر څه د لاسه ورکړل چې جبران یې په لسیزو ناممکن دی. سوله رامنځته نه شوله. پرون هم کونړ او پکتیا د پاکستان د لخوا بمبارد شول.  مشروع او قانونمند حکومت ایجاد نشو. افغانستان حاشې او د انزوا حالت سره مخامخ شو. د افغانستان او افغانانو غږ څوک نه اوري ځکه افغاسنتان کې یو مشروع، ولسواکه او قانونمند حکومت نشته دی. راتلونکی حالت هم نامعلومې خواته روان دی.

امریکا نه غوښتل چې د دوی په موجودیت کې هغه جمهوریت چې دوی یې شل کاله حمایت او ملاتړ کړې و، د ویتنام غوندې سقوط شي. ویتنام کې چې کله امریکا د ماتې سره مخامخ شوله، د امریکایي عسکرو د وتلو صحنه چې هلیکوپترونو ته ختل،  د امریکې د تاریخ یوه ناکامه برخه وه چې بیا تکرار نشي. خو د ویتنام حالت بیا تکرار شو. د سقوط په ورځ د سي  ۱۳۰ الوتکو پورې د افغانانو نښتل او د منډو عسکونه او ویډوګانې، په بهرنیو هیوادونو کې د امریکا د ناکامې یو بل ناریخ شو چې همیشه به پرې خبرې او بحثونه کیږي.

اکثریت افغانانو او د جمهوریت مشرانو هم نه غوښته چې د جمهوریت سقوط د دوی په حضور کې رامنځته شي. خو هغه وشو. جمهور ريس غني به ویلې چې د امان الله خان غوندې د وطن نه نه وځي خو هماغه وشول.

د طالبانو مشران هم د امریکا په سی ۱۳۰ الوتکه کې د قطر نه کندهار کې ښکته شول. د دوی دا ادعا چې دنیا یې ماته کړې غلطه ثابته شوله ځکه امریکایانو دوی بیرته راوستل. د طالبانو لپاره همدا صحنه د ټولو نه لویه ناکامې وه چې د افغانانو سره یې جوړه ونکړله خو د امریکا په الوتکه کې راښکته شول. خپل ولس ته په سپکه سترګه اوس هم ګوري. طالبانو ونشو کولې چې  په تیرو پنځو کلونو کې ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي. علت یې د دوحې د خبرو ناکامه پروسه وه.

د جمهوریت د مذاکراتو ټیم هم د افغانستان د تاریخ یوه توره صفحه ده. اکثره غړي چې نن ځانونه د ښځو د حقونو مدافعین او یا طالبانو مخالفین ګڼي، د همدغه ناکامې پروسې غړي و.

په دې سوچ کې وم چې زوی مې دا عکس واخیست. ایا ټولو خواو د تیرو ناکامو خبرو نه څه عبرت اخستلې که نه؟ ځواب تر اوسه نه دی.

ټولې خواوې باید د تیر تاریخي نیمګړتیاو نه عبرت واخلي. د اوس او راتلونکی لپاره باید په  شریکه سره کار وکړي.

البته د شریک کار لپاره شریک میکانیزم پکار دی. تر څو چې شریک میکانیزم رامنځته نشي، نه به ادم خان وي او نه به یې تل اوښان وي. هیڅوک نشي کولې چې د ولس د حمایت نه په غیر قدرت تل تر تله وسانلې شي.

زما د خبرو بحث د افغانستان د ټولو دخیلو خواو سره همیشه همدا دی جې د نفې او انحصار د قدرت سیاست دوام نشي کولې. باید د قانون په چوکاټ کې ولسي مشروعیت رامنځته شي. د دې کار د پیل لپاره د افغانانو په خپل ابتکار، د لوی جرګې جوړیدل په داخل د افغانستان کې اړین دي. بله معقوله لار د افغانستان د ثبات لپاره نشته دی. د لوی جرګې د دایریدو لپاره تفصیل به د دغه سفرونو په اخره کې شریک کړم.

لویه جرګه داسې میکانیزم دي چې د ټولو خواو مشروع غوښتنې پکې منل کیدلې شي او ټول افغانان کولې شي چې د لوی جرګۍ د پریکړو نه وروسته په عزت سره ژوند، کار او سیاست وکړي. د منازعاتو د حل په فرموله کې دې میکانیزم ته Win-Win- Situation  یا ټولې خواوې ګټونکي وي او بایلونکي څوک نه وي. د لوی جرګې په دایریدو سره به ټول افغانان ګټونکي شي.

پدیتوګه، د طالبانو په شمول که ټول افغانان دا فکر کوي چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی، د لوی جرګې دایریدل یوازنې معقوله لار ده ځکه جنګ د مسایلو د حل لار نه ده. که لویه جرګه دایره نشي، خبره پخپله جنګونو، سیمه ایز او نړیوال رقابتونو ته مساعدیږي. د راتلونکو جنګونو مسوولیت به د طالبانو په غاړه وي ځکه دوی اوس حاکم دي، او په کوم رقم چې دوی حکومتولي کوي، دا پخپله راتلونکو جنګونو ته زمینه مساعدوي.

تاریخي پېښې، روایتونه او ارزونه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320