په مزارشریف کې اورلګېدنې ۱۳۵ دوکانونه سوځولي دي
د طالبانو د بلخ ولایت امنیه قومانداني وايي، د مزارشریف ښار په «باختر بازار» سوداګریز مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله ۱۳۵ دوکانونه په بشپړ ډول سوځېدلي دي.
دا اورلګېدنه پرون (د جمعې په ورځ، د لړم ۸مه) د مزارشریف ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په باختر سوداګریز مارکېټ کې رامنځته شوې ده.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې د اورلګېدنې لامل د برېښنا شارټي ښودل شوی او ویل شوي چې د مارکېټ غیرمعیاري ودانیز جوړښت او د اور وژنې د مخنیوي وسایلو نشتوالي د اور د پراخېدو لامل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د اوښتو زیانونو کره اندازه نه ده ښودل شوې، خو ویل شوي چې میلیونونه ډالره مالي زیان اوښتی دی.
ځايي سرچینې وايي، په دې اورلګېدنه کې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي دي.
د باختر سوداګریز مارکېټ د عمومي سړک په یوه تر ځمکې لاندې برخه کې جوړ شوی او د اورلګېدنې له امله د سړک په سطحه کې هم درزونه پیدا شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د احتمالي پېښو د مخنیوي په موخه پر دغه سړک تګ راتګ هم بند شوی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320