۳۰ /۱۰/۲۰۲۶
په پښتونخوا او بلوچستان کې د بشري حقونو وضعیت:
په تېرو شلو کلونو کې په پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستاني پوځ او امنیتي ادارو پر ضد د وژنو، جبري لادرکه کولو، شکنجې او له محکمې پرته د سزاګانو د ورکولو تورونه د بشري حقونو نړیوالو ادارو، سیمه ایزو فعالانو او په ځانګړې توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا په وار وار رسنیو ته وړاندې شوي دي.
د ملګرو ملتونو او نورو بشري سرچینو د راپورونو له مخې، په وزیرستان، سوات، باجوړ او پخوانیو قبایلي سیمو کې زرګونه کسان له خپلو کورونو او د امنیتي پوستو له شاوخوا نیول شوي او بیا لادرکه شوي دي.
پاکستاني پوځ په خیبر پښتونخوا کې د «راه حق»، «راه نجات»، «ضرب عضب»، «المیزان» او «ردالفساد» پوځي عملیاتو تر نومونو لاندې پراخ او سخت پوځي عملیات ترسره کړي دي. د دغو عملیاتو له امله ګڼ کلي، بازارونه او کورونه زیانمن شوي او لږ تر لږه لس میلیونه پښتانه له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.
د مدني لاریونونو پر مهال پر مظاهره چیانو د امنیتي ځواکونو له خوا د ډزو، نیونو او فشارونو پېښې هم په وار وار رسنیو ته راپور شوې دي.
په وروستیو کلونو کې، سره له دې چې پوځ له مظاهره چیانو سره سخت چلند کړی، میلیونونه کسان د « لر او بر یو افغان » او « آزاد بلوچستان » تر شعارونو لاندې سړکونو ته راوتلي دي.
تحریک طالبان پاکستان او بلوچ آزادي غوښتونکې پوځ په عملي توګه د پنجاب تر واک لاندې د پاکستان د حکومت پر ضد وسلې پورته کړې او زرګونه پاکستاني پوځیان او افسران یې له بریدونو سره مخ کړي دي.
د اکتوبر پر ۱۲مه، د پاکستان تحریک انصاف زرګونه پلویان په خیبر پښتونخوا کې د عمران خان د خوشې کېدو او د پنجاب د استعماري سلطې پر ضد، او همدارنګه د طبیعي سرچینو د حق غوښتنې لپاره سړکونو ته راوتلي وو. له دې وروسته بېړنی حالت اعلان شو. د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت ټاکل شوی اعلې وزیر ، سهیل اپریدي او لسګونه سیاسي فعالان د اساسي قانون خلاف توقیف او لادرکه شول.
د پاکستان له جوړېدو څخه تر نن ورځې پورې، د پاکستان د پوځي واکمنۍ او د خلکو ترمنځ د مخالفتونو لړۍ د یوې سیستماتیکې تګلارې په چوکاټ کې روانه ده.
د خپلواکۍ غوښتنې، « لر او بر یو افغان » او د « پاکستان دې ژوندی وي » شعارونه، چې له یو بل سره په تضاد کې دي، د خلکو د اکثریت اصلي غوښتنه مبهمه کړې ده. د دغو بېلابېلو غوښتنو ترمنځ په شخړو کې د پاکستان امنیت په جدي توګه تر پوښتنې لاندې راغلی دی. د باچا خان او ګاندي د عدم تشدد فلسفې خپل پخوانی اعتبار له لاسه ورکړی دی.
په بلوچستان کې امنیتي وضعیت تر پښتونخوا هم وران دی.
د نړي په کچه په ورته شرایطو کې ټولپوښتنې ته مراجعه شوې :
په نړۍ کې د خلکو پراخې نا رضائیتي ته، لکه څنګه چې په پښتونخوا او بلوچستان کې لیدل شوی نه د مخالفینو په ځپلو بلکې د تولپوښتنې ( رفرندوم ) او د برخه لیک د حق په رسمیت پیژندلو له لارې ځواب ورکړل شوی دی. څو بېلګې :
۱ ـ ختیځ تیمور : ختیځ تیمور له کلونو شخړو او مقاومت وروسته، د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې، د ۱۹۹۹ کال د اګست پر ۳۰ مه د ټولپوښتنې په پایله کې له اندونیزیا څخه جلا او د یوه خپلواک هېواد په توګه رامنځته شو.
۲ ـ اریتریا : له اوږدې خپلواکۍ غوښتونکې جګړې وروسته، د ۱۹۹۳ کال د اپرېل په ۲۳مه د ټولپوښتنې په بهیر کې د خپلواکۍ په حق باندې پرېکړه وکړه او له ایتوپیا څخه جلا شوه. وروسته د یوه خپلواک هېواد په توګه د نړۍ د هېوادونو په کتار کې شامله شوه.
۳ ـ جنوبي سوډان : د شمالي او جنوبي سوډان ترمنځ اوږدو جګړو د دې لامل شو چې جنوبي سوډان د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ د ټولپوښتنې په پایله کې له سوډان څخه جلا شي او د یوه خپلواک هېواد په توګه په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شي.
۴ : مونټی نیګرو : د ۲۰۰۶ کال د مې پر ۲۱مه د ټولپوښتنې په پایله کې له صربیا څخه جلا شو او د یوه خپلواک هېواد په توګه یې خپل شتون اعلان کړ.
داسې بېلګې هم شته چې د ټولپوښتنې پایله د یوې سیمې پر خپلواکۍ نه ده تمامه شوې. سکاټلنډ، کېوبېک او کاتالونیا په همدې ډله کې راځي.
په پښتونخوا او بلوچستان کې د ټولپوښتنې اړتیا :
په پښتونستان کې ټولپوښتنه تاریخي مخینه لري. په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان د جوړېدو پر درشل، پښتانه له دوو انتخابونو سره مخ شول: له هند یا له پاکستان سره یوځای کېدل. د خپلواکۍ یا له خپلې مورني خاورې، افغانستان سره د یوځای کېدو انتخاب مطرح نه شو. له همدې امله یادې ټولپوښتنې له پراخو اعتراضونو سره مخامخ شوې ، چې نن د سوله ایزو مظاهراتو او وسله والو پاڅونونو په بڼه روانه ده .
د خپلواکۍ غوښتنې، له افغانستان سره د یوځای کېدو او د اوسني وضعیت د ساتلو د شعارونو په منځ کې دا روښانه نه ده چې د خلکو اکثریت څه غواړي.
د خلکو د نظر د معلومولو لپاره په پښتونخوا او بلوچستان کې د یوې ټولپوښتنې ترسره کول په جدي توګه اړین بلل کېږي.
په ټولپوښتنه کې پښتنو او بلوچو ته لاندې انتخابونه مطرح کېدای شي :
۱ـ په پاکستان کې پاتې کېدل
۲ـ خپلواک هېوادونه، پښتونستان او بلوچستان جوړول
۳ ـ له خپلې مورني خاورې، افغانستان، سره یوځای کېدل
د ټولپوښتنې له پیل څخه مخکې باید دا روښانه شي چې د هر انتخاب د بریالي کېدو په صورت کې به پایله څنګه عملي کېږي او کوم بنسټونه به د انتقال د پړاو مسؤلیت پر غاړه اخلي.
د ټولپوښتنې د ترسره کولو په اړه د کورنیو او بهرنیو لورو هوکړه :
د دې لپاره چې د ټولپوښتنې پایله د منلو وړ وي، اړینه ده چې کورني او بهرني لوري د ټولپوښتنې د ترسره کولو او د هغې د پایلې د منلو په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.
الف ـ کورني لوري :
۱ ـ د پاکستان د اساسي قانون د ۴۸مې مادې شپږم بند لومړي وزیر ته واک ورکوي چې د ملي اهمیت پر موضوعاتو ټولپوښتنه ترسره کړي. د ټولپوښتنې د ترسره کولو لپاره باید لومړی وزیر د پارلمان د دواړو مجلسونو موافقه ترلاسه کړي.
۲ ـ د پښتونخوا او بلوچستان ایالتي مجلسونه کولای شي د فدرالي حکومت سره د خلکو د حقونو په اړه بحث وکړي او خپلې غوښتنې د قانوني لارو له مخې مطرح کړي.
دوی کولای شي د ټولپوښتنې د وړاندیز نوښت په لاس کې واخلي او له مرکزي حکومت څخه یې د ترسره کولو غوښتنه وکړي. خو په پښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان سره د ایالتي مجلس دغه صلاحیت سلب شوی دی.
ګومان نکیږي چې د پاکستان حکومت او تحت فرمان ایالتي شوراګانې د ټولپوښتنې سره موافقت وکړي. له همدې امله، باید پاملرنه د حکومت څخه بهر سیاسي جوړښتونو ته وشي.
۳ ـ په پښتونخوا او بلوچستان کې فعال سیاسي ګوندونه کولای شي د یوې عمومي غونډې له جوړولو وروسته د پاکستان له حکومت او ملګرو ملتونو څخه د ټولپوښتنې د ترسره کولو غوښتنه وکړي.
د ټولپوښتنې غوښتنه باید د ملګرو ملتونو سرمنشي، اروپایي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان، پاکستان حکومت او د افغانستان حکومت ته وړاندې شي.
د ډیورنډ فرضي کرښې له جنجال سره د ټولپوښتنې اړیکې ته په پام ، دا حتمي ښکاري چې د کابل حکومت به د ټولپوښتنې پایلې مخکې له مخکې ومني.
ب ـ بهرنی لوری ( ملګري ملتونه ) :
ملګري ملتونه د دې قضیې یو مهم نړیوال لوری دی او د ټولپوښتنو د مدیریت په برخه کې بریالۍ مخینه لري :
دوه بېلګې د یادونې وړ دي :
۱ ـ ختیځ تیمور
په ۱۹۹۹ کال کې ملګرو ملتونو د اندونیزیا او پرتګال ترمنځ د هوکړې په چوکاټ کې د ختیځ تیمور د راتلونکي په اړه د ټولپوښتنې په ترسره کولو کې اساسي رول ولوباوه.
ملګرو ملتونو نه یوازې د رایې اچونې په تنظیم کې ونډه لرله، بلکې د اړوندې هوکړې له مخې، د احتمالي پایلو د عملي کولو لپاره هم ځانګړی رول ولوباو.
دا تجربه ښيي چې د ملګرو ملتونو رول یوازې د ټاکنو تر څارنې محدود نه دی؛ بلکې د هوکړې په شتون کې د انتقالي پړاو مدیریت ته هم پراخېدای شي.
۲ـ اریتریا
په ۱۹۹۳ کال کې د اریتریا خلکو د نړیوالې څارنې لاندې په یوه ټولپوښتنه کې د خپلواکۍ په اړه رایه ورکړه.
ټولپوښتنه د ۱۹۹۱ کال د هوکړې پر بنسټ او د ملګرو ملتونو تر مدیریت لاندې ترسره شو.
د نړیوالو قوانینو له مخې د برخلیک ټاکلو حق :
په نړیوالو قوانینو کې د خلکو د برخلیک ټاکلو اصل په رسمیت پېژندل شوی دی. د ملګرو ملتونو منشور د خپلې لومړۍ مادې په دویم بند کې دې اصل ته د ملګرو ملتونو د یوه اساسي هدف په توګه اشاره کړې ده.
همدارنګه، د بشري حقونو د دوو نړیوالو تړونونو، یعنې د مدني او سیاسي حقونو نړیوال تړون او د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د نړیوال میثاق، په لومړۍ ګډه ماده کې راغلي چې ټول خلک د خپل برخلیک د ټاکلو حق لري او د دغه حق له مخې خپل سیاسي برخه لیک په ازاده توګه ټاکي.
د پښتنو او بلوڅانو د نیولو، تښتولو، ځپلو او وژلو په اړه د بشري حقونو مدافع سازمانونه ګنشمیرراپورونه تنظیم کړې دي. دغه راپورونه ملګرې ملتونو ته د ټولپوښتنې د غوښتنې د وړاندې کولو لپاره زمینه برابروي.
د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر ۱۸مه په هاګ کې د یوه انلاین کنفرانس په غونډه کې چې د « نړیوالې جنایي شبکې بنسټ » له خوا جوړه شوې وه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین ګډون ، د پاکستان پر حکومت د فشار اچولو، د حساب ورکولو او په پای کې په پښتونخوا او بلوچستان کې د ټولپوښتنې د مطرح کولو لپاره د نړیوالو هڅو د پیل په توګه ارزول کېدای شي.
سره له دې، که ملګري ملتونه د ټولپوښتنې د اړتیا په اړه شک ولري، کولای شي د عدالت نړیوالې محکمې څخه د مشورتي نظر غوښتنه وکړي.
د ټولپوښتنې په ترسره کولو کې د ملګرو ملتونو د مداخلې لارې :
د ملګرو ملتونو د مداخلې دوه لارې مطرح کېدای شي :
لومړۍ لاره. ملګري ملتونه له هغې ټولپوښتنې سره موافقه وکړي چې په پاکستان کې کورنیو مراجعو په نوښت مطرح شویدی. په دې حالت کې به ملګري ملتونه د آزادې ټولپوښتنې ، څارنې او د پایلې د عملي کولو د تضمین لپاره رول ولوبوي.
دویمه لاره . د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه، لکه هند او افغانستان ( که په م، م کې استازیتوب ولري) د ټولپوښتنې غوښتنه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وړاندې کړي.
خو باید په پام کې ونیول شي چې یوازې د عمومي اسامبلې پرېکړه لیک په خپله په دې معنا نه دی چې پاکستان ته د ټولپوښتنې د ترسره کولو د تحمیل لاره خلاصوي. له دې لارې به تر ډېره د پاکستان په وړاندې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخیستل کیږي.
په دواړو حالتونو کې اساسي شرط دا دی چې خلک له وېرې او فشار څخه لرې، په بشپړه ازادۍ سره رایه ورکړي. په بل عبارت د رایې اچونې سیاسي مشروعیت باید تضمین شي.
د یوې بریالۍ ټولپوښتنې شرایط :
په پښتونخوا او بلوچستان کې د یوې باوري ټولپوښتنې د پایلې د ترلاسه کولو لپاره د لاندې شرایطو رعایت اړین دی :
۱ ـ د انتخاب ازادي . خلک باید وکولای شي چې له هر ډول ګواښ، پوځي فشار، سیاسي زور او وېرې پرته رایه ورکړي.
۲ ـ د ټولو نظرونو ګډون . د هغو کسانو لپاره چې په پاکستان کې د پاتې کېدو، خپلواکۍ یا له افغانستان سره د یوځای کېدو پلوي دي، باید د خپلو نظرونو د بیانولو مساوي فرصت برابر شي.
۳ـ خپلواکه څارنه. د یوه خپلواک ټاکنیز کمېسیون شتون اړین دی چې د پوځ، استخباراتي ادارو او پاکستان حکومت له نفوذه لرې وي.
دغه کمېسیون کولای شي د پښتونخوا او بلوچستان د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې د استازو په ګډون د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې جوړ شي، څو د خلکو د آزادې ارادې د څرګندولو زمینه تضمین کړي.
د رایې اچونې، د رایو د شمېرلو او د شکایتونو د څېړلو په بهیر کې د نړیوالو څارونکو حضور به د خلکو د آزادې رایې د تضمین لپاره یو بل اضافي ضمانت وي.
۴ـ د ټولپوښتنې د پایلې منل : د دغو موضوعاتو په اړه له مخکېنۍ هوکړې پرته، ان یوه داسې ټولپوښتنه چې ګڼ خلک پکې ګډون وکړي، ښايي د نویو اختلافونو لامل شي.
د ټولپوښتنې د منفي پایلو د مخنیوي لپاره باید ټول ښکېل لوري یعنې سیاسي ګوندونو، وسلهوالو ډلو، د پاکستان حکومت، د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو، د یوه تړون په چوکاټ کې ژمنه وکړي چې د ټولپوښتنې پایله به مني.
که پاکستان له ټولپوښتنې سره مخالفت وکړي، ایا په یو اړخیز ډول د خپلواکۍ اعلان ممکن دی ؟
که ثابته شي چې یوه ټولنه له پراخ ځپلو، سخت سیاسي محرومیت یا د مدني حقونو له نقض سره مخ ده، دا وضعیت کولای شي د برخلیک ټاکلو د حق د غوښتنې اهمیت ته د نړیوالې ټولنې پاملرنه زیاته کړي.
که رفرندوم د پاکستان له مخالفت سره مخ کیږي، پښتانه او بلوڅان کولای شي د خپلو آزادي غوښتونکو ګوندونو له لارې په احتیاط او په یو اړخیز ډول خپله خپلواکي یا افغانستان سره د یو ځاي کیدو اعلان وکړي.
ملګري ملتونه په دې بهیر کې د پښتونخوا او بلوچستان د سیاسي ګوندونو، سیاسي جریانونو او مدني ټولنې له استازو سره د تعامل یو مهم نړیوال لوری کېدای شي. م، م کولی شي د هغو هیوادونو په مرسته چې په پاکستان کې نفوذ لري، د آزادي غوښتونکو په ضد د پاکستان د منفي غبرګون مخه ونیسي.
په دې اړه یوه تاریخي بېلګه کوسوو ده چې په ۲۰۰۸ کال کې یې په یو اړخیز ډول خپله خپلواکي اعلان کړه.
د عدالت نړیوالې محکمې په ۲۰۱۰ کال کې په خپل مشورتي نظر کې وویل چې د کوسوو د خپلواکۍ یو اړخیز اعلان په خپله د نړیوالو قوانینو خلاف نه و.
د خپلواکۍ د یو اړخیز اعلان موضوع باید د پاکستان پر پوځ د نړیوالې ټولنې له سختو فشارونو سره هم مهاله وڅېړل شي.
پایله :
د بشري حقونو مدافعو سازمانونو د پاکستان له جوړېدو راهیسې د پښتنو او بلوڅانو د وژنو، تښتونو او ځپلو په اړه مستند راپورونه چمتو کړي دي.
په پښتونخوا او بلوچستان کې د مرکزي حکومت پر ضد د خلکو مخالفتونه نور یوازې په سوله ییزو مظاهرو پورې محدود نه دي پاتې شوي. وسلهوالو ډلو د پاکستان امنیت له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د تاریخي پښتونستان او بلوچستان په سیمو کې د خلکو بېلابېلې او کله ناکله متضادې غوښتنې، هغوی له سیاسي ناڅرګند برخلیک او نامعلوم راتلونکي سره مخ کړي دي.
د پاکستان اساسي قانون، نړیوال قوانین او د ملګرو ملتونو منشور په ورته قضیو کې د ټولپوښتنې له لارې د کړکېچ د حل موضوع مطرح کوي.
اوس هغه وخت رارسېدلی چې په پښتونخوا او بلوچستان کې غیرمسلح سیاسي ګوندونه او وسله والې ډلې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د یوه غوښتنلیک په لېږلو سره لاندې دوه غوښتنې مطرح کړي :
۱ ـ د پښتونخوا او بلوچستان په سیمو کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د حقیقت موندنې د یوه پلاوي استول.
۲ ـ- د پښتنو او بلوڅانو د برخلیک د ټاکلو لپاره یوې ټولپوښتنې ترسره کول او مدیریت.
د افغانستان پر وړاندې د پاکستان تکراري تېریو ته باید د پاکستان د تجزیې له لارې د پای ټکی کېښودل شي. ټولپوښتنه له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې پر سر د شخړې د پای ته رسولو تر ټولو غوره انتخاب دی. « پاي »
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
