د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېدل، یو څو قدمه نور هم مخته ولاړم، د ترتیب سوي دریځ په مینځ کي مي سترګي پر ښاغلي استاد رفع ولګېدې. د پروګرام حضور مي تر نظر تېر کړ، د ځوانانو په شمول مي ډېر درانه او مخور سپین ږیري تر سترګو سول، د قالیني پر مخ مي پښه کښېښول او د خپلو ملګرو سره د ناستو کسانو په دویم صف کي کښېنستلم.
شاوخوا مي وکتل، طبعیت د الله تعالی’ د خلقت ستري ستري نښي څرګندولې. د تپې په لمن کي تکي شنې درختي، رنګ ارنګ ګلان، د تپې څخه مخ پر کښته د واورینو اوبو شور او د درختو پر څانګو د ناپُخته چرۍ کوچنۍ کوچنۍ دانې د ورایه ښکارېدلې.
د قدرمن حبیب الله رفع صاحب څهره د دا څو ورځو په تېریدو سره خورا روښانه ښکارېدل، داسي؛ لکه د وطن آب و هوا چي ئې په وینه کي غوټې وهلې. د نوموړي په لیدلو مي د استاد علامه حبیبي صاحب تنده ماته سول. زه ئې د ځان سره څلوېښت کاله شاته یووړلم.
د دریځ پر سر د څو مخورو شخصیتونو د وینا وروسته د پروګرام وروستي پړاو ته داخل سوو، محترم استاد ته د وینا بلنه ورکړل سول، هغه ته پر خپل ځای باندي میک وروړل سو، خبري ئې شروع کړلې، خو پر ما یوه هم نه ده بېله سوې، نه پوهېږم چي د دبستان ادبي بهیر د سوانډ(اواز) سیستم کمزوری وو او که استاد کرار ږغېدئ؟! خو خیر د پروګرام د اختتام په پار دعا وویل سوه.
د چای او کلچو ترتیب میلمنو ته نیول سوی وو، ټول پر خپلو ځایو سره وښورېدل، مګر زه بیخي ولاړ سوم او ځان مي تر استاد پوري ور ورسوئ، سلام مي ورته ووایه او پر لاس مي ټینګ مچ کړ، څنګه ته ئې کښېنستلم او خپلي خاوري ته د بیرته راتګ خوشبیني او ښه راغلاست مي ورته اظهار کړ.
د هغه وروسته مي د استاد څخه په اجازه یو څو سوالونه وکړل او ده ئې هم په مینه جوابونه راکړل؛
قدرمن استاد محترم!
– وطن ته په راتګ سره مو څه احساس وکړ؟
– ما هیڅکله ځان د وطن څخه جلا نه دی ګڼلی، زه هر وخت د وطن او خلکو سره یم. زما لیکني او قلم همېشه د وطن سره دئ.
-په جلا وطنۍ که مو احساس څه وو؟
– د وطن دباندي مي همدا ارمان حس کړ چي نوره نړۍ د پرمختګ په اوج کي ده، خو زموږ وطن د پنځو لسیزو ناخوالو او بې ثباتۍ څخه کړېږي، دغه شعر به مي ذهن ته راغلئ، چي:
دا ځپلی حال چي د مظلوم ملت را یاد شي
زړه مي ډک د وینو شي، خواشنی شي، ناښاد شي
ږغ چي د شعور مي رابرسیره شي په شعر کي
چړیکي شي، دردونه شي، برېښونه شي، فریاد شي
– استاد محترم تاسو د تېرو پنځو لسیزو او د هغه څخه د مخکي وضعیت شاهدان یاست، د هیواد دایمي ثبات په څه کي وینئ؟
– د هیواد دایمي ثبات تل د ملت په اراده پوري تعلق لري، څو چي د ملت ارادې ژوندۍ وي نو ثبات به هم ورسره برقرار وي.
– ځوانانو ته څه کول پکار دي؟
– ځوانان باید ددې وطن سره خپله مینه ژوندۍ وساتي.
مګر استاد محترم که موږ وګورو تعلیم یافته ځوانان مو د بېلابیلو ایډیالوژیو څخه متاثره دي او دا به څومره زموږ په زیان وي؟
– دا وطن د همدا پردیو ایډیالوژیو په اور کي تر ننه پوري وکړېدئ، پایله ئې هم تر ننه زموږ په زیان وه.
د وروستۍ پوښتني په توګه شفق صاحب ور ږغ کړل، ایا یو فرهنګي شخص سیاسي کېدلای سي؟
– ما په خپله خوښه او شعوري کچه لیکل کړي، نو ځکه هیڅ پروا نه لرم.
د استاد محترم سره مي مخه ښه وکړل او لیدل زموږ د خاطرو یوه برخه وګرځېدل.
خو ښه دا وه، چي ښاغلی رفع صاحب بیرته وطن ته راوګرځېدئ او بهر ته تګ ئې یوازي د صحت د ښه کېدو او تداوي لپاره وو.
په دې وروستیو کي د استاد حبیب الله رفیع او معصوم هوتک په څېر اشخاصو او عالمانو وطن ته راستنېدل د خوشبختۍ او نېکمرغۍ زیری ګڼو.
په درنښت
عبدالحکیم فیضان
پغمان، کابل – افغانستان
١٤٠٥/جوزا/ ٢٨ ه.ش – پنج شنبه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
