د واخان دهلېز؛ له جغرافیایي مسیر څخه د افغانستان تر جیوپولیتیکي اهرم پورې

سیف قاضي‌زاده

52

د واخان دهلېز ؛ له جغرافیایي مسیر څخه د افغانستان تر جیوپولیتیکي اهرم پورې

(له چین او منځنۍ آسیا سره د نښلونې ستراتیژیک اهمیت)

لنډیز :

د واخان دهلېز د افغانستان له هغو ځانګړو جغرافيايي موقعیتونو څخه دی چې د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا او ختیځې آسیا د نښلېدو په سیمه کې پروت دی . دغه دهلېز د بدخشان ولایت په شمال ختیځ کې موقعیت لري او افغانستان د چین له ولسي جمهوریت سره د یوې مستقیمې ځمکنۍ پولې له لارې نښلوي . د واخان موقعیت ، د هندوکش، پامیر، قراقرم او کوئینلون د غرنیو لړیو ترمنځ ، له یوې خوا د طبیعي شرایطو او زیربناوو په برخه کې د پام وړ محدودیتونه رامنځته کړي او له بلې خوا یې د افغانستان لپاره ځانګړی جیوپوليټيکي ظرفیت برابر کړی دی .

د سیاسي جغرافیې په ادبیاتو کې د «دهلېز» (Corridor) اصطلاح هغې نسبتاً تنګې ځمکنی سیمی یا لارې ته کارول کېږي چې دوه یا څو جغرافيايي حوزې له یو بل سره نښلوي . له دې لیدلوري ، واخان یوه جغرافيايي دهلېز بلل کېدای شي چې افغانستان د پامیر له سیمې او د خپلې ختیځې پولې له لارې له چین سره نښلوي . په عین وخت کې ، د تحلیلي او استعاري تعبیر له مخې ، واخان د « جیوپوليټيکي دروازو » لرونکي دهلېز په توګه هم تصور کېدای شي ؛ ځکه دغه سیمه په راتلونکي کې له چین ، منځنۍ آسیا او سویلي آسیا سره د خپلو ارتباطي نقطو له لارې د څو مهمو جغرافيايي حوزو ترمنځ د منځګړي رول لوبولای شي . برعکس ، د دې دهلېز دننه ځینې تنګې لارې او د تګ راتګ ستونزمنې نقطې ، د ترانزیټي شبکو د پراختیا په صورت کې ، په « جیوپوليټيکي تنګ‌ځایونو یا ستونی» (Geopolitical Bottlenecks) بدلېدای شي ستراتیژیک چک یاینت ( Strategic Chokepoint ) .

دا مقاله استدلال کوي چې د واخان اهمیت باید یوازې د لویې کچې د توکو د لېږدولو د وړتیا له مخې ونه ارزول شي . په اوسنیو شرایطو کې جغرافيايي ستونزې ، لوړ غرنی موقعیت ، اقلیمي شرایط، د ترانزیټي زیربناوو کمښت او د چین امنیتي اندېښنې ، د دې امکان محدودوي چې واخان په لنډ وخت کې په یوه لوی نړیوال ترانزیټي دهلېز بدل شي . له همدې امله ، واخان په لنډمهال کې د چین ـ پاکستان د اقتصادي دهلېز (CPEC) ځایناستی کېدای نه شي ؛ خو د ترانزیټي شبکو د تنوع ، د پاکستان پر لارو د افغانستان د تکیې د کمولو، د افغانستان او چین ترمنځ د مستقیمې ځمکنۍ اړیکې د رامنځته کولو او د کابل د چنې وهلو د ځواک د پیاوړتیا په برخه کې ارزښت موندلای شي .

له بلې خوا ، واخان یوازې یوه جغرافيايي او ترانزیټي سیمه نه ده ؛ بلکې د پامیر د تاریخي جغرافيايي حوزې یوه برخه او د واخي او نورو پاميري ټولنو د استوګنې سیمه هم ده . دغه ټولنې د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د سیاسي پولو د ټاکلو په پایله کې د افغانستان ، تاجکستان ، چین او برتانوي هند ترمنځ ووېشل شوې . له همدې امله، د واخان راتلونکی پرمختګ باید د هغې جغرافيايي ، اقتصادي ، جیوپوليټيکي ، امنیتي ، حقوقي او انساني اړخونه په هممهاله توګه په پام کې ونیسي .

۱. سریزه :

د آسیا په منځ کې د افغانستان جغرافيايي موقعیت دغه هېواد د څو مهمو جغرافيايي حوزو ترمنځ ځای پر ځای کړی دی . که څه هم افغانستان ازادو سمندري اوبو ته مستقیم لاسرسی نه لري، خو د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا، ختیځې آسیا او لوېدیځې آسیا ترمنځ موقعیت یې د سیاسي جغرافیې او ترانزیټي اقتصاد له نظره د سیمه‌ییزو بازارونو او شبکو د نښلولو بالقوه ظرفیت رامنځته کړی دی . د منځنۍ آسیا د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ په څېر پروګرامونه هم د وچې پورې د تړلو هېوادونو د بهرنیو بازارونو او بندرونو له شبکو سره د نښلولو پر اهمیت ټینګار کوي .

د افغانستان د بېلابېلو سیمو په منځ کې د بدخشان په شمال ختیځ کې پروت د واخان دهلېز ځانګړی ځای لري . دغه دهلېز افغانستان په ختیځ کې له چین سره نښلوي او له جغرافيايي پلوه د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا او ختیځې آسیا د تماس په سیمه کې موقعیت لري . همدې موقعیت په وروستیو کلونو کې واخان له یوې نسبتاً لرې پرتې سرحدي سیمې څخه د سیمه‌ییز اتصال ، سرحدي امنیت او د منځنۍ آسیا د جیوپوليټیک په بحثونو کې پر یوې مهمې موضوع بدل کړی دی .

دلته د «دهلېز» مفهوم یوازې د واخان د جغرافيايي بڼې د بیان لپاره یوه توصیفي اصطلاح نه ده ؛ بلکې د دې سیمې د ارتباطي رول د درک لپاره هم کارول کېدای شي . په عام استعمال کې ، دهلېز د ودانۍ نسبتاً تنګ او اوږد ځای ته ویل کېږي چې بېلابېلې برخې له یو بل سره نښلوي او کېدای شي ګڼو خونو او نورو برخو ته د تګ لاره ولري . په سیاسي جغرافیه کې هم د (Corridor) اصطلاح هغې ځمکنۍ سیمې ته کارول کېږي چې د بېلابېلو جغرافيايي فضاوو ترمنځ اړیکه رامنځته کوي . له همدې امله ، واخان ته د «دهلېز» تشبیه له دې اړخه مناسبه ده چې دغه سیمه د څو لویو جغرافيايي حوزو ترمنځ ارتباطي او منځګړی رول لوبولای شي ؛ خو دا تشبیه باید د واخان د نوم د تاریخي ریښې په توګه ونه ګڼل شي .

له همدې لیدلوري ، د دهلېز ، دروازې او تنګ‌ځای ترمنځ توپیر کولای شو . واخان په لومړي پړاو کې یو جغرافيايي دهلېز (Geographical Corridor) دی ؛ له شاوخوا سیمو سره یې د نښلېدو نقطې په راتلونکي کې د جیوپوليټيکي دروازو (Geopolitical Gateways) رول لوبولای شي ؛ او د دې دهلېز ځینې تنګې لارې ، د ترانزیټي اهمیت د زیاتېدو په صورت کې ، په جیوپوليټيکي تنګ‌ځایونو (Geopolitical Bottlenecks) بدلېدای شي .

خو د جغرافيايي ظرفیت او عملي ترانزیټي وړتیا ترمنځ بنسټیز توپیر شته . واخان ستراتیژیک موقعیت لري، خو یوازې دغه موقعیت دا معنا نه لري چې سیمه په لنډ وخت کې په یوه لویه نړیواله لاره بدلولای شو . سخت طبیعي شرایط ، د پراخو ترانسپورتي شبکو نشتوالی ، لوړ غرنی موقعیت ، اقلیمي محدودیتونه او د چین امنیتي حساسیتونه د دغه بدلون له مهمو خنډونو څخه دي .

د همدې پر بنسټ ، د دې مقالې اساسي پوښتنه دا ده : واخان په کومو شرایطو کې کولای شي له یوه جغرافيايي موقعیت څخه د افغانستان پر یوه جیوپوليټيکي او اقتصادي اهرم بدل شي؟

۲. د واخان جغرافيايي موقعیت او جیوپوليټيکي ظرفیت :

د واخان دهلېز د بدخشان ولایت په شمال ختیځ کې موقعیت لري او د افغانستان له خاورې څخه د یوه تنګ اوږده نوار په بڼه ختیځ لوري ته غځېدلی دی . په بېلابېلو سرچینو کې یې اوږدوالی شاوخوا له ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ کیلومترو پورې ښودل شوی او پلنوالی یې په بېلابېلو برخو کې توپیر لري . دغه سیمه د منځنۍ او سویلي آسیا د لویو غرنیو نظامونو ترمنځ پرته ده او په ختیځ کې د چین پولې ته رسېږي .

د واخان موقعیت ځکه اهمیت لري چې افغانستان له همدې لارې له چین سره خپله یوازینۍ مستقیمه ځمکنۍ پوله لري . د افغانستان او چین ترمنځ د ۱۹۶۳ کال سرحدي تړون د دواړو هېوادونو پوله په پامیر کې په رسمي توګه وټاکله او تثبیت یې کړه، او د اوبو د سرچینو د حوزو او غرنیو لارو په امتداد یې د پولې مسیر مشخص کړ .

دغه جغرافيايي موقعیت واخان د افغانستان د نښلولو لپاره په یوه بالقوه نقطه بدلوي چې له چین او د چین له لارې له پراخو آسیایي شبکو سره اړیکه رامنځته کولای شي . له بلې خوا، په شمال کې له تاجکستان او په جنوب کې د پاکستان تر ادارې لاندې سیمو ته د واخان نږدېوالی ورته څو اړخیز جیوپوليټيکي ارزښت ورکوي .

له مفهومي پلوه ، واخان په درېیو کچو تحلیل کېدای شي .

لومړی ، واخان یو دهلېز دی ؛ ځکه د افغانستان له خاورې څخه یوه نسبتاً تنګه ځمکنۍ سیمه د چین تر پولې پورې غځېږي .

دویم ، واخان یوه دروازه ده ؛ ځکه د واخان ختیځه پوله د سیاسي هوکړې او د اړینو زیربناوو د جوړېدو په صورت کې د چین له اقتصادي او ترانزیټي شبکو سره د افغانستان د نښلېدو پر یوه مهمه نقطه بدلیدای شي .

درېیم ، د واخان ځینې محدودې لارې د تنګ‌ځایونو (Bottlenecks) بڼه خپلولای شي ؛ ځکه طبیعي محدودیتونه ښايي د تګ راتګ بهیر په ځانګړو نقطو کې راټول کړي .

دا توپیر له جیوپوليټيکي پلوه مهم دی . هر دهلېز په خپله تنګ‌ځای نه وي ؛ خو د یوه دهلېز په دننه کې داسې نقطې موجودېدای شي چې کنټرول یا بندېدل یې پر ټول ارتباطي بهیر اغېز وکړي . له همدې امله ، د واخان جیوپوليټيکي ارزښت یوازې د یوې لارې په موجودیت پورې نه دی تړلی ، بلکې د لاسرسي د وېش ، د تګ راتګ د نقطو او د ترانزیټي جریانونو د کنټرول له وړتیا سره هم تړاو لري .

سره له دې ، د واخان طبیعي جغرافیه په یو وخت کې هم فرصت دی او هم محدودیت . ډېر لوړ غرونه ، اوږده ژمي ، درنه واوره ، ناهمواره ځمکه او محدود لاسرسی

د زیربناوو د جوړولو او ساتنې لګښتونه زیاتوي . له همدې امله ، د واخان جغرافيايي ظرفیت باید بالقوه ظرفیت وګڼل شي ، نه داسې ترانزیټي وړتیا چې لا له وړاندې په بشپړه توګه فعاله وي .

۳. واخجیر او د لارې طبیعي محدودیتونه :

د واخان په ختیځه برخه کې د واخجیر غرنۍ لاره د افغانستان او چین ترمنځ له مهمو ارتباطي نقطو څخه ده . د ۱۹۶۳ کال سرحدي تړون د واخجیر د لارې لوړوالی شاوخوا ۴٬۹۲۳ متره ثبت کړی دی. دغه لوړوالی د لوړ ظرفیت لرونکې ترانزیټي لارې د جوړولو پر وړاندې د پام وړ تخنیکي او اقلیمي ستونزې څرګندوي .

د سیاسي جغرافیې له نظره ، د واخجیر په څېر لوړې غرنۍ لارې د بالقوه تنګ‌ځایونو (Potential Bottlenecks) بېلګې ګڼل کېدای شي . دلته له تنګ‌ځای څخه موخه هغه نقطه ده چې یوه پراخه لاره د طبیعي یا زیربنايي محدودیتونو له امله تنګه شي او د تګ راتګ جریان اړ شي له همدې ځانګړې نقطې تېر شي .

په داسې شرایطو کې ، د توکو منظم او پراخ لېږد د سړک جوړونې په انجینري چارو ، د واورې او یخ په مدیریت ، د پلونو په جوړولو ، د اوبو د ایستلو په سیستمونو ، بېړنیو تأسیساتو او دوامدارې ساتنې کې د پام وړ پانګونې ته اړتیا لري .

له همدې امله ، د واخان د راتلونکي په اړه هر واقع‌بینانه تحلیل باید د هغه د جغرافيايي ارزښت او د اقتصادي ګټې اخیستنې د لګښت ترمنځ توازن وساتي . د واخان موقعیت د افغانستان لپاره مهم دی ؛ خو د سیمې په کچه له مهمو ترانزیټي دهلېزونو سره د سیالۍ وړ ګرځول یې پانګونې او څو اړخیزې همکارۍ ته اړتیا لري .

۴. واخان او CPEC ؛ بشپړوونکې لاره، نه سمدستي بدیل :

د واخان په اړه یوه مهمه پوښتنه دا ده چې ایا دغه لاره د چین ـ پاکستان د اقتصادي دهلېز (CPEC) ځایناستېدای شي که نه . د اوسنیو اقتصادي او زیربنايي شرایطو له مخې ، ځواب منفي دی .

CPEC د چین د «کمربند او لارې» د نوښت په چوکاټ کې پراختیا موندلې او د سړکونو ، انرژۍ ، بندرونو او ارتباطي تأسیساتو د بېلابېلو پروژو مجموعه ده چې د پاکستان له لارې د شین‌جیانګ سیمه له عربي سمندر سره نښلوي . د نړیوال بانک څېړنې CPEC په سویلي آسیا کې د چین د ځمکنیو اتصالونو له مهمو محورونو څخه ګڼي او په دغه مسیر کې د ترسره شویو پراخو پانګونو او رامنځته شویو زیربناوو پر اهمیت ټینګار کوي .

برعکس ، واخان لا هم د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په لومړني پړاو کې دی . له همدې امله ، د توکو د لېږد ظرفیت ، د شبکې د اوږدوالي ، پانګونې او لوجستیکي تأسیساتو له مخې د واخان او CPEC مستقیمه پرتله علمي دقت نه لري .

خو دا واقعیت د واخان اهمیت نه کموي . د چین لپاره د واخان احتمالي ارزښت تر ډېره د ترانزیټي شبکو په متنوع کولو کې نغښتی دی . په پېچلو ترانسپورتي نظامونو کې د څو لارو موجودیت کولای شي پر یوې واحدې لارې د تکیې له امله رامنځته کېدونکي زیان‌منونکي حالتونه راکم کړي .

له همدې لیدلوري ، واخان باید د چین ، افغانستان او منځنۍ آسیا په ارتباطي شبکه کې یوه بشپړوونکې لاره وګڼل شي ، نه د CPEC سمدستي بدیل .

۵. د واخان سړک ؛ له چین سره د ځمکنۍ اړیکې پر لور لومړی ګام :

په وروستیو کلونو کې د واخان د سړک پراختیا د دې سیمې په زیربنايي بدلون کې مهم پړاو بلل کېږي . د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې په میاشت کې اعلان وکړ چې د واخان ولسوالۍ له بروغیل سیمې څخه د چین تر پولې پورې د ۱۲۱ کیلومترو په اوږدوالي خامه سړک بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی . د دغه وزارت د رسمي راپور له مخې ، د پروژې ټول لګښت ۳۶۵ میلیونه افغانۍ و او پروژه په دوو پړاوونو کې پلې شوې ده .

دغه پروژه له جغرافيايي پلوه د پام وړ اهمیت لري ؛ ځکه د واخان د داخلي سیمو او د چین د پولې ترمنځ ځمکنۍ اړیکه اسانه کوي . همدارنګه، کولای شي د سیمې د اوسېدونکو بازارونو ، خدمتونو او اداري مرکزونو ته لاسرسی ښه کړي .

خو دغه سړک باید له یوه نړیوال او لوړ ظرفیت لرونکي لوی سړک سره یو شان ونه ګڼل شي . موجود سړک تر ډېره د اتصال لومړنۍ زیربنا ده چې د راتلونکې پراختیا لپاره زمینه برابرولای شي .

د دې لپاره چې سړک په یوه نړیواله سوداګریزه لاره بدل شي ، د ګمرکي تأسیساتو ، د سرحدي کنټرول مرکزونو ، زېرمتونونو ، لوجستیکي مرکزونو ، مخابراتي خدمتونو ، انرژۍ او د ترانسپورتي چارو د مدیریت سیستمونو جوړول اړین دي .

له همدې امله ، د سړک بشپړېدل باید د یوې پروسې پیل وګڼل شي ، نه د واخان د دهلېز د جوړېدو پای .

۶. واخان او د افغانستان ستراتیژیک تنوع :

د افغانستان لپاره د واخان یو له مهمو جیوپوليټيکي ارزښتونو څخه د محدودو ترانزیټي لارو پر وړاندې د اتکا کمول دي .

افغانستان د وچې پورې د تړلي هېواد په توګه د خپلې بهرنۍ سوداګرۍ لپاره د ګاونډیو هېوادونو پر لارو تکیه کوي. په پایله کې ، په یوه لاره کې هر ډول سیاسي یا امنیتي خنډ کولای شي د سوداګرۍ پر بهیر، د توکو پر بیو او سوداګریزو عوایدو اغېز وکړي .

د افغانستان ، پاکستان او منځنۍ آسیا د سوداګرۍ په اړه د نړیوال بانک څېړنې هم څرګندوي چې د افغانستان ارتباطي شبکې پر بېلابېلو سیمه‌ییزو لارو متکي دي او د څو دهلېزونو جوړول کولای شي د سیمه‌ییزې سوداګرۍ ظرفیت لوړ کړي .

له دې لیدلوري ، د افغانستان لپاره د واخان ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې سمدستي به د سوداګرۍ لوی حجم ولېږدوي ؛ بلکې په دې کې دی چې افغانستان ته یوه نوې لاره او بدیل انتخاب برابروي .

که افغانستان په راتلونکي کې وکولای شي په یو وخت کې د پاکستان ، ایران ، منځنۍ آسیا او چین لارو ته لاسرسی ولري ، نو پر هرې یوې لارې یې اتکا کمېدای شي. دغه وضعیت د افغانستان اقتصادي او جیوپوليټيکي د چنې وهلو ځواک پیاوړی کولای شي .

په حقیقت کې ، د واخان ستراتیژیک ارزښت د ترانزیټي تنوع په مفهوم کې راټولېدای شي . په دې چوکاټ کې ، واخان یوه یوازینۍ لاره نه ده، بلکې د یوه څو–دهلېزي نظام یوه برخه کېدای شي .

۷. امنیتي ملاحظات ؛ د واخان د بشپړ پرانیستلو پر وړاندې اساسي محدودیت :

د جغرافيايي او اقتصادي عواملو ترڅنګ ، امنیت د واخان د راتلونکي د ټاکلو له مهمو عواملو څخه دی .

چین د شین‌جیانګ د امنیت او خپلې خاورې ته د افغانستان او منځنۍ آسیا له لوري د ناامنۍ د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې لوړه کچه حساسیت لري . د واخان په شاوخوا کې د چین د امنیتي فعالیتونو په اړه څېړنې ښيي چې بېجینګ د دې سیمې امنیت د شین‌جیانګ ، تاجکستان او افغانستان له امنیت سره تړلی ارزوي .

له دې لیدلوري ، په سیمه کې فعالې وسله‌والې او افراطي ډلې ، په ځانګړي ډول د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ (ETIM) او داعش خراسان څانګې (ISKP) پورې تړلي ګواښونه ، د چین پر امنیتي محاسبو اغېز لرلای شي .

له همدې امله ، د چین لپاره د یوې نوې پولې پرانیستل یوازې سوداګریزه موضوع نه ده . د واخان له لارې د سوداګرۍ هر ډول پراختیا د سرحدي کنټرول، تلاشي، څارنې، د معلوماتو د تبادلې او امنیتي همکارۍ دقیقو میکانیزمونو ته اړتیا لري .

په همدې دلیل ، له چین سره د واخان دروازه یوازې اقتصادي دروازه نه ده، بلکې یوه امنیتي ـ جیوپوليټيکي دروازه هم ده. څومره چې د دې دروازې اقتصادي اهمیت زیاتېږي، په هماغه اندازه د چین امنیتي حساسیت هم ورسره زیاتېدای شي .

له همدې امله ، تمه کېدای شي چې د واخان د سوداګریزې لارې د رسمي پرانیستلو په صورت کې به چین له یوه تدریجي ، مدیریت شوي او امنیت‌محوره بهیر څخه ملاتړ وکړي، نه له دې چې پوله سمدستي او بې له محدودیتونو پرانیستل شي .

☆☆☆☆☆☆

۸. واخان او پاکستان ؛ جیوپوليټيکه سیالي که سیمه‌ییزه همکاري؟

د واخان پراختیا په خپله د پاکستان یا CPEC لپاره سمدستي ګواښ نه ګڼل کېږي. د دې لارې اوسنی ظرفیت د CPEC له پراخې شبکې سره د پرتله کولو وړ نه دی.

خو که واخان په تدریجي ډول پراختیا ومومي، د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ یوه برخه به وکولای شي د پاکستان له خاورې پرته ترسره شي . په پایله کې، د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د یوه مهم مسیر په توګه د پاکستان اهمیت په ځینو برخو کې کمېدای شي .

دغه موضوع له جیوپوليټيکي پلوه مهمه ده ؛ ځکه د یوه هېواد ترانزیټي ځواک یوازې د سوداګرۍ له حجم څخه نه رامنځته کېږي ، بلکې پر لارو او د لاسرسي پر بدیلو انتخابونو له کنټرول څخه هم سرچینه اخلي .

سره له دې ، تر ټولو منطقي سناریو حتماً د واخان او پاکستان ترمنځ صفر–مجموعي سیالي نه ده . که سیمه‌ییزې شبکې پراختیا ومومي ، پاکستان هم کولای شي د منځنۍ آسیا د سویلي بندرونو له لارې له نښلېدو او سیمه‌ییزې سوداګرۍ څخه ګټه واخلي .

له دې لیدلوري ، د پاکستان لپاره تر ټولو منطقي سیاست دا کېدای شي چې له سیالۍ‌محور لیدلوري څخه د سیمې په څو–دهلېزي ترانزیټي شبکه کې د ادغام پر لور حرکت وکړي .

۹. واخان او منځنۍ آسیا :

د واخان اهمیت یوازې د افغانستان او چین په اړیکو پورې محدود نه دی . د منځنۍ آسیا هېوادونه هم د وچې پورې د تړلو هېوادونو په توګه نړیوالو بازارونو او سمندري بندرونو ته د لاسرسي لپاره بېلابېلو لارو ته اړتیا لري .

د منځنۍ آسیا د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ پروګرام (CAREC) هم د څو اړخیزو دهلېزونو پر پراختیا ، د سوداګرۍ

پر اسانتیا او د سیالو ترانسپورتي شبکو پر جوړولو ټینګار کوي . افغانستان ، چین ، تاجکستان او پاکستان ټول په دغو سیمه‌ییزو چوکاټونو کې حضور لري .

له دې لیدلوري ، واخان په راتلونکي کې د یوې پراخې شبکې برخه کېدای شي چې منځنۍ آسیا د افغانستان له لارې له چین او سویلي آسیا سره ونښلوي .

تاجکستان په دې برخه کې ځانګړی اهمیت لري ؛ ځکه د واخان په شمال کې موقعیت لري او له تاریخي او کلتوري پلوه له پاميري او واخي ټولنو سره اړیکې لري .

خو واخان به حتماً د سیمې یوازینۍ راتلونکې لاره نه وي . د چین ـ قرغزستان ـ ازبکستان دهلېز او د CAREC نورې لارې هم د پراختیا په حال کې دي . له همدې امله ، د واخان راتلونکی باید د څو ترانزیټي شبکو د سیالۍ، بشپړوونکي رول او یو له بل سره د نښلېدو په چوکاټ کې تحلیل شي .

۱۰. تاریخي بدخشان او د واخان سیاسي مخینه :

د واخان د اوسني موقعیت د درک لپاره د سیمې تاریخي مخینې ته پاملرنه اړینه ده .

«تاریخي بدخشان» باید د افغانستان له اوسني بدخشان ولایت سره یو شان ونه ګڼل شي . تاریخي بدخشان په بېلابېلو دورو کې پراخه جغرافيايي حوزه رانغاړله او د پامیر له ځینو برخو ، تخارستان ، د اوسني تاجکستان له سیمو، شمالي پاکستان او شین‌جیانګ سره یې اړیکې لرلې .

واخان هم په دې تاریخي جغرافيايي فضا کې یوه مهمه جغرافيايي او سیاسي سیمه وه . خو د هغه سیاسي جوړښت په ساده توګه د اوسني ملت ـ دولت او نړیوالو پولو له مفاهیمو سره نه شي پرتله کېدای.

د واخان په اړه نوې تاریخي څېړنې ښيي چې د معاصرو پولو تر تثبیت مخکې دغه سیمه محلي او تر یوه حده خپلواک سیاسي جوړښت درلود او په هغې کې د سیاسي واک حدود نه ثابت وو او نه د نننیو پولو په څېر تعریف شوي وو .

له همدې امله ، د واخان د لرغونو تاریخي دورو په اړه د «افغانستان»، « چین » یا « تاجکستان » په څېر مفاهیم باید له تاریخي احتیاط سره وکارول شي .

۱۱. ستره لوبه او د واخان د معاصرو پولو جوړېدل :

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د واخان بدلونونه د منځنۍ آسیا په سیمه کې د روسیې او بریتانیا له سیالۍ پرته ، چې د «سترې لوبې» (Great Game) په نوم یادېږي، په سمه توګه نه شي درک کېدای .

د ۱۸۷۲–۱۸۷۳ کلونو د روسیې او بریتانیا په هوکړو کې د پامیر ځینې برخې تر بحث لاندې راغلې ؛ خو د واخان د ختیځې برخې د سرحد ټاکل په ۱۸۹۵ کال کې د دغو دوو استعماري قدرتونو ترمنځ د هوکړې له لارې بشپړ شول . له دې هوکړې وروسته ، د روسیې او بریتانیا ګډې سرحدي کمېسیون په پامیر کې د پولې حدود وټاکل او نښې یې پرې ولګولې .

تاریخي اسناد ښيي چې د ۱۸۹۵ کال د سرحدي ترتیباتو پر مهال ، د واخان ختیځه برخه د افغانستان د امیر د قلمرو په توګه وپېژندل شوه او واخان د روسیې او بریتانیا د نفوذ د حوزو ترمنځ د حایلې سیمې رول وموند .

په دې توګه ، واخان له یوې داسې غرنیزې سیمې څخه چې محلي اړیکې او نسبتاً نامعلوم سرحدي حدود یې لرل ، په یوه سرحدي جغرافيايي واحد بدل شو چې ستراتیژیک حایله رول یې درلود .

دغه بدلون د افغانستان د سیاسي تاریخ لپاره بنسټیز اهمیت لري ؛ ځکه د واخان د دهلېز اوسنی شکل تر ډېره د هماغې تاریخي پروسې پایله ده چې د سترو قدرتونو د نفوذ او سرحدونو د ټاکلو له لارې رامنځته شوه .

۱۲. واخي وګړي او د پاميري ټولنو وېشل کېدل :

نوو سیاسي پولو یوازې خاوره ونه وېشله ، بلکې انساني ټولنې یې هم د بېلابېلو سیاسي واحدونو ترمنځ ځای پر ځای کړې .

واخي وګړي په افغانستان ، تاجکستان ، پاکستان او چین کې ژوند کوي او د هغوی کلتوري او ژبنی قلمرو د نننیو سیاسي پولو له حدودو څخه پراخ دی . د هرمان کرویتزمان ټولن پوهنيزې څېړنې ښيي چې واخي او قرغیز پامیریان په څلورو ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي او سیاسي پولو ، اداري مداخلو او اقتصادي بدلونونو د هغوی پر دودیز ژوند ژور اغېز کړی دی .

له دې لیدلوري ، د واخي وګړو اوسنی وېش باید یوازې د یوې قومي وېش‌پاڼې پایله ونه ګڼل شي ؛ بلکې د معاصرو پولو د جوړېدو ، سیاسي بدلونونو او په شلمه پېړۍ کې د پولو د تدریجي تړل کېدو په تړاو باید وڅېړل شي .

د واخي ژبه ، خپلوي ، کلتوري دودونه ، موسمي کوچونه او اقتصادي اړیکې د دغو ټولنو د نښلوونکو عناصرو له ډلې څخه دي .

۱۳. د سړې جګړې پولې او د دودیزو اړیکو کمزوري کېدل :

په شلمه پېړۍ کې ، په ځانګړي ډول د شوروي اتحاد او سړې جګړې په دوره کې ، د پامیر پولې په تدریجي ډول امنیتي او تړلې شوې .

دې بهیر د واخي او نورو پاميري ټولنو ترمنځ دودیز تګ راتګ ، سیمه‌ییزه سوداګري او کورنۍ اړیکې په ځینو برخو کې کمزورې کړې .

په پایله کې ، معاصرو سیاسي پولو نه یوازې د دولتونو د واک ساحې مشخصې کړې ، بلکې د محلي ټولنو ټولنیز او اقتصادي جوړښتونه یې هم بدل کړل .

سره له دې ، د واخي وګړو ژبنی او کلتوري هویت له منځه ولاړ نه ، بلکې د پامیر د ګډ کلتوري میراث د یوې برخې په توګه پاتې شو .

۱۴. د واخان د پراختیا انساني اړخ:

د واخان پراختیا باید یوازې د توکو د لېږد د حجم ، ګمرکي عوایدو یا د سیمه‌ییزو قدرتونو په سیالۍ کې د هغې د رول له مخې ونه ارزول شي.

دغه سیمه د هغو ټولنو د ژوند ځای دی چې د اوږدې مودې لپاره له جغرافيايي انزوا ، بازارونو ته له محدود لاسرسي ، روغتیايي خدمتونو ، زده‌کړو او مخابراتي اړیکو له کمښت سره مخامخ وې .

له همدې امله ، د ترانسپورتي زیربناوو پراختیا باید د عامه خدمتونو له پراختیا سره هممهاله وي . که د سړک جوړول له روغتیايي ، ښوونیزو ، مخابراتي او اقتصادي خدمتونو سره مل نه وي، په یوازې ځان د خلکو په ژوند کې دوامدار بدلون نه شي راوستلای .

همدارنګه ، د سرحدي ټولنو ترمنځ د قانوني تګ راتګ اسانتیا کولای شي د کورنیو او کلتوري اړیکو په ساتنه کې مرسته وکړي . دا ډول میکانیزم د سیاسي پولو د بدلون معنا نه لري؛ بلکې د دوه‌اړخیزو هوکړو، مدیریت شویو سرحدي لارو او د قانوني تګ راتګ د ځانګړو ترتیباتو له لارې عملي کېدای شي .

له دې لیدلوري ، سیمه‌ییزه ټولنه باید د واخان د پراختیا د معادلې یوه برخه وي، نه یوازې د هغې موضوع .

۱۵. د افغانستان حاکمیت او د واخان حقوقي اړخ :

د واخان د لارې پراختیا باید د حاکمیت د بدلون یا د نړیوالو پولو د بیا تعریف له مسئلې سره ګډه نه شي .

په پامیر کې د افغانستان او چین پوله د دواړو دولتونو ترمنځ د ۱۹۶۳ کال د سرحدي تړون له مخې مشخصه او محدوده شوې ده . دغه تړون د دواړو هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر درناوي ټینګار درلود .

له همدې امله ، د یوه ترانزیټي مسیر جوړول یا د نوې سوداګریزې سرحدي لارې پرانیستل په خپله د نړیوالو پولو د بدلون لپاره هېڅ حقوقي بنسټ نه رامنځته کوي .

هر ډول راتلونکي ترتیبات باید د افغانستان او نورو اړوندو هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي پر اصل ولاړ وي .

په دې چوکاټ کې ، د ترانزیټي همکارۍ د یوه نظام رامنځته کول د پولو د بدلون په اړه تر هر ډول بحث عملي انتخاب کېدای شي . دغه نظام د ګمرکي همکارۍ، ترانزیټي اسانتیاوو ، سرحدي کنټرول، د معلوماتو د تبادلې ، امنیتي همکارۍ او په زیربناوو کې د ګډې پانګونې برخې رانغاړلای شي .

۱۶. واخان ؛ جیوپوليټيکي دهلېز ، دروازه او تنګ‌ځای :

د واخان د موقعیت د دقیق تحلیل لپاره باید د «دهلېز»، «دروازې» او «تنګ‌ځای – ستونی یا غاړه » درې مفاهیم له یو بل څخه جلا شي .

لومړی ، واخان یو جغرافيايي دهلېز (Geographical Corridor) دی ؛ ځکه یوه نسبتاً تنګه ځمکنۍ سیمه جوړوي چې افغانستان په ختیځ لوري کې د چین له پولې سره نښلوي .

دویم ، واخان د جیوپوليټيکي دروازو (Geopolitical Gateways) لرونکی کېدای شي . په مفهومي کچه ، تر ټولو مهمې دروازې یې د چین پر لور ختیځه دروازه ، د پامیر او منځنۍ آسیا له فضا سره شمالي اړیکې ، او د بدخشان او د افغانستان له نورو سیمو سره لوېدیځې اړیکې ګڼل کېدای شي . دغه «دروازې» حتماً د فعالو رسمي نړیوالو سرحدي لارو معنا نه لري ؛ بلکې هغو نقطو یا لورو ته اشاره کوي چې د سیاسي ، امنیتي او زیربنايي شرایطو په برابرېدو سره په مهمو ارتباطي مسیرونو بدلیدای شي .

درېیم ، د داسې دهلېز په دننه کې جیوپوليټيکي تنګ‌ځایونه (Geopolitical Bottlenecks) رامنځته کېدای شي . تنګ‌ځای هغه نقطه ده چې د لارې د تنګوالي ، طبیعي محدودیتونو ، تخنیکي ستونزو یا د زیربناوو د تمرکز له امله د تګ راتګ جریان اړ کېږي له هغې څخه تېر شي . په داسې حالت کې ، په یوه نقطه کې اختلال کولای شي پر ټول مسیر اغېز وکړي .

له همدې امله ، د دغو درېیو عناصرو مفهومي اړیکه په لاندې ډول لنډېدای شي :

– دهلېز: ارتباطي مسیر .

– دروازه : بلې جغرافيايي فضا ته د لاسرسي نقطه .

– تنګ‌ځای ( دری – گلوگاه ) : په مسیر کې محدودوونکې یا حساسې نقطه .

دغه توپیر د واخان لپاره ځانګړی اهمیت لري ؛ ځکه د هغې جیوپوليټيکي ارزښت یوازې د اوږدوالي یا مساحت له مخې نه ټاکل کېږي ، بلکې د اتصال موقعیت، د لاسرسي د نقطو او د لارې د طبیعي محدودیتونو له مخې هم ټاکل کېږي .

په پایله کې، ټول واخان په مطلق ډول «بوتل‌نیک» نه شو بللای . علمي پلوه دقیقه وینا دا ده چې واخان یو جغرافيايي دهلېز دی او د هغې ځینې غرنۍ لارې او د تګ راتګ نقطې په ځانګړو شرایطو کې په جیوپوليټيکي تنګ‌ځایونو بدلیدای شي .

له بلې خوا ، د واخان دهلېز د یوې ودانۍ له دهلېز سره تشبیه کول ، چې ګڼو برخو او «دروازو» ته لاره لري ، د دې مفهوم د ښوونیز او تحلیلي وضاحت لپاره ګټور دي ؛ خو دغه تشبیه باید د «واخان دهلېز» د اصطلاح د تاریخي ریښې په توګه وړاندې نه شي .

۱۷. واخان او د «څو – دهلېزي هېواد » مفهوم :

که افغانستان وکولای شي په یو وخت کې د ایران ، پاکستان ، منځنۍ آسیا او چین پر لور خپلې ترانزیټي لارې پراخې کړي ، نو موقعیت به یې له یوه وچې پورې تړلي هېواد څخه د یوه څو–دهلېزي هېواد (Multi-Corridor State) پر لور بدل شي .

د دې مفهوم معنا دا نه ده چې افغانستان به په حتمي ډول د نړۍ په یوه ترانزیټي مرکز بدل شي ؛ بلکې معنا یې دا ده چې اقتصاد او سوداګري به یې پر یوې ځانګړې لارې یا یوه ځانګړي هېواد متکي نه وي .

په دې چوکاټ کې ، واخان یوازې له څو انتخابونو څخه یو دی . د ایران، منځنۍ آسیا، پاکستان او چین لارې کولای شي په یوه بشپړوونکي نظام کې ځای ومومي .

په دغه نظام کې واخان د ختیځني دهلېز رول لوبولای شي؛ له چین سره دروازه د ختیځې آسیا شبکو ته د لاسرسي نقطه کېدای شي؛ او د واخان محدودې لارې د ترانزیټي پراختیا په صورت کې په داسې تنګ‌ځایونو بدلیدای شي چې مدیریت او امنیت یې د سوداګرۍ د دوام لپاره حیاتي اهمیت لري .

دا لیدلوری د سیمه‌ییزو ترانزیټي شبکو د پراختیا له منطق سره هم سمون لري؛ ځکه د CAREC تجربه ښيي چې سیمه‌ییز اتصال د سړکونو، اوسپنې‌پټلیو ، لوجستیکي مرکزونو، د سوداګرۍ د اسانتیاوو او سرحدي همکارۍ پر ګډ ترکیب ولاړ دی .

۱۸. راتلونکی لیدلوری؛ له محلي سړک څخه تر سیمه‌ییز دهلېز پورې

د واخان د ۱۲۱ کیلومتره سړک بشپړېدل باید د یوه نوي پړاو پیل وګڼل شي. د دې مسیر د یوه نړیوال دهلېز په توګه د بدلولو لپاره ګڼ اقدامات اړین دي :

۱. د افغانستان او چین ترمنځ د یوه رسمي او د دواړو لورو له خوا منل شوي سرحدي مسیر جوړول ؛

۲. د ګمرکي تأسیساتو او سرحدي کنټرول د مرکزونو جوړول ؛

۳. د لوجستیکي مرکزونو او زېرمتونونو رامنځته کول ؛

۴. د سړک د ظرفیت او کیفیت لوړول ؛

۵. د مخابراتي او انرژۍ د سیستمونو جوړول ؛

۶. د مسیر د امنیت تأمینول ؛

۷. د حقوقي او ګمرکي میکانیزمونو رامنځته کول ؛

۸. د چین او منځنۍ آسیا له ترانزیټي شبکو سره همغږي ؛

۹. د سیمه‌ییزو ټولنو لپاره د خدمتونو پراختیا ؛

۱۰. د اړوندو هېوادونو ترمنځ د دوامدارې همکارۍ د چوکاټ رامنځته کول .

په دې پړاو کې ، د احتمالي تنګ‌ځایونو پېژندل هم مهم دي . که د واخان مسیر په یوې فعالې سوداګریزې لارې بدل شي ، لوړې غرنۍ لارې ، د واورې او یخ پر وړاندې زیان‌منونکې برخې ، محدودې تېرېدونکې نقطې، پلونه او سرحدي مرکزونه د شبکې په حساسو نقطو بدلیدای شي. له همدې امله، د زیربناوو پلان‌جوړونه باید له پیله د تنګ‌ځایونو د مدیریت او د ترانزیټي بهیر د دوام له لیدلوري ترسره شي .

په پایله کې ، د سړک جوړولو او د یوه نړیوال دهلېز د رامنځته کولو ترمنځ د پام وړ واټن شته .

د پولې د پرانیستلو د کچې او څرنګوالي په اړه د چین پرېکړه به تر ټولو مهم بهرنی عامل وي. په عین وخت کې، د افغانستان وړتیا چې امنیت تأمین کړي، بشپړوونکې زیربناوې جوړې کړي او پوله په اغېزمن ډول مدیریت کړي، هم بنسټیز اهمیت لري .

پایله :

د واخان دهلېز یوازې د افغانستان په شمال ختیځ کې یوه تنګه غرنیزه سیمه نه ده . اهمیت یې د درېیو بنسټیزو عناصرو ، یعنې جغرافیې ، تاریخ او جیوپوليټیک ، د متقابل اغېز پایله ده .

له جغرافيايي پلوه ، واخان افغانستان په مستقیم ډول له چین سره نښلوي او د آسیا د څو مهمو جغرافيايي حوزو د تماس په سیمه کې موقعیت لري . له تاریخي پلوه ، دغه سیمه د پامیر او تاریخي بدخشان د پراخې جغرافيايي فضا یوه برخه وه او د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د معاصرو پولو جوړېدو ، واخان په یوه حایله او سرحدي سیمه بدل کړ . له انساني پلوه هم واخان د واخي وګړو او نورو پاميري ټولنو د تاریخي استوګنې د حوزې یوه برخه ده چې اوس په څو هېوادونو کې خپاره شوي دي .

له مفهومي پلوه ، واخان په درېیو کچو تحلیل کېدای شي : دهلېز ، دروازه او تنګ‌ځای. واخان په لومړي سر کې یو جغرافيايي دهلېز دی ؛ ځکه افغانستان د یوې نسبتاً تنګې ځمکنۍ سیمې له لارې له چین سره نښلوي . د اړیکو او زیربناوو د پراختیا په صورت کې، د دې دهلېز د اتصال نقطې د چین او منځنۍ آسیا پر لور د افغانستان په جیوپوليټيکي دروازو بدلیدای شي . برعکس ، د دې دهلېز ځینې محدودې لارې د ترانزیټي اهمیت د زیاتېدو په صورت کې د جیوپوليټيکي تنګ‌ځایونو رول لوبولای شي .

له دې لیدلوري ، د ټول واخان لپاره د «بوتل‌نیک» اصطلاح کارول له علمي پلوه دقیق نه دي ؛ غوره ده چې د واخان ځینې محدودې او حساسې تېرېدونکې نقطې « بالقوه تنګ‌ځایونه » وبلل شي . دغه توپیر موږ ته زمینه برابروي چې د مسیر ، د لاسرسي د نقطې او د مسیر د محدودوونکې نقطې ترمنځ جلاوالی وساتو .

خو د واخان د ترانزیټي ظرفیت په اړه باید مبالغه ونه شي . لوړ غرنی موقعیت ، سخت اقلیمي شرایط ، جغرافيايي ستونزې ، د زیربناوو لوړ لګښت او د چین امنیتي ملاحظات د دې امکان محدودوي چې دغه مسیر په چټکۍ سره په یوه نړیوال لوی سړک بدل شي .

له همدې امله ، واخان په اوسنیو شرایطو کې د CPEC سمدستي سیال نه دی . CPEC د پانګونې ، زیربناوو، سړکونو ، بندرونو او اقتصادي ظرفیت له پلوه په بشپړ ډول په بلې کچې کې قرار لري .

خو د واخان اصلي اهمیت په بل ځای کې نغښتی دی : افغانستان او چین ته د یوه اضافي انتخاب برابرول .

د افغانستان لپاره ، واخان کولای شي د پاکستان پر لارو تکیه راکمه کړي؛ د چین لپاره ، د سیمه‌ییزو ارتباطي شبکو د تنوع یوه برخه کېدای شي ؛ د منځنۍ آسیا لپاره، په راتلونکي کې د جنوب او ختیځ پر لور د اتصال له انتخابونو څخه یو کېدای شي ؛ او د پاکستان لپاره ، هم بالقوه ننګونه او هم په یوه څو اړخیز ترانزیټي نظام کې د ګډون فرصت رامنځته کولای شي .

په پای کې ، د واخان راتلونکی د CPEC پر وړاندې په صفر–مجموعي سیالۍ کې نه ، بلکې د یوې څو–دهلېزي او څو–مرکزي سیمه‌ییزې شبکې د رامنځته کولو په امکان کې نغښتی دی ؛ داسې شبکه چې چین، افغانستان، منځنۍ آسیا، پاکستان او ایران وکولای شي له بشپړوونکو لارو څخه ګټه واخلي .

له همدې امله ، د واخان په اړه اساسي پوښتنه دا نه ده چې ایا دغه دهلېز کولای شي سمدستي د CPEC ځایناستی شي؛ بلکې دا ده چې ایا په راتلونکي کې د چین، منځنۍ آسیا، افغانستان او سویلي آسیا ترمنځ د پراخې ارتباطي شبکې په یوه بشپړوونکي تړونکي کړۍ بدلیدای شي که نه .

که دغه بهیر عملي شي، واخان به له یوې لرې پرتې جغرافيايي سیمې څخه د افغانستان پر یوه جیوپوليټيکي او اقتصادي شتمنۍ بدل شي؛ داسې شتمني چې اصلي ارزښت یې د پولو په بدلولو کې نه، بلکې د لارو په نښلولو، د نویو دروازو په رامنځته کولو، د ارتباطي تنګ‌ځایونو په مدیریت او د اقتصادونو او ټولنو په پیوستون کې دی .

په دې معنا ، واخان یوازې د افغانستان په ختیځ کې یوه «تنګه لاره» نه ده ؛ بلکې یو جغرافيايي دهلېز دی چې د جیوپوليټيکي دروازې او د ستراتیژیکو تنګ‌ځایونو د یوې مجموعې د جوړېدو ظرفیت لري؛ په دې شرط چې زیربناوې، امنیت، سرحدي هوکړې، سیمه‌ییزه همکاري او د محلي ټولنو ګټې په یو وخت کې په پام کې ونیول شي.

لمن لیکونه او ماخذونه ؛

۱. Asian Development Bank, CAREC Transport Strategy 2030 (Manila: Asian Development Bank, 2019); Asian Development Bank, Ports and Logistics Scoping Study in CAREC Countries (Manila: Asian Development Bank, 2021).

۲. Ayjaz Wani, “China and Afghanistan’s Jousting Over the Wakhan Corridor,” Observer Research Foundation, Issue Brief no. 796 (April 2025).

۳. “Sino-Afghan Boundary Treaty,” signed November 22, 1963, arts. 1–5.

۴. هماغه ماخذ ، لومړۍ ماده . د ۱۹۶۳ کال تړون د واخجیر د غرنۍ لارې لوړوالی ۴٬۹۲۳ متره ثبتوي .

۵. World Bank, Connectivity along Overland Corridors of the Belt and Road Initiative (Washington, DC: World Bank, 2019); World Bank, “The China-Pakistan Economic Corridor and the Growth of Trade,” Washington, DC.

۶. Ministry of Rural Rehabilitation and Development of Afghanistan, “سرک خامه واخان ولایت بدخشان تکمیل و به بهره‌برداری سپرده شد,” October 6, 2026.

۷. Isfandyar Zaman Khan, Ahsan Ali, Saad Hayat Tamman, and Gaukhar Ospanova, Central Asia, Afghanistan and Pakistan Trade Review (Washington, DC: World Bank Group, 2019).

۸. Dirk van der Kley, “China’s Security Activities in Tajikistan and Afghanistan’s Wakhan Corridor,” NBR Special Report, no. 80 (Seattle: National Bureau of Asian Research, September 3, 2019).

۹. Asian Development Bank, CAREC Transport and Trade Facilitation Strategy 2020 (Manila: Asian Development Bank, 2014); Asian Development Bank, CAREC Transport Strategy 2030 (Manila: Asian Development Bank, 2019).

۱۰. Hermann Kreutzmann, “The Wakhan Quadrangle,” in Oxford Research Encyclopedia of Asian History (Oxford: Oxford University Press, 2023).

۱۱. “Anglo-Russian Agreement concerning the Pamirs,” March 11, 1895; همدارنګه وګورئ: C. U. Aitchison, ed., A Collection of Treaties, Engagements and Sanads Relating to India and Neighbouring Countries, vol. 1 (Calcutta: Government of India).

۱۲. Qatar Digital Library, “A Collection of Treaties, Engagements and Sanads Relating to India and Neighbouring Countries,” India Office Records،

( د پامیر د سرحدي کمېسیون او د واخان د ختیځې برخې په اړه اسناد، ۱۸۹۵–۱۸۹۶ ).

۱۳. Hermann Kreutzmann, Pamirian Crossroads: Kirghiz and Wakhi of High Asia (Wiesbaden: Reichert Verlag, 2015).

۱۴. Nazif Shahrani, The Kirghiz and Wakhi of Afghanistan: Adaptation to Closed Frontiers and War (Seattle: University of Washington Press, 1979).

۱۵. “Sino-Afghan Boundary Treaty,” November 22, 1963.

۱۶. Asian Development Bank, CAREC Transport Strategy 2030.

کتاب‌لیک — انګلیسي سرچینې :

Asian Development Bank. CAREC Transport and Trade Facilitation Strategy 2020. Manila: Asian Development Bank, 2014.

CAREC Transport Strategy 2030. Manila: Asian Development Bank, 2019.

Ports and Logistics Scoping Study in CAREC Countries. Manila: Asian Development Bank, 2021.

Unlocking the Potential of Railways: A Railway Strategy for CAREC, 2017–2030. Manila: Asian Development Bank, 2017.

Aitchison, C. U., ed. A Collection of Treaties, Engagements and Sanads Relating to India and Neighbouring Countries. Calcutta: Government of India.

Khan, Isfandyar Zaman, Ahsan Ali, Saad Hayat Tamman, and Gaukhar Ospanova. Central Asia, Afghanistan and Pakistan Trade Review. Washington, DC: World Bank Group, 2019.

Kreutzmann, Hermann. Pamirian Crossroads: Kirghiz and Wakhi of High Asia. Wiesbaden: Reichert Verlag, 2015.

“The Wakhan Quadrangle.” In Oxford Research Encyclopedia of Asian History. Oxford: Oxford University Press, 2023.

Shahrani, Nazif M. The Kirghiz and Wakhi of Afghanistan: Adaptation to Closed Frontiers and War. Seattle: University of Washington Press, 1979.

Stein, Aurel. Innermost Asia: Detailed Report of Explorations in Central Asia, Kansu and Eastern Iran. Oxford: Clarendon Press, 1928.

van der Kley, Dirk. “China’s Security Activities in Tajikistan and Afghanistan’s Wakhan Corridor.” NBR Special Report, no. 80. Seattle: National Bureau of Asian Research, 2019.

Wani, Ayjaz. “China and Afghanistan’s Jousting Over the Wakhan Corridor.” Observer Research Foundation, Issue Brief no. 796. April 2025.

World Bank. Connectivity along Overland Corridors of the Belt and Road Initiative. Washington, DC: World Bank, 2019.

World Bank. The China-Pakistan Economic Corridor and the Growth of Trade. Washington, DC: World Bank.

تاریخي او حقوقي اسناد :

“Anglo-Russian Agreement concerning the Pamirs.” March 11, 1895.

British Library, India Office Records. “Map of the Country on Both Sides of the Boundary Line Drawn by the Joint Commission for Delimiting the Russian and Afghan Territories on the Pamirs, 1895.” Mss Eur F111/68, f. 28. 1896.

“Sino-Afghan Boundary Treaty.” Beijing, November 22, 1963.

د افغانستان رسمي سرچینې :

Ministry of Rural Rehabilitation and Development of Afghanistan. “سرک خامه واخان ولایت بدخشان تکمیل و به بهره‌برداری سپرده شد.” October 6, 2026.

Ministry of Rural Rehabilitation and Development of Afghanistan. “The Acting Minister of the Ministry of Rural Rehabilitation and Development Signs the Contract for the Second Phase of Wakhan’s Gravel Road Construction.” March 13, 2025.

Ministry of Rural Rehabilitation and Development of Afghanistan. “The Honorable Minister of Rural Rehabilitation and Development Met with the Ambassador of China and His Accompanying Delegation.” May 17, 2026.

په درنښت

د پاکستان له ستراتیژیک عمق څخه د افغانستان تر ستراتیژیکې خپلواکۍ پورې

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320