مکې تړون او د سیمهییز امنیتي نظم بیاجوړونه :
(د ترکیې ، سعودي عربستان او پاکستان د اتحاد جیوپولیتیک تحلیل)
لومړۍ برخه
لنډیز :
د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۷مه د ترکیې جمهوریت ، سعودي عربستان پاچاهي او د پاکستان اسلامي جمهوریت ترمنځ د «مکې د ګډې دفاع تړون » لاسلیک کېدل ، د لوېدیځې او جنوبي اسیا د امنیتي ترتیباتو د بیاجوړونې په بهیر کې له مهمو تحولاتو څخه ګڼل کېدای شي . دغه تړون ، چې د متقابلې دفاع پر اصل ولاړ دی ، پر دې بنسټ استوار دی چې پر یوه غړي هر ډول وسلهوال برید د ټولو درېیو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي . دا تړون په داسې شرایطو کې رامنځته شوی چې د سیمې د ځینو هېوادونو باور پر دودیزو امنیتي ترتیباتو ، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو پر امنیتي تضمینونو باندې ، له بېلابېلو ننګونو سره مخ شوی دی . نوی تړون همدارنګه د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر د پاکستان او سعودي عربستان د ستراتېژیک دفاعي تړون پر بنسټ ولاړ دی ؛ هغه تړون چې له مخې یې دواړو هېوادونو ژمنه کړې وه چې پر یوه هېواد هر ډول تېری به د بل هېواد پر وړاندې هم تېری وګڼي . د ستراتېژیکو مطالعاتو نړیوال انسټیټیوټ (IISS) دغه تحول د منځني ختیځ او جنوبي اسیا ترمنځ د نویو امنیتي اړیکو د رامنځته کېدو لپاره یو مهم عامل بللی دی.
د مکې د تړون جیوپولیتیک اهمیت یوازې د درېیو غړو هېوادونو په پوځي ظرفیتونو کې نه راټولېږي ؛ بلکې د یوه داسې سیمه وراخوا امنیتي ( فرا سیمه ایز ) شبکې د رامنځته کېدو په امکان کې نغښتی دی چې ترکیه د پوځي او دفاعي صنعت د ځواک په توګه ، سعودي عربستان د مالي، انرژۍ او د خلیج فارس د جیوپولیتیک ځواک په توګه ، او پاکستان د جنوبي اسیا د پوځي او اټومي ځواک په توګه له یو بل سره نښلوي. سره له دې، د ګواښونو په اړه د غړو هېوادونو د برداشتونو توپیر، د امنیتي لومړیتوبونو اختلاف، د ترکیې د ناټو له جوړښت سره تړاو، د پاکستان له چین او امریکا سره اړیکې، او د سعودي عربستان پر لوېدیځ د امنیتي اتکا دوام هغه عوامل دي چې نه پرېږدي دغه تړون په لنډمهاله توګه په یوه «اسلامي ناټو» یا بشپړ یو موټي پوځي ائتلاف بدل شي.
له همدې امله، د دې څېړنې اساسي استدلال دا دی چې د مکې تړون په اوسني وضعیت کې تر یوه بشپړ امنیتي نظم څخه زیات، «د څوپوړیز او څو–مرکزي امنیتي معمارۍ راټوکېدونکی هسته» ده. د دې تړون د بریالیتوب کچه به د دې له وړتیا سره تړاو ولري چې پوځي همکاری بنسټیزه کړي، امنیتي برداشتونه همغږي کړي، ګډ دفاعي صنایع رامنځته کړي او په تدریجي ډول د غړیتوب ساحه پراخه کړي.
۱. سریزه
د لوېدیځې اسیا امنیتي نظام په تېرو څو لسیزو کې تر ډېره د سیمهییزو قدرتونو، جیوپولیتیکو سیالیو او له سیمې څخه بهر د قدرتونو، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو، پر حضور ولاړ و. په دغه جوړښت کې د خلیج فارس عربي هېوادونه د خپل امنیت د تأمین لپاره تر ډېره د امریکا پر پوځي حضور، د وسلو پر پلور او امنیتي تضمینونو متکي وو؛ په داسې حال کې چې سیمهییزو قدرتونو لکه ایران، ترکیې او سعودي عربستان هر یوه هڅه کړې چې خپل د نفوذ ساحه او خپلواک دفاعي او بازدارنده ظرفیتونه پراخ کړي.
په جنوبي اسیا کې بیا د هند او پاکستان سیالي د سیمې د امنیتي جوړښت له مهمو ټاکونکو عواملو څخه ګڼل کېږي. له همدې امله، د یوه منځني ختیځ ځواک، یوه اناتولي ځواک او یوه اټومي جنوبي اسیايي ځواک ترمنځ رسمي اړیکه کولای شي له یوه عادي دوهاړخیز یا درېاړخیز تړون څخه ډېرې پراخې جیوپولیتیکې پایلې ولري .
په همدې چوکاټ کې ، د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۷مه د ترکیې ، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د مکې د ګډې دفاع تړون لاسلیک ځانګړی اهمیت پیدا کوي . د دغه تړون د اساسي اصل له مخې ، پر هر یوه له درېیو هېوادونو وسلهوال برید ، پر ټولو درېیو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي . د درېیو هېوادونو چارواکو ، په داسې حال کې چې د تړون پر دفاعي ماهیت یې ټینګار کړی ، ویلي چې دغه تړون د کوم ځانګړي هېواد ، په ځانګړې توګه د ایران، پر ضد نه دی جوړ شوی .
خو د نړیوالو اړیکو په تحلیل کې باید د یوه ائتلاف د «اعلان شوې موخې» او «ستراتېژیکې پایلې» ترمنځ توپیر وشي ؛ ځکه حتی هغه دفاعي تړون چې په رسمي توګه دفاعي ماهیت ولري ، کولای شي د سیمې د نورو لوبغاړو امنیتي محاسبې بدلې کړي .
د دې تحول اهمیت هغه مهال لا څرګندېږي چې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر د پاکستان او سعودي عربستان د متقابل دفاع تړون په دوام کې وکتل شي . په هغه تړون کې هم دواړو هېوادونو اعلان کړی و چې پر یوه هېواد تېری به پر دواړو هېوادونو تېری ګڼل کېږي او د تړون اساسي هدف د دفاعي همکاریو او ګډ بازدارندګۍ پیاوړتیا وه . د ستراتېژیکو مطالعاتو نړیوال انسټیټیوټ په باور ، د پاکستان او سعودي عربستان دغه تړون کولای شي د دواړو هېوادونو دفاعي ، ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې پیاوړې او د منځني ختیځ او جنوبي اسیا ترمنځ نوې امنیتي اړیکې رامنځته کړي .
له بلې خوا ، د ترکیې ، مصر ، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د موسومې «R4» ( Regional Four / سیمهییزه څلور اړخیزه ډله یا څلور اړخیز سیمهییز چوکاټ . )چوکاټ رامنځته کېدل ښيي چې د دغو قدرتونو همکاری یوازې تر پوځي ساحې پورې محدوده نه ده . دغو څلورو هېوادونو د ۲۰۲۶ کال په جون کې په قاهره کې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د منځني ختیځ او شاوخوا سیمو د سولې ، امنیت ، ثبات او هوساینې په اړه پر دوامداره سلا مشورو او همغږۍ ټینګار وکړ .
له همدې امله ، د مکې تړون باید د یوه پراخ بهیر یوه برخه وبلل شي ؛ هغه بهیر چې سیمهییز قدرتونه پکې هڅه کوي د دودیزو امنیتي جوړښتونو تر څنګ یا له هغو څخه نسبتاً خپلواک نوي امنیتي ترتیبات رامنځته کړي .
پر همدې بنسټ ، د دې څېړنې اساسي پوښتنه داسې مطرح کېږي :
ایا د ترکیې ، سعودي عربستان او پاکستان دفاعي تړون کولای شي په لوېدیځه او جنوبي اسیا کې د یوه نوي امنیتي نظم د رامنځته کېدو لامل شي ؟
فرعي پوښتنې یې دا دي : د دغو درېیو هېوادونو جیوپولیتیک او پوځي ظرفیتونه څه دي ؟ کوم عوامل د دوی د همګرایۍ سبب شوي دي؟ کوم محدودیتونه کولای شي د دغه تړون د یوه پایدار ائتلاف په توګه د بدلېدو مخه ونیسي؟ او دغه تحول به پر ایران ، امریکا ، چین ، هند او افغانستان څه ډول اغېزې ولري؟
د څېړنې اساسي فرضیه دا ده چې د مکې تړون په لنډمهال کې د یوه بشپړ نوي سیمهییز نظم د رامنځته کولو توان نه لري ؛ خو که دفاعي همکاری بنسټیزه شي او د غړیتوب ساحه پراخه شي ، دغه تړون کولای شي په لوېدیځه او جنوبي اسیا کې د څو–مرکزي امنیتي نظم د بیاجوړونې له اساسي بنسټونو څخه یو وګرځي .
۲. نظري چوکاټ : د ځواک موازنه ، بازدارندګي ( Deterrence مشخصاً د دې معنا لري چې د احتمالي مقابل لوري د اقدام د مخنیوي لپاره د مجازاتو ، تاوان یا متقابل اقدام ګواښ شتون لری . ) او سیمهییز امنیت
د مکې د تړون د تحلیل لپاره د نړیوالو اړیکو په برخه کې د « ځواک د موازنې » نظریه مناسب نظري چوکاټ وړاندې کوي . د واقعګرایۍ له لیدلوري ، دولتونه په یوه داسې نړیوال نظام کې چې مرکزي مقتدره اداره نه لري ، د خپل امنیت د ساتنې لپاره اړ دي چې خپل داخلي او بهرني ظرفیتونه پیاوړي کړي . د ائتلافونو او اتحادونو رامنځته کول د بهرني موازنې له مهمو وسیلو څخه دي .
له همدې امله ، کله چې دولتونه احساس کړي چې د دوی امنیتي چاپېریال د بدلون په حال کې دی یا دودیز امنیتي تضمینونه نور کافي نه دي ، نو د نویو امنیتي ترتیباتو د رامنځته کولو پر لور حرکت کوي .
له دې لیدلوري ، د مکې تړون د نرمې او څوپوړیزې موازنې یوه بڼه ګڼل کېدای شي . دغه تړون په لازمي ډول د یوه مشخص هېواد پر ضد د بلاک د جوړېدو معنا نه لري ؛ بلکې درې واړه هېوادونه هڅه کوي چې پر ځان د احتمالي تېري لګښت لوړ کړي او د راتلونکو تحولاتو پر وړاندې خپله زیانمننه راکمه کړي .
په حقیقت کې ، د دغه ډول تړون اصلي فلسفه د « د ائتلاف له لارې بازدارندګۍ » په مفهوم کې موندل کېدای شي .
بازدارندګي ( Deterrence ) هغه مهال اغېزمنه وي چې مقابل لوری باور وکړي چې پر یوه غړي برید به داسې لوړ لګښت ولري چې د هماغه هېواد له انفرادي دفاعي ظرفیت څخه به ډېر زیات وي. له همدې لیدلوري، د درېیو هېوادونو ترکیب ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه هر غړی ائتلاف ته د قدرت بېلابېل ډولونه واردوي .
سعودي عربستان پراخ مالي او انرژیک منابع لري ؛ ترکیه د پام وړ پوځي او دفاعي صنعتي ظرفیت لري؛ او پاکستان پراخ پوځي بشري ځواک، عملیاتي تجربه او اټومي توان لري .
د « سیمهییز امنیتي کمپلکس » له نظریې څخه هم ویلای شو چې د لوېدیځې اسیا او جنوبي اسیا د هېوادونو امنیتي وضعیت په زیاتېدونکي ډول له یو بل سره تړل کېږي . د خلیج فارس بحرانونه ، افغانستان ، ترهګري ، د ایران او سعودي عربستان سیالي ، د هند او پاکستان رقابت ، د سره سمندرګی تحولونه ، انرژي او سوداګریزې لارې هغه عوامل دي چې د منځني ختیځ او جنوبي اسیا ترمنځ امنیتي پوله یې تر یوه حده کمرنګه کړې ده .
د ۲۰۲۵ کال د پاکستان او سعودي عربستان تړون هم په دقیق ډول د همدې ډول امنیتي اړیکې یوه بېلګه وړاندې کوي .
۳. د تړون د رامنځته کېدو جیوپولیتیک زمینه
د مکې تړون د سیمې په امنیتي چاپېریال کې د رامنځته شویو تحولاتو له په پام کې نیولو پرته نه شي تحلیل کېدای. په وروستیو کلونو کې څو هممهاله بهیرونو سیمهییز قدرتونه د نویو امنیتي ترتیباتو رامنځته کولو ته هڅولي دي .
لومړی ، د سیمې د هېوادونو اندېښنه د امریکا د امنیتي ژمنو د کچې او کیفیت په اړه زیاته شوې ده. موضوع یوازې د امریکا د حضور د کمېدو مسئله نه ده؛ بلکې په واشنګټن کې د بهرني سیاست د وړاندوینې د وړتیا په اړه د سیمهییزو هېوادونو برداشت هم بدل شوی دی.
له همدې امله ، د سیمې ځینو هېوادونو هڅه کړې چې له امریکا سره د خپلو اړیکو د ساتلو ترڅنګ ، له نورو قدرتونو لکه چین، ترکیې او پاکستان سره خپلې امنیتي او اقتصادي اړیکې هم پراخې کړي .
دویم ، د سیمهییزو لوبغاړو د پوځي او توغندیزو ظرفیتونو زیاتوالی او د نیابتي جګړو پراختیا د لوېدیځې اسیا امنیتي چاپېریال لا پېچلی کړی دی . د خلیج فارس هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې یوازې پر بهرنیو قدرتونو د پوځي برلاسۍ تکیه کول حتمي نه ده چې د دوی امنیت تضمین کړي .
درېیم ، د پاکستان او سعودي عربستان اړیکې له ۲۰۲۵ کال وروسته نوي پړاو ته داخلې شوې دي . د دواړو هېوادونو متقابل دفاعي تړون چې د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې لاسلیک شو ، د درېاړخیز تړون لپاره یې مهم حقوقي او سیاسي بنسټ برابر کړ.
څلورم ، د ترکیې او سعودي عربستان اړیکې په وروستیو کلونو کې له سیالۍ او اختلاف څخه د پراخې همکارۍ پر لور حرکت کړې دي . دغه بدلون ښيي چې ګډ جیوپولیتیکي منافع کولای شي د تېر وخت پر ځینو اختلافاتو برلاسي شي .
له همدې امله، د مکې تړون باید د یوه ناڅاپي تصمیم پر ځای د یوه تدریجي تحول پایله وبلل شي .
۴. د تړون د درېیو غړو جیوپولیتیک ظرفیت
۴.۱. ترکیه ؛ پوځي ـ صنعتي ځواک او جیوپولیتیک پُل
ترکیه د اروپا ، منځني ختیځ ، قفقاز او مدیترانې ترمنځ د اتصال تر ټولو مهمه کړۍ ده . د ناټو غړیتوب ، پراخه پوځي تجربه، ځانګړی جغرافیایي موقعیت او د کورنیو دفاعي صنایعو وده، ترکیه د سیمې له مهمو پوځي قدرتونو څخه ګرځولې ده.
ترکیه د بېپیلوټه الوتکو ، توغندیو ، زغرهوالو وسایطو او نورو دفاعي تجهیزاتو د تولید په برخه کې د پام وړ ظرفیت لري. دغه ظرفیت کولای شي د مکې تړون ته یو مهم صنعتي بُعد ورکړي .
له همدې امله، د ترکیې رول یوازې د پوځي ځواکونو په استولو پورې محدود نه دی؛ بلکې د ټکنالوژۍ، روزنې، ګډ تولید او پوځي پوهې د انتقال تر برخو پورې هم غځېدای شي .
له جیوپولیتیک پلوه ، ترکیه همدارنګه کولای شي د اروپا د امنیتي جوړښت او د اسلامي نړۍ د امنیتي ترتیباتو ترمنځ د یوه پُل رول ولوبوي .
۴.۲. سعودي عربستان؛ مالي، انرژیک او د خلیج فارس جیوپولیتیک ځواک
سعودي عربستان له اقتصادي او انرژیک پلوه د سیمې له مهمو لوبغاړو څخه دی. د دغه هېواد اهمیت یوازې په اقتصادي ځواک کې نه راټولېږي ؛ بلکې د خلیج فارس، سره سمندر او د نړیوالو انرژیکو لارو په شاوخوا کې یې جغرافیایي موقعیت د هغه جیوپولیتیک اهمیت لا زیاتوي .
ریاض په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې له امریکا سره د خپلو امنیتي اړیکو د ساتلو ترڅنګ، له چین، روسیې، ترکیې او نورو قدرتونو سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي .
له همدې امله ، د مکې تړون کولای شي د سعودي عربستان د «ستراتېژیک تنوع» د سیاست یوه برخه وبلل شي ؛ یعنې د یوه واحد امنیتي منبع پر وړاندې د اتکا کمول، پرته له دې چې له هغې سره خپلې اړیکې په بشپړه توګه پرې کړي.
۴.۳. پاکستان ؛ د جنوبي اسیا پوځي او اټومي ځواک
پاکستان له جیوپولیتیک پلوه د منځني ختیځ او جنوبي اسیا ترمنځ د نښلولو تر ټولو مهم غړی دی . دغه هېواد لوی پوځ ، پراخه پوځي تجربه او اټومي ظرفیت لري.
خو د مکې تړون لپاره د پاکستان ارزښت یوازې په پوځي ځواک کې نه راټولېږي. پاکستان د ایران، افغانستان، چین، هند او عربي بحیرې په ګاونډیتوب کې ځانګړی جغرافیایي موقعیت لري او له همدې امله کولای شي د پراخې امنیتي معمارۍ لپاره مهم جیوپولیتیک رول ولوبوي .
له دې لیدلوري ، د سعودي عربستان او ترکیې په امنیتي جوړښت کې د پاکستان شاملېدل د دې تړون جغرافیایي محدوده له لوېدیځې اسیا څخه هاخوا جنوبي اسیا ته غځوي .
۵. ولې د درېیو هېوادونو ترکیب ځانګړی اهمیت لري؟
د تړون اهمیت د درېیو هېوادونو د قدرتونو په «جبري جمع» کې نه ، بلکې د هغوی د ظرفیتونو په نسبي بشپړتیا کې دی .
ترکیه ټکنالوژي او پوځي ـ دفاعي صنعتي ظرفیت وړاندې کوي؛ سعودي عربستان پانګه، اقتصادي سرچینې او انرژي لري؛ او پاکستان پوځي ظرفیت، بشري ځواک او ستراتېژیکه اټومي بازدارندګي دې ترکیب ته ورزیاتوي .
له دې لیدلوري، د احتمالي کار وېش داسې تصور کېدای شي :
ترکیه → ټکنالوژي او دفاعي صنایع
پاکستان → بشري ځواک ، پوځي تجربه او ستراتېژیکه بازدارندګي
سعودي عربستان → پانګه ، انرژي او مالي ظرفیت
که دغه کار وېش په بنسټیز او منظم ډول رامنځته شي، تړون کولای شي له یوه سیاسي توافق څخه په یوه امنیتي ـ صنعتي شبکه بدل شي .
دغه تحول له ستراتېژیک پلوه د یوه ساده دفاعي تعهد په پرتله ډېر زیات اهمیت لري.
۶. ایا د مکې تړون د «اسلامي نړۍ ناټو» ده ؟
د مکې تړون د تشریح لپاره د «اسلامي ناټو» یا «د اسلامي نړۍ ناټو» اصطلاح له رسنیز پلوه جذابه ده ؛ خو له علمي نظره لا تر اوسه د دې اصطلاح کارول له وخته مخکې دي .
ناټو متحد قومانده ، د پرېکړې منظم میکانیزمونه، ګډ پوځي معیارونه ، دفاعي پلان جوړونه ، عملیاتي زیربناوې او د څو لسیزو ګډې پوځي همکارۍ تجربه لري .
د مکې تړون په اوسني حالت کې له دغو ډېرو بنسټیزو جوړښتونو څخه برخمن نه دی .
له همدې امله ، د دغه تړون لپاره تر ټولو دقیق تعریف دا دی :
«د یوه سیمهییز امنیتي جوړښت راټوکېدونکې هسته . »
که درې واړه هېوادونه په راتلونکي کې ګډه قومانده، منظم پوځي تمرینونه، د استخباراتي معلوماتو د تبادلې سیستم، ګډ هوايي او توغندیز دفاعي سیستمونه او ګډ دفاعي صنایع رامنځته کړي ، هغه مهال به وکولای شو چې دغه تړون د یوه واقعي پوځي ائتلاف پر لور د حرکت په توګه تعبیر کړو .
۷. تر ټولو ستر محدودیت : د ګواښونو په اړه د ګډ برداشت نشتوالی
د تړون تر ټولو مهم جوړښتي ننګونه د درېیو هېوادونو د امنیتي لومړیتوبونو توپیر دی .
د پاکستان لپاره هند لا هم تر ټولو مهم ستراتېژیک سیال دی او افغانستان هم د دغه هېواد د امنیتي چاپېریال مهمه برخه جوړوي .
د سعودي عربستان لپاره د خلیج فارس امنیت، ایران، یمن، انرژیک امنیت او سیمهییز ثبات ډېر زیات اهمیت لري.
د ترکیې لپاره بیا سوریه، عراق، کردان، ختیځه مدیترانه، قفقاز، روسیه او له ناټو سره اړیکې ځانګړی اهمیت لري .
له همدې امله ، دغه درې واړه هېوادونه یو واحد ګډ دښمن یا مشخص ګډ ګواښ نه لري.
همدا مسئله کولای شي د بحران پر مهال د تړون لپاره یوه جدي آزموینه وي.
که، د بېلګې په توګه ، د هند او پاکستان ترمنځ بحران رامنځته شي، ایا ترکیه او سعودي عربستان به حاضر شي چې په پوځي توګه جګړې ته داخل شي؟
که په خلیج فارس کې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ پوځي بحران رامنځته شي، ایا پاکستان او ترکیه به په مستقیم ډول جګړې ته داخل شي ؟
او که د ترکیې او د هغې د یوه ګاونډي ترمنځ بحران رامنځته شي ، ایا سعودي عربستان او پاکستان به د پوځي ځواک له کارولو سره د ترکیې ملاتړ وکړي ؟
د دغو پوښتنو ځوابونه لا تر اوسه روښانه نه دي .
له همدې امله ، د تړون واقعي ځواک به په راتلونکي کې د هغه په سیاسي متن کې نه، بلکې د عملیاتي تعهداتو په اعتبار کې سنجول کېږي .
۸. ایران او د مکې تړون
ایران له هغو مهمو هېوادونو څخه دی چې باید د دې تحول پایلې په خپلو ستراتېژیکو محاسبو کې شاملې کړي .
د تړون درې واړو غړو ټینګار کړی چې دغه توافق د ایران پر ضد نه دی جوړ شوی . د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم د تړون پر غیرهدفمند ماهیت ټینګار کړی دی .
خو له جیوپولیتیکي نظره ، د ترکیې ، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د پوځي همکاریو زیاتوالی په طبیعي توګه د ایران پر امنیتي چاپېریال اغېز کوي .
په عین حال کې ، د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۱۰مه د تهران رسمي غبرګون د پام وړ و. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې تهران د دغه تړون په اړه د اندېښنې کوم دلیل نه ویني او که سیمهییز امنیتي ترتیبات پراخ او د سیمې پر واقعیتونو ولاړ وي ، نو دغه ډول ترتیبات کولای شي په سیمه کې د سیمهییز امنیت پر زیاتېدونکې اتکا کې برخه واخلي .
د ایران دغه دریځ له ستراتېژیک پلوه مهم دی؛ ځکه ښيي چې تهران په اوسني پړاو کې هڅه کوي د مکې تړون په یوه څرګند ضدایراني ائتلاف بدل نه شي .
له همدې امله ، د ایران او دغه تړون راتلونکې اړیکې په دوو مسیرونو کې حرکت کولای شي :
لومړی مسیر : د امنیتي سیالۍ او متقابلې موازنې رامنځته کېدل .
دویم مسیر : د تړون بدلېدل په یوه داسې جامع سیمهییز امنیتي نظام چې ایران هم پکې رول ولري .
د سیمهییز ثبات له نظره، دویم مسیر تر ټولو مطلوب دی ؛ خو د دې تحقق تر ډېره د ایران له سعودي عربستان او ترکیې سره د اړیکو، او همدارنګه د امریکا او اسرائیل د راتلونکو رولونو پورې تړلی دی .
۹. د امریکا لپاره د تړون پایلې
د مکې تړون باید په ساده ډول د امریکا له سیمې څخه د وتلو په معنا تعبیر نه شي .
برعکس ، د تړون درې واړه غړي لا هم له امریکا سره په بېلابېلو کچو مهمې اړیکې لري. ترکیه د ناټو غړې ده؛ پاکستان له امریکا سره اوږدې امنیتي اړیکې لري؛ او سعودي عربستان په منځني ختیځ کې د واشنګټن له مهمو شریکانو څخه دی .
له همدې امله ، دغه تړون تر ډېره د امنیتي اتکا څخه د امنیتي تنوع پر لور د حرکت څرګندونه کوي .
دا توپیر ډېر مهم دی : د سیمې هېوادونه لازماً نه غواړي چې امریکا له سیمې وباسي ؛ بلکې غواړي چې د امنیت په برخه کې زیات انتخابونه ولري .
له دې لیدلوري، د مکې تړون واشنګټن ته یو ستراتېژیک پیغام هم ورکولای شي :
«د سیمې امنیت نور یوازې د یوه بهرني قدرت پر تضمینونو متکي کېدای نه شي.»
که دغه بهیر دوام ومومي ، امریکا به په راتلونکي کې له یوې لا زیاتې څو–قطبي سیمې سره مخ شي ؛ داسې سیمه چې ترکیه، سعودي عربستان ، ایران ، اسرائیل، مصر او پاکستان به هر یو د امنیتي معمارۍ یوه برخه جوړوي .
۱۰. د چین لپاره د تړون پایلې
چین له یوې خوا ښايي د پاکستان او سعودي عربستان د همکاریو له زیاتېدو هرکلی وکړي ؛ ځکه دواړه هېوادونه د بیجینګ مهم اقتصادي شریکان دي .
له بلې خوا ، د ترکیې ، سعودي عربستان او پاکستان د همکاریو پراختیا کولای شي چین دې ته اړ کړي چې د لوېدیځې اسیا د امنیتي جوړښت په اړه خپلې محاسبې بیا وارزوي .
خو په اوسني وضعیت کې د مکې تړون د چین پر ضد د یوه ائتلاف په توګه نه شو تعبیرولای .
پاکستان له چین سره ډېرې نږدې ستراتېژیکې اړیکې لري او سعودي عربستان هم په وروستیو کلونو کې له بیجینګ سره خپلې اقتصادي او ستراتېژیکې همکارۍ پراخې کړې دي .
له همدې امله ، د مکې تړون تر ډېره د ستراتېژیک څو اړخیزتوب څرګندونه کوي ، نه دا چې درې واړه هېوادونه دې په یوه واحد جیوپولیتیکي اردو کې شامل شوي وي .
۱۱. د هند لپاره د تړون پایلې
هند له هغو مهمو لوبغاړو څخه دی چې دغه تحول به په دقت سره تعقیب کړي .
پاکستان او هند اوږدمهاله او څو اړخیزه سیالي لري او پاکستان اټومي ظرفیت هم لري. له همدې امله ، د پاکستان او د منځني ختیځو مهمو قدرتونو ترمنځ د دفاعي همکاریو هر ډول پراختیا کولای شي د هند پر امنیتي محاسبو اغېز وکړي .
خو دا باید داسې تعبیر نه شي چې سعودي عربستان او ترکیه به د هند او پاکستان د جګړې په صورت کې حتمي ډول جګړې ته داخلېږي .
د هند لپاره د مکې تړون تر ټولو مهم پیغام په اوسني پړاو کې تر ډېره سیاسي او بازدارنده دی ، نه عملیاتي .
نوې ډېلي باید له دې وروسته په خپلو ستراتېژیکو محاسبو کې د پاکستان او سیمهییزو قدرتونو ترمنځ د احتمالي دفاعي اړیکو پراختیا هم شامله کړي .
۱۲. مصر ؛ د تړون د راتلونکي ټاکونکی متغیر
د راتلونکي لپاره یوه له مهمو پوښتنو څخه د مصر د احتمالي ګډون مسئله ده .
مصر د نفوس ، پوځي ځواک ، جغرافیایي موقعیت او په عربي نړۍ کې د تاریخي رول له پلوه کولای شي د تړون وزن په پام وړ توګه لوړ کړي .
دغه موضوع په ځانګړې توګه د R4 چوکاټ له امله اهمیت لري . ترکیې ، مصر ، پاکستان او سعودي عربستان د ۲۰۲۶ کال په جون کې د امنیتي مسئلو په اړه د همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار کړی و .
له همدې امله ، له بنسټیز پلوه د دغو څلورو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یو سیاسي بستر له مخکې موجود دی .
خو د مصر غړیتوب اسانه نه دی . قاهره باید له امریکا او اسرائیل سره خپلې موجودې امنیتي او سولېزې اړیکې په پام کې ونیسي او ښايي ونه غواړي چې داسې ژمنې ومني چې د هغې ستراتېژیکه آزادي محدوده کړي .
له همدې امله ، مصر کولای شي د تړون د راتلونکي لپاره هم تر ټولو ستر فرصت او هم له مهمو سیاسي آزموینو څخه یوه وي .
۱۳. قطر او کویت ؛ د احتمالي پراختیا راتلونکی پړاو
د خلیج فارس هېوادونو ته د تړون پراختیا هم کولای شي د هغه امنیتي جوړښت بدل کړي .
قطر له یوې خوا له ترکیې سره نږدې اړیکې لري او له بلې خوا له امریکا سره مهمې اړیکې ساتي . کویت هم په خلیج فارس کې ځانګړی جیوپولیتیک موقعیت لري .
خو د ډېرو هېوادونو شاملېدل یوه اساسي ستونزه هم رامنځته کوي: د غړو زیاتوالی لازماً د انسجام د زیاتوالي معنا نه لري .
هرڅومره چې د غړو شمېر زیاتېږي، په هماغه اندازه د ګواښونو په اړه د برداشتونو، بهرنیو اړیکو او امنیتي لومړیتوبونو اختلاف هم زیاتېدای شي .
له همدې امله، د تړون پراختیا باید په تدریجي ډول او د امنیتي ګټو د واقعي همګرایۍ پر بنسټ ترسره شي .
۱۴. افغانستان او د تړون جیوپولیتیک اهمیت :
افغانستان باید د دغه تړون په تحلیل کې له پامه ونه غورځول شي;؛ ځکه دغه هېواد د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا ، چین ، ایران او منځني ختیځ د اتصال په یوه مهم جغرافیایي موقعیت کې قرار لري .
پاکستان د افغانستان پر امنیتي چاپېریال له تر ټولو اغېزناکو هېوادونو څخه دی. ترکیه هم د افغانستان په مسئله کې له سیاسي او ډیپلوماټیک پلوه رول لري او سعودي عربستان هم د افغانستان په سیاسي تحولاتو کې اوږد تاریخي سابقه لري .
که په راتلونکي کې د درېیو هېوادونو همکاری د افغانستان موضوع ته وغځېږي ، ښايي د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د سرحدونو د امنیت ، مهاجرت ، سوداګرۍ او سیمهییز اتصال په برخو کې د یوه ګډ درېاړخیز لید شاهدان شو .
له افغانستان څخه د دې تحول لیدلوري دواړه، فرصت او ګواښ لري .
که د درېیو هېوادونو همکاری پر اقتصادي پراختیا، سیمهییز اتصال او د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې متمرکزه وي ، کولای شي د افغانستان له ثبات سره مرسته وکړي .
خو که افغانستان د پاکستان ، ایران ، چین او نورو قدرتونو ترمنځ د امنیتي سیالۍ پر ډګر بدل شي، نو دغه تړون کولای شي پر کابل جیوپولیتیک فشارونه زیات کړي .
له همدې امله ، د افغانستان سیاست باید د دې تحول پر وړاندې پر فعال بېطرفۍ ، د بهرنیو اړیکو پر تنوع او د افغانستان د بدلولو د مخنیوي پر اصل ولاړ وي ؛ څو هېواد د سیمهییزو قدرتونو د سیالۍ پر ډګر بدل نه شي .
۱۵. ایا د مکې تړون کولای شي نوی سیمهییز نظم رامنځته کړي؟
د دې پوښتنې ځواب تر ډېره د دې پورې تړلی دی چې موږ « سیمهییز نظم » څنګه تعریفوو .
که سیمهییز نظم یوازې د یوه پوځي ائتلاف د رامنځته کېدو په معنا وګڼو، د مکې تړون لا تر اوسه دې پړاو ته نه دی رسېدلی .
خو که سیمهییز نظم د ائتلافونو، امنیتي ترتیباتو ، اقتصادي اړیکو ، د قدرت د موازنو او د همکاریو د بنسټونو له مجموعې څخه عبارت وبولو ، نو د مکې تړون کولای شي د یوه نوي نظم له جوړوونکو عناصرو څخه یو وي .
په حقیقت کې ، سیمه له یوه نسبتاً ساده جوړښت څخه، چې امریکا پکې د امنیت تر ټولو مهم تأمینونکی و، د یوه څو–مرکزي جوړښت پر لور روانه ده .
په نوي جوړښت کې بېلابېل لوبغاړي ځانګړي رولونه لري :
امریکا → امنیتي تضمینونه او پوځي حضور
چین → اقتصاد، پانګونه او سوداګري
ترکیه → پوځي ځواک او دفاعي صنایع
سعودي عربستان → انرژي، پانګه او عربي نفوذ
ایران → سیمهییز ځواک او جیوپولیتیک موقعیت
پاکستان → پوځي ځواک او له جنوبي اسیا سره اړیکه
هند → د جنوبي اسیا اقتصادي او پوځي ځواک
په داسې چاپېریال کې ، د مکې تړون کولای شي د دغه څو–مرکزي نظم له مهمو قطبونو څخه یو شي .
۱۶. راتلونکي سناریوګانې
لومړی سناریو : محدود او سمبولیک تړون
په دې سناریو کې توافق تر سیاسي کچې محدود پاتې کېږي او پوځي همکاری به محدوده وي. په دې حالت کې، تړون به تر ډېره د بازدارندګۍ او سیاسي پیغام د لېږد وسیله وي .
دا سناریو په لنډمهاله توګه په بشپړه توګه محتمله ده .
دویم سناریو : د سیمهییزې دفاعي شبکې رامنځته کېدل
په دې حالت کې درې واړه هېوادونه استخباراتي همکاری، ګډ پوځي تمرینونه، د وسلو ګډ تولید، د ځواکونو روزنه او دفاعي همکاری پراخوي .
په دې صورت کې به تړون په یوه واقعي امنیتي میکانیزم بدل شي .
درېیم سناریو : د تړون پراختیا او د سیمهییز بلاک رامنځته کېدل
که مصر، قطر، کویت یا د سیمې نور هېوادونه ورسره یوځای شي، تړون کولای شي په یوه پراخ امنیتي چوکاټ بدل شي.
په دې مرحله کې به نور دا یوازې یو درېاړخیز توافق نه وي .
څلورم سناریو : د ګټو د تضاد له امله ناکامي
دغه سناریو هم باید له پامه ونه غورځول شي. د ایران، اسرائیل، هند، سوریې، افغانستان او له امریکا سره د اړیکو په اړه اختلافات کولای شي د دې لامل شي چې غړي د بحران پر مهال د خپلو ژمنو بشپړ عملي کولو ته حاضر نه شي .
په داسې شرایطو کې به تړون په یوه محدود سیاسي چوکاټ بدل شي .
پایله :
د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د مکې د ګډې دفاع تړون باید د لوېدیځې او جنوبي اسیا د پراخېدونکي امنیتي جوړښت په چوکاټ کې تحلیل شي. دغه تړون له یوې خوا د هغه بهیر منطقي دوام دی چې د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې د پاکستان او سعودي عربستان له دفاعي تړون سره پیل شو، او له بلې خوا د سیمهییزو قدرتونو ترمنځ د پراخېدونکو همکاریو د هغه بهیر یوه برخه ده چې د R4 په څېر چوکاټونو کې هم څرګند شوی دی.
جیوپولیتیک تحلیل ښيي چې درې واړه هېوادونه یو د بل د ظرفیتونو بشپړوونکي ظرفیتونه لري. ترکیه پوځي او صنعتي ځواک او ځانګړی جیوپولیتیک موقعیت لري؛ سعودي عربستان مالي ځواک، انرژیک ظرفیت او په عربي نړۍ کې سیاسي نفوذ لري؛ او پاکستان پراخ پوځي ظرفیت، عملیاتي تجربه او اټومي توان لري.
که دغه ظرفیتونه په بنسټیز او منظم ډول سره یوځای شي، کولای شي د پام وړ بازدارنده شبکه رامنځته کړي.
سره له دې، تړون له مهمو جوړښتي محدودیتونو سره هم مخ دی. تر ټولو مهم محدودیت د امنیتي ګواښونو په اړه د ګډ او واحد برداشت نشتوالی دی. د پاکستان امنیت تر ډېره د هند او افغانستان تر اغېز لاندې دی؛ سعودي عربستان له ایران، خلیج فارس او یمن سره امنیتي ستونزې لري؛ او ترکیه بیا تر ډېره سوریې، عراق، قفقاز، ختیځې مدیترانې او د ناټو امنیتي چاپېریال ته متوجه ده.
له همدې امله، په اوسني پړاو کې دا تمه نه شي کېدای چې درې واړه هېوادونه به د یو بل په ټولو بحرانونو کې پوځي مداخله وکړي.
پر همدې بنسټ، د مکې تړون ته د «اسلامي ناټو» نوم ورکول په اوسني پړاو کې له علمي پلوه دقیق نه دي. دغه تړون لا هم د یوه بشپړ پوځي ائتلاف ډېری بنسټیزې او عملیاتي ځانګړنې نه لري.
تر ټولو دقیق تعریف یې دا دی:
«د څو–مرکزي سیمهییز امنیتي جوړښت راټوکېدونکې هسته.»
خو له دې سره سره، د تړون اهمیت باید کم ونه ګڼل شي. که د درېیو هېوادونو همکاری له سیاسي ژمنې څخه د استخباراتي معلوماتو تبادلې، ګډو پوځي تمرینونو، دفاعي صنایعو، هوايي او توغندیزې دفاع، د پوځي تجهیزاتو ګډ تولید او د دایمي پرېکړهکولو میکانیزمونو تر کچې لوړه شي، نو دغه تړون کولای شي په یوه مهم امنیتي قطب بدل شي.
په دې منځ کې د مصر غړیتوب یو ټاکونکی متغیر دی. ترکیه، مصر، پاکستان او سعودي عربستان له مخکې د R4 په چوکاټ کې سلا مشورې کوي او دغه وضعیت د همکاریو د پراختیا لپاره مناسب سیاسي بستر رامنځته کوي. که مصر له دفاعي تړون سره هم یوځای شي، نو د تړون نفوسي، پوځي او جیوپولیتیک وزن به په پام وړ توګه زیات شي.
له ایران څخه د کتنې له مخې، دغه تړون هم یوه ننګونه او هم یو فرصت دی. ننګونه له دې امله چې د ترکیې او سعودي عربستان د امنیتي همغږۍ زیاتوالی کولای شي د ایران ستراتېژیک چاپېریال لا پېچلی کړي؛ او فرصت له دې امله چې که تړون د یوه جامع سیمهییز امنیتي جوړښت پر لور حرکت وکړي، ایران کولای شي د یوه نوي بلاک پر وړاندې د درېدو پر ځای په یوه څو اړخیز امنیتي نظام کې فعال رول ولوبوي.
د تهران وروستی دریځ، چې پر پراخو او ټولشموله سیمهییزو امنیتي ترتیباتو یې ټینګار کړی، له همدې لیدلوري د پام وړ دی.
د امریکا لپاره هم دغه تحول په لازمي ډول په سیمه کې د نفوذ د له منځه تلو معنا نه لري؛ خو د سیمهییز امنیت د تأمین په برخه کې د امریکا د انحصار د کمېدو نښه بلل کېدای شي. د سیمې هېوادونه د واشنګټن سره د اړیکو پرېکولو پر ځای د ستراتېژیک تنوع پر لور حرکت کوي؛ یعنې له امریکا سره د اړیکو د ساتلو ترڅنګ له ترکیې، پاکستان، چین او نورو قدرتونو سره همکارۍ پراخوي.
په پای کې، د دې څېړنې اساسي فرضیه تر یوه زیات بریده تأییدېږي: د مکې تړون په خپلواکه توګه لا تر اوسه د یوه نوي سیمهییز نظم د رامنځته کولو وړتیا نه لري؛ خو کولای شي د لوېدیځې او جنوبي اسیا د امنیتي نظم د بیاجوړونې له مهمو عناصرو څخه یو شي.
د دغه تړون راتلونکی تر ډېره پر درېیو اساسي عواملو پورې تړلی دی:
لومړی، د پوځي همکاریو د بنسټیزېدو کچه؛
دویم، د غړو هېوادونو د ګټو د اختلافونو د مدیریت وړتیا؛
درېیم، د غړیتوب د پراختیا کچه او د یوه ټولشموله امنیتي جوړښت رامنځته کول.
له دې لیدلوري، اصلي تحول هغه مهال رامنځته کېږي چې د مکې تړون له یوه «د متقابلې دفاع سیاسي تعهد» څخه په یوه داسې «سیمهییز امنیتي بنسټ» بدل شي چې عملیاتي، اقتصادي او صنعتي ظرفیت ولري.
په هغه صورت کې به وکولای شو د یوه نوي امنیتي قطب د راټوکېدو خبره وکړو؛ داسې قطب چې جغرافیایي ساحه به یې له اناتولۍ او خلیج فارس څخه تر جنوبي اسیا پورې غځېدلې وي.
له همدې امله، د څېړنې وروستی ځواب دا دی چې:
د مکې تړون په اوسني پړاو کې نوی سیمهییز نظم نه دی رامنځته کړی؛ خو کولای شي د هغه نوي امنیتي نظم له اساسي بنسټونو څخه یو شي چې اوس مهال د رامنځته کېدو په حال کې دی.
دغه نوی نظم به ښايي نه دوهقطبي وي او نه هم په بشپړه توګه د یوه واحد قدرت تر مشرۍ لاندې؛ بلکې څو–مرکزي، شبکېمحور او د بدلېدونکو ائتلافونو پر بنسټ ولاړ امنیتي جوړښت به وي.
—
سرچینې
۱. Al Jazeera. “Which Other Countries Could Join the Turkiye-Saudi-Pakistan Defence Pact?” August 9, 2026.
۲. International Institute for Strategic Studies (IISS). “The Pakistan–Saudi Arabia Defence Relationship.” February 2026.
۳. Ministry of Foreign Affairs of Pakistan. “Joint Statement on the State Visit of Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif to the Kingdom of Saudi Arabia.” September 17, 2025.
۴. Ministry of Foreign Affairs of Türkiye. “Joint Statement of the R4 Following the Fourth Consultative Meeting of the Foreign Ministers of Türkiye, Egypt, Pakistan and Saudi Arabia.” June 21, 2026.
۵. Reuters. “Iran Says No Reason to Fear Pakistan-Turkey-Saudi Security Pact.” August 10, 2026.
۶. Telci, Ismail Numan. “The Emergence of a Regional Security Framework: Türkiye, Pakistan, Saudi Arabia and Egypt.” Al Jazeera Centre for Studies, May 14, 2026.
په درنښت
سیف قاضيزاده
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.