په مادي دنیا کې خو معمول دا دی چې انسان د زدکړې لپاره ټولو اړوند ښوونیزو وسایلو ته اړتیا لري،استاد،کتاب،ښوونځی او نور ټول اړوند ممد درسي مواد باید شتون ولري ،تر څو انسان زده کړه وکولی شي او په ټولنه کې د یوه ګټور انسان رول ادا کړي ،خپل هېواد،ټولنې ،کورنۍ او ان بشریت ته خدمت وکړي،د هستۍ امکانات د خپل ځان د هوساینې لپاره استعمال کړي .
خو بل لور ته که ښه ځیر شوو په معنوي نړۍ کې بیا یو بل موثر او عجیب استاد شتون لري،د زمانې او وخت د دوران استاد او لارښود.
په دې نړۍ کې انسان نه په ښوونځي کې درس وایي، نه کتاب په لاس کې لري، نه د خپل درس لپاره تخته او قلم ته اړتیا لري، خو همدا عجیب استاد انسان ته داسې درسونه ورکوي چې که وجدان یې ویښ وي، د عمر تر پایه یې هېرولای نه شي.
زمانه کله د انسان په لاس او اختیار کې د عزت ، قدرت ،واک او منزلت ټول امکانات ږدي، تر څو وګوري چې له عزت،قدرت،واک او منصب سره سره د انسانیت او اسلامیت له جادې وزي که نه؟ مست ،سرکشه ،مغرور او ظالم کېږي ، که متواضع الله تعالی ته مطیع او خاشع پاتې کېږي او هر څه د الله تعالی ورکړه ګڼي ؛ او کله یې له همدې امکاناتو او فرصتونو محروموي، څو وښيي چې د عزت حقیقت یې په خپل واک کې و،که د ذات اقدس الله تعالی په واک کې؟
زموږ او ستاسې په زمانه کې څومره کسان وو چې پرون د قدرت پر څوکۍ ناست وو، خلک به یې د دروازې تر شا په ساعتونو ساعتونو انتظار ولاړ وو، د هغوی د راتګ په تمه به ساعتونه ساعتونه تېرېدل، هر څه به یې چې زړه غوښتل هغه به یې تر سره کول، ظلم، وحشت ،قتل ،غارت ،رشوت غصب به یې په ټولنه کې تر سره کول؛ خو نن د هغوی د دروازې نښې هم نه لیدل کېږي،شان،شوکت او دبدبه یې سر خوړلی، هغوی چې په یوه اشاره به یې بازارونه تړل، اوس د خلکو سره دمخ کېدو څخه هم وېره لري او ځینې خو آن اوس دومره ناهیلي دي چې د خپل قبر له خاموشۍ سره هم خبرې نه شي کولای.
او بل لوري ته څومره کسان وو چې د فقر په تنګه کوڅه کې به یې چا نوم هم نه اخیست؛ نه یې ماڼۍ لرله، نه خزانه، نه خدمتګاران؛ خو زړه یې له ایمان، صداقت، اسلامیت او انسانیت څخه دومره شتمن ؤ چې د زمانې په کتاب کې یې نوم په زرینو کرښو ثبت شوی دی.
زمانه د انسان تر ټولو لوی ښوونکی دی؛ خو د دې ښوونکي درسونه په کتابونو کې نه لیکل کېږي، بلکې د ژوند په پاڼو کې لوستل کېږي. څوک یې په تجربه زده کوي، څوک یې په تېروتنه، څوک یې د خلکو په چلند او څوک یې د خپلو هیلو په ماتېدو.
زمانه انسان ته دا درس ورکوي چې هر څه تلپاتې نه دي. هغه څوک چې نن پر تخت ناست دی، کېدای شي سبا له هماغه تخت څخه لرې شي؛ او هغه څوک چې نن د خلکو په سترګو کې نه ښکاري، کېدای شي سبا د هماغو خلکو د درناوي وړ وګرځي. مقام بدلېږي، شتمني کمېږي او ډېرېږي، ملګرتیاوې پیدا کېږي او له منځه ځي؛ خو د انسان عملونه د هغه له نوم سره پاتې کېږي.
زمانه دا هم راښيي چې هره موسکا د مینې نښه نه ده، او هره چوپتیا د کمزورۍ نښه نه ده. ځینې خلک په خبرو کې ډېر لوی وي، خو په عمل کې ډېر کوچني او واړه؛ او ځینې کسان ډېر لږ خبرې کوي، خو د اړتیا پر مهال تر ټولو نږدې ولاړ وي.
د زمانې له مهمو درسونو څخه یو دا دی چې انسان باید د خلکو له ظاهري بڼې څخه د هغوی د حقیقت په اړه ژر پرېکړه ونه کړي. وخت ډېرې پردې پورته کوي. هغه څه چې سترګې یې نه شي لیدلای، تجربه یې انسان ته ورو ورو ورښيي.
زمانه انسان ته د صبر درس هم ورکوي. ځینې غوښتنې سمدستي نه پوره کېږي، ځینې لارې اوږدې وي او ځینې خوبونه د تحقق لپاره کلونه غواړي. خو څوک چې د وخت له قانون سره اشنا شي، پوهېږي چې هره مېوه خپل موسم لري او هره پایله خپل وخت.
او تر ټولو ستر سبق دا دی چې انسان باید له زمانې سره تېر نه شي، بلکې له زمانې څخه زده کړه وکړي. تېروتنه که تجربه شي، سبق دی؛ ماتې که انسان بیدار کړي، بریا ته لاره ده؛ او د خلکو بېوفایي که د انسان زړه مات کړي، خو که د انسان بصیرت زیات کړي، نو هغه درد بېګټې نه دی.
نو د زمانې له دې تګ راتګ او دوران څخه باید عبرت واخلو او زده کړه ترې وکړو، ځکه هره ورځ چې په موږ تېریږي، زموږ د عمر له کتابه یوه پاڼه اړوي. موږ فکر کوو چې ورځې تېرېږي، حال دا چې زموږ عمر تېرېږې او ورځې او وخت زموږ د عمر د تېرېدو شاهدانې دي،زموږ د کړو وړو صحنې په خپله پراخه لمن کې ثبتوي.
نن چې روغ یوو، باید د ناروغ پوښتنه وکړو ،سبا کېدای شي موږ د هغه په څېر در رنځ پر بستر پراته وو او د ناروغۍ له درد او کړاو سره لاس اوګرېوان وو
نن چې شتمن یوو ،باید د بېوزلانو لاس ونیسوو؛ کېدای شي سبا زموږ داړمنتیا لاس د هغوی دروازې ته ورسېږي.
نن چې واک راسره دی، باید له کمزورو او اړمنو سره مرسته وکړو ،ظلم ورسره ونه کړو ،حقوق یې غصب نه کړو ،ژوند یې تریخ نه کړو ،ځکه د قدرت او واک څوکۍ تل د یوه انسان څوکۍ نه وي.
او نن چې د چا عیب وینوو،باید د هغه په اړه له غرور څخه ډډه وکړه؛ ځکه د انسانانو حالتونه د باد په مخه کړو پاڼو په څېر ژر بدلېږي: یوه پاڼه نن پورته وي او بله ښکته، خو سبا یې ځایونه بدل وي.
د زمانې تر ټولو ستر عبرت دا دی چې هیڅ شی پر یوه حال نه پاتې کېږي.
ځواني په بوډاتوب بدلېږي، ځواک په کمزورۍ، شتمني په فقر، روغتیا په ناروغۍ، ژوند په مرګ او ملاقات په بېلتون.
نو هوښیار هغه نه دی چې د نن ورځې په نعمت مست شي، له هوشه ووزي؛ هوښیار هغه دی چې د سبا د بدلون لپاره د نن ورځې له نعمت څخه د خیر توښه واخلي.
زمانه هېڅوک نه هېروي؛ خو د هر چا کیسه په یوه ډول نه بلکې په ځانګړي ډول لیکي.
د یوه چا نوم د ماڼیو پر دېوالونو او لویو پوسټرونو پر مخ لیکي او له منځه یې وړي؛د بل چا نوم د خلکو په زړونو کې لیکي، او هغه نوم د ده له مرګه وروسته هم ژوندی پاتې کېږي.
نو راځئ چې له زمانې یوازې د عمر تېرېدل زده نه کړو؛ بلکې د عمر ارزښت او د پیښو څخه عبرت هم ترې زده کړو.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
