په افغانستان کې د ننه افواهاتو او په پاکستان کې د افغان جنګي ډلو د شتون راپورونو ته په کتو داسې ښکاري چې افغانستان د خپل سیاسي او امنیتي تاریخ یوه بل حساس پړاو ته د ننوتو په حالت کې قرار لري. د ولس ترمنځ ورځ تربلې زیاتېدونکې اندېښنې، د نویو مخالفو ډلو ټپلو راټوکېدل، په کور د ننه د اختلافاتو راپورونه او د سیمې د هېوادونو متضادې ګټې داسې پېچلی چاپېریال رامنځته کوي چې د هېواد د راتلونکي لپاره خطرناکې پایلې درلودلاى شي. دغه شان وضعیت اندېښنې راپاروي او ژورې ارزونې ته اړتیا لري؛ په ځانګړې توګه د افغانستان جغرافیايي موقعیت او زیان منونکي تاریخي شاليد ته په کتو چې تل د جیوپولیټیکي سیالیو ښکار ګرزول شوى دی. بنأً موږ باید د احتمالي راټوکيدونکو ناورينونو، څرګندو نيمګړتياو، سیاسي تعبیرونو او بېاساسه ادعاوو ترمنځ توپیر درک وکړو.
د اوسنی نظام له بیا واکمن کيدو څخه څه باندې پنځه کاله وروسته، افغانستان له یوه متضاد حالت سره مخ دی. هېواد که څه هم له هغو کورنيو جګړو، چور چپاول څخه وژغورل شو چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته یې اټکل کېده او یو حاکم ځواک په ټول هېواد کنټرول لري، له لسیزو سیاسي پاشلتيا وروسته یې ځمکنۍ بشپړتیا او اداري جريان تضمین کړی دی؛ خو له دغې سرتاسري واکمني سره سره، نظام لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی. نړیواله انزوا، د بشري حقونو ستونځې، اقتصادي ترينګلتيا، د معاصرو زده کړو په برخه کې ورځ تر بلې زياتېدونکي او نه جبرانيدونکې محدوديتونه هغه عوامل دي چې د هېواد د اوږدمهاله راتلونکي په هکله اټکل له سختو پوښتنو لاندې راولي. بنأً افغانستان په يادو برخو کې داسې بنسټیزې بیا ارزونې ته اړتیا لري چې اقلاً د زده کړو په برخه کې د روښانه راتلونکي درلودلو په دعوه کې ريښتونولي مو تضمین شي.
د وسلهوالو مخالفو ډلو را څرګندېدل چې راپورونو له مخې په پاکستان کې له پټنځایونو او ملاتړ څخه برخمنې دي، یو بل داسې اندېښمنوونکی اړخ دى چې جدي پاملرنه غواړي. د ډېرېدونو راپورونه، د پخوانیو امنیتي کسانو ښکېلتیا، د سیاسي او پوځي شبکو جوړېدل ښئي چې کورنۍ نيمګړتياوې په تدريجي ډول له بهرني ملاتړ سره غوټه کېږي او په افغانستان کې د لا ډېرې بېثباتي لامل کېدای شي. البته د مخالفو نيابتي ډلو شتون باید د یوه منظم بدیل سیاسي واک د رامنځته کېدو په معنا ونه ګڼل شي. د هغوی د رهبري جوړښتونه، سیاسي لیدلوری، وړتیاوې، جغرافیایي حضور او د ولسي ملاتړ کچه لا هم تیت او پاشلي دي. یوازې اعلامیې نشي کولای د داسې بدیل شتون ثابت کړي چې په ملي کچه مشروعیت او د حکومتولي اغېزمنه وړتیا ولري.
له پراخ ولسي ملاتړ څخه برخمن، په هېواد کې د ننه راټوکيدلي، خپلواک باوري او عملي سیاسي پروګرام او سوله ییزې سیاسي مبارزې ته د روښانه ژمنتیا په نشتوالي کې، د وسلهوالو ډلو ډېرېدل د دې پر ځای چې د هېواد د ژورو سیاسي ستونځو د هواري لپاره لار پرانیزي، سیاسي ټوټه ټوټه کېدل لا پسې ژوروي.
د افغانستان جغرافیایي موقعیت، امنیتي چاپېریال، اقتصادي وړتیاوې او سیمهییز اهميت د تل په څېر د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو ځواکمنو هېوادونو پام ځانته رااړوي. چین، روسیه، ایران، پاکستان، د امریکا متحده ایالات او د خلیج هېوادونه هر یو د افغانستان په اړه جلا ګټې او تګلارې لري. خو له افغان سیاسي لورو سره د هغوی ډیپلوماتیکې اړیکې باید په اتوماتیک ډول د همغږو پوځي ارادو او پلانونو د ثبوت په توګه تعبیر نشي؛ سیاسي انګېرنې او ګومانونه باید د ثابت جیوپولیټیک واقعیت په توګه وړاندې نشي.
د افغانستان په سیاسي او امنیتي چارو کې د پاکستان تاریخي لاسوهنو ته په کتو، د افغان چارواکو تورونه او په رسنیو کې له افغان توپکوالو سره د دغه هیواد د اوسني رول په اړه خپاره شوي راپورونه له پامه نشي غورځول کېدای. دغه نوښتونه، په ځانګړي ډول د تاریخي مخینو او د سیمې د پېچلو سیاسي او امنیتي تحولاتو په رڼا کې، جدي څېړنو ته اړتیا لري. په ورته وخت کې، د بهرني ملاتړ، یا د وسلوال تقابل لپاره د چمتووالي په اړه ادعاوې باید عيني واقعيتونه نه بلکې د باوري شواهدو پر بنسټ وسنجول شي.
پر دې سربېره، هغه خطر له پامه نشو غورځولاى چې د افغانستان په کور د ننه سیاسي اختلافات د بهرنیو هېوادونو له امنیتي محاسبو سره غوټه شي، نو پراخ سیمهییز او نړیوال اړخونه خپلولاى شي. ښائي بېلابېل لوبغاړي هڅه وکړي چې د سیاسي اړیکو، نیابتي شبکو، اقتصادي فشارونو، یا د ځانګړو ډلو د ملاتړ له لارې په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي. د دغه کار پایلې هغه وخت خورا ویجاړونکې ثابتېداى شي چې افغان سیاسي ډلې د واک د ترلاسه کولو لپاره د بهرني پوځي ملاتړ په لټه کې شي. د نیابتي ځواک په توګه له پاکستان سره درېدل، د دغه هېواد په هکله په افغانستان کې د خورا منفي ذهنیت شتون، د افغانستان له ملي ګټو سره په ټکر کې دي او د هېواد د سیاسي خپلواکي او راتلونکي لپاره نه جبران کېدونکې پایلې درلودلاى شي.
په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان ترخې تجربې د جنګي ځواک او د پرديو د نیابتي ډلو په رول کې د سیاسي واک د حکومتونو د نسکوريدو د هڅو په هکله روښانه او څرګند خبرداری ورکوي. هغه داسې چې دغه کړنې ملي حاکمیت تر پښو لاندې کوي، د خپلواک ګراف ښکته کوي، د سیاسي جوړجاړي هیلې کمزورې کوي، او هېواد ناامنیو په نوېو څپو کې ډوبوي. دغه اندېښنه د پاکستان په اړه په خورا لوړه کچه صدق کوي، چې د افغانستان په کورنیو شخړو کې د دغه هیواد لخوا د نیابتي لوبغاړو ملاتړ تل د افغان ولس په منځ کې د سختې کرکې په مرکز کې قرار لري. د نيابتي ډلو په تړاو قضاوت باید پرته له استثنا پر ټولو سیاسي ډلو یو شان تطبیق شي. هېڅ افغاني ډله باید د واک ترلاسه کولو لپاره د بهرنی پوځي ملاتړ ترلاسه کول مشروع او د منلو وړ لاره ونه ګڼي. تاریخ ثابته کړې چې کله هم کورنۍ جګړې د متضادو بهرنیو ګټو لپاره په وسیله بدلې شوې دي، انساني، اقتصادي او ټولنیز تاوان یې یوازې عامو افغانانو ته رسيدلى دى او بهرني لوبغاړي تل د خپلو بدلېدونکو ستراتیژیکو ګټو سره سم خپلې تګلارې او د ملاتړ اړخونه بدلوي. د افغانانو ترمنځ اختلافات هم باید سملاسي د وسلوالې نښتې نښه ونه ګڼل شي. پوښتنه دا ده چې ایا اختلافات د سوله ييزو لارو چارو له لارې هوارېږي او که بهرنيو لاسوهنو ته لاره هواروي.
د تاريخ په دغه حساسو شېبو کې د افغانستان اغېز درلودونکي مذهبي، سیاسي او ټولنیز مشران مهم مسؤلیت لري چې د سوله ییز سیاسي سمون او بدلون لپاره داسې چوکاټ جوړ کړي چې واک یې له افغان ملت سره وي. باوري سیاسي بدیل باید له حاکم نظام سره د مخالفت یا د جنګي ځواک پر بنسټ نه، بلکې د خپل سیاسي لیدلوري، ولسي باور، حساب ورکونې او ملي ګټو ته د ژمنتیا له مخې وپېژندل شي. هر ډول تلپاتې جوړجاړی باید د ټولنې د بېلابېلو پرګنو رښتینی ګډون تضمین او د هېواد د وګړنیزو (دیموګرافیکو) واقعیتونو څرګندونه وکړي. سیمهییز لوبغاړي هم باید د اغيزمنې ديپلوماسي له مخې مجبور شي چې له داسې تګلارو ډډه وکړي چې سیاسي نفاق ته لمن وهي یا افغانستان د ستراتیژیکو سیالیو پر ډګر بدلوي.
د افغانستان تاريخي شاليد ته په کتو پوهيږو چې نه کودتاوې، نه جنګي بریاوې او نه هم د يوې ډلې پر ځای د بلې ډلې واک ته رسيدل کولای شي سیاسي مشروعیت، بنسټیز ثبات او یا هم ملي پخلاینه تضمین کړي. بنأً اساسي انتخاب د تېرو ویجاړوونکو تجربو تکرار نه بلکې د سوله ییزو او ولسمحوره اصلاحاتو ته مبارزه ده. افغانستان بلې نيابتي جګړې ته نه، بلکې ژورو سیاسي اصلاحاتو ته اړتیا لري، سیالو وسلهوالو ډلو ته نه، بلکې ملي اجماع ته اړتیا لري؛ او د نظام د پاشل کېدو یوه بل ناورین ته نه، بلکې اوږدمهاله سیاسي تفاهم ته اړتیا لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
