په کونړ، پکتیکا، پکتیا، خوست او په کندهار کې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پراخېدونکي کړکېچ څرګندونه کوي. پاکستان دغه عملیات د هغو وسلهوالو ډلو پر وړاندې د دفاعي اقدام په توګه توجیه کوي چې اسلاماباد یې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان د بریدونو مسئول ګڼي. افغانستان بیا د پاکستان تورونه ردوي. ياد بریدونه په خپله خاوره باندي د پاکستان تيرى او د مکې تړون له مسئوليتونو څخه د پښو سپکولو هڅه ګڼي. د دواړو خواوو ترمنځ بنسټیزه ستونځه دا ده چې د امنیتي ادعاوو د سپیناوي او د اختلافونو د مدیریت لپاره اغېزمن دوهاړخیز میکانیزم نشته.
په کونړ او پکتیکا کې او وروسته په کندهار او نورو سیمو کې د پاکستان لخوا د بریدونو تر سره کول پوښتنه رامنځته کوي چې ايا د قطر او ترکيې لخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د سمون د هڅو په ترڅ کې ددغې شخړې دومره پراخول او په کندهار باندي بريد، چيرته د طالبانو ستر مشر شتون لري، یوازې د پاکستان لخوا د ادعا شويو موخو په چوکاټ کې توجيه کېدای شي؟ له دې څخه ورهاخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد څرګندونې هم له پامه نه غورځول چې پاکستان هڅه کوي د مکې تړون له مخې د خپلو مسئولیتونو د نه ترسره کولو لپاره د افغانستان سره په جګړه کې ښکېلتیا د عذر په توګه وړاندې کړي.
د ټي ټي پي په هکله باید د مستندو واقعیتونو، سیاسي تعبیرونو او تحليلونو ترمنځ توپیر وشي. د دغې ډلې شتون او په پاکستان کې یې فعالیتونه په نړیوالو رسنیو کې ثبت شوي، خو په دغه هېواد کې د ټي ټي پي د عملياتي جغرافيې محدوديت، د جګړې په څرنګوالي کې د بدلون رنګ او نیرنګ ته په کتو دغه پوښتنه مطرح کېږي چې د ځينو شنونکو په خبره پاکستان خو به په ريښتوني ډول امنیتي ستونځه د خپلو ستراتیژیکو موخو او د افغانستان پر وړاندې د سیاسي او پوځي فشار لپاره د وسيلې په توګه نه کاروي؟
په افغانستان کې ګڼ شمېر شنونکي ادعا کوي چې له افغانستان څخه پاکستان ته د امنیتي ګواښ کچه دومره لوړه نه ده څومره يې پاکستان انځوروي. د شنونکو په اند نړیوالو ته د افغانستان په هکله د خطرناک او ننګوونکي انځور وړاندې کول د پاکستان د اوږدمهالې ستراتېژي برخه ده. پاکستان هڅه کوي د افغانستان انزوايي حالت ثابت وساتي او په دغه هېواد کې خپلو تګلارو ته د امريکا له ګټو سره همغږې کولو ته دوام ورکړي.
له مودو راهیسې په افغانستان او سيمه کې د پاکستان د اوږدمهاله تګلارو تاریخي شالید هم له پامه نشي غورځول کېدای. پاکستان په تېرو لسیزو کې د سیمې د وسلهوالو ډلو په ملاتړ او روزنه کې رول درلوده. د هغوى لخوا د ایډیالوژي پر بنسټ پالل شوې ځینې جنګي ډلې وروسته خپلواکې شوې او د پاکستان پر وړاندې هم ودرېدې. له همدې امله، د نن ورځې امنیتي بحران له همدغه امنیتي میراث سره تړلی ښکاري.
د پاکستان د اوسني چلن تر شا خپلو ستراتیژیکو موخو ته د لاسرسي ترڅنګ د کابل په محاسبو باندي د فشار راوړلو او د خبرو په مېز باندي د خپل دریز د پیاوړي کولو اړخ هم لیدل کېږي. دا د پاکستان له خوا اعلان شوې موخه نه، بلکې یوه تحلیلي ارزونه ده چې په پراخه کچه مطرح کېږي. په کندهار کې برید او د عملیاتو جغرافیایي پراختیا ښايي دا پیغام ولري چې اسلاماباد لکه څنګه چې ذبيح الله مجاهد وايي غواړي د مکې د تړون له مخې د يمن د حوثيانو په وړاندې د ګام نه پورته کولو لامل، له افغانستان سره په جګړه کې د خپل هېواد ښکيلتيا وښيي او له بلې خوا په افغانستان باندې فشار زيات کړي.
پاکستان په عین حال کې له یوه بل بدلون سره هم مخ دی: افغانستان نور د پخوا په څېر یوازې پر پاکستاني اقتصادي او ترانزیټي لارو متکي هېواد نه دی. له ایران، منځنۍ اسیا، چین او نورو سیمهییزو خواوو سره د اړیکو پراختیا د اسلاماباد د پخواني نفوذ ستره برخه محدوده کړې ده. په دغو شرایطو کې پوځي فشار ښايي د پاکستان لپاره د نفوذ ساتلو یا بېرته پیاوړي کولو یوه وسیله وي؛ خو که د پاکستان فشار او په وړاندي يې د افغانستان مقاومت دوام ومومي، معکوسې پایلې هم درلودلای شي او افغانستان د بدیلو سیمهییزو او اقتصادي اړیکو پر لور لا ډېر وړاندې تللای شي.
په سیمه کې موجود پېچلي جیوپولیټیک وضعیت، د افغانستان کورنیو ستونځو، د پاکستان پرلهپسې بریدونو، د افغانستان د بدنامه کولو لپاره د دغه هېواد نړیوال کمپاین او د افغانستان انزوايي حالت په پام کې نیولو سره، افغانستان ته یوازې د پاکستان د تورونو ردول بسنه نه کوي. که له افغان خاورې څخه د وسلهوالو فعالیتونو په هکله ادعاوې کېږي، افغانستان باید د خپل حاکمیت په چوکاټ کې د دغو ادعاوو د څېړلو او تایید لپاره مسلکي میکانیزم، په کور دننه پراخ ملاتړ او په نړیواله کچه پياوړې لابي ولري. دا به له یوې خوا د پاکستان د ادعاوو د ردولو لپاره مستند بنسټ برابر کړي او له بلې خوا به د هغو احتمالي موخو د شنډولو لپاره لاره هواره کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان یا نورو هېوادونو پر وړاندې د ګواښ د شتون ادعاوو پر بنسټ تعقیبېږي.
د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره بله حل لاره داده چې د هوايي بریدونو او متقابلو پوځي اقداماتو د درولو لپاره بیړنی تفاهم رامنځته شي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ داسې اوږدمهاله امنیتي میکانیزم جوړ شي چې د امنیتي ادعاوو په هکله د شواهدو شریکول، د پېښو ګډه څېړنه او د اختلافونو د ژر حل لپاره لاره هواره کړي. دواړه هېوادونه باید د خپلې خاورې د امنیت او د بل هېواد پر وړاندې د وسلهوالو فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې خپل مسئولیت په جدي ډول ترسره کړي او خپلې امنیتي اندېښنې په يو بل باندي د بريدونو او متقابلو تورونو لګولو پرځاى د ګډو میکانیزمونو له لارې تعقیب کړي.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتې دروازې د روښانه دوهاړخیزو ضمانتونو په چوکاټ کې باید پرانیستې پاتې شي. د دروازو د تړلو شرایط باید له مخکې څخه په دوهاړخیزه هوکړه کې مشخص او یوازې په محدودو او استثنايي مواردو پورې منحصر وي. که دوهاړخیز میکانیزم په کومه جدي موضوع کې پاتې راشي، دواړه خواوې باید د باور وړ درېم لوري یا سیمهییز منځګړیتوب ته د مراجعه کولو لپاره له مخکې څخه هوکړه ولري. د چابهار، منځنۍ اسیا، چین او نورو سوداګريزو لارو پراختیا د افغانستان لپاره له پاکستان سره د سوداګري د پرېکون لپاره نه، بلکې باید د دې لپاره وي چې د یوې لارې تړل د افغانستان اقتصاد له جدي زیان سره مخ نه کړي. که پاکستاني لارې د لګښت، سرعت، امنیت او اعتبار له پلوه سیالې پاتې شي، افغان سوداګر به یې په طبیعي ډول وکاروي.
په پای کې، د اوسني وضعیت حل په پوځي بريدونو او ځوابي غچ اخیستو کې نه، بلکې په داسې چوکاټ کې دی چې امنیتي شخړې د ګډو میکانیزمونو، اقتصادي اړیکې د متقابلو ضمانتونو او سیاسي ستونځې د اوږدمهاله خبرو له لارې مدیریت کړاى شي. دواړه هېوادونه باید د بریدونو، د دروازو د تړلو او متقابل فشار پر ځای د بحران د مخنیوي لپاره داسې دوه اړخيز طرزالعمل رامنځته کړي چې د متقابل امنیت، اقتصادي ثبات او مسئولانه اړیکو لپاره لاره هواره شي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
