د پښتو ادب نازکخیال، نرګيسې، هنرذوقه، د لفظونو جادويي موسیقۍ او د شاعرانه انځور رنګینو او هنريت ماهير د هېواد شعر او شاعرۍ، نومیالي شاعر، ښاغلي پیر محمد کاروان، دا غزل د ژوند د دوهګوني طبیعت، د مینې د بدلېدونکو څېرو، د انسان احساساتو د ناپایدارۍ او شاعر د تخیل د رنګینۍ هنداره ده.
ښاغلی کاروان صاحب په دې غزل کې یوازې د مینې کیسه نه کوي؛ بلکې ژوند د یوې داسې معما په توګه راپېژني چې کله د ملګرتیا په جامه کې راڅرګندېږي او کله د دښمنۍ په څېره کې. کله د ګل په څېر د زړه پر ورغوي کېښودل کېږي او کله د کاڼي په څېر د انسان د احساساتو پر نازکو پاڼو لګېږي.
راځئ، د غزل هر بیت د خیال په نرمو تورو پرانیزو او د ماناوو هغه رنګین ګلونه یې راوشکوو چې شاعر د لفظونو په بڼ کې غوړېدلي دي.
لومړی بیت
کله د کوترې په څېر کله هم د مار غوندې
ژوند کله دښمن شي کله کله بیا د یار غوندې
که ددې بيت ظاهري مانا ته وګور وو، نو شاعر ژوند له دوو متضادو موجوداتو سره تشبیه کوي:
کوتره او مار. کوتره د سولې، مینې، نرمۍ او بېضررۍ سمبول دی؛ خو مار د وېرې، خطر، پټ ګواښ او ناڅاپي برید انځور په ذهن کې راژوندی کوي.
ژوند هم همداسې دی؛ کله د کوترې په څېر زموږ پر اوږه کښېني، د سکون او خوښۍ وزرونه راباندې وغوړوي او د امید په سپینو بڼکو مو زړونه روښانه کړي؛ خو کله د مار په څېر له پټې تیارې راووځي، د باور پر نازکو ریښو غاښونه ولګوي او زموږ د ارمانونو ګلونه مړاوي کړي.
که د هنري او فکري زاویه له دريځ يې تحليل کړو، نو
د دې بیت ښکلا په متضادو انځورونو کې نغښتې ده. شاعر د ژوند د پېژندلو لپاره اوږدې فلسفي جملې نه لیکي، بلکې دوه داسې انځورونه وړاندې کوي چې هر یو یې د مانا یوه پراخه نړۍ لري.
کوتره ژوند د مهربانۍ څېره ده او مار یې د بېرحمۍ څېره.
شاعر د خیال په هنداره کې ژوند نه تل د مینې پناهځای دی او نه تل د درد زندان؛ بلکې د دواړو ترمنځ یو خوځنده حقیقت دی.
د «یار» او «دښمن» ترمنځ تقابل د بیت فکري ځواک لا پسې پیاوړی کوي. ژوند کله زموږ د ارمانونو لاس نیسي او د بریا پر لور مو بیایي، خو کله زموږ د هیلو څراغونه پخپله مړه کوي.
دلته شاعر لوستونکي ته دا پیغام ورکوي چې د ژوند پر یوه څېره باید دومره باور ونه شي چې بله څېره یې هېره شي.
که هنري ارزونه يې وکړ: په دې بیت کې تشبیه، تضاد او سمبولیک انځورګري په ګډه کارول شوي دي. د کوترې او مار انتخاب د شاعر د نازکخیالۍ څرګندونه کوي، ځکه هغه د ژوند یوه پېچلې فلسفه په دوو ساده، خو ژورو انځورونو کې راټولوي.
دویم بیت
هغه شېبې تېرې شوې چې تا به راته وویل
واچوه لاسونه مې په غاړه کې د هار غوندې
که ظاهري مانا ته يي وګور:
شاعر د تېرې مینې له یوې خوږې شېبې سره مخامخ دی. هغه وختونه نور تېر شوي چې محبوبې به ورته په مینه ویل خپل لاسونه زما پر غاړه د هار په څېر راچاپېر کړه.
دلته لاسونه یوازې لاسونه نه دي؛ بلکې د مینې کړۍ، د عاطفې غاړکۍ او د دوو زړونو ترمنځ د نږدېوالي هغه نرمه ژبه ده چې بې له خبرو هم خبرې کوي.
هنري او عاطفي تحلیل
دا بیت د یادونو له هغو پټو کوڅو څخه یوه ده چې انسان په کې یوازې نه ګرځي؛ بلکې له خپل تېر وخت سره مخامخ کېږي.
د «هغه شېبې تېرې شوې» جمله د بیت عاطفي فضا ټاکي. شاعر له هماغه پیله لوستونکي ته وايي چې د مینې یوه زمانه پای ته رسېدلې ده. هغه څه چې یو وخت د خوښۍ ژوندی حقیقت وو، اوس د یادونو په چوکاټ کې پاتې دي.
خو د بیت تر ټولو نازک انځور د لاسونو او هار ترمنځ تشبیه ده.
هار د ښکلا، زینت او نږدېوالي نښه ده. شاعر د محبوب پر غاړه د لاسونو د تاوېدو غوښتنه د هار له انځور سره تړلې ده؛ په دې توګه لاسونه د مینې په ګاڼه بدلېږي.
څومره نازک تصور دی!
د انسان لاسونه، چې عموماً د کار، ځواک او حرکت وسیلې ګڼل کېږي، دلته د مینې په داسې ګاڼه بدلېږي چې نه له سرو زرو جوړه ده او نه له سپینو زرو؛ بلکې د زړه له تودوخې او د احساس له رڼا جوړه ده.
خو د بیت اصلي درد په همدې ښکلا کې پټ دی. شاعر اوس د هغې شېبې خاوند نه دی؛ یوازې یې یاد ورسره پاتې دی.
په دې بیت کې د مینې پخوانۍ تودوخه د اوسني فراق له سړې سیورې سره مخامخ شوې ده.
شاعر په مستقیم ډول نه وايي چې محبوبه ترې لرې شوې، خو د تېر وخت یادونه د فاصلې او محرومیت احساس راژوندی کوي.
هنري ارزونه: تشبیه، عاطفي انځورګري او د تېر وخت یادونه د بیت درې مهم هنري عناصر دي. د «هار غوندې» ترکیب د مینې یوه عادي شېبه په شاعرانه تصویر بدلوي.
درېیم بیت
ما ځولۍ راوړې وه او تا سر خوځولی ؤ
لږ هم د اقرار غوندې او لږ هم د انکار غوندې
د بیت ظاهري مانا
شاعر د خپلې مینې د غوښتنې او د محبوب د ځواب ترمنځ یوه مبهمه شېبه انځوروي.
هغه د زړه ځولۍ په لاس ورغلی وو؛ یعنې خپل احساسات، خپل ارمانونه او خپله مینه یې د محبوب حضور ته وړاندې کړې وه. خو محبوب داسې سر خوځولی وو چې شاعر یې په مانا نه پوهېده:
ایا دا د منلو اشاره وه او که د ردولو؟
هنري او فکري تحلیل
د دې بیت په مرکز کې د انسان د احساساتو یوه ډېره نازکه شېبه پرته ده هغه شېبه چې هیله او وېره د یوه اشارې په مانا کې سره مخامخ شي.
د «ځولۍ راوړل» ترکیب په پښتني او ختیځ کلتوري تصور کې د غوښتنې، سوال او زړه د هیلو وړاندې کولو انځور راژوندی کوي.
خو دلته شاعر یوازې د یوه مادي شي د غوښتلو خبره نه کوي؛ هغه خپله عاطفي شتمني وړاندې کوي. د هغه ځولۍ له مینې، باور، ارمانونو او د منل کېدو له هیلې ډکه ده.
د محبوب د سر خوځول بیا د بیت د ابهام سرچینه ده.
شاعر نه وايي چې محبوبه یې په ښکاره ومنله او نه وايي چې په څرګنده یې رد کړه؛ بلکې د دواړو ترمنځ یې په یوه داسې پوله ودروله چې د امید او ناامیدۍ سیوري په کې ګډ شوي دي.
«لږ هم د اقرار غوندې او لږ هم د انکار غوندې» د همدې رواني حالت هنري بیان دی.
د مینې په نړۍ کې ځینې اشارې د بشپړو جملو په پرتله ډېرې خبرې لري. یوه موسکا، د سترګو یوه رپېدنه یا د سر یوه مبهمه اشاره د عاشق لپاره د ژوند او مرګ د پرېکړې حیثیت پیدا کولای شي.
شاعر په دې بیت کې د همدې عاطفي نازکۍ انځور وړاندې کوي.
دلته د اقرار او انکار تضاد هم د پام وړ دی. اقرار د هیلې دروازه پرانیزي، خو انکار یې د تړلو ګواښ کوي. عاشق د دواړو ترمنځ ځوړند پاتې دی.
د بیت ژوره مانا دا ده چې کله ناکله د انسان تر ټولو لویه عاطفي کړاو د ښکاره رد ځواب نه، بلکې د ځواب ناتمامي وي.
ځکه ښکاره رد لږ تر لږه د انتظار پای ټاکي، خو مبهم ځواب انسان د امید او وېرې ترمنځ ساتي.
هنري ارزونه:
په دې بیت کې ابهام، تضاد، کنایه او عاطفي انځورګري یو له بل سره تړلي دي. شاعر د یوې وړې اشارې له لارې د یوې لویې عاطفي پېښې انځور جوړوي.
څلورم بیت
موټي کې دې کاڼی ؤ، که ګل ؤ، خبر نه ومه
لاس دې ؤ تاو کړی زما ویشتو ته د وار غوندې
د بیت ظاهري مانا
شاعر د محبوب هغه لاس انځوروي چې په موټي کې یې یو شی نیولی دی؛ خو عاشق نه پوهېږي چې هغه کاڼی دی که ګل.
د محبوب لاس د ویشتو لپاره پورته شوی ښکاري، خو د شاعر په ذهن کې لا هم دا پوښتنه ژوندۍ ده چې د دې حرکت پایله به درد وي که مینه.
هنري او فکري تحلیل
دا بیت د غزل له هغو انځورونو څخه دی چې د مینې او دښمنۍ ترمنځ پوله نوره هم نرۍ کوي.
کاڼی د سختۍ، ټپ، درد او رد سمبول دی؛ ګل د نرموالي، ښکلا، عطر او مینې استازیتوب کوي.
شاعر دواړه په یوه تړلي موټي کې ځای پر ځای کوي. دا موټی په حقیقت کې د محبوب د نیت د پټوالي نښه ده.
عاشق د محبوب په لاس کې نیول شوی شی نه ویني؛ یوازې یې حرکت ویني. د هغه په وړاندې د دوو امکانونو دروازه پرانیستې ده ښايي محبوبه یې په درد وولي، ښايي د مینې ګل ورته وړاندې کړي.
د دې بیت هنري ځواک په دې کې دی چې شاعر د محبوب د نیت په اړه پرېکړه نه کوي. هغه لوستونکی هم له ځان سره د انتظار په حالت کې ساتي.
د «ویشتو ته د وار غوندې» ترکیب د خطر او ګواښ فضا پیاوړې کوي. د محبوب لاس د داسې حرکت په بڼه انځور شوی چې د برید احتمال په کې شته.
خو د همدې ګواښ تر څنګ د ګل احتمال هم ژوندی دی.
په دې توګه، د محبوب لاس په یوه وخت کې د مینې او درد، د بښنې او سزا، د ګل او کاڼي د امکانونو استازیتوب کوي.
دا انځور د غزل له لومړي بیت سره هم اړیکه لري. هلته ژوند کله د کوترې او کله د مار په څېر و؛ دلته محبوب هم د ګل او کاڼي ترمنځ ولاړ دی.
په دواړو ځایونو کې شاعر د انسان د تجربې دوه متضاد اړخونه سره نږدې کوي.
خو یوه مهمه عاطفي نکته هم شته عاشق لا هم د محبوب د مینې احتمال نه دی پرېښی. که څه هم لاس یې د ویشتو په حالت کې دی، خو عاشق لا هم پوښتنه کوي چې ښايي په هغه لاس کې ګل وي.
دا د مینې هیلهمند طبیعت څرګندونه ده؛ زړه کله ناکله د درد تر ښکاره نښو لاندې هم د مینې یوې وړې نښې په لټه کې وي.
هنري ارزونه:
تضاد، سمبول، استفهامي کیفیت او حرکتي انځورګري د دې بیت هنري ستنې دي. کاڼی او ګل یوازې دوه شیان نه دي؛ د دوو متضادو عاطفي پایلو استازي دي.
پنځم بیت
مینه د خدای مینه بېلې بېلې جامې واغوندې
چاته معشوقه شي، چاته مور، چاته د پلار غوندې
د بیت ظاهري مانا
شاعر مینه د یوه داسې پراخ او ژور حقیقت په توګه انځوروي چې په بېلابېلو بڼو راڅرګندېږي.
د یوه انسان په ژوند کې مینه د معشوقې په څېره راڅرګندېږي، د بل لپاره د مور د مهربانۍ نوم وي او بل خوا پلار د ملاتړ، سیوري او پناه مانا لري.
هنري او فکري تحلیل
دا بیت د غزل د فکري افق د پراخېدو نښه ده.
په لومړیو بیتونو کې د مینې موضوع تر ډېره د عاشق او محبوب ترمنځ د نږدېوالي، فراق، ابهام او درد پر محور راڅرخېده؛ خو په دې بیت کې شاعر د مینې له یوې ځانګړې اړیکې څخه د انسان د ژوند پراخې عاطفي نړۍ ته سفر کوي.
هغه مینه یوازې د عاشق او معشوقې په تړاو نه تعریفوي؛ بلکې د انسان د وجود یوه داسې بنسټیزه اړتیا یې ګڼي چې په بېلابېلو اړیکو کې خپل حضور څرګندوي.
د «بېلې بېلې جامې واغوندې» ترکیب د بیت تر ټولو رنګین هنري انځور دی.
مینه یوه مجرد او نه لیدل کېدونکی احساس دی؛ خو شاعر ورته د جامو اغوستلو وړتیا ورکوي. په دې توګه مینه د یوې ژوندي هستۍ په څېر راڅرګندېږي چې کله د معشوقې رنګینه جامه اغوندي، کله مور د شفقت سپین څادر او کله د پلار د ملاتړ دروند لباس.
دا د استعارې او تشخیص ښکلی امتزاج دی.
د مینې لپاره د جامو د بدلون تصویر موږ ته دا راښايي چې د احساس حقیقت یو دی، خو د څرګندېدو بڼې یې بېلابېلې دي.
د مور مینه د بېغرضه شفقت او قربانۍ استازیتوب کوي. د پلار مینه د ملاتړ، مسؤولیت او د ژوند د سختیو پر وړاندې د پناه مفهوم راژوندی کوي. د معشوقې مینه بیا د زړه د کشش، د عاطفي نږدېوالي او د عاشقانه احساساتو رنګ لري.
البته، دا توپیرونه مطلق نه دي؛ د مور، پلار او معشوقې مینه هره یوه په خپل ذات کې ګڼ عاطفي اړخونه لرلای شي.
د شاعر موخه د مینې محدودول نه دي، بلکې د هغې د څرګندېدو بېلابېلې بڼې راپېژندل دي.
د بیت په لومړۍ مصرع کې د «خدای مینه» ترکیب هم د پام وړ دی. دا تعبیر مینې ته یوه معنوي او لوړ ارزښتناکه فضا ورکوي او لوستونکی دې ته رابولي چې مینه یوازې شخصي عاطفه ونه ګڼي، بلکې انسان د ژوند د ژورو اړیکو یوه ګډه سرچینه یې وبولي.
د دې بیت مرکزي پیغام دا دی چې مینه د نومونو او اړیکو له توپیر سره سره د انسان په ژوند کې د عاطفي تودوخې، شفقت او تړاو ګډه سرچینه ده.
هنري ارزونه:
په دې بیت کې استعاره، تشخیص، سمبول او فکري پراختیا په ځانګړي ډول څرګند دي. د غزل عاطفي موضوع له شخصي عاشقانه تجربې څخه د انساني مینې پراخ مفهوم ته غځېږي.
شپږم بیت
څه کوي کاروان چې کله سور ګلابي شعر وایي
کله نرګس غزل د ستړي انتظار غوندې
د بیت ظاهري مانا
شاعر د خپل نوم، کاروان، په یادولو سره د شعر او شاعرۍ د بېلابېلو رنګونو خبره کوي.
کله یې شعر د سور ګلاب په څېر وي؛ له مینې، ښکلا، تودوخې او رنګونو ډک. کله یې غزل د نرګس په څېر وي؛ د انتظار، ستړیا، خاموشۍ او د احساساتو د ژورې نړۍ انځور وړاندې کوي.
هنري او فکري تحلیل
دا بیت د غزل د پای هنري کړکۍ ده؛ هغه کړکۍ چې د شاعر د تخیل رنګونه په کې له لرې هم لیدل کېږي.
کاروان صاحب دلته د شعر د دوو بېلابېلو عاطفي فضاوو انځور وړاندې کوي:
د ګلاب رنګینه نړۍ او د نرګس د انتظار نړۍ.
ګلاب په شاعرانه دود کې د ښکلا، مینې، تازګۍ او د احساساتو د غوړېدو نښه ده. سور رنګ یې د زړه د تودوخې، عشق د اور او عاطفې د شدت احساس راژوندی کوي.
خو نرګس بیا د شاعرانه دود له مخې له سترګو، نظر، انتظار او کله ناکله له غمجنې خاموشۍ سره تړل کېږي. کله چې شاعر نرګس د «ستړي انتظار» له مفهوم سره تړي، ګل د یوه بوټي له عادي تصویر څخه د یوې ستړې عاطفي تجربې په استازي بدلېږي.
دلته د ګلاب او نرګس ترمنځ توپیر یوازې د دوو ګلونو توپیر نه دی؛ بلکې د دوو شاعرانه حالتونو توپیر دی.
ګلاب د احساساتو د غوړېدو انځور دی، خو نرګس د انتظار په اوږدو کې د احساساتو د ستړیا.
یو شعر ښايي د مینې په شور او رنګونو کې غوړېږي؛ بل ښايي د فراق په خاموشۍ کې خپل ژور مفهوم پیدا کړي. یو د زړه د تودوخې ژبه وي، بل د هغه زړه د انتظار ژبه چې له ډېرو هیلو وروسته ستړی شوی وي.
د «کاروان» نوم یادول هم هنري اهمیت لري. شاعر په مستقیم ډول د خپل نوم په راوړلو سره خپل شاعرانه هویت د شعر له رنګونو سره تړي. دلته نوم یوازې د یوه شخص پېژندنه نه ده؛ بلکې د شعر د هنري نړۍ یوه برخه ګرځي.
د بیت په پیل کې د «څه کوي کاروان» پوښتنه د ځانخبرې، شاعرانه تأمل او د خپل هنر د رنګونو د پېژندنې فضا رامنځته کوي.
کاروان د شاعرۍ د یوې واحدې عاطفي څېرې ادعا نه کوي؛ بلکې د شعر په نړۍ کې د بېلابېلو احساساتو د څرګندېدو امکان راښايي.
شاعر کله د ګلاب په څېر د مینې رنګونه خپروي او کله د نرګس په څېر د انتظار د ستړیا انځور وړاندې کوي.
هنري ارزونه:
په دې بیت کې سمبول، تشبیه، د ګلونو شاعرانه انځورګري او د شاعر د خپل نوم هنري کارونه سره یوځای شوي دي. د ګلاب او نرګس ترمنځ تقابل د غزل د عاطفي تنوع ښکارندوی دی.
که په ټوله کې د غزل عمومي هنري او فکري ارزونه وکړو، نو که دا غزل له لومړي بیت څخه تر وروستي بیتی پورې د یوه واحد هنري جوړښت په توګه ولولو، نو وینو چې د شاعر خیال په تصادفي انځورونو کې نه ایسارېږي؛ بلکې له یوه انځور څخه بل ته د ماناوو یوه عاطفي لړۍ جوړوي.
د غزل د جوړښت په اړه څو مهمې خبرې د یادونې وړ دي.
۱. د تضادونو شاعرانه نړۍ
په دې غزل کې شاعر په پرلهپسې ډول متضاد انځورونه وړاندې کوي:
کوتره او مار؛
یار او دښمن؛
تېرې خوږې شېبې او اوسنی فراق؛
اقرار او انکار؛
کاڼی او ګل؛
سور ګلاب او د انتظار نرګس.
دا تضادونه یوازې د لفظونو ښکلا نه جوړوي؛ بلکې د ژوند او مینې د پېچلتیا څرګندونه کوي.
شاعر غواړي وښايي چې د انسان عاطفي تجربه تل یوهرنګه نه وي. په یوه اړیکه کې مینه او درد، هیله او وېره، نږدېوالی او فاصله سره یوځای موجودېدای شي.
۲. د عادي شیانو په وسیله د ژورو احساساتو بیان
د کاروان صاحب د شاعرۍ یوه ښکاره ځانګړنه دا ده چې د ماناوو د بیان لپاره له هغو شیانو ګټه اخلي چې د لوستونکي له ورځني ژوند سره نږدې دي.
کوتـره، مار، هار، ځولۍ، کاڼی، ګل، ګلاب او نرګس؛ دا ټول د لیدلو او پېژندلو وړ شیان دي.
خو شاعر د خپل تخیل په ځواک دا شیان د احساساتو په استازو بدلوي.
ځولۍ یوازې د ټوکر یوه ټوټه نه پاتې کېږي، بلکې د مینې د غوښتنې نښه ګرځي. کاڼی یوازې کاڼی نه وي، بلکې د درد امکان څرګندوي. ګل د مینې او نرموالي ژبه ګرځي او نرګس د انتظار د ستړیا استازیتوب کوي.
دا د هنري انځورګري هغه ځانګړنه ده چې مجرد احساسات د لیدلو وړ کوي.
۳. د ماناوو تدریجي پراختیا
د غزل په لومړیو بیتونو کې د ژوند له دوهګوني طبیعت څخه خبرې پیلېږي. ورپسې د مینې د تېر وخت یادونه، د اقرار او انکار ابهام او د محبوب د نیت په اړه شک راځي.
په پنځم بیت کې د مینې مفهوم پراخېږي او د انساني اړیکو بېلابېلې بڼې رانغاړي. په وروستي بیت کې بیا د شاعرۍ د رنګونو او د احساساتو د بیان بېلابېلې طریقې وړاندې کېږي.
په دې توګه، غزل له ژوند څخه مینې ته، له مینې څخه د انسان عاطفي نړۍ ته او له هغې څخه د شاعرۍ د هنر نړۍ ته لاره پرانیزي.
۴. د شاعرانه ابهام هنر
په درېیم او څلورم بیت کې د ابهام ځانګړی حضور وینو.
په درېیم بیت کې عاشق نه پوهېږي چې د محبوب د سر خوځول اقرار دی که انکار. په څلورم بیت کې هم نه پوهېږي چې په تړلي موټي کې ګل دی که کاڼی.
دا دواړه حالتونه لوستونکی د شاعر له عاطفي تجربې سره شریکوي. موږ هم د عاشق په څېر د ځواب په تمه پاتې کېږو.
خو دلته ابهام د مانا د ګډوډولو لپاره نه دی؛ بلکې د یوه عاطفي حالت د څرګندولو لپاره کارول شوی دی.
دا هماغه هنري ابهام دی چې لوستونکي ته د فکر او احساس لپاره ځای پرېږدي.
۵. د لفظ او تصویر موسیقي
د غزل په ټولو بیتونو کې «غوندې» د تشبیهاتو د تړلو مهمه وسیله ده.
«د مار غوندې»، «د هار غوندې»، «د انکار غوندې»، «د وار غوندې» او «د ستړي انتظار غوندې»؛ دا ترکیبونه د غزل په ژبه کې یو تکراري اهنګ رامنځته کوي.
د دې تکرار اهمیت یوازې په موسیقۍ کې نه دی، بلکې د غزل د تصویرونو ترمنځ د تړاو په جوړولو کې هم دی.
هر نوی تصویر د «غوندې» په وسیله له یوه بل تصویر سره پرتله کېږي او لوستونکی شاعر د تخیل له یوې نړۍ څخه بلې ته لېږدوي.
د ښاغلی پیر محمد کاروان دا غزل د ژوند، مینې، انتظار او شاعرانه تخیل یوه عاطفي منظومه ده.
د دې غزل په هر بیت کې شاعر د یوه ساده انځور له لارې یوه پراخه مانا راژوندۍ کوي. کله ژوند د کوترې او مار په څېرو کې وینو؛ کله د مینې پخوانۍ شېبې د هار په څېر د یادونو پر غاړه ځړېږي؛ کله د اقرار او انکار ترمنځ د زړه بېقراري احساسوو؛ او کله د ګل او کاڼي ترمنځ د انسان د برخلیک مبهمه شېبه وینو.
وروسته مینه د خپلو بېلابېلو جامو په اغوستلو سره د انسان د ژوند په پراخه نړۍ کې راڅرګندېږي، او په پای کې شاعر د ګلاب او نرګس په رنګونو کې د خپل هنري احساس بېلابېلې څېرې وړاندې کوي.
د دې غزل یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې شاعر د ژوند پېچلې تجربې په ساده، محسوسو او شاعرانه انځورونو کې بیانوي. همدا ځانګړنه د هغه خیال ته د نازکخیالۍ رنګ او د هغه ژبې ته عاطفي اغېز وربښي.
او که د ټول غزل روح په یوه لنډه جمله کې راونغاړو، نو ویلی شو:
ژوند د کوترې او مار ترمنځ، مینه د ګل او کاڼي ترمنځ، او شاعر د ګلاب او نرګس ترمنځ د ماناوو هغه رنګین سفر دی چې کله یې زړه د وصال سندره وایي او کله یې د انتظار ستړې سترګې د فراق کیسه لیکي.
دا د کاروان د شاعرۍ هغه رنګین اړخ دی چې لوستونکی یوازې د لفظونو تر ښکلا نه محدودوي، بلکې د خپل ژوند، خپلو مینو او خپلو تېر شویو شېبو په اړه فکر کولو ته یې رابولي.
د کلام نمونه
کله د کوترې په څېر کله هم د مار غوندې
ژوند کله دښمن شي کله کله بیا د یار غوندې
هغه شېبې تېرې شوې چې تا به راته وویل
واچوه لاسونه مې په غاړه کې د هار غوندې
ما ځولۍ راوړې وه او تا سر خوځولی ؤ
لږ هم د اقرار غوندې او لږ هم د انکار غوندې
موټي کې دې کاڼی ؤ، که ګل ؤ، خبر نه ومه
لاس دې ؤ تاو کړی زما ویشتو ته د وار غوندې
مینه د خدای مینه بېلې بېلې جامې واغوندې
چاته معشوقه شي، چاته مور، چاته د پلار غوندې
څه کوي کاروان چې کله سور ګلابي شعر وایي
کله نرګس غزل د ستړي انتظار غوندې