پیرمحمد کاروان د نوي شعر معمار

طایر ځلاند

34

ښاغلی پیرمحمد کاروان د پښتو ادب په معاصره دوره کې یو له هغو نوښتګرو شاعرانو څخه دی چې شاعري یې د ژوبل زړه او تلپاتې امید غږ انځوروي او د پښتو شعر یو نوی تعارف او پېژندګلو له یې د پښتو شعر لوستونکو سره وکړه. د هغه شاعري یوازې نوې نه ده، بلکې نوی شعر یو بې ساری او ځانګړی رنګ ور کړ.
د پښتو شاعرانو په دې دومره اوږد نوملړ کې دا وړه خبره نه ده چې یو شاعر په یو ځانګړي رنګ وپېژندل شي. د کاروان صیب د شاعرۍ یو له مهمو او بنسټیزو ځانګړنو څخه د غزل په مزاج او ژبه کې د هغه انقلابي بدلون دی. له کلونو کلونو راهیسې تر ډېره بریده پښتو شعر له مانیز او ژبني جوړښتونو له پلوه په یو شمېر تکراري استعارو، تشبیهاتو، سمبولونو، ترکیبونو او نورو بیاني صنایعو څخه وتلي نه وو، او د نویو ژبنیو امکاناتو کارولو ته یې چندان پاملرنه نه کېده.
کاروان صیب، د یو ریښتیني شاعر په توګه، دې ټکي ته پام وکړ؛ هغه په خپل هنري ریاضت او نوښتګر لید سره د پښتو شعر د ژبني جوړښت له مخې داسې بدلون ورکړ چې لکه د رنګونو په یو تاجل محل یې بدل کړ او د نویو سمبولونو، استعارو، او تشبیهاتو په کارولو سره یې پښتو شاعرۍ ته یو تازه روح او ژورتیا ور وبخښله او ټولو هغو لفظي او معنوي ښکلاوو چې پښتو شعر ورته تږی و د کاروان صیب په نوښتګره شعري نړۍ کې ځای وموند.
ګوندې ستا د ګوتې شین غمی په کې وي
ځېږې تیږې مې دي بار پر اوږو باندې

چې ستا اوښکې کړمه تورې ملغلرې
د رنجو ډبره يم زه به رانجه شم

يو دشپې ځلنده ستوری مې ريبار دی
ډېرې شپې به له سپوږمۍ سره ويده شم

چې ورته خولې شوې داصيلو مرغلرو اوبه
خپلو خبرو ته دې ورکړې د سندرو اوبه

ستا د تصوير تنکيو پښو ته شيشې مه شه لشې
په کاڼو چېرې ماتې مه شه د جوهرواوبه

هغه د خپلې شاعرانه ژبې په ځولۍ کې عیني او حسي تصویرونه راوړل، او شعر کې یې حسیاتي تجربې وړاندې کړې. آن سمعي تصویرونو ته یې ژبه ورکړه، چې د “چنار خبرې کوي” او “د اوښ د زنګ کړنګ” په څېر ترکیبونه یې ښکاره مثالونه دي. دا ډول حسي انځورونه شعر ته یو ژوندی او لمس کوونکی اړخ ورکوي چې لوستونکی په مستقیم ډول د شاعر له تجربو سره نښلوي.
د کاروان د شعرونو نړۍ پراخه او څو اړخیزه ده، چې پکې د جګړې ترخې، د سولې ارمان، د طبیعت ښکلا، او د انسان د وجود ژورې پوښتنې په یو ځانګړي هنري انداز کې مطرح شوې دي. د کاروان د شاعرۍ تر ټولو برجسته ځانګړتیا د ژبې استعاراتي او سمبولیک کارول دي. هغه خپلې مفکورې او احساسات په مستقیم ډول نه بیانوي، بلکې د انځورونو او سمبولونو له لارې یې لوستونکي ته وړاندې کوي، چې په دې توګه یې شعر ته یو ځانګړی مانیز ژوروالی او هنري ښکلا وربخښي. د بېلګې په توګه، د هغه په “چنار خبرې کوي” نظم کې، چنار یوازې یوه ونه نه ده، بلکې د پښتون ټولنې، تاریخ او هویت ژوندی سمبول دی. دا چنار د خوښیو او مینې شاهد وي، خو بیا د جګړې او ویجاړۍ لخوا مات او ټوټې ټوټې کیږي، چې په استعاري ډول د افغاني ټولنې درد او کړاو منعکس کوي. دا ډول استعارې شعر ته داسې بعد ورکوي چې لوستونکی ورسره په فکري او احساساتي ډول ښکیل شي.
د کاروان صیب د شعر یوه بله ځانګړنه دا هم ده چې دلته تخیل ډېر په ځوانۍ او مستۍ دی او په هر قدم لوستونکي ته نوې نوې خیالي جهانونه ور ښکاره کوي. د شاعر کار دا نه دی چې خلکو ته نصیحتونه وکړي یا یواځې د ورځنیو پېښو مالومات ورته وړاندې کړي، بلکې د شاعر او هنرمند کار په شته پېښو او توکو کې نوی رنګ او نوی روح پیدا کول وي، او دنیا هغه ډول تصور کول وي څنګه چې د یو شاعر په خیال کې جوړیږي.

ګل او بینادم

دګل خوراک خاورې ایرې او سره
لیږې رڼې او ډېری خړې اوبه

بیا هم سپېڅلی دی ښائسته دی له وږمو نه ډک دی
سترګې او زړه پرې خوشالیږي له رنګو نه ډک دی
خو بنیادم چې فرښتو ور ته تندی ایښی دی
ګل ته ورګوري او له اوښکو نه رڼې اوبه څښي
له تکو سرو مڼو نه خرپ اوباسي
حیران پدې یم دا بد رنګ ولې شي

کاروان په خپلو شعرونو کې د طبیعت عناصر په ډېره ماهرانه توګه د انساني احساساتو او تجربو د بیانولو لپاره کاروي. د غرونو، سیندونو، باد او ګلانو یادونه یوازې د منظرې انځورګري نه ده، بلکې د انساني ژوند د بېلابېلو پړاوونو، هیلو او ناهیلیو استعاري څرګندونې دي. د هغه ژبه ساده، روانه او له ولسي کلمو او اصطلاحاتو څخه غني ده، خو په ورته وخت کې یې یو فلسفي او عارفانه اړخ هم لري چې شعر یې له سطحي بیان څخه ژورې مانیزې کچې ته رسوي.

تڼۍ د پرخو د غوټۍ تيونه وتخنول
پستو وږمو لکه ماشوم ګلونه وتخنول

د تورو وريځو په ژړا پورې يې وخندول
د لمر نوکارو د بوډۍ ټالونه وتخنول

که څه هم کاروان صیب د جګړې او ویجاړۍ ترخې شېبې او تجربې په پوره صداقت بیانوي، خو بیا هم د هغه په شعرونو کې د رڼا، سولې او نوي پیل هیله تل ژوندۍ پاتې شوې ده؛ هغه په دې باور دی چې که څه هم چنار مات شي، خو ریښې یې پاتې کیږي او بیا به زرغونیږي؛ دا د راتلونکي لپاره د پښتون شاعر د نه ماتیدونکي عزم او هیلې څرګندونه کوي.
کاروان صیب د خپلې شاعرۍ له لارې پښتو ژبې ته یو نوی غږ او ساه وربخښلې ده. شاعري یې نه یوازې د ژبې ښکلا ده، بلکې د ژور فکر، ټولنیز شعور، او انساني ارمانونو یو هنري انځور دی چې په پښتو ادب کې یې ځای تلپاتې دی.
هغه د پښتو شاعرۍ ته نوی روح، نوی مزاج او نوې ژبه وروبخښله، او خپل انفرادي سبک یې په داسې ډول رامنځته کړ چې د معاصر پښتو شعر یوه اعلا بېلګه ګرځېدلې ده.
خود به لفظونو ته د سرو زرو اوبۀ ورکوم
ما پيروي ستا د لاسونو د کیمیا کړې ده
پېر محمد کاروان

ددغه نوې شعري ژبې د شناخت له پاره باید د کاروان صیب د شاعرۍ یوه داسې برخه تر نظر لاندې ونیسو چې په هغې کې یې د ده د ټولې د شعر د تخلیق نظریې اساسات وموندلی شو، چې هغه «چنار خبرې کوي» نظم دی.
ددغه نظم انتخاب ځکه کوم چې په کې کولی شو بېخي له یوې نوې زاویې استعاره او استعاراتي ژبه وپيژنو.
د جورج لاکوف او مارک جانسن له نظره، استعاره یوازې د شاعرانو او لیکوالانو په لاس کې یوه ادبي یا بياني وسیله نه ده، بلکې دا زموږ د ورځني فکر او درک یوه بنسټیزه برخه ده. دوی په خپل اغیزناک کتاب “Metaphors We Live By” کې په ډاګه کوي چې زموږ مفکوري سیسټم په خپله استعاري دی. دا په دې مانا ده چې موږ د نړۍ د پېچلو مفاهیمو د درک او تشریح لپاره، په شعوري او ناڅاپي ډول، استعاري جوړښتونه کاروو. د دوی په وینا، “زموږ عادي مفهومي سیسټم، چې له مخې یې فکر کوو او عمل کوو، ماهیتًا استعاري دی.” (Lakoff & Johnson, 1980, p. 3) د لاکوف او جانسن مرکزي ادعا دا ده چې استعارې یوازې د ژبې په سطح کې نه، بلکې د مفهوم په سطح کې شتون لري. موږ د یوې مفکورې د پوهیدو لپاره له یوې مفکورې ساحې (مبداء ساحې) څخه د بلې مفکورې ساحې (هدف ساحې) ته نقشه جوړوو. د بېلګې په توګه، دوی ښیې چې څنګه موږ د “بحث” مفهوم د “جګړې” له استعارې څخه درک کوو. کله چې وایو “د هغه دلیلونه قوي دفاع لري” یا “ما په بحث کې هغه ته ماتې ورکړه”، موږ په حقیقت کې د جګړې له اصطلاحاتو څخه د بحث د درک لپاره کار اخلو.
لاکوف او جانسن استدلال کوي چې استعارې زموږ په ورځني ژوند کې هر اړخیز رول لوبوي. دوی زموږ نه یوازې د ژبې او ارتباط لاره ټاکي، بلکې زموږ پر دې هم اغیز کوي چې موږ نړۍ څنګه پېژنو، فکر کوو، او عمل کوو. د دوی په وینا، دا استعارې دي چې زموږ د تجربو په جوړښت کې مرسته کوي او زموږ په ټولنیز او کلتوري چلند کې انعکاس مومي: “ځکه چې استعاري مفاهیم زموږ د فعالیتونو بنسټیزې مفکورې دي، نو د استعارې د تجربې د پوهیدو وړ کول یو کلتوري رول لري.” (Lakoff & Johnson, 1980, p. 19) د بېلګې په توګه، د “وخت د پیسو په څېر دی” استعاره د ډیرو کلتورونو په مفکوري سیسټم کې ځای لري. له همدې امله، موږ وایو “وخت مه ضایع کوه،” “وخت خوندي کړه،” یا “ما ډېر وخت په دې پروژه کې پانګه اچولی دی.” دا ژبنۍ څرګندونې د دې استعارې مستقیم انعکاس دی او ښیي چې موږ وخت څنګه ادراک کوو او ورسره چلند کوو.
د لاکوف او جانسن له نظره، استعاره یوازې د شته مفاهیمو د روښانه کولو لپاره نه ده، بلکې د نویو مفاهیمو د جوړولو لپاره هم حیاتي ده. کله چې موږ له نوو او نااشنا پدیدو سره مخ کیږو، موږ ډیری وختونه د پیژندل شویو استعارو پر بنسټ هغوی ته مانا ورکوو. دا پروسه د انسان د ذهني انعطاف او خلاقیت ښکارندویي کوي: “استعاره د نوي واقعیت د رامنځته کولو وړتیا لري.” (Lakoff & Johnson, 1980, p. 139) دا په ځانګړې توګه په ساینسي کشفیاتو، ټیکنالوژیکي پرمختګونو او فلسفي بحثونو کې لیدل کیږي. ساینس پوهان ډیری وختونه د نویو نظریو د تشریح لپاره استعارې کاروي، لکه “برېښنایي مدار” چې د “سیند” په استعاره درک کیږي، یا “کمپیوټر” چې د “مغز” په استعاره تشبیه کیږي. دا ښيي چې استعاره یوازې د ژبې ښکلا نه ده، بلکې د پوهې او درک د پراختیا لپاره یوه فعاله او دینامیکه وسیله ده.
استعاره هغه وخت جوړیږي کله چې موږ د یوې پېژندل شوې او ملموسې مفهومي ساحې (چې لاکوف او جانسن ورته مبداء ساحه وایي) ځانګړتیاوې او جوړښت د یوې نااشنا، پېچلې یا غیر ملموسې مفهومي ساحې (چې دوی ورته هدف ساحه وایي) ته ور وکوو یا پرې تطبیق کړو. دا یو ذهني نقشه جوړونه ده چې موږ ته د نوي شیانو د پوهیدو او تشریح کولو وړتیا راکوي.
د بېلګې په توګه به د معاصر شاعر ښاغلي پيرمحمد کاروان « چنار خبرې کوي» ته تم شو

زه د بر کلي د ګودر د غاړې
یو شین چناروم ، چنار

هر مازیګر به راته سلو نجونو

په سرومنګولو سلامونه کول

سحر وختي به مستانه پېغلوټو

زما پر ټېټو او خورو څانګو اوبه شیندلې

زه به په ناز لکه خوب وړی زلمی

څه غلی، غلی غوندې وبوږنېدم

د شینکي خوب نه به د پېغلو په خندا ویښېدم

له ساړه باد سره به اېخوا دېخوا

لکه دټال زنګېدم

او د ګودر اوبو به

راته چمبه وهله

لکه ملاله پښتنه پېغله د وروڼو په ورا

په شنه ګيډي ، ګیډي کمیس کې ګډېدم ،ګډېدم

کله نا کله مې په غلي ماښام

له سپینو خولو نه د تودو مچکو خرب اورېده

لکه غوږونه به مې

د څانګو څانګو په لاسونو کې نیولې پاڼې

ما به د دوو مئینو

د بڼو ګانو هر یو رپ اورېده

بیا به مې باد ته ښورول لاسونه

غلی شه ، خدای ته ګوره شورمه کوه!

خدایزده چې ولې به دباد غمازګر

راسره رخه کېده

د دوو مئینو ننداره یې په ما نه لورېده

لکه چې ماست ښامار زنګیږي د چندڼ پرڅانګو

داسې په خرپ به یې کړې ماتې رانه غبرګې څانګې

پاس به له ځالې نه جوړه بلبلې والوتلې

لاندې به هم غلي شوه

د تودو شونډو د مچکو خرپا

زما په زړه کې به وې څړیکې تر سهاره پورې

سهار به لمر راوخوت

نجونو به بیا په سلامونو باندې ونمانځلم

لمر به چې څو نېزې له غره راجګ شو

دګودر غاړې نه به وکوچیده

د مستو نجونو د منګیو کاروان

مهار د وړانګو یې په لاس کې ؤ، د لمر دڅاروان

لمر به د وړانګو په تودو لاسونو غوټه کړلې

زما غرګې څانګې له رګونو سره

خرپ د مچکو اوسندرې د جوړۍ بلبلو

لکه ماشوم به له خندا نه شین شوم وبه مې وې:

اخ خدایه بیا د چا ښکالو راغله؟

بیا به مې رګ رګ کې خورې شوې څړیکې

هغه دی بیا مئين زلمی راغی

چې دا زما دماتو څانګو لاندې څه لټوي؟

هغه دي ټولې یې کړې

ټوټې د ماتو بنګړو

او ملغلرې د شکېدلي امېل

هغه دي غوټه یې کړې

دسره دسمال په پیڅکه

ښایي چې دا دسمال هم

چاورته جوړ وي په وریښمینو ګوتو

ما به له زړه سره پټ پټ وخندل:

خدای ما ته هم مئین زړګی راکړې

چې د مئینو په راز ښه پوهېږم

زلمی به غلی غلی

لکه ښکاري نه ترهېدلې غرڅه ماته راغی

اخ څه ښایسته وزلمی

اخ څه ظالم و زلمی

چې په تېره چاکویې

زما په تاند او په غوښن ټټر کې

د خپل معشوق دنامه

شپږنه اووه توري ژور ولیکل

زما ټټر کې یې چاکو وښویید

ښایي زما د ناز ښېره وواهه

ګوته یې هم شوې برسېرنه ژوبله

چې په توده وینو یې

دخپل معشوق د نامه توري سره شول

په وینو سره توري یې

په مینه مینه ښکل کړل

زما په رګ رګ کې

د خواږه درد څړیکې خورې ورې شوې

خورې ورې څانګې مې

لکه د اور لمبې شوې

سېل د مارغانو رانه والوتو

ښایي په دې پټو لمبو باندې یې پښې وریتې شوې

هغې مئین زلمي زما دوجود

دوې ماتې غبرګې څانګې کورته یووړې

بیا به مې ان له شفقي ماښامه

ترسپېده داغ پورې نغمې اوریدې

له سریندې له نري تاره، تاره

د مست رباب له مستانه شاتاره

څه په خندا به مې په غېږ ورېده

د شنه اسمان د سپینو ستورو له رڼو سترګو نه

د پلوشو سترګو له داره ،داره

زما تر زړه به یې کړه نېغه تېره

د وړانګو سپينه لاره

پاس د ښایست پرښتو

راته نیولې وه رڼا هېنداره

شینکی اسمان به مې سکه د ځان تصویر ګڼلو

او رڼه ستوري مې د خپلو څانګو

سپینې مرغۍ بللې

داسې زما د ژوندون

پېغلې شېبې تېرېدې

لکه د پېغلو تکې سپینې لېچې

دشنو بخملو له لستوڼو راوتې تېرېدې

داسې یو څو شپې وې د قدر شپې وې

چې ويښ به ناست وم تر سهاره پورې

چې ټوله شپه به مې څارلې د مئينو لارې

زما به پاڼه پاڼه غوږ، غوږ وه

دهغې مستې سریندې نغمو ته

چې په لیندۍ کې یې یو څو تاره دزلفو هم وو

له کاره ویستی ومه شرنګ د رباب

چې په سینه یې د درخو دلاس ځونډي زنګېدل

پرون چې بیا لکه د ناوې زلمی

دنجونو منځ کې ناست وم

ناڅاپه کړیکې شوې ، دوای مورې نارې خورې شوې

په ځان خبر هم نه وم څانګې مې ارې ارې شوې

بنګړي زرې، زرې شول

منګي کودي ،کودي شول

څڼې لمبه ،لمبه شوې

شالونه بادیووړل

پاس مې اسمان ته کتل

زما پرخوا وپه غړمبا راروان

لکه یو ستوری له مداره وتی

لکه یو غشی له پرهاره وتی

د اور ابلیس د ملایکو له کتاره وتی

پرجوماتونو پرحجرو پرېوت

پر سر دمستو چنارونو پرېوت

««»»»»

زه د ګودر په غاړه نه یم ولاړ

ما سل زلمي سل جنکۍ په غېږ کې ټینګ نیولي

زه د کنډو پر سر په لویه هدیره کې خښ یم

زما په هر تابوت کې

یو ګودر وینې خښې

یو ګودر اوښکې خښې

زما د هر تابوت په هره تخته

د عاشقانو معشوقو نومونه

دګور چینجو خوړلي

زما له څانګوجوړه شوې سرینده دې ماته

په تش ګوګل کې یې د غم توره پيشو ده ناسته

خوله یې په وینو سره ده

د ژوند له ښکلو ماشومانو یې خوبونه وړي

د کښت د پېغلو پر سینو نشته د ږدنو ځونډي

زمونږ د کلي د بامونو د سر

روږدې کوترې وږې

زما د څانګې له رباب نه د شکیدلي ځونډي

وچې مرۍ تېروي.

«««×»»‎‎‎»

زه د برکلي د ګودر د غاړې

یو شین چنار وم،چنار

زه د ګودر په طبع ښه پوهېږم

ګودر شاعر غواړي ،چنار غواړي

ګودر دسلومنګو

رنګین کتار غواړي

ګودر دغرونو، د ځنګلونو د پېغلوټو چینو

کاروان مهار غواړي.

د پیرمحمد کاروان صاحب “چنار خبرې کوي” نظم یو ژوندی او عاطفي اثر دی چې د استعارو په پراخې نړۍ سره د یو چنار له لارې د یوې سیمې، خلکو، او په تیره بیا د افغاني ټولنې له ناورینونو او بدلونونو کیسه کوي. په دې شعر کې چنار یوازې یو ونه نه ده، بلکې خپله یوه ژوره او څو اړخیزه استعاره ده.

۱. چنار: د ژوند، شاهد او هویت استعاره

چنار د پیل څخه تر پایه د ټولو پیښو، خوښیو او غمونو شاهد دی. هغه د “بر کلي د ګودر د غاړې یو شین چنار” دی. چنار د وخت او تاریخ په اوږدو کې د یوې سیمې د ژوند انعکاس دی. د نجونو سلامونه، خنداوې، د مینې رازونه، او بیا د جګړې ویجاړۍ ټول د دې چنار له سترګو لیدل کیږي. دا چنار یوه حافظه ده، یو ژوندی تاریخ دی.
چنار د افغاني جعرافیې د ځنګلونو، کليو او بانډو هغه شین او زرغون بوټی دی چې د خپل قوي او لوړ او تر کلونو کلونو د پاتې کېدو د ځانګړتیا له امله یو ځانګړی ځای او پېژندګلو لري او همدا ډول په فلکوريکو داستانونو او ولسي شعرونو کې یې ډېره ساتېنه شوې او تل یوه داسې استعاره پاتې شوې چې ګڼې ماناوې یې د ځان سره لرلي دي، د چنار په اړه خو هغه اسطوريز داستان چې ګوندې وروسته له سل کلونو له خپله ځانه اور اخلي او له اور وروسته بیا تازه ژوند پیل کوي او له نوي سره بیا رازرغويږي نړیوال شهرت لري خو د کاروان صیب په دې شعر کې د “ملاله پښتنه پېغله د وروڼو په ورا” یا “د دوو مئینو د بڼو ګانو هر یو رپ” په څېر انځورونه، دا چنار د پښتون کلتور او هویت له اصیلو ارزښتونو سره تړي. دا چنار بیا د جګړې په پایله کې مات او ویجاړیږي، چې د ټولنې د هویت د ویجاړیدو استعاره ده.
په شعر کې چنار ځان “خوب وړی زلمی” بولي او “ناز” کوي. دا چنار ته یو انساني او په ځانګړي ډول نارینه هویت وربخښي، چې د سیمې د مشر، ساتونکي یا شاهد په توګه د هغه رول پیاوړی کوي. په دې کې هم استعاره نغښتې چې چنار د یو داسې نارینه شاهد په توګه راڅرګنديږي چې د نجونو له خوښیو او مینې خبر دی او خوند ترې اخلي.

۲. د شعر نورې کلیدي استعارې

د ګودر اوبه چمبه وهل / ګډېدل: “د ګودر اوبو به راته چمبه وهله / لکه ملاله پښتنه پېغله د وروڼو په ورا / په شنه ګيډي، ګیډي کمیس کې ګډېدم، ګډېدم.” دلته اوبه د “ملالې پېغلې” په توګه استعاره شوي چې په خوښۍ سره “چمبه وهي” او “ګډیږي.” دا د اوبو خوځښت او شور ته انساني صفت وربخښي او د خوښۍ، جشن او ژوندون استعاره ده. دا استعاره د جګړې څخه مخکې د سیمې سوله ایز او خوښ ژوند انځوروي.
د باد غمازګر او رخه: “خدایزده چې ولې به دباد غمازګر راسره رخه کېده / د دوو مئینو ننداره یې په ما نه لورېده.” باد دلته د یو حسود انسان په توګه استعاره شوی چې “غمازګر” دی او “رخه” (کینه) لري. دا استعاره د بهرني ګډوډۍ او د طبیعت د یوې برخې لخوا د مینې د سادګۍ او پټوالي په وړاندې خنډ انځوروي. دا په ضمني توګه د هغو ټولنیزو او بهرنیو عواملو استعاره هم کیدای شي چې د مینې او خوښۍ مخه نیسي.
ماست ښامار او ماتې څانګې: “لکه چې ماست ښامار زنګیږي د چندڼ پرڅانګو / داسې په خرپ به یې کړې ماتې رانه غبرګې څانګې.” دلته باد ته د “ماست ښامار” استعاره ورکړل شوې، چې د یو خطرناک او ویجاړوونکي ځواک په توګه راڅرګندیږي. د څانګو ماتېدل د چنار، او په استعاري ډول د سیمې او خلکو، د زیانمن کیدو او درد نښه ده. دا د جګړې او ویجاړۍ د لومړنیو نښو استعاره کیدای شي.
د اور ابلیس د ملایکو له کتاره وتی: دا د شعر تر ټولو قوي استعارو څخه ده چې د ویجاړۍ او ناورین د لامل په توګه “اور ابلیس” یادوي. دا “ستوری له مداره وتلی، غشی له پرهاره وتلی” او “پر جوماتونو، حجرو او چنارونو پرېوتی” دی. دا یوازې د بمبارۍ یا جګړې لفظي بیان نه دی، بلکې د یو شیطاني، غیر انساني او هر اړخیز ویجاړوونکي ځواک استعاره ده چې پر سپیڅلو او ژوندیو شیانو برید کوي. دا په پښتو ټولنه کې د جګړې د ناڅاپي او ویجاړوونکي ماهیت ته اشاره کوي.
چنار په هدیره کې خښ، تابوتونه او وینې: په وروستۍ برخه کې چنار خپل حالت بیانوي: “زه د ګودر په غاړه نه یم ولاړ / ما سل زلمي سل جنکۍ په غېږ کې ټینګ نیولي / زه د کنډو پر سر په لویه هدیره کې خښ یم.” دا یوه ژوره او دردونکې استعاره ده چې چنار پخپله په یوه هدیره بدل شوی، او هر تابوت یې د “وینې” او “اوښکو” څخه ډک دی. دا د جګړې د پایلو، د بې شمېره تلفاتو، او د ټولنې د ژور غم او زیان یوه لویه استعاره ده. دا هغه چنار دی چې مخکې د ژوند او مینې شاهد و، اوس د مرګ او ویجاړۍ سمبول ګرځیدلی.
د رباب د تار شکېدل او وږې کوترې: “زما د څانګې له رباب نه د شکیدلي ځونډي / وچې مرۍ تېروي.” رباب چې پخوا د مینې او خوښۍ نغمې غږولې، اوس یې تار شکېدلی دی او “وچې مرۍ تېروي.” دا د هنر، موسیقۍ، او خوښۍ د له منځه تلو استعاره ده. “روږدې کوترې وږې” د بې سرپناهۍ او د ژوند د عادی جریان د خرابیدو استعاره ده.
اوس ددې ټولو استعارو په راټولولو سره مونږ چې کله د ښاغلي پیرمحمد کاروان زیاتره شاعري لولو نو مونږ به په يو ډول نه یو ډول دداسې یو ژبني استعاراتي جوړښت یا استعاراتي نظام سره مخ کيږو چې د هغې له مخې د پښتو ژبې د شعر په برخه کې که یواځینی نه دی نو د ګوتې په شمېر دڅو شاعرانو به صف کې هسکه غړئ ولاړ چنار دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.