د امریکا عدلیې وزارت د لومړي ځل لپاره له یوې پټې محکمې څخه په ګټې اخیستنې، یوه ۴۷ کلنه افغانه مېرمن «نظیره حاجي زاده» د داعش په ملاتړ او همکارۍ تورنه او له امريکا وایستله.
نظیره حاجي زاده چې له کلونو راهیسې يې په ټیکساس کې د قانوني استوګنې او ګرین کارډ لرونکې وه، د روان کال په جولای میاشت کې ونیول شوه.
پر هغې اتهام و چې د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو پر مهال یې له یوه ناکام برید سره د هغې د زوی د ملاتړ په پټولو کې مرسته کړې ده. سره له دې چې پر هغې مستقیم جنایي تور نه و ثابت شوی، مګر د عدلیې وزارت د دغې پټې محکمې لارې چې په ۱۹۹۶ کال کې د کانګرس لخوا تاسیس شوې وه او د محرمو شواهدو پر بنسټ کار کوي، د هغې د شړلو دوسیه نهایي کړه.
که څه هم د نظیرې مدافع وکیل متیو فارلي ټینګار کړی چې د اسنادو او محرمو ثبوتونو له ښودلو پرته دا ډول پرېکړې له تورن څخه د حقوقو روښانه سرغړونه ده او د محکمې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي، مګر باالاخره نظیره حاجي زاده د شړلو پروسې ته تسلیم شوه او قاضي جوان ایرکسن د هغې د ډیپورټ حکم رسمي صادر کړ.
د امریکا لوی څارنوال ټوډ بلانچ دا اقدام د امریکا د امنیت او د قانون د حاکمیت لپاره لویه بریا بللې ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.