د منځني ختیځ د امنیتي ترینګلتیاوو له امله د تېلو نړیوال بیې لوړې شوې

32

د منځني ختیځ د امنیتي ترینګلتیاوو له امله د تېلو نړیوال بیې لوړې شوې

د تېلو نړیوالې بیې د چهارشنبې په ورځ د منځني ختیځ د ترینګلتیاوو، د تېلو د عرضې د ګډوډېدو اندېښنو او د انرژۍ د لېږد پر لارو د امنیتي ګواښونو له زیاتېدو سره لوړې شوې دي.

رویټرز د اکتوبر په ۲۱مه راپور ورکړی، چې د برنټ خام تېلو بیه په هر بېرل کې یو ډالر او ۵۹ سېنټه، یعنې ۱.۵ سلنه لوړه شوې او ۱۱۰ ډالرو او ۳۸ سېنټو ته رسېدلې ده. همداراز، د امریکا د وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ خام تېلو بیه په هر بېرل کې یو ډالر او ۳۶ سېنټه، یعنې ۱.۴ سلنه لوړه شوې او ۹۹ ډالرو او ۱۸ سېنټو ته رسېدلې ده.

د راپور له مخې، د هرمز تنګي، عمان خلیج او سره سمندر په ګډون د منځني ختیځ په سمندري لارو کې امنیتي ګواښونو د تېلو د لېږد د دوام په اړه د سوداګرو اندېښنې زیاتې کړې دي. د بېړیو د څارنې شرکت «کپلر» هم ویلي، چې په تېرو دوو اوونیو کې یې پر بېړیو د لږ تر لږه ۱۸ بریدونو پېښې ثبت کړې دي. په ورته وخت کې، د یمن حوثیانو ادعا کړې، چې په سعودي عربستان کې یې د انرژۍ تاسیسات او ځینې نور اهداف په نښه کړي دي.

د تېلو د بیو د لوړېدو یو بل لامل د امریکا د خامو تېلو د زېرمو کمېدل بلل شوي دي. د امریکا د نفتو انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، د اکتوبر په ۱۶مه پای ته رسېدلې اوونۍ کې د دغه هېواد د خامو تېلو زېرمې شاوخوا ۴.۹ میلیونه بېرله کمې شوې دي.

د انرژۍ په برخه کې د ډي‌بي‌اېس بانک د څېړنو څانګې مشر، سووُرو سرکار ویلي، چې په وروستیو سوداګریزو غونډو کې د تېلو بیې له پام وړ بدلونونو سره مخ شوې دي. د نوموړي په وینا، د بیو دغه بدلونونه له یوې خوا د سوداګرو له خوا د ګټې ترلاسه کولو او د قطر یا پاکستان په منځګړیتوب د احتمالي هوکړې له هیلو سره تړاو لري او له بلې خوا، د داسې هوکړې د ترلاسه کولو ستونزې او د امریکا د تېلو د زېرمو کمښت پرې اغېز لري.

د انرژۍ د بازار کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د تېلو د لېږد پر لارو د ناامنۍ دوام ښايي د بېړیو د لېږد او بیمې لګښتونه لوړ کړي او په نړیوال بازار کې د تېلو او سون‌توکو پر بیو منفي اغېز وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320