اوچا: په افغانستان کې به ژمی شاوخوا ۱۹ میلیونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ کړي

32

اوچا: په افغانستان کې به ژمی شاوخوا ۱۹ میلیونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې خبرداری ورکړی، چې د ژمي په رارسېدو سره به شاوخوا ۱۹ میلیونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ شي.

د اوچا ویاندې، اولګا چروکو، د اکتوبر پر ۲۰مه ویلي، چې نږدې ۱۶ میلیونه کسان په افغانستان کې د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي او ۳.۴ میلیونه نور په بېړني وضعیت کې ژوند کوي.

د نوموړې په وینا، د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د محدودیتونو دوام به تر ۲۰۳۰ کال پورې د ۲۰ زره ښځینه ښوونکو او د روغتیا په برخه کې د ۵۴۰۰ ښځینه کارکوونکو د کمښت لامل شي.

چروکو زیاته کړې، چې خوارځواکي د میندو له روغتیا، روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي، د خوړو له تنوع، زده‌کړو او د عاید ترلاسه کولو له وړتیا سره مستقیم تړاو لري.

اوچا ویلي، چې بېوزلي، بېکاري، وچکالي او کلونو جګړو د دې لامل شوي، چې د کورنیو د کافي خوړو د برابرولو وړتیا کمه شي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې د بشري مرستو ترڅنګ، په کرنه، کارموندنه، روغتیايي خدمتونو او اقتصادي فرصتونو کې دوامداره پانګونه د بحران د کمولو لپاره اړینه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320