د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام له چارواکو غوښتي، چې راستنو شویو کورنیو ته د مناسب سرپناه او اساسي خدمتونو د برابرولو لپاره لا ډېر اقدامات وکړي.
دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۱مه، پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې ویلي، چې د راستنو شویو کورنیو د وضعیت د ښه والي لپاره باید نور اقدامات هم ترسره شي.
یاد بنسټ ټینګار کړی، چې افغانستان ته راستنېدل باید په خپل وطن کې د نوي ژوند د پیل فرصت وي، نه د نویو ستونزو د پیل لامل.
تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی و، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې به د ژمي په رارسېدو سره د لوږې خطر زیات شي.
اوچا ویلي، چې شاوخوا ۱۶ میلیونه کسان په افغانستان کې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي او اټکل کېږي، چې د ژمي په رارسېدو سره به دا شمېر شاوخوا ۱۹ میلیونو ته لوړ شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320